مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اردوغان وعمرانخان د پاملرنې وړ :

سيد حسين پاچا

ملا معتصم او ملا برادر راپرېږدئ چې خپله پر خپله خوله ((ژبه / واک)) له غني سره خبرې وکړي!
ستاسې له خيره مو توبه، خو چې له شره مو بچ شو!

طالب به کله له سياسي ذلت واسارته خلاص شي؟ درملنه يې پخپله خاوره او له خپل ولسمشر سره ده نه له بل چا سره


ښاغلی اردوغان،
يو شی بايد درته په زغرده او سپينه ووايم چې تاسې لا لږ سياسي درايت درلود چې د ناټو تر چتر لاندې مو د روسانو الوتکه وويشته، خو د ښاغلي پوتين له يو قوي پيغام سره مو شاک وخوړ او دا مو درک کړه چې تېروتنه وشوه او سملاسي دې له نوموړي سره بيرته رغنده اړيکي جوړ کړل، ورغلې او رسمًا بښنه دې ترې وغوښته.

خو ستا يو همشعوری موږ هم لرو ولې له خپل ولسه بښنه نه غواړي؟
ولې يې د بل پر خوله د روسانو وړانديز رد کړ او تر ننه لا د اسارت ځنځير زموږ د جهاديانو او د طالبانو په غاړه کې پروت دی او ځانونه نه شو خلاصولی؟

تاسې خو د عدنان غوندې خلک زغملی شئ، خو زموږ څوک جوماتونه، ښوونځې، کلينيکونه، روغتونونه، پلورنځايونه، بندونه، سړکونه او داسې نور مشترک المنافع ((ټولګټې بنسټونه)) نه شي زغملای. موږ له غيرمسلمو ولې ګيله وکړو چې خپل مسلمان ګاونډي راته په زړه کې ټګ دی او تر کرنيلانو او جنرالانو پورې دا وايي :
د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي.

تاسې خو لا لږ د سړي زامن وئ چې ژر مو خپله تېروتنه درک کړه او ځان مو وپېژنه، ځکه خو هغه دی چې نن د S-400 دفاعي سيستم څښتنان شوئ، خو زموږ اولادونه څوک زده کړې او ولس مو څوک په جوماتونو کې په ارام نه پرېږدي.

زما د جهاد او وينو له برکته نن د اتوم څښتنان شول او نن هماغه اتوم راته نېغ سترګو ته کوي او ګوتڅنډنې راته کوي چې موږ اتوم لرو، تاسې څه لرئ؟ څه کولای شئ؟
تاسې د خپل جهاد سياسي نماينده ګي نه شئ کولی او نه موږ د خپلو هيلو مخالف افغانستان پخپله خوا کې زغملی شو، نو موږ ستاسې اسلامي شعوري ايډيالوژۍ څه ګټه وکړه؟
بدبختي يې زموږ - نېکمرغي وښېرازي يې ستاسې شوه.
جهاد افغانستان دفاع پاکستان

ښاغلی اردوغان،
افغان ولس له تا هيله لري چې زموږ هغه ستا همشعوری خو لږ پوه کړه چې لږ خپل سر ګرېوان ته ښکته کړي او بيا د لاهور په هېرا منډي په کوڅو کې هسې تش په نوم د چا د سولې په نوم غونډو کې ګډون او هسې بېځايه توس ونه وهي.

په درنښت


طيب اردغان او عمران خان د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړې
https://rohi.af/fullstory.php?id=78844

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery