مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلواکۍ سلمې کلیزې ته یوه لنډه کتنه

سرلوڅ مردزی
له زمانو راهیسې دود ده چې دوستان د خپل دوست په خوشالۍ خوښیږي او مبارکي ورکوي، خو دښمن بیا دا خوشالي نه شي زغملای او په یوه یا بله بڼه د هغې په اړه خپله کرکه څرګندوي! دښمن هم که هوښیار وي د ناخوښۍ غبرګون تر پردې لاندې تېروي، خو بیعقل دښمن بیا خپل غبرګون په څونه کرغېړنه بڼه چې کیدای شي، ښکاره کوي!
د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په وړاندې هم، افغانان بیا د ورته غبرګون سره مخ شول لکه سل کاله مخکې چې د هغې په اړه دوستانو او بلخوا دښمنانو له ځانه ښودلای وو.
خپلواکي چې د افغانانو طبیعي او فطرتي حق وو، په زرګونه کیلو متره لیري پېرنګي ورڅخه په زور او ستم اخیستې وه، افغانان اړ ول چې د هغه مهال پخپل ملي زعیم غازي امان الله خان راټول شي او د سرښندنې او تورې په زور يې بیرته له انګریزانو ترلاسه کړي. د خپلواکۍ په ګټلو د سمون او پرمختګ هغه لار چې پیرنګي د افغانانو پر مخ تړلې وه، بیا پرانیستل شوه. غازي امان الله خان د داسې سمون او پرمختګ لپاره مټې رابډ وهلې او د خپلې نهه کلنې واکمنۍ په مهال يي په دې لار کې اړین او مثبت ګامونه پورته کړل.
د خپلواکۍ په ګټلو یوازې افغانان خوښ او بیرته ژوندي نه شول، بلکې تر انګریزي ښکېلاک لاندې هغه مهال نورو ولسونو کې هم د خپلواکۍ سا ورپوو شوه او لږه موده وروسته له برتانوي هندوستانه هم د انګریز کډې بار شوې!
دلته دا خبره باید په زغرده وشي، د افغانستان خپلواکۍ په سیمه او له سیمې وراخوا د زاړه استعمار په ماڼۍ کې درځونه پېښ کړل چې وروسته د نورو ملتونو د خپلواکۍ د پراخ غورځنګ په زلزلې سره دا ماڼۍ نسکوره او په سیمه کې د بیخي نويو ملتو او هېوادو د رامنځته کېدو لامل شوه.
خو څونه چې د خپلواکۍ د غورځنګ پلوشې مخ په پیاوړتیا او خپرېدو وي، انګریزي دښمن دلته په کور دننه د خپلو جاسوسانو او د ولس د عمومي بېوزلۍ او د پوهې کچې له ټېټوالي چې هغه هم د اوږده ښکېلاک پایله وه، په ګټې اخیستنې د غورځنګ په وړاندې سنګر ونیو او هغه يی د تورې په زور نه، بلکې د شا لخوا په ناځوانۍ او د خپلو بړیڅو په مټ مات کړ.
سقاو او پلویان يي، همدارنګه مجددي خېل او د ملا په جامه کې نور پټ جاسوسان د دې غورځنګ د ماتي له پړې ځان نه شي ژغورلای. څونه ملامتیا چې د انګریز پر غاړه ده هومره هم په کور دننه د دوی تر غاړې ده، بلکې تر انګریز څو چنده او زیاته!
افغانان د ولسمشر غني او د هغه له پلویانو مننه کوي او کور ودانی ورته وايي چې پخپل راتګ سره يي د غازي امان الله خان د سمون او پرمختګ نیمګړی څپرکی بیرته تر لاس لاندې ونیو او د هغه په رڼا کې يي د خپلواکۍ سلمه کالیزه په پرتمین ډول ولمانځله او د غازي امان الله خان د پیر او د لاس نښه د دارالامان ماڼۍ يي بیرته ترمیم کړه.
د ماڼیو ترمیم کېدای شي د حکومتونو معمولي او ورځنۍ چار وګڼل شي، خو د دارالامان ماڼۍ یوه استثنايې بڼه لري. دا ماڼۍ په طبیعي توګه نه وه خرابه شوې، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د هېواد د دښمنانو لخوا په توغندیو او بمونو ورانه شوې وه او موخه هم دا وه چې د غازي امان الله خان د لاس نښه او د خپلواکۍ سیمبول له منځه یووړل شي.
لکه څنګه چې تېر مهال د غازي امان الله خان، د هغه د وطنپالو تګلارو او د خپلواکۍ په وړاندې کورني او بهرني دښمن له یوه سنګره جنګېده، نن هم کورنی او بهرنی دښمنان په ورته ډول د خپلواکۍ د سلمې کلیزې، د دارالامان د ماڼۍ د ترمیم د بیا پرانیستې او د دې لارې د اوسني پلوی ولسمشر اشرف غني په وړاندې، په یوه مورچل کې ناست دي.
د زمري په ۲۷ مه، د خپلواکۍ د سلمې کلیزې درشل کې، دارالامان ته نږدې د ودونو په هوټل د طالبانو وسلوال برید چې ۸۰ تنه ملکي وګړي پکې شهیدان او تر ۵۰ زیات پکې ټپيان شول، ښۍ چې داسې خونړۍ پېښه د خپلواکۍ ورځې ته پلان شوې وه.
بلخوا په جلال اباد ښار او خوګیاڼویو ولسوالۍ کې ۱۱ پرله پسې چاودنو ۷۰ تنه ټپیان کړل چې د زمري په ۲۸ مه د خپلواکۍ په ورځ وشوې. دښمن که څه هم د طالبانو په جامه کې دا برید تر سره کړ، خو افغانان خپل اصلي دښمن چې ځان د انګریز میراثخور ګڼي او هغه نننی پنجاب دی، نه غلطوي.
همدې پنجابي د ښمن د خپلواکۍ کلیزې په تړاو، په تېرو درې ورځو کې د کونړ په دانګام، شلتن او ناړې ولسوالیو ۷۲۰ توغندي ویشتلي دي. د کونړ والي ښاغلی میرزکوال وايی: دغه توغندیو کونړ کې ولسي کورنیو ته زیات مالي زیان اړولی دی.
دولتي او پخواني دولتي جیګپوړي چارواکي چا چې په عمدي توګه د دارالامان ماڼۍ په پرانېستغونډه کې ګډون ونه کړ، د طالبانو سره زیات توپیر نه لري. دوی هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په وړاندې د وسلوال دښمن سره ملګرتیا وکړه، توپیر دا وو چې ځان پورې يي واسکټونه ونه تړل او د حورو او غلمانو څخه بې نصیبه پاتې شول!
بلخوا همدغه چارواکي خپل پلویان هڅوي چې د قلم په ژبه، خپلواکۍ او غازی امان الله خان پسې سپورې ستغې ولیکي او ځانونه هغه انګریزي جاسوسانو سره همرنګ کړي چې د غازي امان الله خان په مهال يي خپله هغه او ملکې ثریا پسې ولسونه پارول.
که څوک دغه چارواکو سره، خواخوږ رسنیوته سر ورښکاره کړي، کوم وحشت چې دوی يي خپلو لیکنو کې له خپلواکۍ او غازي امان الله خان څخه څرګندوي، د طالبانو او داعشیانو له وحشته کمی نه لري!
همدغه سقاوي لیکوالان او رسنوال، د ولسمشر غني او د لومړۍ میرمني اغلې رولا غنې پسې هم له کله نه چې د امان الله خان د نیمګړي څپرکي د بشپړتیا خبره کوي، ورته پروپاګیند مخې ته وړي.
خو باید هېره نه کړو چې خپلواکي او غازي امان الله خان خپل پلویان لري. موږ افغانان به خپلواکي د سر په بیه ساتو او په ګډه به د نوموړي ټولواک د سمون او پرمختګ نیمګړی څپرکی عملي او بشپړوو.
که هغه غازي د خپلواکۍ په ګټلو سره په سیمه کې د خپلواک او نوی افغانستان ډبره کېښوده او افغانستان يي له خاورو اوچت کړ، نوی نسل به د ولسمشر غني په مشرۍ افغانستان د سیمي په څلور لارې بدل کړي. افغانستان به د سیمې د وصل او پیوستون په کړۍ بدلیږي. که پخوا افغانستان د سیمې د توپيرونو، شخړو او جګړو میدان وو، دا ځل به د ولسونو او هېوادونو د یووستون او پیوستون په ټاټوبي بدلیږي.
د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ، د دوبۍ پر «خلیفه څلي»، د ترکيې پر«سلطان محمد» او «یاووزسلطان سلیم» څلي او د ګوګل په سکرین د افغان ویاړمن بیرغ رپا، ټولو افغانانو ته مبارکي ورکوم. افغانان له دغه دوستو هېوادو او ګوګل څخه د زړه له کومي منندوی دي.
تل دې وي خپلواکي!
ژوندی او سرلوړی دې وي افغانستان!
د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۲ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery