مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-08-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلواکۍ د سلمې کليزې په پارټول ملت ته مبارکي وايم

سيد حسين پاچا

ولسمشر محمد اشرفغني ته :
د خپلواکۍ د سلمې کليزې په پار تاسې او ټول ملت ته مبارکي وايم
تاسې د ملي - اسلامي ارزښتونو، اماني هيلو او د نوي سرلوړي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان وياړ ياست

پر خپل ملت لوريېنه ((رحم)) د الله تعالی له لوريېنې ((رحم)) سره تړلې ده. د ملت / ولس چوپړ د الله تعالی د خوښۍ سبب دی. څښتن تعالی به تاسې ته نه يوازې د سيمې، بلکې د وچو او ملتونو د اتصال وياړ هم در په برخه کړي.

نوټ :د الله تعالی له توفيق او له خپلې ژمنې سره سم مې تاسې، شهيد داوود خان، غازي امان الله خان او ټول ملت ته په دواړو حرمينو شريفينو کې جلا جلا ختم القرآن او هم جلا جلا طوافونه وکړل. له حرمينو نه نيولې تر منی - عرفات و مزدلفې پورې په ټولو سپېځلو ځايونو کې تاسې او ګران افغانستان ټول ملت ته دوعا وکړه. څښتن تعالی به تاسې د نوي - سرلوړي او پياوړي افغانستان سرلاری کړي. څښتن تعالی به تاسې ته د سيمې او وچو د اتصال د هر اړخيز چوپړ وياړ هم درپه برخه کړي.  کله چې مې د پاکستان د ځينو سياستوالو، لکه: شهباز شريف، خواجه اصف، مشاهد حسين، سراج الحق او نورو پارلماني غړو خبرې واورېدې او ولوستې، نو سخت هيجاني او ودردېدم، له صفا ومروا ولاړم او  ډاکټر نجيب الله ته مې هم طواف وکړ. د پاکستاني سياستوالو دغه ډول ګروهي ((عُقده يي))، سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو ناوليو موخو او نه پخلا کيدونکيو دښمنانه کړنو او څرګندونو ته ډاکټر نجيب الله د شهيد حکم رانغاړي. هغه نور سياسي مسايل يې يوې خوا ته، خو د هغه - هغه اندېښنې نن په حقيقت اوړي چې ملت ته يې ويلې.
 د خپلواکۍ ورځ مې په مسجد النبي ”صلی الله عليه وسلم“ کې وه او ختم مې پوره کړ. تاسې او ټول ملت ته مې دوعا وکړه. اليس الصبح بقريب رڼا (خوشالي، ښېرازي، سوله وسهولت) راتلونکې ده.


حديث مرفوع) حَدَّثَنَا الشَّيْخُ الْإِمَامُ الْعَالِمُ جَمَالُ الدِّينِ أَبُو الْفَرَجِ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ عَلِيِّ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ الْجَوْزِيِّ ، مِنْ لَفْظِهِ بِبَغْدَادَ ، وَهُوَ أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْهُ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو سَعْدٍ إِسْمَاعِيلُ بْنُ أَبِي صَالِحٍ أَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الْمَلِكِ بْنِ عَلِيِّ بْنِ عَبْدِ الصَّمَدِ النَّيْسَابُورِيُّ الْمَعْرُوفُ بِالْمُؤَذِّنِ ، مِنْ لَفْظِهِ وَكِتَابِهِ ، وَهُوَ أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْنَاهُ مِنْهُ ، قَالَ : أَخْبَرَنَا وَالِدي أَبُو صَالِحٍ أَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الْمَلِكِ الْحَافِظُ ، وَهُوَ أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْهُ ، قَالَ : حَدَّثَنَا الْأُسْتَاذُ أَبُو طَاهِرٍ مُحَمَّدُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ مَحْمَشٍ الزِّيَادِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو حَامِدٍ أَحْمَدُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ يَحْيَى بْنِ بِلَالٍ الْبَزَّازُ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ بِشْرِ بْنِ الْحَكَمِ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ ، عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ ، عَنْ أَبِي قَابُوسَ مَوْلَى عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍوأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : " الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى ، ارْحَمُوا مَنْ فِي الْأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ " . قَالَ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ بِشْرٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ سُفْيَانَ بْنِ عُيَيْنَةَ ، وَقَالَ أَبُو حَامِدٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ بِشْرٍ ، وَقَالَ أَبُو طَاهِرٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي حَامِدٍ ، وَقَالَ أَبُو صَالِحٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي طَاهِرٍ ، وَقَالَ أَبُو سَعْدٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ وَالِدِي أَبِي صَالِحٍ ، وَقَالَ لَنَا أَبُو الْفَرَجِ : وَهَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي سَعْدٍ ، قَالَ مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ الْوَاحِدِ : وَهَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي الْفَرَجِ . قَالَ الْحَافِظُ الضِّيَاءُ : هَذَا حَدِيثٌ مَشْهُورٌ صَحِيحٌ ، أَخْرَجَهُ أَبُو دَاوُدَ السِّجِسْتَانِيُّ فِي سُنَنِهِ فِي الْأَدَبِ ، عَنْ أَبِي بَكْرِ بْنِ أَبِي شَيْبَةَ ، وَمُسَدَّدِ بْنِ مُسَرْهَدٍ ، وَرَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ فِي كِتَابِهِ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ أَبِي عُمَرَ الْعَدَنِيِّ ، ثَلَاثَتُهُمْ عَنْ سُفْيَانَ بْنِ عُيَيْنَةَ ، وَقَالَ التِّرْمِذِيُّ : حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ .

ښاغلی ولسمشره،
زړه سواندي او برابري ((انصاف)) د حکومت د پايښت تضمين دی
ابن تيمية رحمه الله وايی :
” ان الله يقيم الدولة العادلة و لو كانت كافرة و لا يقيم الدولة الظالمة و لو كانت مسلمة “
إن إقامة العدل وأداء الحقوق لأهلها من أسباب بقاء الدول وتفوقها وغلبتها، قال شيخ الإسلام ابن تيمية في رسالة (الحسبة): الجزاء في الدنيا متفق عليه أهل الأرض، فإن الناس لم يتنازعوا في أن عاقبة الظلم وخيمة، وعاقبة العدل كريمة، ولهذا يروى: “الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة“ اهـ.

څښتن تعالی عادل دولت ته پايښت (دوام) ورکوي ولو که کافر وي ((اسلامي نه وي))، خو ظالم دولت ته پايښت ((دوام)) نه ورکوي ولو که مسلمان هم وي. عدالت يا انصاف و برابري (مساوات) د ټولنې لپاره اړين يا اساسي شرط دی. د الله تعالی نظامونه، امارتونه، خلافتونه نه خوښيږي، بلکې د خپل مخلوق لپاره يې عدالت خوښيږي. ځکه خو ابن تيمية رحمه الله همدغه ټکي ته اشاره کړې چې :
الله تعالی د عادل ((منصف)) دولت سره مرسته کوي ولو که کافر هم وي او له ظالم دولت سره مرسته نه کوي ولو که مؤمن هم وي. عدالت د ټولنې اساسي رکن (جزء) دی.

ښاغليه،
تاسې د څښتن تعالی د لوريېنې له مخې زړه سواند او منصف ((عادل)) ياست. تاسې بايد د الله تعالی پوروړي (احسانمند) اوسئ چې له ولس (ملت) سره يې ستاسې په زړه کې زړه سوی او مينه اچولې. که له تاسې سره د څښتن تعالی لوريېنه نه وي ولس به تاسې مخ واړوي.
د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وايی :
((فبما رحمة من الله لنت لهم [۱] ولو کنت فضًّا غليظ القلب [۲] لانفضُّوا من حولک [۳]، فاعف عنهم (۱) واستغفر لهم (۲) وشاورهم في الأمر (۳) فاذا عزمت (۴) فتوکل علی الله (۵) ان الله يحب المتوکلين)) [ال عمران : ۱۵۹]

رحمت ((لوريېنه)) :
 نرمښت
 سختزړی ((سختدريځی))
 مخ اړونه

د څښتن تعالی د لوريېنې له امله په انسان کې نرمښت راځي او نرمښت له انسانه سختزړي ليرې کوي او په پايله يې دا کيږي چې خلک (ولس) پرې راټوليږي. زغيم او د ټولنې لارښود ((پېشوا)) کيږي.

څښتن تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مخکې له مخکې داسې لارښوونه کوي چې تاسې زما د لوريېنې له مخې له خپلو خلکو ((خپل قوم)) سره نرم ياست. که خدای مه کړه تاسې سختزړي وئ،نو دوی له تاسې مخ اړولی وای او بيا به درته هېڅکله راغلي نه وای يا په بله مانا درباندې به راټول شوی نه وای. زغامت د ټولنې اسانه دنده نه ده او نه ترې هر څوک له عُهدې وتلی شي. لله الحمد چې موږ نن ستاسې غوندې يو اکاډميک کس د خپلې ټولنې د زغامت لپاره لرو.

حکومت او سوله :
 تېرېدل ((عفوه))
 بښنه ((استغفار))
 مشوره يا خپلمنځي خبرې [تفاهم] ((وشاورهم فی الأمر))
 پرېکړه ((فيصله)) ((فاذا عزمت))
 پر الله تعالی باور / اعتماد (تکيه) ((فتوکل علی الله))
د الله تعالی متوکلين خوښيږي.
موږ په تېر جهادي پير کې له پيله تر ننه ځينې تېروتنې وکړې چې موږ ته يې خورا سختې ننګوونکې پايلې ولرلې او تر ننه لا اغيار هماغه احساسوي. په دې هيله چې بيا هغه پخوانۍ ترخې تجربې تکرار نه شي.

ښاغليه،
تاسې ته تر ټولو زياته پته ده چې د هند وپاکستان په وروستي کړکېچ کې زموږ د ختيځ ګاونډي د ځينو سياسي مشرانو له سينو او خولو داسې ناسپړلې خبرې راووتې چې زموږ له ستونزې هېڅ تړاو نه لري. ښه شوه چې دوی خپلې ناولې وناسپړلې غوټې له خپلو، سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو سره شريکې کړې او موږ ته دا هم په کار ده چې لږ نه، بلکې ډېر سوچ وکړو چې زموږ ستونزه مذهبي نه، بلکې سياسي - اقتصادي وعُقده يي ((رخه يي)) ده

لله الحمد چې ولس په تېره بيا نوی کهول ((نسل)) د زده کړې لور ته روان دی او اوس ښه په دقت او جرئت سره خپله روښانه او تياره يا په بله مانا خپله ګټه و تاوان توپيرولی شي. هغه رڼا ”سبا / صبا“ ((اليس الصبح بقريب)) ډېره په منډه زموږ لوري ته راروانه ده چې دا ولس به پرې سنبال شي. له شک پرته چې ستاسې په شتون کې نوی نسل د زده کړې لور ته زيات وهڅول شو او هم ورته ملي احساس ورکړل شو چې لله الحمد اوس ورځ له بلې دوی له زده کړې او هم له ملي احساسه خپله روښانه راتلونکې درک کوي.

يعقوب عليه السلام هم د خپل هغه تشويش له مخې چې ورسره وو د بوډاوالي په دوران کې خپلو بچيانو ته دا ورياده کړې وه چې ((ام کنتم شهداء اذ حضر يعقوب الموت اذ قال لبنيه ماتعبدون من بعدي قالوا نعبد الهک واله ابائک ابراهيم واسماعيل واسحاق الها واحداً ونحن له مسلمون)) [البقرة : ۱۳۳]
له شک پرته چې هغوی مسلمانان ول او د خپل پلار او نېکونو د دين پيروان ول، له همدې امله نن ټول (زياتره) علماء د اسلامي زده کړې ((علومو)) سره پر عصري (ساينسي)  زده کړه هم ټينګار کوي چې دا نن ورځ د ټولنې لپاره اړين دي او له دې پرته ژوند نيمګړی دی.

يوازې طالبي علم هغه هم مستحبات ((مسواک، پګړۍ (عمامة) او کُحُل يعنې رانجه سترګې تورول بسنه نه کوي، هغه هم چې اوس خو راته زموږ د خواخوږيو له لورې ښه روښانه شوه چې دوی څه غواړي؟
شهباز شريف، خواجه محمد آصف،

د بېلګې په توګه :
اليس وېلز : طالبان سولې ته چمتو کړئ، که نه افغانستان ته يې ولېږئ
قريشي؛ د افغانستان او کشمير مسلې له يو بل سره تړلي دي
شهباز شريف : ناممکنه ده چې هم کشمير کې بوخت شو، هم لويديځ سره افغانستان کې مرسته وکړو
[[شهباز شريف : دا ممکنه نه ده چې کشمير دې په اور کې سوځي او په افغانستان کې دې سوله وي….]]
[[داسې نه شي کېدای چې په کشمير کې جنګ وي او کابل امن وي.]]
سراج الحق: پاکستان دې په افغانستان کې امن راوستل په کشمير کې امن راوستلو پورې وتړي
[[ځينو پاکستاني سياستوالو ويلي، داسې نه شي کېدای چې کابل دې امن وي خو په کشمير کې دې اور بل وي. د دوی اشاره په قطر کې د افغانستاند سولې خبرو ته وه چې د پاکستان په مرسته طالبان له امريکايانو سره خبرو ته کښېنول شوي دي.]]
کويټې شورا ته د طالب مشر پيغام، د کشمير لانجې مو مذاکرات په لغته ووهل
پاکستان امريکا ته په زغرده ويلي دي چې د افغانستان سوله د کشمير په بيه کېدای شي او خرابېدای هم شي.
ميډل ايسټ ای: د اماراتو وليعهد له امريکا د طالب مشرانو د ترور کولو غوښتنه کړې
خواجه اصف: عمران خان هر څه په اوبو لاهو کړل
https://www.khabarpana.com/1001825/%D8%AE%D9%88%D8%A7%D8%AC%D9%87-%D8%A7%D8%B5%D9%81-%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D9%87%D8%B1-%DA%85%D9%87-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%88%D8%A8%D9%88-%D9%84%D8%A7%D9%87%D9%88-%DA%A9/
خواجه اصف:  نور به افغانستان کې د هند او امريکا خدمت کوو

له طالب سره سوله زموږ اخلاقي، ايماني واسلامي مسووليت دی.
طالب د کشمير د جګړې لپاره په افغانستان کې نظام او خلک وځورول (وکړول) او مشرف (پاکستان) چې دغه ډله (ځواک) د خپلې نيابتي (تپل شوې) جګړې لپاره رامنځته کړه، د اصف په خبره له هغې ورځې يې تر ننه د کشمير مساله (ستونزه) له دوی سره غوټه وساتله.

طالب خپله ټوله جګړه د پاکستان د ګټو لپاره کړې، له هماغه ځايه لارښوونه ورته کيږي او له هماغه ځايه تجهيزيږي. د طالب په جګړه کې يوازې افغانستان وران شوی، افغانان وژل شوي او افغان ځپل شوی.

له طالب سره سوله زموږ مجبوريت دی (اړتيا ده). د هغه چا چې موخه، لارښوونه او سنبالونه (تجهيز) پردی دی، هغه څوک چې د بل لپاره خپل کور ورانوي او هغه څوک چې د بل لپاره په ځان پورې بمونه تړي ځان او نور وژني، نورو ته هېڅ خير (ګټه) هم نشي رسولی.

طالب زموږ د ټولنې مات لاس دی چې پر غاړه يې پروت دی. نه ترې کار اخېستل کېږي او نه ايسته غورځول کېږي، خو درد يې زغمو او پر غاړه به يې ګرځوو، تر هغو چې جوړ شي، روغ شي او خپل بار پخپله پورته کړي. له هر اړخيز پلوه خپلواک او پر ځان بسيا او باوري شي. په هره توګه چې کيږي طالب بايد د پنجاب له منګولو راخلاص او راخپل شي. له راخلاصولو پرته بله چاره يې نشته.

أمر بالمعصية :
وراودته التي هو في بيتها وغقلت الأبواب وقالت ”هيت لک“ قال معاذ الله إنه ربي أحسن مثوای إنه لايفلح الظالمون

يوسف عليه السلام أمر بالمعصية ونه مانه او انکار يې وکړ ((معاذ الله))، دويم احسانفراموشي يې ونه کړه او دا يې ظلم وبللو چې خدای مه کړه عزيز د مصر چې د ژوند ټول سهولتونه ما ته پخپل کور کې مهياء کړي او زه يې ناموس (مېرمن) ته په سپکه سترګه وګورم، نو زه به نيکي هېره وونکی او ظالم يا تېری کوونکی به شم. وطن د مور حيثيت لري طالب بايد دېته اجازه ورنه کړي چې تور کارغان يې په وطن کې ګرځي. هېواد يې ورانوي او ولس يې وروژني.

خوښه د طالب چې د څارګرې ادارې له هغو اوامرو چې له معصيت سره مله وي ځان خلاصوي او که نه؟ که خلاصوي يې، نو ښه لاره دا ده چې له افغان ولسمشر سره نېغ پر نېغه مخامخ خبرې وکړي او کنه، نو دنيوي واخروي مسووليت به د طالب پر غاړه وي. طالب مکلف نه دی چې د څارګرې ادارې هر نامشروع أمر ته دې سر ټيټ کړي. د خلاصون لارې دې ولټوي.

أمر بالإطاعة :
فلما سمعت بمکرهن أرسلت إليهن واعتدت لهن متکأ وآتت کل واحدة منهنّ سکينا وقالت ”أخرج عليهن“ فلما رأينه أکبرنه وقطعن أيديهن وقلن حاش لله ما هذا بشراً إن هذا إلا ملک کريم
يوسف : ۲۳ او ۳۱ اياتونه

سمه ده چې طالب به هم ځينې مجبوريتونه لري او د ګاونډي ځينې غوښتنې به يې زړه نه غواړي اوالبته ځينې به يې پخپله خوښه کوي، خو قرآن له ترمينولوژي پلوه دوه نومونې ((اصطلاحات)) کارولي چې دواړه يوسف عليه السلام ته د زلېخا له لورې ورته کارول شوي يا په بله مانا دواړه غوښتنې ترې زليخا کړي، خو په لومړۍ کې يې ترې انکار کړی او په دويمه کې اطاعت کړی يا په بله مانا لومړۍ غوښتنه چې له معصيت سره مله وه او معصيت ته رابلل شوی وو نه وه منلې او دويمه چې معصيت ورسره مل نه وو، بلکې شرايطو ته په کتو چې هلته يې حيثيت د عبد ((مريي)) وو، نو له أمر سره سم ورته راووته او ښځو وليده او ځان يې له ملامتيا پرې خلاص کړ.

ما طالبانو او مجاهدينو ته هم پخپلو ليکنو په زغرده څرګنده کړې چې د ګاونډي / ګاونډيو ځينې هغه نامشروع غوښتنې چې هغه له معصيت سره ملې وي بايد ونه منل شي او هغه چې مجبوريت وي او له معصيت سره ملې نه وي بايد وزغمل شي. له کله راهيسې چې روښانه شوه چې زموږ جګړه مذهبي نه، بلکې سياسي، اقتصادي او ستراتيژيک ژورتياوې لري، نو بناءً احتياط پکې په کار دی او ځان ترې وساتل شي.

د الله تعالی شان دی چې انسان د خپل زړه بړاس په نشه او يا په غوسه کې راوباسي، خو له بده مرغه زموږ د ګاوندي دغه سياسي مشران چې ستونزه يې له نورو سره ده، خو خپل د زړه بړاس او زړې پټې ناولې غوټې يې رسنيو ته راوسپړلې، نو اوس طالب، حقاني، مجاهد، داعش او داسې نورو ته هېڅ پلمه پاتې نه شوه چې زموږ جهاد دې مذهبي صبغه ولري، بلکې سياسي صبغه او ناولې موخې لري. بناءً طالبان د هېواد له ورانونې، افغانوژنې او د بل له نيابتي جګړې ځان نه شي خلاصولی، نو هماغه د مولانا محمد خان شيراني خبره سمه ده چې :
د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :
ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :
• ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
• دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
• دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
• ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
• د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

د طالب دنده وروستی جزء دی چې له ټرمپ نه په غلا شويو پيسو پرې خپل ولس وژني او هېواد يې پرې ورانوي او طالب لا خپل ځان نه پېژني.

منظور پښتين او ډاکټر نجيب يوه وينا
https://www.youtube.com/watch?v=p3y2mu6Q_qM
ډاکټر نجيب الله وينا
https://www.youtube.com/watch?v=4WaYiE8XowY
لويه جرګه، مشوره غوښتنه :
تاسې ما ته مشوره راکړئ چې څه وکړو؟
 وطن پنجابي ته ورتسليم کړو؟
 که يې ورتسليم نه کړو؟
 د پنجابيانو غلامان شو؟
 وطن تجزيې ته پرېږدو؟
 ډيورنډ واخلو د آمو درياب ته يې ورواچوو؟
 خپل کورکلی وران کړو؟
 بچيان پرېږدو چې اوبه يې يوسي، يتيمان شي او اوښکې يې راشي او زموږ خويندې ميندې در په دره شي؟ او له هغه نه که ژوندي پاتې شو او له دغه ډول ژوند څخه هغه مرګ چې وقار ولري، چې معنويت ولري، چې اسلاميت ولري، چې افغانيت ولري سل کرتې نه، زر کرتې نه، بلکې ميليون کرتې شرف لري که نه يې لري؟ زما دغه خبره ده له تاسې سره چې تاسې ما ته مشورې راکړې چې پر کومه لاره ولاړ شو؟ او څه ډول ودريږو؟

نه پږهېږم چې دغه بېځايه زورور سياستوال په تېره بيا اسلامپال په کوم جرئت سره دا حق ځانته ورته کوي چې د افغانستان مساله بايد له کشمير سره وتړل شي؟ ايا تفخيم القرآن چې سيد ابوالاعلی مودودي پرې دېرش کاله پر ليکنه تېر کړي دي د همدې موخې لپاره ليکل شوی چې زموږ حق غصب کړي او يا مو له بل سره په ناروا دعوه کې هغه هم د سياسي موخو لپاره بونګه (hostage) کړي؟ داسې کار خو په تاريخ اسلام کې نه دی شوی، نو سراج الحق په کوم توان زموږ مساله د کشمير پورې تړي؟ ايا د تفخيم القرآن ټوله مدعا همدا ده؟ له شهباز شريف او مشاهد حسين، خواجه اصف، قريشي او داسې نورو نه به څه ګيله وکړو چې خپل پښتون د پنجاب په چوپړ کې اسلامپال داسې په څلوربولو وي؟

قاضي حسين احمد يې هغسې راوخوت چې امريکايي سفير ته څه ويلي وو او خلکو (ولس) په تېره بيا موږ افغان مجاهدينو ته يې څه ويل؟ داسې برېښي چې د نفاق مساله اصلاً دغو شعوري اسلامپالو ته اصلاً هېڅ مطرح نه ده، کنه زموږ يو خروټی مفسر د ((قرآني پلوشو)) ليکوال به يې دغه دوه مخي د خپل تفسير په رڼا کې څنګه توجيه کړي؟ همدداسې سيد ابوالاعلی مودودي د وخت د نظامي واکمن تر نفوذ لاندې پر ذوالفقار علي بوټو باندې د اعدام پرېکړه مذهبي نه، بلکې سياسي صبغه لري او د خلکو ګوند په تېره بيا د بوټو کورنۍ هم دا مني او وايی چې د اعدام پرېکړه غيرمنصفانه وه او تر ننه لا پوځي واکمنان د بوټو کورنۍ ته د يو هم د خپلواکې څېړنې اجازه نه ورکوي. تېر ته په کتو شعوري اسلامپال جماعت اسلامي او نور ديوبنديان هم د کتمان حق په مساله کې ښکېل دي.

د پنجاب نظامي واکمنانو هر څوک داغلی دی. هغه که سندی دی، که بلوڅ دی، که پښتون او داسې نور دي. سراج الحق ولې پر دغو نارواوو سترګې پټوي؟

ښاغليه،
تاسې ولس، ګاونډيو، سيمې او نړۍ ته په زغرده پيغام ورکړ چې دا ډول په زغرده پيغام زموږ يو جهادي مشر له پيله تر ننه نه دی ورکړی او تل يې د جهاد واواره ګۍ له موضوع نه ناوړه ګټه پورته کړې او ځينو ته خو د خپلو ګټو پر ځای د دوی ګټې مهمې دي.

لله الحمد چې ولس په تېره ځوان کهول تاسې راوېښ کړ او اوس پوهيږي او دا توپيرولی شي چې څوک له موږ سره دوه مخې لوبه کوي او څنګه زموږ له مجبوريته ګټه پورته کوي او څنګه مو له خوږې ګوتې نيولی او پرې کړولی شي؟ لله الحمد اوس ستاسې د بېساريو هڅو په پايله کې نورې لارې خلاصې او موږ پرې د دوی له مجبوريته خلاص شو. لله الحمد د دوی د اوړو ميلونه پارچاو شول، سوداګرۍ ته يې بېسارې صدمه ورسېده او ان په دا وروستيو کې يې د سېمنټو بازار هم له لاسه ورکړ.

لله الحمد له خړ لېسته ورپسې دا دی تور لېست ته ورزيات شو او له دې به لا نور هم بدتر شي که دوی د پخواني نظامي ديکتاتور ضياءالحق پاليسي (کړنلاره) تعقيب کړي. دوی خپله ځانته ګور کنلی او پکې به ښخيږي. ښه به دا وي چې پنجاب نور د نورو ولسونو له ازاره لاس واخلي او که نه، نو تجزيې پر ژۍ ولاړ دی او هره ټوټه به يې ډېر ژر له خپلې ټوټې سره پيوند شي او پنجابي استيبليشمينټ ته به د پای ټکی کېښوول شي. دوی خو کشمير ګټي او افغانستان خېټه کې اچوي، خو خپله به ټوټه ټوټه شي.

مولوي محمد يونس خالص يوازينی جهادي مشر وو چې د حفيظ الله پر وژنه يې د روسانو پر خلاف سخت غبرګون وښوولو. دا به طالب او عبدالحکيم مجاهد ته ګرانه وي چې د دوی په شتون کې پنجابي تورو کارغانو ډاکټر نجيب الله او ورور يې په کابل کې ووژل. امين هم د هغه وخت د هغه نظام کس وو، خو مولوي خالص پرې غبرګون وښوولو، نو پنجابی عبدالحکيم مجاهد ولې د نجيب د مرګ پر پوښتنه غبرګون ښکاره کوي؟ ايا امين څوک نه وو وژلي؟ ايا ببرک کارمل څوک نه وو وژلي؟ ايا حکمتيار، رباني ومسعود څوک نه وو وژلي؟ ايا په جهادي غويمنډ کې څوک ونه وژل شول؟ ايا د سياف و حزب وحدت ترمينځ خونړيو پېښو کې څوک ونه وژل شول؟ ايا طالب څوک نه دي وژلي؟ طالب د جوماتونو، عامه ځايونو، ښوونځيو، روغتونونو او داسې نورو عام المنفعه ځايونو کې ځانوژنې څنګه توجيه کوي؟ ايا دا ډول ځانوژنې دوی ته اسلامي مجوزيت ومشروعيت لري؟ په داسې حال کې چې د پاکستاني سياستوالو د زړه پټې غوټې ټولې رسنيو ته راڅرګندې شوې؟ ايا عبدالحکيم مجاهد اوس هم خپلو نارواو ته جهاد وايی؟

طالب د مجاهد پر پله پل اېښی. که موږ مجاهدينو له چا ښادي ليدلي وي، نو طالب وعبدالحکيم مجاهد به يې هم وويني. د ملا هبت الله ورور خو يې وروواژه، خو د خپل سر خير دي غواړي. له ملا اختر محمد منصور او نورو ولې زده کړه نه کوي؟ ايا ښه به دا نه وي چې له افغان ولسمشر سره د ورورۍ په ټغر کې کښينې او يوې جامع او هر اړخيزې سولې ته ورسيږي او که لا بيا هم د پنجاب ګټې تضمينوي؟

پايله ومشوره :
که طالب له دې وروسته ځان ونه پېژني، نو انجام به يې د تل لپاره هلاکت او مختوري وي. اوس خوښه د طالب چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني او کنه؟ که سرزوري کوي، نو انجام يې له سياسي انتحار بل څه نه وي او که له حکومت سره خبرو ته کېښناست، نو انشاءالله چې د نورو له غلامۍ او احتياجه به د تل لپاره خلاص وي او نه به يې بيا څوک پر مذهب دوکه کولای شي او نه به يې بيا د خپل هېواد او ولس پر ضد د هر ډول سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو موخو لپاره کارولی شي.

پر شاه محمود قريشي، شهباز شريف، خواجه اصف، شيري رحمان، مشاهد حسين، سراج الحق او داسې نورو به يخې اوبه توی شي او ساړه به شي.

خوښه د طالب، عبدالحکيم مجاهد، ملا هبت الله او داسې نورو چې :
 د خپل ولس او هېواد ګټې محترمې ګڼي؟
 او که د پنجاب او نورو؟

دې مجاهد ولس خو د دې لپاره قرباني نه وه ورکړې چې خلک دې موږ د کشمير په حق کې له ځان سره بونګه وساتي. ايا ستاسې ايمان واسلام به د دې اجازه تاسې درکړي چې څوک دې داسې لوبه له تاسې او له دې مظلوم ومجاهد ولس سره د مذهب په جامه کې وکړي؟ دا ديني واسلامي علوم او مدرسې مو د همدې لپاره لوستي چې خلک دې له موږ سره داسې لوبې وکړي؟

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery