مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ

پوهندوی شیما غفوري


 

ژباړن: سیلاني
د افغانستان د خپلواکۍ او په فیسبوک کې د ځينو د دريځ پر وړاندې زما يادښتونه
 
څوک دا ورځ په مبارکيانو او څوک يې په تخريبول نمانځي؟

د هر هیواد په تاريخ کې، چې وګړي يې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د ملي نواميسو د ساتلو په پار را ولاړيږي او خپله وينه د يوې لوړې او سپیڅلې موخې لپاره تويوي،د ستاينې او درنښت وړ دي،بې لۀ دې چې څوک او د ټولنې کوم قوم یې په سر کې دی.
په همدې اړوند د هغو کسانو پر وړاندې چې په فیسبوک کې يې دريځ خپل کړی،څو پوښتنې کوم او ځوابوم يې.
 
لومړۍ پوښتنه :

د ۱۲۹۸کال د اسد ۲۸ چې د ۱۹۱۹ ز کال د اګسټ له ۱۹ سره سمون خوري، د يو ټول منلي پاڅون پايله ده؟
هو، پرته له شکه !
تاريخي شواهد دا ښيي،چې افغانان له هر ولايت، هر ټبر او هرې قبيلې څخه، ښځه او نر د انګليسي ښکیلاګرو د طلسم ماتولو په موخه ودرېدل، د دې حقيقت ثبوت د دې جګړې پايله ده. د دې خبرې ثبوت د انګليس لويې امپراتورۍ مجبورېدل دي،چې انګليس د استعمار په زنځير کې د لومړني هیواد په توګه د افغانستان سياسي خپلواکۍ ومني ، د دې حقيقت ثبوت د اسد د ۲۸ ورځې شتون دی. که دا ورځ د ټولو افغانانو د پاڅون پايله نه وای، ايا بې وزلو افغانانو په ډېرو لږو کمزورو جګړه ييزو وسلو کولی شوی،چې د وخت له زبرځواک سره، چې په پرمختللو او ځواکمنو جګړه ييزو وسلو او امکاناتو سمبال و، په برياليتوب سره ودريږي، داسې پاڅون چې پايله يې د خپلواکۍ تر لاسه کول و؟
هر سليم عقل، پرته له سياسي او قومي چارچلند څخه دې پوښتنې ته بايد يو ځواب پيدا کړي،چې هغه عبارت دی له:
هېڅکله! 
تاريخ د دې شاهد دی، چې د شاه امان الله خان په رهبرۍ په دې پاڅون کې ، د ټولو افغانانو او د هر قوم سرښندونکو کړنو او ارادې شتون درلود.
.
دويمه پوښتنه :

د امان الله خان د ملي او فرا قومي شخصيت په اړه ده.
 
هغه کس چې د انګليسي ښکیلاک تر ږيرې لاندې يې افغانان د انګرېزانو پر وړاندې را غونډ کړل او د وروستي جهاد لپاره يې رهبري کړل،دا شونې ده،چې په يوه ټبر پورې تړلی کس وي؟ که چیرې امان الله ملي فکر او عمل نه درلودی افغانانو پرې باور کاوه؟ په دغه نا انډوله جګړه کې د هغه تر شا درېدل او د هیواد لپاره يې خپله وينه قرباني کوله ؟ نو بيا هم ځواب هماغه دی، هیڅکله نه ! داسې يوه پوښتنه را منځته کيږي، چې ولې ځينې کسان دغه ورځ تخريبوي ؟ دوی واقعاً په هغه وخت کې د افغانستان له سياسي خپلواکۍ سره مخالفت درلود؟
په دې وروستيو دوه - درې کلونو کې زما د څیړنې پر اساس هغه کسان چې د امان الله خان کړنې تخريبوي، دی يوه قوم پورې تړي او حتیٰ تر هغې کچې چې د هیواد خپلواکۍ ته منفي رنګ ورکوي،د غه کسان درې ډلې دي:
لومړۍ ډله : هغه کسان چې ملي مبارزې ته معتقد نه دي؛بلکې پۀ قومي مبارزې کې را ښکیل دي، چې ځينې يې په دين او ځينې يې پرته لۀ دين څخه دغه مبارزه پر مخ وړي. دوی هغه کسان دي، چې غواړي د۱۹۲۹ کال په پیښه کې د ترقي غوښتونکي شاه امان الله خان پر وړاندې د حبيب الله کلکاني خوزښت ته قومي جنبه ورکړي او د نوموړي دغو کړنو ته مشروعيت وبښي،چې دغه تاريخي تراژيدي د ( امان الله خان د ټولو ميهني کړنو د ردولو ) په اوبو سره ومينځي؛مګر بلواګر دې تر ابده د افغانانو نفرت له ځانه سره ولري،چې همداسې به پاتې هم شي.
دويمه ډله: هغه کسان دي، چې د بهرنيو کړيو لۀ خوا د خپلوکۍ غوښتنې د روحيې ماتولو، د خلکو د يووالي له منځه وړلو او حتیٰ د افغانانو د دغې لويې ګډې لاسته راوړنې د ورانولو لپاره ګومارل شوي دي.
دريمه ډله هغه کسان دي، چې د خپلو فیسبوکي ملګرو د خوښۍ په موخه لايک ورکوي.
 د افغانانو د دغې لوې ګډې لاسته راوړنې پر وړاندې د خصمانه افکارو د درلودلو په پار بايد يو ځل بيا د تاريخ پاڼو ته مراجعه وشي. لومړی دا چې د امان الله خان پر وړاندې خوزښت هیڅ ډول قومي انګیزه نه درلوده؛بلکې د مذهب په نقاب کې يې ارتجاعي ريښه درلوده. تاريخي اسناد او د افغانستان ژوندی تاريخ چې سينه په سينه را پاتې دی، همدارنګه هغه څه چې ما له خپلو نيکونو څخه،چې په دې جګړه کې يې ګډون درلود، اورېدلي، چې روسته پاتې فناتيکانو، چې د انګليسي ښکیلاګرو په ملاتړ د غازي امان الله خان د اصلاحاتو پر وړاندې د پاڅون رهبري يې پرغاړه درلوده، د انګليسي لارنس او نورو جاسوسانو د تبليغاتو تر تاثیر لاندې و. لارنس هغه انګليس کافر ملا و، چې شل کاله يې د پلازمینې په يو مشهور جومات کې امامت وکړ، د تګ پر مهال يې خپلو مقتديانو ته يو ليک پرېښی و، چې لمونځونه دې بیرته له سره را وګرځوي؛ځکه چې تاسو د يو کافر امام تر شا امامت کړی دی. انګليسان په دې وتوانیدل چې د ملکه ثريا د انځورونو په فوټوشاپ کولو، د بغدادي پير په تبليغاتو چې پخپله يو انګليس او د ګوډ ملا په تبليغاتو د مذهب په نوم خلک د امان الله خان پر وړاندې تحريک کړي، ځکه انګليسان په دې پوهیدلي وو، چې مذهبي احساسات د افغانانو د کمزورتيا ټکی دی. هیره دې نه وي چې په دغه مخالفتونو کې چې د امان الله پر وړاندې وشول، له بیلابیلو ټبرونو څخه وګړو ګډون درلود. په دغه مخالفتونو کې د امان الله خان د واکمنۍ د نسکورولو لپاره د انګليسانو له خوا فکري چاپیريال چمتو شوی و، همدا و چې د امان الله خان واکمنۍ نسکوره او پر ځای يې د څو مياشتو لپاره حبيب الله کلکانی واکمن شو، چې وروسته د انګليسانو د خوښې کس قدرت ته ورسیده.
د حبيب الله شاهانه لقب ( امير حبيب الله خادم دين رسول الله ) د هغه وخت د مذهب په نوم د پاڅون استازيتوب کوي، نه د قومي پاڅون استازيتوب. يو بل روايت دا دی: چې په خپله حبيب الله کلکاني د امان الله خان دریشي، د خپلې ناستې څوکۍ تر شا په المارۍ کې ساتلې وه او هر سهار به د شاه دریشي ته درېده او سلامي به يې ورته کوله، له دغه او دې ته ورته نورو روايتونو څخه ښکاري چې کلکاني هم د دغه استعمار ماتونکي شاه لوړاوي ته درنښت درلود.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery