مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستان د دوکې او ترهګری ځاله

سید عبیدالله نادر

 

 

په دي مضمون کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ځیني لوبی ، او دوکي ،پاکستان د ترهګرۍ د ځالي په توګه د دنیا په نظر کې ، د پاکستان حثیت و دنیا والو ته ، او مونږ ته د علاج لاره ، پاکستان بار بار غندل د دنیا د ټولنو له خوا ،د ترهګرو سره د مرستی په خاطر ،
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««


پاکستان د دي فارسی ضرب ا لمثل څخه چی ګویا ( تا احمق در جهان باقیست مفلس دّرنمی ماند)د دي ضرب المثل څخه یی ډیری ګټي او  چتې کړې ، چې په تاریخ کې ساری نه لري ، او دا ضرب المثل یی دخپل د تأ سیس نه تر ننه پوري خپل سر مشق وګرځوی ، او د یوې لویه دنیا او لویو قدرتونو څخه یی خر جوړ کړی . خصوصآ آمریکا ته یی لویه دوکه ورکړه ،او ورپسي عربانو ته، یعني ظاهرأ په نامه د دې چې مونږ ګوندی ترهګری محوه کوو ، او په دي چال او فریب سره یی ډیری پیسی لاس ته راوړې ، په داسي حال کې چی ترهګر هم دوی په خپله روزلي وو ،پاکستان د خپل تاسیس څخه تر ننه پورې په دروغو او دوکو روان دی ، دغه رقم پیسی چې دوی په ډیره بیشرمۍ او آسانه ، آو په چال او فریب د عربو او آمریکا څخه او نورو دنیا څخه اخیستی ،یادونه یی په حقیقت کې په خوله آسانه ده ،خو په واقعیت کې یوه لویه پیمانه یا یوه لویه کچه ده .دوی په ظاهره کې دنیا ملکوته ، ده داسي وشوده چې مونږ روسانو د افغانسان څخه وباسو ، نو په دې پلمه یې د جهاد سر او سامان او ټول سیاست دوي د کنترول لاندی ونیول ، یعنی څه پیسی چې د دنیا له خوا مرسته کیده ، دوی په یو زیاته کچه د مهاجرو په نوم ځان ته په کې ووهلي د افغانستان د رهبرانو د افغانستان په مسله کې عام او تام صلاحیت نه درلود سیاست هم د دوی په لاس کې وو، زمونږ ډیر دردمن خلک ګڼ شمیر ادیبان ، شاعران ، لیکوالان ، پوځي صاحب منصبان ، سیاست پوهان او داسي نور خلک یا دوی ووژل ، او یا یې ځینې دې ته مجبوره کړل چې پاکستان پریږدي او خارج ملکونو ته ولاړ شي .د وژل شویو لست ډیر په یوه زیاته کچه ده چې په دې مختصر کې نه ځایږي .چې دا هم د دوکو او غلونۍ بل اړخ وو ، دپاکستان زمونږ خلکو سره
د پاکستان د استخبارتي اداره  د دوکو او غولوني بل اړخ : د پاکستان استخباراتی اداره یا استخباراتی حکومت ،( ځکه حکومتونه خو پاکستان کې دوه دي ، یو پو ځی حکومت دی ، او بل په نوم ملکی حکومت ) پر ځای د دي چې په خپل قول صادق پاتي شي ، او دا پیسي د ترهګری د محو کولو د پاره په منطقه کې مصرف کړی ، نو د هغی تر څنګه یی د یو غولونکې جنګ په بڼه د چال او فریب څخه ډکی صحنه سازۍ څخه کار واخیست ، او د یوه مکار ګیدړ په شکل او شأن یی رول ولوباوو ، او د ترهګری شبکه یی نوره هم تقویت او مضبوطه کړه ، دا ځکه چې په دي کې د (آي،اس،آی)د جاسوسی او کرغیړني شبکي کوڅه ډبو واکدارانو په کې ګټه وه ، چې دوی وکولای شول ،چې د دي لارې نه د دنیا د لویو ملکونو څخه او یا هغه ناراضی عرب سرمایه دارانو چې د غربیانو څخه  به  ناراضه ول ، د هغوي څخه پیسي تر لاسه کړي ، په تېره د هغه عربانونه چې،د جنګ او شخړو د دوام د پاره په افغانسان کې د آمریکا پر ضد خپلي باد راوړي پیسي په کار اچوي .او دا هغه پیسي او حرامه سرمایه وه چې دومره مصیبتونه یی خلق کړل  ، د یوه غربی عالم په لنده وینا کې د ډیوید کیتس په نامه چې (د هرې عظیمی شتمنۍ تر شاه لوی جنایت پټ دی) دلته خو بلکل دا شه صدق کوی ، چې د دوی دا بیحده او بی قیاسه سرمایه مونږ ته ډیر مصیبوتونه خلق کړل،  د بلي خوا په نورو نامشروع اړیکو سره د سعودی عرب د سرمایه داران یا بډایانو څخه یی دا پیسي تر لاسه کړې .چې دا کارونه ټول د (آی، اس آی) په لار ښودنه کیدې  ،
 پاکستان په دي پیسو کې د پښتنو او بلوڅو په علاقه هیڅ راز مرسته نه ده کړی : ، پاکستان حکومت په دي پیسو کولای شول ، چې یوه برخه یی د عامه خدماتو په اړوند په مصرف ورسوي . او أن تر هغه چې  ځیني خپل داخلي مشکلات او ستونزی تر یوه حده حل کړي ،د دې لویې کچی د پیسو څخه چې یی په لوی مداریتوب او بیشرمۍ د آمریکا ، عربو ، او نارضی کمپنیو د پډیانو څخه چې د انجام څخه غافل ول ، د هغوی څخه لاس ته راوړې وې ،د پښتنو او بلوڅو په علاقو کې  ،په دي پیسو کې هیڅ راز مرسته نه ده شوي ،    چې دا هم په خپل ذات کې بله دوکه ده ، پشتانه او بلوڅ ټول د دي شاهدان دي ، مرسته خو مرسته نه ده شوی بلکه د دوی د طبیعی سرچینو څخه هم باج اخیستل شوی . داسي ښکاري چې په دي پیسو د (آي،اس،آی) انګلیس مشربه زمامدارانو قبضه لګولي وه ،د پاکستان حکومت خو هیڅ راز واک آو اختیار نه لري ، ځکه  څرنګه چې مو د مخه ووییل په پاکستان کې دوه حکومته دي ، چې یو یی په نوم ملکي حکومت او بل یی د پوځ حکومت دی ، چې په اصل کې عام وتام صلاحیت او قدرت د پاکستان د( آی،اس،آی) په لاس کې دی ،ملکی زمامداران خو یی خوشحاله دي ، چې مونږ د پاکستان زمام داران یو او په بریتو لاس وهې او ویاړ کوی خو د پردې شاته ټول صلاحیت د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی . پوځ که هره ناروا کوی تاریخی مسوولیت یي هم  د ملکی حکومت زمامدارانو ته پریږدي ،دا هم یوه بله دوکه ده ، په کار دا وه چې د دي پیسو څخه ، چې دا یوه لویه کچه وه، که د دي پنځمه برخه هم ،د پښتنو او بلوچو په علاقوکې د رفاه عامه له پاره یا ملی ګټو له پاره په کار اچولي شوي وای دا به ښه وای، یعني د پښتنو او بلوڅو په علاقو کې صحي مرستي ،تعلیمی،بشری،رفاهی ،او یا د کارونو د امکاناتو د برابرولو د پاره په مصرف رسیدلي وای ، دا به ډیره ښه وای . خو برخلاف د دې پیسو زیاته برخه د پاکستا ن په نظامی اټومی تسلیحاتو او د ترهګری د تقویي د پاره په کار لویدلي ، خو په دې هم دوی د پشتنو او بلوڅو په حق کې غداری وکړه .پاکستان د دي پیسو په لاسته راوړلو کښی عربان هم ډیر وغولول
د پاکستان تکړه ژورنالیست احمد رشید چې ډیری څرګندونۍ یی د پاکستان په هکله رشتیا ثابتي شوی ، په خپل کتاب کې (پاکستان د ګړنګ تر غاړه) چې د کتاب د نوم د لوستلو سره انسان فکر کي چې نیم کتاب یې لوستلی ، په دریم څپرکي ۷۲ پانه د( پاکستان چا ، چا ته دوکه ورکړه ؟)تر عنوان لاندی لیکي چې د ده ژوره اندیښنه ښیي چې په پاکستان کې داسي څوک نشته چې پوځ ته خپلي غلطۍ په ګوته کړي ،(د پاکستان پوځ اوسنۍ تګ لاره د پاکستان امنیت د طالبانو په منګولو کې غورځولی شي ، ، له ستراتیژیکو غو ښتنو خلاف د پوځ دغه د انزوا تګ لاره د افغانستان سیمی او لویدیز غوښتنو په خلاف ده ، او دا ټول به یوه ورځ په نا ببره توګه د پاکستان داخلي امنیت او پرمختګ د ګواښ سره مخامخ کړي ، افسوس دا دی ، چې په پاکستان کې ،یو داسي سیاسي ځواک له سره شتون نه لري ، چې پوځ او جنرالانو ته دا خبره وکړي ،او د حالاتو په اړه د هغوي ستراتیژی و ارزوي ،د دي ټولو خلاف زرداری او یوسف رضا ګیلاني دواړه له کیاني څخه په ویره کې ښکاري ،د دي پر ځای چې دغه کسان له ملکي فشار ، رسنیو پارلمان او نورو ځواکونو کار واخلي بلکه د اوږود مهال د پاره په خپلو دندو پاتي کیدو د پاره نه غواړي د پوځ سره مخالفت وکړي ) ،د همدې مبحث په پیل کې احمد رشید داسي لیکي پاکستان د خپل تاریخ په بد ترینو ، حالاتو کې راښکیل دی ، او له خپلو ګاونډیو هیوادونوسره ډیري خرابي اړیکي لري ، پاکستان او په نړۍ کې د ترهګرۍ د انځور بنسټ بلل کیږي ، دا ټول له دي امله ، چې د پاکستان پوځ په جهادي ډلو او پراکسي جنګیالیو باور لري ، ځیني لا هم د حکومت خبرو اوریدو ته اړ دي ، خو ډیر نور یي بیرته د پوځ خلاف جګړه تر سره کوي ، په ۱۹۹۰ کلنو کې د دوي د جګړی محور او هدف د کشمیر جګړه وه ، خو کله چې طالبان رامینځ ته شول ، نو بیا دوي کندهار ته لاړل او هلته د جنګیالیو په توګه وګمارل شول ، ) بل ځای احمد رشید په همدې کاتاب کې کې (پاکستان د ګړنګ تر غاړه) داسي لیکي ( د پاکستان اوسنۍ نړیوال پیژندګلوي د یو معصر او پرمخ تللي هیواد په توګه نه ده ، بلکه د مختلفو ترهګرو ډلو د ځالي په توګه پیژندل کیږي ، د دسمبر د یوولسمۍ څخه دا دی ، یوه لسیزه تیریږي خو پاکستان د دې پر ځای چې د ترهګرۍ لانجي ته ، یوه د حل لاره پیدا کړي ،له ناټو او امریکا سره یي ، خپلي اړیکي تر بل هر وخت ډیرې ماتې سړې او خرابی کړې .
 پاکستان د دنیا په نظر کې :پاکستان د چال فریب او دوکي په لوبه کې اوس په دنیا کې ډیر رسوا شوی  دی ، آن تر دي اندازی پوری چې اوس په خپل ملک کې پښتانه او بلوچان پری هم باوری نه دي . د طاهر داوړ د مړي مسله یی ژوندی مثال دی د طاهر داوړ مړی پیدا کېدل د افغانستان څخه با وجود د دې چي مړۍ په افغانساتن کې پیدا شو . خو د خلکو او عوامو غبرګون دا وښوده ،چې پښتانه اوس د پاکستان د استخباراتی شبکی یا د دنیا د پیسو د غلاد دي لوی شبکی باندی باوري نه دي .ځکه ټولو پښتنو په یو آواز به غیر د ګلخنانو نه د پاکستان د پوځ لاس په دې قضیه کې دخیل و ګانه ، او هیڅ چا و نه منله چې ګوندی د افغانستان له خوا به دا کار شوی وي .په دي کار کې ډیرو پښتنو خپل وحدت او یو والۍ وښوده ،شهید طاهر داوړ د اسلام برباد غوندی پر امنه ځي څخه ټښتول شوی ،او په دیره بیرحمۍ وژل شوی .او بیا په افغانستان کې هم د پاکستان پستی ته په څیرمه نژدي غورځول شوی وو .چې شواهد داسي ښایي چې مړۍ همدي پستي ته راوړل شوی ،او بیا دوی په خپله دلته غورځولی دی ،ځکه هغوی نشو کولای چې د رسوایی د ډاره وړاندي راشي . په داسي حال کې چې وژلی خو د پاکستان پوځ او یا پنجابی حکومت دی ،
دا هم د دوکو بله لوبه وه ،د دوی بله پلمه دا هم وه ، چې په دي کار سره ، د پښتنو په مینځ کې شخړه واچوي او بی باوری د پشتنو تر مینځه رامینځ ته کړي . او  دا هم د دوی د بادار لار ښودنه وه ، چې دا لوبی په پشتنو ډیری شوی ، خو له نیکه مرغه د دواړو اړخونو پښتانه دومره بیداره ول، چې هغوی دا وژنه د افغانستان نه و نه منله ، او پړه یي د پاکستان په استخبارتي شبکي (آي ،اس،آی) واچوله او دا بله دوکه او غولونه وه چې دوی وکړه،دمړي د تسلسیمیدو مراسم چې په ټوله میدیا او فیسبوکونو کې په نشر ورسیده ،د دنیا ډیرو خلکو ولیده ، چې حتی د طاهر داوړمیرمني د پاکستان د بیرق د خورولو د طاهر داوړ په تابوت باندی انکار وکړو ،د پاکستان دوهم لاس حکومت چې د ټولو دنیا د صاحب نظرانو په اند ، ملکي حکومت دی ، یعني په دي معنی چې اصلي حکومت خو (آی،اس ،آي)یا پوځ دی . دوی د خپلو ملکي زمامدارانو نه هم خره جوړ کړي ، او دا بله دوکه د قام او خلکو سره ،چې صدراعظم په نوم ، رییس جمهور په نوم ، کابینه او وزیران په نوم،او ګلخانان هم خوشحاله دي چې مونږ د دي ملک سر براهان یو ،د دوی ټول بی واکه او اختیاره دي ، د پردي شاته اختیارات ټول د (آی ،اس، آی) سره دی ، او د شاه له خوا د استعماری دستګاوو او استخباراتو مشوری ورسره دي ، نور ټول دوی لکه نانزکي په شان دي ،او یا بی صلاحیته کدوان دي .او په دې خوشحا له دي ، چې د وزارت او ریاست مقامونه لري ، یوه طبقه عصری ګلخانان  دي ،په ډاګه ښکاري چې د استخباراتي واکداران د پاکستان ملت سره هم صادقه نه دي ، دلته هم دوکه روانه ده او دا د دوکی بل اړخ دی ،
د پاکستان حیثیت دنیا ته : پاکستان دنیا ته د ترهګری ځاله ثابته شوی ، د دوی د لوی شخصیت عالم او سیاست مدار د خولي چې په میدیا کې ټوله دنیا واوریدله ،د مولانا محمد شیراني په وینا چې دینی عالم او سیاست مدار هم دی ،د ده وینا ده چې وایي : (دنیا مونږ ته په کوم نظر ګوري د دنیا د ملکونو د پاره پاکستان ګویا د دریمی دنیا د پاره پاکستان یو بین الاقوامی چوک دی د مزدورانو ،لکه بازارکې چې خلک په چوک کې د کار د پاره ناست وي ،او د مزدوری سامان او آلات یي تر مخه ایښي وي ،په دي طمع چي ګوندی څوک یی د کار د پاره بوځي ،دلته ملایان د فتوی د پاره په کرایه باندی ملاویږي ،لیډران د قوم د غولیدو د پاره په کرایه باندی ملاویږي ،جرنیلان په کرایه باندی د فوج د استعمالیدو د پاره ملاویږي ، او کرایي قاتلان همداسي درواخله ،لهذا دنیا پاکستان ته د کرایي د قاتلانو او د غلو او لوفرانو د کلي په نظر ورته ګوري ) کرایي قاتلان خو یي په رښتیا هم هغه ول چې زمونږ دیر دانشوران او پوهان یی یو په یوه یي په پیشاور کوټه اسلام برباد، او نورو ځایونو کې ووژل ، بر علاوه د نړۍ وال فشار پر پاکستان باندی،پاکستان د ترهګری څخه لاس نه اخلي ،دهند صدر اعظم نرندرا مودي د نوی کال په مناسبت یعني د ۲۰۱۹ د جنوری په لومړي وییلي:دا فکر کول سم نه دي چې پاکستان به ژر اصلاح شي ،هغه ووییل چې پاکستان به په اصلاح کیدو کې وخت نیسي ،ښاغلي مودي یو هندی تلویزیون (ای،ان،آی)ته په مرکي کې ووییل :(چې په پاکستان به فشار ته دوام ورکړي،) هغه ووییل:(چې د ترهګری د مخنیوی د پاره دغه فشار که په پاکستان کې د ننه د ترهګرو په نښه کول وي ،او که یا په بله کچه وي ،خو هغوی به یی جاری ساتي) ، پاکستان د خپل تاسیس نه وروسته خپل مرکز اسلام آباد ونوماوه ، چې په اصل کې دا هم اسلام برباد وخته ،په داسي حال کې چې ډیر ښه مسلمانانو د وژني دسیسې د اسلام آباد څخه طرح شوي ،
بیا هم د دوکي بل اړخ : بله غلونکي دوکه یی د دنیا او افغانستان د خلکو سره دا ده ، چې ګویا دا دنیا ته ثابته کړي ، چې ترهګر نه یواځي د پاکستان څخه بلکه د افغانستان څخه راځي یا رااوړي ، او د دې له پاره چې د ټولو نه خره جوړ کړي .نو د اغزن دیوال تاو راتاوول یی د افغانسان او پاکستان په پولي پیل کړل ،او تر یو اندازی پوری په دي کار کې بریالی هم دی ،  چې دا هسي د دنیا د خلکو په سترګوخاوري شیندل دي ،خو ټول صاحب نظره او د پوهی خاوندان په دي ښه پوهیږي ،چې ترهګر ټول په پاکستان کې دي ، د (میا افتخار حسین وینا ده ، چې په رسنیو کې او په فیسبوک کې بار بار خلکو شریکه کړې ، او دهغه وینا دا ده چې وایي :( کله چې تاسي په بارډر(سرحد)باندي اغزن تار راښکو بس اوس خو لاره بنده شوه ، نو دهشت ګَرد د کوم ځایّ څخه راځي ،د دي فکټري (فابریکه) چیرته لګیدلی ، مخکي به تاسو وییل: چې د افغانستان نه راځي ، نو اوس خو دي لاره بنده کړه ،نو اوس د کوم ځایه څخه راځي ، بس صفا ووایه چې دا تا ساتلي وو ، دا ستا خلک وو ، او دا ستا خلک دي ، دا دهشت ګَردي به بندوئ ، او اوس خو د کشمیر خبره ختمه شوه ، نو خلک هم وزګار شول، نو اوس هغه خلک به هم د مخه که یوه دماکه کیده اوس به ډبلي دماکي کیږي ، نو د وزګار د پاره کسب په کار دی ، د دوی د پاره غیر دي دهشت ګَردۍ نه بل لوی کار وبار نشته ، دا د دوي کار وبار دی دوي زمونږ د سر په وینو دا کار کوي ، اوس خو بیداري په کار ده ، مونږ کوم چې د مخه دا خبره کوله ، اوس هم دا خبرخ کوو، چې د افغانستان اَمن د پاکستان د اَ من ضامن دی )، آ د مولانا صاحب شیراني خبره چې هر ځای د دنیا کې ترهګریز یرغل وشی ،نو ریشه یی د پاکستان څخه ثابته کیږي .احمد رشید د پاکستان تکړه ژورنالیست په خپل کتاب کې پاکستان د کړنګ تر غاړه ، چې د کتاب په خپله نوم یي د پاکستا ن د راتلونکي بد بختیو شرح ورکوی ، چې د نوم په لوستولو سره سړی فکر کوی چې نیم کتاب یی لوستلی ، یعني (پاکستان د ګړنګ تر غاړه) احمد رشید لیکي :(پاکستان د ستونزو یوه اوږده سلسله لري .چې په ځینو کې یی مستقیمآ پوځ داخل دی . دوی له افغاني طالبانو سره خپلي مرستي یا کاملا نه مني او یا یی پټي ساتي ،او په دي ډول نه غواړي له طالبانو سره خپلي مرستي بندي کړي ،دوی نه غواړي په سیمه کې له هندوستان سره یو جوړ جاړي ته ورسیږي .د پاکساني حکومت ضد طالبانوشمیر او ګواښونه ورځ تر بلي زیاتیږي .پوځ نه غواړي د جلا غوښتونکو، غوښتنو ته ځواب ووایي ،)
بل اړخ د دوکي                       
د پاکستان حکومتونه خو هم پوځ جوړوی ، آ دي مولانا محمد شیرانی خبره چې د ‌(بی بی سی) خبریال ته یی په ځواب کې وویل :(چې حکومتونه خو همدا پوځ جوړوي ، خپله یې جوړوي ، او خپله یې ړنګوي هم ) او دا مونږ د پاکستان د أسیس څخه تر ننه پوري په خپلو سترګو ولیده چې رشتیا هم حکومتونه دوی په خپله جوړوی او ړنګوي یې هم او دا دنیا ته هم قابته ده ، نور خلک په پاکستان کې چې د مولانا شیراني غوندي د زړه په سترګو بینا نه وي دا حقیقت نه شي ویلی ،مولانا شیرانی څلور لسیزی په سیاست د پاکستان کې لوی فعال غړی پاتي شوي ،خپله هم لوی عالم سړی دی ، او د پاکستان د استخباراتي ادارو د کړنو مخالف شخص دی ،
د مولانا محمد شیرانی څرګندونۍ د پاکستان په هکله:
بده به نه وي د پاکستان د دوکو او د غلولو په سلسله کې دمولانا محمد شیراني دا یوه عجیبه کیسه هم ولولئ ،چې وايې  : (کله چې زه او دوه د پښتونخوا نور ملایان د مسعود او طالبانو روغی ته ورغلي وو ، نو لمړی مو د مسعود سره ولیدل مسعود راته ووییل : مولانا صاحب که واک غواړې ، واک درکوم ،او که واک نه غواړې ،نو زما او د طالبانو روغه په هغه قرآن او شریعت راوکړه ،کوم چې طالبان یي په افغانستان کې عملی کوي ،که په قرآن او شریعت ملامت شوم ، زه به ننواتي ملا عمر ته کندهار ټه ورځم . مولانا شیراني وايی ما ووییل : بالکل تر دې سمه خبره نسته او خوشحاله شوم ، فکر می وکړ چې ملا عمر به په شریعت ډیر خو شحاله شي وايي : کله چې ما ملا عمر ته دغه حال ورولیږه ، چې مسعود په قرآن او شریعت راځي شو ، نو ملا عمر او طالب مشرانو ډډه وکړه ،چې مونږ په قرآن او شریعت روغه نه کوو ،ځکه زمونږ د څه ملګرو او دوستانو نده خوښه ، مولانا محمد شیراني وايي : زه پوه شوم چې د پاکستان (آی ،اس،آي) نه ده خوښه ،نو ما بیرته د تګ اراده وکړه ،چې زمونږ د ګوند د مشرتابه غړي ځواب راویږه ،چې د پاکستان آی اس آی پوخیان ډیر په خشم دي ،همدا اوس را روان سه ، ځکه هغوی وایي چې مولانا شیراني همدا اوس له افغانستانه څخه راوباسئ ،که نه هملته به یی په همدغو طالبانو درته مړ کړو، مولانا صاحب شیراني وایي : (ځکه خو زما د هغي ورځي نه د طالبانو څخه بد راغلو) .د مولانا شیراني دا خبره په فیسبوکونو او یوتیوپ کې ډیرو خلکو اوریدلی هم ده ،دا چې پاکستان پوځیان وايي چې مولانا شیرانی د افغانستانه څخه وباسئ که نه هملته به یی په همدي طالبانو در مړ کړو ، دا اوچته د داکټر نجیبالله د قتل دستور چې د کوم ځای څخه ورکړ شوی ښايي ،نور پټ رازونه هم ښکاره کیږي .چې صاحب نظران په لږ دقت سره ډیر څه ترې اخیستلای شي

.پاکستان د دنیا د ټولو ټولنو له خوا د ترهګرو د روزلو په خاطر بار بار غندل شوی :، د پاکستان پرورشګاه اصلی تروریسم په کتاب کې د کاندید اکاډیمیسین اعظم سیستاني لیکنه په شلمه مقاله کې د دي عنوان لاندی (پاکستان باید به خاطر مخفی کردن بن لادن از سوی جامعه یی جهاني محکوم شود ! ) لیکي : یکي از جامع ترین تعریف های که تا کنون من در باره یی پاکستان خوانده ام ، تعریفی است که آقای بارز از قول خانم البرایت ازین کشور بدست میدهد ، خانم البرایت (سابق وزیر خارجه آمریکا )باری ګفته بود : (پاکستان تمام صفات نا پسندی را که موجب پریشانی و سر درګمی سایر کشور های آزادیخواه و صلح پسند جهان شود .داراست .از جمله این کشور صلاح اټمی دارد ،تروریزم را می پروراند ،تند روان زیادی را در تارو پود جامعه خود تربیت نموده است . دولت فاسدی در آن کشور حکمفرماست ،وبه عنوان مرض درد سر ساز بین المللی است(افغان
  (جرمن آنلاین مقاله آقای بارز ) په همدې کتاب کې داسي لیکل شوي ,بارک اوباما 
 ریس جمهور آمریکا نیز به مناسبت دست ګیری یک تروریست پاکستانی در نیویارک ، پاکستان را به یک غده سرطاني در بدنۀ جهان تشبیه کرده بود ، ازینرو پاکستان مایه ای نګراني  بزرګ برای منطقه و سراسر جهان است . دلایل و شواهدی فراوانی موجود است که ثابت می کند ، که پاکستان و سازمان استخباراتي آن حامی تروریسم در منطقه، و برای جامعه یی جهاني نیز درد سر ساز است ، حادثه بمب ګذاري یک تروریست پاکستانی در میدان تایمز نیویارک و بر عهده ګرفتن مسولیت آن توسط طالبان پاکستانی زنګ خطر و وقوع فاجعه ۱۱ سپتمبر دیګری ، را در ذهن مردم آمریکا تداعي کرد ،و خطر تکرار آن برای مدتی خواب از چشم مردم آمریکا ربود . آن حادثه نه تنها ثابت کرد ،که پاکستان پرورشګاه اصلی تروریسم و کانون صدور آن به دیګر نقاط جهان است  ، بلکه همچنان نشان داد ، که پدیده یی شوم تروریزم درین کشور روز به روز در حال طغیان و صدمه زدن به منافع ملت های صلح دوست در دور ترین کشور نقاط جهان هست . این پدیده را که اکنون با عملیات های انتحاري همراه شده است .باید به حیث یک خطر جدی برای صلح و جهان متمدن تلقی کرد ، بنا برین با در نظر داشت کشف محل اختفای بن لادن در آغوش پر محبت (آی، اس آی) در یک مجتمع نظامی در ایبت آباد پاکستان و سپس از بین بردن وي به وسیله یی کماندو های آمریکایی ، لازم است تا سیاست عطای باج از سوی کشور های ثروتمندبه پاکستان و چشم پوشي آشکار از نقش (آی ،اس، آی)در حمایت و صیانت و تربیت و تجهیز تروریستان کنار ګذاشته شود ، زیرا برخورد مصلحت ګرایانه با پاکستان و استخبارات نظامی آنکشور در طول ده سال ګذشته نه تنها باعث تأمین صلح و امنیت در منطقه نګردید ، بلکه موجب وقوع ده ها حادثۀ فاجعۀ بار در افغانستان ، هندوستان مادرید و لندن نیز گردید . و جان صد ها و هزار ها انسان بی گناه و صلح دوست را گرفت . اتفاقآ سر نخ تمام این حوادٍث ترورستی به ّپاکستان ختم شده برای مردم جهان باید ثابت شده باشد . که ّپاکستان عملا حامی ترورستان و کانون پرورش گروه های افراطی اسلامی است . که تولیداتش در قدم اول برای افغانستان و هندوستان بسیار بسیار درد ناک و زیان بار است . که برای تمام جهان نیز درد سر آفرین است . ) څرنګه مو چې پورته ولوستل، دا هم څو قسمه لوبی د دوکو او غولوني وي د دنیا د سوله دوستو خلکو او ملکونو سره . د (احمد رشید ) د طالبان په نوم کتاب کې په ۹۸ پانه او د (مزارشریف ۱۹۹۷قتل عام در شمال فصل چهارم )تر عنوان لاندی لیکي : (در ماه نومبر وزیر خارجه آمریکا خانم مادلین البرایت خشن ترین انتقاد را علیه طالبان به خاطر ضدیت و تجاوز شان از حقوق بشر ابراز نمود . البرایت در یک سفر در اسلام آباد بروز ۱۸ نومبر ۱۹۹۷ اظهار داشت ، ما با طالبان به علتی مخالفت داریم ، که آنها مخالف حقوق بشر اند . با زنان و اطفال و مقام انسان احترام ندارند ، بیانیه یی موصوفه علامه و نشانه یی عمده ایست ، که فاصله ګرفتن آمریکا را از طالبان و از پاکستان حامی طالبان نشان میدهد ، با آنهم معلوم میشود ، که طالبان کمتر توجه به نګرانی و فشار جامعه جهانی نشان داده اند ، در حقیقت این فشار ها احساسات آنها را علیه غربی ها عمیق تر ګردانیده است ، علما و ملا ها در پاکستان و قندهار به ملا عمر ګفته اند . که تمام کارمندان موسسات خیریه را ، از افغانسان خارج بدارد ، زیرا آنها جاسوسان و دشمنان اسلام هستند .) دا وو ، د پاکستان حیثیت په دنیا کې ، اوس به یوې بلي موضوع ته راوګرځو چې د دوی د دوکۍ بل اړخ د دنیا او آمریکا سره ښیی ،
که دوي د تر هګرو په جګړه کې د دنیا سره صادقه وای ،نو اسامه بن لادن چې د شکیل افریدي په کور کې اوسیده ، نو دوي بیا ولي هغه (شکیل افریدي) یې  بندي کړ ، مانا دا چې دوي نه غوښتل چې داسامه د ځای په هکله څوک پوي شي ،او یا پوه شوي وای ، د بله طرفه خپله ادعا په دي هکله چې دوي وايی مونږ ترې خبر نه وو ، دا ادعا ردوي ،چې د شکیل افریدي نیول او بندي کېیدل یې یوه نښه ده ، چې دوی ترې پوره خبر ول ، چې د شکیل افریدي په کور کې ژوند کوي ، یعني کوم کور چې (اسامه بن لادن ) ټه په کرایه شوی وو،  د ترهګرو خو یو زیات شمیر مشران د پاکستان څخه پیدا شول ، چې اسامه بن لادن یي یو لوی مشر او رهبر وو ، بی حسابه ترهګر د پاکستان څخه پیدا شول ، او دا لړۍ به هم جاري وي ، په آینده کې به هم آ د مولانا صیب شیراني خبره چې په هر ځای د دنیا کې دهشت ګردي حملي وشي نو ریشه یی پاکستان ته راووځي ،


نو د علاج لاره څه ده څه باید وکړو: (زما په اند که په پاکستان باندي دا مرستي چې په تیره د عربي ملکونوڅخه راځي و درول شي ، ښه به وي ، ځکه دوی د عربو په دي باد راوړو پیسو باندی ،د دنیا خلکو ته ډیره تباهی راوړه ،  یو خو د دي باد راوړو پیسو او مفتو پیسو مخه ونیول شي ، بله داچې هغه څوک چې مشوره ورکوی په هغو ملکونوباندی هم فشار راوړل شي.لکه انګریزان چې تر ننه یې سیاست انګلیسی سیاست دی ، د بله خوا ډیرشدید عکس العمل یی د کړنو په وړاندی وشودل شي ،او د دوی د عبرت د پاره باید بالمثل عمل دوی ته وښودل شي ، بل د دي دومره انتحاري حملو محاسبه او حساب ورسره وشي ، دا به یي ښه لاره وي ، ولي چې د دوی تیر وتنه ډیره زیاته شوه ، دا سي یوه کورنۍ به په افغانستان کې نه وي چې د طالبانو په انتحاری حملو کې یی خپل یو عزیز د لاسه نه وي ورکړې ، نو زه په دي نه پو هیږم چې طالبان ټول افغانسان خو د ځان دښمن وګرځو دوی په چا حکومت کول غواړي ،دا هم دوی ته د بادارانو له خوا هدایت ورکول کيږي ، د بله خوا ډیرشدید عکس العمل یی د کړنو په وړاندی وشودل شي ،ځکه د ثبوت په توګه د هندوستان د شدید عکس العملونو له وجهي یی هغه پیلوټ چې پاکستان نیولی وو ، ډیر ژر یی خوشی کړو ، د حسن روابط په خاطرظاهرأ یعني د تیرو جنګونو ډیر دروند ډار دوي سره د هندوستان له خوا موجود وو ، که مونږ هم کلک دریز و ښایو ، نو دا به ښه وي ، دا چې نه يي ښایو نو نتیجه هم همدا ده ، چې د دوی انتحاري حملي زمونږ په وطن کې بی شمیره شوي ،او اَن چې لا راکتونه لا هم واروي ، هغه کسان چې د دي حملو د ځواب طرفداران دي ، چې دوی ته ځواب ورکړي ، هغه باید په کار شي ، هغوی ته باید موقع ورکړل شي ، د دوی په کراتو حملو دا ثابته کړه ، چې دي مردار خورو ته باید ځواپ ورکړل شي .زمونږ، بله دا چې د دنیا د ټولو قدرتونو له خوا اقتصادي تحریمونه په پاکستان باندی زیات شي ،  اکثره قومونو ته دا ښکاره ده چې که د پنجاپ په زمامدرانو لږ زور راشي نو وار ترې خطا کیږي، بله موضوع دا هم ده چې چارواکي خپل ضعف باید په هرڅه کې ښکاره نه کړي ، ځکه دشمن چې زمونږ ضعف او بی اتفاقی وګوري نو په مونږ زړور کیږي ، د دي اوږود سرحد کنترول هم یو مهم تکی دی ، چې د دي ته باید تدبیرونه و سنجول شي ، مونږه استخبارتي کشفیات د پیښو په اړه هیڅ نه لرو ، چې باید دي ته هم پاملرنه وکړو ، دا هم یوه وجهه ده چې دشمن په مونږ زړور دی ، بل هغه کړیو او یا خلکو ته چې دغه ترهګر په ګوته کولای شي موقع ورکړلی شي )،بله خبره د موقع څخه ښه ګټه پورته شي ،


دا یو څرګند حقیقت دی ،او ټولو ته ښکاره ده چی مونږ د وختونو څخه ښه ګټه نه ده اوچته کړی .حتی که وختونه زمونږ په ګټه هم راغلي ،خو مونږه تری ښه استفاده نه ده کړی .یعني وختونه مو نه دي مهار کړي .یا دغفلت له وجهی او یا هم د کم استعدادۍ له وجهي فرصتونه او وختونه زمونږ له لاسه تللي ،

خو بر خلاف دښمنانو ډیر د وختونواو فرصتونو څخه ښه ګټه اوچته کړی، او هغوی د وختونو په قدر تر مونږ ښه پوهیدلي ،یعني حالا تو څخه یی دخپل ملک او خلکو د پاره ښه کار اخیستی .نو راځئ چې د فرصتونو او وختونو څخه ښه ګټه پورته کړو ،او شرایط د خپل په ګټو وڅرخاوو ،د زمان څخه ښه استفاده وکړو ،لکه دا نورو ملکونو خصوصا ګاونډیانو چې کړې او کوی یي .په اوسني شرایطو کې د خپلو سترګو په وړاندي ښه وینوچې زمونږ د چارواکو څخه ښه وختونه په تیریدو دي .او باید مونږه هم و خت څخه د خپلو خلکو او خپل ملک د خدمت د پاره تری هغه ګټه اوچته کړو چې لازمه ده، بله دا چې د هر یوه چوپتیا تر شاه حتمأ زمونږ په خاتف دشمن قدمونه اوچت کړي ، او د هر کړنۍ په وړاندی مونږ هیڅ راز عکس العمل نه دی ښودلی ، باید چې په شدیدو الفاظو او په عملی ځواب سره دښمن تنبه شي ، دوي سره انساني ترحم هم نشته ، د دوي د (آی ،اس ،آي) مشر جنرال اسد درانی سره چې کومه مرکه د الجزیره په چینل کې وشوه ، ډیرو کسانو دا ولیده او په فیسبوکونو کې هم بار بار شریکه شوه ، چې په هغه کې د یو جاسوسي سازمان ریس چې دوی دومره قدرت لري چې ملکي حکومتونه په خپله ړنګوي ، او په خپله یې جوړوی هم ، څومره په ټیټه سوه غږیږي ، دا مثال می ځکه ورکړو ، چې د انسانی احساس او درد څخه دوي لري دي ، نو خلک باید دا ونه وایي چې زمونږ لحجه د دوي په وړاندی تنده ده ،که زه په دې مورد کې خبري اوږدوم ، دا به لوی د سر درد وي ، خو ټولو لوستونکو څځه می هیله دا ده چې دا مرکه په خپله واوري ، ډیره به ښه وي ،

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery