مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-09-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجمیعتیانو ویره

سيد حسين پاچا

طالبېزم وسقاوېزم د يوې سيکې دوه مخونه
پاکستان و روسيه پخپل نيرنګ کې پاتې راغلل. روسان بايد پر جمعيت او پاکستان بايد پر طالبانو باندې پر پانګونه له سره غور وکړي. طالبان بېسواده او جمعيتيان ناژمنه ډله ده

امارت وسقاوي د هېواد سولې وامنيت، پرمختګ وښېرازۍ ته د سرطان ميکروبي شويو دانو ته ورته دي چې سرايت يې ډېر، خو رغښت يې لږ ولې دوامداره تداوي غواړي


نوټ : خلقيان، حزبيان وطالبان له سياسي وديپلوماتيک پلوه د جمعيت وکارملي پرچميانو په پرتله ډېر کمزوري او تل د مشروع حکومتونو پر وړاندې د دوی د شومو موخو ښکار شوي دي. مهمه مهره يې يونس قاني چې طالب وجمعيت يې له شريکبانډۍ سره سره د يو ملي خاين په توګه د نظام په ړنګونه کې د رياست ومسکو په ملاتړ په يوه باريکه لومه کې تړلي وو، خو د ټرمپ له يو ټويټ سره لکه اسماني تالنده و برېښنا ((رعد وبرق)) هر څه يې له يوې مخې لاهو کړل. ښه شوه چې خليلزاد هم د دې ناولې لوبې ښکار نه شو.

فاکس نيوز :
جنرال پټرياس د سي آی ای پخواني مشر :
د طالبانو مهمه غوښتنه دا وه :
 چې غني له صحنې وايستل شي،
 يا ټاکنې وځنډېږي،
 او يا هم امريکا په ټاکنو کې د ډاکټر غني د بريا مخه ونيسي.

پوښتنه :
ايا دا د طالبانو خپله غوښتنه وه، که د نورو؟
نوټ : يونس قانوني د جمعيت يوه داسې ناولې و منحوسه څېره ده چې د واک ډېر وږی وتږی او د نظام پر وړاندې د غلط ذهنيت ورکوونکې څېره ده چې هېڅ ډول ملي - اسلامي واخلاقي ارزښتونو ته ژمن نه دی. دغه مشخصه کړۍ په خوي بوي و کړووړو behaviour & attitude  او ايډيولوژۍ کې کارملي پرچميانو ته ورته دي چې د واک ترلاسه کولو لپاره له هېڅ ډول معاملو مخ نه اړوي.

[[سرچينې وايي، په ناسته کې پرېکړه شوې چې په هر ډول وي جمعيت به د ټاکنو د تحريمولو مسئله راپورته کوي، ځکه د دغې ډلې مشرانو قانوني، عطانور او اسماعيل خان له طالبانو سره په ګده پلان درلود چې د ټاکنو مخه ونيسي، د سولې پروسه رامخې ته کړي او ډاکټر غني له صحنې وباسي.

دغه راز عبدالله هم په تمه و چې د سولې په راتلو سره به غني له صحنې ووايستل شي او دی به د امريکا د سفير جان بس او زلمي خليلزاد په مرسته د افغانستان د مؤقت حکومت مشر وټاکل شي.

دا هغه خبره ده چې نن ورته د امريکا د سېنت کام مهم غړي او د سي آی ای پخواني مشر جنرال پټرياس هم ورته اشاره کړې وه او له فاکس نيوز سره يې په مرکه کې ويلي وو چې د طالبانو مهمه غوښتنه دا وه چې غني له صحنې وايستل شي، يا ټاکنې وځنډېږي او يا هم امريکا په ټاکنو کې د ډاکټر غني د بريا مخه ونيسي.

سرچينې وايي، طالبانو جمعيت ته هم د دې ټکي لپاره لاس ورکړی و چې غني د دوی او جمعيت اسلامي ګډ دښمن دی او تر څو چې دی په صحنه کې وي، نه هم د جمعيت مشران د حکومت برخه ګرځېدلی شي نه هم طالبان بيرته له اسلامي امارت سره راګرځېدلی شي.]]

It comes amid stubborn resistance within Afghanistan’s government about the peace agreement that had been under discussion, not only for security reasons but also because Mr. Ghani has been determined to preserve a planned Sept. 28 election, which he is favored to win. The Taliban have insisted on postponing the election before proceeding with negotiations with the Afghan government.

د طالبانو دا غوښتنه او ټينګار د يونس قانوني له هغه ذهنيت سره اړخ لګوي چې د تلېفوني مرکې په رسوايي کېدو کې يې ويلي وو چې موږ څنګه کولی شو چې غني له ارګه راوباسو؟

هلته په شمال و غرب کې يې د غلو پر سرلښکرو نور واسماعيل خان ګوتې ووهلې. د جمعيت په ډله کې دا دواړه مهرې له سر نه تر کونې پورې کمعقل دي. سمه ده چې لږو ډېره پانګه به يې د چورتالان له برکته پيدا کړي، ولې په خرتوب کې پرې ختمه ده.

د هرات حرامخور شيخفاني چې لا تراوسه يې له حرامو او نارواو توبه نه ده ايستلي ويلي چې :
د ارګ چارواکي واک نه لري، طالبان بايد له جمعيت سره خبرې وکړي.

د نور واسماعيل خان دې په دې ښه غوږونه خلاص وي چې پنجشېري دغه مشخصه کړۍ به هېڅکله خپل سياسي واک له مرکزي نقطې نورو نقطو ته انتقال نه کړي، البته د خپل واک لاسته راوړلو او ساتلو لپاره يې د يوې وسيلې په توګه کاروي، لکه استخبارات چې څوک د خپلو ګټو لپاره کاروي.

په دې هيله متحده ايالات، اروپايي ټولنه، نړيواله، سيمه وګاونډ او سيمه ييز لوبغاړي د دوی هر اړخيز استعداد وظرفيت په پام کې ونيسي چې دا ډله خلک پر پانګونه نه ارزي او نه د محاسبې وړ دي. ښه به دا وي چې د افغانستان له برحال ولسمشر سره او د افغانستان له مشروع حکومتونو سره د دولت پر دولت او د نړيوالو اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې خپلې ملي ګټې او ارزښتونه عيار کړي.

په درنښت
سيد حسين پاچا

د سولې ځنډ، ټاکنو کې له غني څخه د جمعيت او طالبانو وېره زياته کړه
http://www.taand.com/archives/134465
Trump Says He’s Called Off Negotiations With Taliban After Afghanistan Bombing
https://www.nytimes.com/2019/09/07/us/politics/trump-taliban-afghanistan.html
Petraeus: A lot of us had reservations about Taliban keeping to their side of a deal
https://video.foxnews.com/v/6084788536001/#sp=show-clips
ورځپاڼې: خبرې ځکه لغوه شوې چې طالبانو د امريکا شرطونه نه منل
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49630820
ورځپاڼې: طالبانو له امريکايانو غوښتل چې ټاکنو کې د غني د بريا مخه ونيسي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49644450
جنرال پټرياس: طالبانو په ټاکنو کې د اشرف غني له ګډون سره مخالفت درلود
http://www.taand.com/archives/134422#comment-108162

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery