مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-08-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چې دا ژوند څه شی دی؟

ولي الله ملکزی

 


د نړۍ د پنځو سترو وچو مجموعي نفوس چې د ملګرو ملتونو په ۱۹۳ غړو هیوادونو او لسګونو نیمه خپلواکو ټاپوګانو کې ژوند کوي،‌ ۷،۵۳ ملیاردو ته رسیدلی دی. د دغه سرسامونکې شمیر شپیته سلنه (څه باندی ۴ ملیارده) په آسیا کې، ۱،۲ ملیارده په افریقا کی، ۷۵۰ ملیونه په اروپا کې، یو ملیارد په شمالي، ‌لاتینې او جنوبي امریکا او پاتې یوه سلنه یی د استرالیا او اقیانوس د لر او بر په جزیرو کې استوګن دي چې‌ تقریبا پنځوس ملیونه وګړو ته رسیږي. دغه سپین پوستي،‌ غنم رنګي، ژیړ او تور پوستي انسانان په نژدی پنځه نیم زرو مختلفو ژبو خبرې کوي چې تر ټولو غټې او ګڼ ملتې یی چینایي، هسپانوي، انګلیسي، هندي اوعربي دي چې لدی جملې څخه د ۲۲۰۰ ژبو ویونکي په آسیا کې هستوګن دي.
د آدم او حواء د دغه زوزات ۹۲ سلنه په نژدی څلور زره او دری سوو مختلفو ادیانو او مذهبونو عقیده لري، ولی اته فیصده یی په هیڅ دین او خالق باور نلري، چې ملحدین، لادینه او یا دهریان بلل کیږي.‌ دوئ یواځی په ژوند باور لري او فکر کوي چې موږ د وښو په څیر پیدا او بیا ایره ایره او کسکر کیږو (مَاهِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ - بل څه نشته بس همدا د دنیا ژوند او مزې ګزې دی، پیدا کیږ، مړه کیږو او زمانه مو پو پنا کوي).
له بله پلوه، د انګلستان د معتبرې ورځپاڼې (د ګارډیین) یوه څیړنیزه مقاله چې د بیالوژي او جیالوجي د پوهانو یوغټ ګروپ لیکلې وایي: د دی پراخې كُرې په وچه کې ۶،۲ ملیونه رقم رقم ژوي (حیوانات) او مرغان ژوند کوي او ۲،۲ ملیونه نور ډولونه یی بیا په اوبو کې اوسیږي. مګر د یوې سروې پر بنسټ، هره ورځ لسګونه قسمونه یی له ورکیدو (انقراض) سره مخ دي چې یو له مهمو لاملونو څخه یی د انسانانو زیاتیدونکی اړتیا، وژونکې تجربې او لاوبالي ده.
د دغو ملیاردونو ژوو ژوند، د هغوئ لپاره کوم معنوي ارزښت او ټاکلې موخه نلري،‌ بلکې یواځی د ژوند کولو او ژوندي پاتې کیدلو لپاره مبارزه کوي چې تنازع للبقاء ورته ویل کیږي.‌ یعنی خوراک پیدا کړه،‌ بل مړ کړه، یا پخپله مرګ ته تیار شه چې په دودیزه توګه دغه بهیر ته د ځنګل قانون ویل کیږي، چیرته چې هر ځواکمن د کمزوري د سر سوداګر دی.
خو د انساني ټولنې ژوند او ځواک بیا د دریو آسماني ادیانو (اسلام، یهودیت او‌ نصرانیت) او د ګڼ شمیر وضعي قوانینو پرمټ اداره او تنظیمیږي چې انسانان یی جوړوي او پخپله یی پلي کوي لکه کمونیرم او سوسیالیزم. د لرغوني یونان یوه فلسفه دا وه چې ژوند د ابلیس خوشیان اوسوټې دي او داسی انګیرل کیده چې ژوند یوه سپیره سیلۍ ده چې د دښتې له یوې څنډې شروع او په بلې پای ته رسیږي. د رومن امپوراطوۍ ځیني سرتمبه مشرانو فکر کاوه چې ښه ژوند یواځی د واکمنو او ځواکمنو حق دی.
هندویزم په همیشني ژوند او تناسخ للاراح باور لري، پدی مانا چې کله چې یو انسان مړ کیږي نو د هغه یا هغې پاک روح، بل سوتره انسان ته انتقال مومي او ناوړه او پلیت روح په وحشي حیواناتو کې ننوځي‌ خو هیڅکله نه مري. د بودیزم د فلسفې له مخې ژوند د کړاو او بدمرغۍ دویم نوم دی چې له خواهشاتو او غوښتنو څخه سرچینه اخلي، نو پکار ده چې غاړه ورته کینښودل شي. مجوسیان (زردشتیان) د روح په سپیڅلتیا عقیده لري او فکر کوي چې کله انسان مړ شي نو یواځی بدن یی وروست او خوسا کیږي او ساه یی لوړ مقام او یا هم ممکن دوزخ ته ځي.
د آینسټاین په څیر ستر پوهان او د ځانګړې فلسفې پیروان، ژوند ته د دین په ځای د مطلق مادي وجود له زوایې څخه ګوري او پدی باور دي چې ژوند د هیلو یوه نه ختمیدونکې لړۍ او ستومانه سفر دی، د چا لپاره تلپاتې خوښي او د چا لپاره همیشنی غم وي. ژوند هغه واټن دی چې د پیدایښت له لمړۍ کړیکې سره پیل او د مرګ په وروستۍ سلګۍ سره پای مومي. ژوند هله ارزښتمند او لا قیمتي شي چې د ارزښت لپاره یی مبارزه وشي. ژوند د یوې پردۍ ژبې په څیر دی چې هرڅوک یی پوهیدو ته پسخیږي. ژوند نغمه ده، ښکلا ده او یوه‌ څپ څپانده څپه. ژوند هم جنګ دی،‌ هم ترنګ دی او هم شرنګ.
الله تعالی د لمر،‌ سپوږمۍ، فضا او اوبو په ګډون ټول مخلوقات، دانسان د بقا او ښیګڼۍ لپاره تابع او تسخیر کړیدي، تر څو وکولای شي ژوند وکړي، له ژوند څخه خوند واخلي او نورو ساه لرونکو ته ژوندون وبښي. (وَ لَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ - موږ انسان ته برم او برلاسی ورکړیدی) د ازل په لیک د ایمان ترڅنګ، همدا انسان دی چې د ځان لپاره خوښي او نیکمرغي زیږوي، د کرکې په ځای د مینې دروازې ټکوي او د ازغیو په منځ کې د غوټیو پسی ګرځي. ځکه ژوند د خوښیو، خنداګانو، سلګیو، ژړاګانو، بریاوو، ناکامیو، کړاوونو او دردونو یوه پرانیستې دوسیه ده. له ستونزو سره ډغره وهل او له نهیلیو څخه د امیدونو په لور د ګام اخیستل، د ښه ژوند، ښه نښه ده.
زموږ د دیني نصوصو او معنوي ارزښتونو له مخې، ژوند معما نده او د عطرو خوشبویي هم نده چې حس کیدلاي شي خو په سترګو نه لیدل کیږي.‌ بلکی ژوند یوه کرونده او د ازمیښت او عمل ډګر دی ( وَقُلِ ٱعْمَلُواْ فَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُۥ وَٱلْمُؤْمِنُونَ - ورته ووایه چې تاسو کار او عمل وکړئ،‌ الله، د هغه رسول او مومن بنده ګان ستاسی د کار څارنه کوي) د نیکمرغه ژوند لپاره باید چې پنځه شیان غنیمت او فرصت وګڼل شي: (ځواني مخکی له زړوالي، روغتیا وړاندی له ناروغۍ، مال او دولت مخکې له نیستۍ، وزګارتیا مخکې له بوختیا او ژوند پخوا لدی چې مرګ د چا میلمه شي).
بس خو یوه لا جوابه پوښتنه او یوه ناکراره اندیښنه داده چې د نړۍ ځیني سیاسي بامبړان څرنګه ځانته دا حق ورکوي چې د ډیموکراسۍ په پلمه، د بی ګناه انسانانو پریمانه وینې تویئ کړي؟ او بله دا چې آیا د مذهب جګړه مارو وارثانو او د حورو څڼه ورو عاشقانو د حضرت پیغمبر دا حدیث اوریدلي چې فرمایي: که چیری کعبه لوټه لوټه او دړې وړې شي، بیا هم د الله په وړاندی یی ارزښت د یو بی ګناه مسلمان د یو څاڅکي وینې له تویولو څخه ډیر کم دی !؟
دا ژوند د رب العالمین خلقت، امانت او ملکیت دی او له همدی امله یی د یو انسان ژغورل د ټول انسانیت ژغورل او د یو بی ګناه انسان قتلول، د ګرد انسانیت قتلان ګڼلي دي.
---------------------------------------------------------
په مننې سره، ما د پاسنې لیکنې په لیکنه کی د لاندینیو سرچینو څخه استفاده کړیده:
د الخلیج او القبس ورځپاڼې
The Guardian - Newspaper
Encyclopedia, National Geographic
Google, CNN Arabic

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery