مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-09-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جنرال دوستم: دطالبانو د ورکولو ټوان لرم ؟؟؟!

سيد حسين پاچا

جنرال دوستم:
دولت دې نه سرتيري راکوي او نه امکانات؛ که په ۶ مياشتو کې مې طالبان ورک نه کړل نو بيا راڅخه پوښتنه وکړئ
ولس وحکومت دواړه د تېر وخت تېرې ترخې تجربې تکرارول نه غواړي

د طالب د ورکولو پر ځای به دا درته ډېره ښه وي چې له خپل پخواني مرستيال ازبک مشر نه د ترسره شوي تېري بښنه وغواړئ او په راتلونکې کې سمه رښتينې ژمنه وکړئ چې بيا به د داسې بد اخلاقه جُرم نه مرتکب کېږې


ښاغلی جنرال دوستم،
تاسې دا څو ځلې له ولسمشر نه غوښتي چې طالبان په شپږ مياشتو کې ورک کړې، خو دېته دې پام نشته چې دا طالب د چا د بدو کړو (اعمالو) زېږنده ده؟ که تاسې و د شمال ټلوالې په شمال کې له خلکو سره تېری او له تعصب ډکې کړنې نه وای ترسره کړی، نو طالب په هغه ساحه کې څه کول؟

ايا تاسې کله هم دېته سوچ کړی چې د طالب په رامينځته کولو کې تاسې څه رول لوبولی دی؟ ولې څارګري (استخباراتي) لاسونه دلته رااوږده شول؟

تاسې دېته هم سوچ وکړئ چې اوس د نجيب الله وخت هم نه دی چې جنګونه به مو په ټېکه اخېستل. خلک له جنګ نه ستړي دي. سولې، ارامتيا او سوکالۍ ته ضرورت لري. تاسې ته خو د دولت د لومړي مرستيال په توګه دا ډول ګواښونه مناسب نه دي. د دې ډول ګواښنو او ګوتڅنډنو ته هم بايد متوجه اوسې چې د ګټې پر ځای تاوان درته ډېر کوي. ايا ښه به دا نه وي چې د سولې رويه خپله کړئ؟

زه باور لرم که تاسې بښنه وغواړئ او د سولې رويه خپله کړئ، نو طالب به خپله له شماله له جګړې پرته بې ډزو ډوزه ورک شي او هلته به مېشت وروڼه قومونه ټول په يو ټغر راټول شي. ښه به دا وي چې تاسې او دا نور جنګسالاران يوځلې پر خپلې جنګي رويه غور وکړئ او ځانونه د ملت پر وړاندې مسوول او محاسب احساس کړئ.

په دې هيله چې تاسې د جنګي اړخ پر ځای پر خپل حقوقي اړخ زياته پاملرنه وکړئ. حقوقي ارزښتونه هېڅکله له پامه غورځوئ او درناوی ورته لرئ!

په درنښت


جنرال دوستم: دولت دې نه سرتيري راکوي او نه امکانات؛ که په ۶ مياشتو کې مې طالبان ورک نه کړل نو بيا راڅخه پوښتنه وکړئ
https://rohi.af/fullstory.php?id=79645

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery