مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-18   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د غازي اعلیحضرت پاچا امان الله د واکمنۍ سقوط عوامل

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د غازي اعلیحضرت پاچا امان الله د واکمنۍ سقوط عوامل. له نن څخه پوره سل کاله مخکې ځوان روڼاندي او پرمختګپال شهزاده امان الله خان د کابل ښار د عیدګاه په جومات کې سفر بري جامي اغوستي وې، خپلواک پاچا د افغانستان ملي او سیاسي بشپړه خپلواکۍ اعلان کړه. دا مهال تازه لومړي نړیواله جګړه پای ته رسیدلي وه او ګڼ شمېر اسیایي هیوادونه د انګریزي نړیوال ښکېلاک او د شوروي اتحاد د کمونستي استعمار تر ولکې لاندې وو. د افغان ملت د خپلواکۍ دې ناببره اعلان ټولې نړۍ ته شوک کړو. دا شوک په ځانګړي توګه د برتانیې نړیوالي امپراتورۍ په پلازمېنه لندن کې ډیر ښه احساس شو. همدارنګه د افغان ملت د ملي خپلواکۍ دا نعره په ټوله نړۍ کې د انګریزانو په مستعمرو کې د ازادې غوښتونکو غورځنګونو لپاره د خلاصون یوه ستره پیلامه وګرځیده. شاه امان الله خان د افغانستان تر بشپړې سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کولو ورسته د ټولنې مدني کولو، عصري کولو او پرمختګ په موخه پراخو بڼستیزو اړینو پرمختیايي، ریفورمونو، سمونونو او بدلونونو راوستلو باندې کار پیل کړو. څو افغان خپلواکه شاهي دولتي نظام په نړیوالو منل شویو نورمونو او معیارونو کې خپل مشروعیت او قانونیت ومومي او د شاهي دولت ټول اورګانونه قانون ته مسوول واوسي. د ریفورمیست، نوښتګر ځوان پاچا امان الله خان شاهي دولت د ریفورمونو تګلارې موخه دا وه، څو افغانستان د عصري کولو له لارې د نړۍ له پرمختللي هیوادونو سره سیال کړي او د پرمختګ په لور ګامونه اوچت کړي. افغانستان د یو پیاوړي خپلواک دولت په څیر پر نړیوال کچ په ډيپلوماتیکو مراجعو او نړیواله سوداګري کې خپل ځای ونیسي. په ۱۳۰۱ کال کې افغانستان په لومړۍ ځل د جلال اباد د لويې جرګې په پایله کې، چې مشرې خپله پاچا کوله د لوړو مدني، انساني حقوقو بنسټیزه نظامنامه یا اساسي قانون تصویب کړو. په نوي اساسي قانون کې د پاچا واک او صلاحیتونه محدود شول، پاچا د قانون تابع وګرځید. اماني دولت په پرلپسې توګه لسګونه نورې نظامنامې تصویب کړې. غازي امان الله خان خپل ریفورمونه، بدلونونه اوسمونونه په لومړۍ مرحله کې له خپل ځانه پیل کړل، د خپلي شاهي کورنۍ له غړو او د خپل شاهي دولت له لوړپوړو چارواکو پیل کړل، د بیلګې په ډول خپل نوم یې له امیر څخه پاچا امان الله خان ته واړولو، د شاهي کورنۍ له غړو د سردار نوم لرې کړل شو، د درباریانو ځانګړې امتیازات لغوه شول، همداراز بدلونونه او ریفورمونه د خپل دولت په ادارې سیسټم کې پیل کړل او یو مشروطه شاهي حکومت جوړول اعلان کړل. د دې انقلابي ریفورمونو او بدلونونو موخه په لومړی ګام کې د افغانانو تر منځ ملي یووالي، یو پیاوړي ملي مرکزي دولت رامنځته کول وه. د نوي ریفورمونو تګلارې موخه زموږ په ورسته پاتې دودیزې قبایلي ټولنه کې، وده، پرمختیا او د وخت او زمان سره سم عصري کیدل وه. غازي امان الله خان د دې بدلونونو، ریفورمونو او اصلاحی پلانونو له لارې هڅه کوله، څو افغانستان په سیاسي اقتصادي، برخو کې په یو پرمختللي، عصري، ناپیلي او خپلواک هیواد بدل شي. د اماني دولت د ټولنیزو سمونونو پر وګرام دویمه لړۍ هغمهال پیل شوه کله چې پاچا د اروپا له اوږده سفره بیرته خپل هیواد ته راستون شو. پاچا د اروپایي هیوادونو پرمختللي تکنالوجي، تخنیکي او ټولنیز پرمختګ او د دوی د حقوقي، سیاسي نظامونو سیسټم ثبات او د ټینګښت بنسټونه په خپلو سترګو ولیدل او همدارنګه پاچا په مصر، ترکیه او ایران کې د لویدیځي نړۍ د پرمختللي ټکنالوجۍ او د ملي دولتونو جوړولو له تګلارو څخه سخت اغیزمن شوي راستون شو. پاچا امان الله خان د یادو اسلامي هیوادونو له مشرانو سره له نږدې لیده کاته وکړل. هغمهال درې واړه اسلامي هیوادونه په اسلامي نړۍ تر ټولو پرمختلي با ثابته دولتونه وه. ریفورمیست هیوادپال پاچا فکر کولو، کوم رغنده ریفومونه او پرمختګونه دې اسلامي هیوادونو پلي کړي دي، دی هم کولي شي په خپل هیواد کې پلي کړی. پوښتنه دا ده، ایا د ځوان غازي اعلیحضرت امان الله خان لس کلن خپلواک شاهي دولت په ریښتیا زموږ په ورسته پاتې، قبایلي دودیزه ټولنه کې د بدلونونو، سمونونو او اصلاحي پراختیایي پلانونو د پلې کیدو له امله سقوط وکړ؟ . کله چې غازي امان الله خان د خپل شاهي حکومت د نوېو ریفورمونو او سمونونو اجنډا افغان ولس ته وړاندې کړه، د تولنې په ځینو برخو کې سیاسي غبرګونونه او حساسیتونه راوپاریدل. په ځانګړې ټوګه د ریفورمونو په وړاندې په کلیوالي سیمو کې د ټیټې کچې دینې عالمانو، ملایانو او په ښارونو کې د نالوستي درباري محافظ کارانو له سیاسي غبرګونونو سره مخامخ شو. د ځوان خپلواک مسلمان پاچا په وړاندې منفي تبلیغاتو ورو ورو زور واخیست او ورسته په هیواد کې ناکرارۍ را وټوکیدلې. که څه هم په افغانستان کې بدلونونه او اصلاحات د امیر شیرعلي خان د شاهي دولت راهیسې په ادارې، قضایي، پوځې او د ښو حکومتوالي په برخو کې پیل شوي وه. افغانانو د مخکنیو شاهي دولتونو ریفورمونو او بدلونونو په وړاندې منفي غبرګونونه ونه ښودل، بلکې سمونونه له تود هر کلي سره مخامخ شول. ولې د اماني نهضت اصلاحي ریفورمونو او بدلونونو پروګرامونه ونه منل شول ډیرې کارپوهان په دې اند دي، کله چې ځوان غازي امان الله خان واک ته ورسید، افغان پاچا د خپلې واکمنۍ په لنډه موده کې یودم په ځښتو ډیرو نویو ریفورمونو، سمونونو او بدلونونو پلې کولو باندې لاس پوري کړو. هغمهال افغاني دودپاله، ورسته پاتې مخافظه کاره ټولنه په دومره چټکۍ او بیړه کې د دومره ډیرو پراخو هر اړخیزو نويو ریفورمونواو بدلونونو بهیر هضمولو ته چمتو نه وه. پداسی حال کې چې د مصر، ترکیې او ایران دولتونو دې ته ورته ریفورمونه او سمونونه په لږ توپیر سره له ستونزو سره سره پلې کول. په ختیځو هیوادونو کې یو متل دی، بیړه وکړه خو په ورو یې وکړه، ځوان سمونوال پاچا شاه امان الله خان په خپله افغاني دودیزه خرافاتي ورسته پاتې ټولنې کې له بیړې کار واخیست. داسي مالومیده چې افغانان بدلون او بیړه په ګډ نه خوښوي. د اماني دولت سقوط کورني لاملونه د ۱۹۲۸ کال د اګست پر ۲۹ نیټه یوه زر کسیزه لویه جرګه راوبلل شوه، په دغه لویه جرګه کې پاچا د خپل شاهي دولت د دریم پړاو د پلانونو، ریفورمونو او د بدلونونو اجڼدا وړاندې کړه. سمونوال پاچا په جرګه کې د ځینو محافظه کارو او ناپوهه احساساتي دینې عالماوو له منفي غبرګونونو سره مخامخ شو. د اماني دولت د سمونونو او بدلونونو نوي تګلارې په ټولنه کې د یو شمیر خلکو ګټې او بي ځایه امتیازونه له ګواښ سره مخامخ کړل، ټر ټولو لومړۍ همدې خلکو د اماني دولت د ریفورمونو د تګلارې په وړاندې مخالفت وښود ډیرې سیاستپوهان او ټولنپوهان په دې اند دي، هغمهال افغاني ټولنه د اماني نهضت د دومره ډیرو چټکو ریفورمونو او بدلونونو منلو ته چمتو نه وه، له دې امله نوي ریفورمونه د ډیرو ستونزو او خنډونو سره مخامخ شول . د اماني نهضت پرمختیایي سمونونه او بدلونونه په ټولو اسیايي هیوادونو کې بیساري وو. ریفورمیست پاچا هڅه کوله، څو دا نوي سمونونه او بدلونونه په خپله ورسته پاتې قبیلوي دودیزه ټولنه کې پلي کړي. ځوان او بې تجربې پاچا بې له دې چې د خپلې دودیزې ورسته پاتې قبایلي ټولنې روحي نبض او نازک احساساتي حالت درک کړي، دی د خپلو ریفورمونو پر اس سپور او د خپل حکومت د ریفورمونو پروګرامونو پلي کولو ته دوام ورکولو. د امان الله خان پر ضد په جوماتونو کې منفي تبلیغات روان وه، ملایانو پیرانو او حضرتانو د کفر ټاپې لګولې، خو بیا هم امان الله خان خپل ریفورمونه او بدلونونه داسي پلي کول لکه چې هیڅ خبره نه وي او هیڅ خنډ یې په وړاندې پیښ شوې.نه وي. شخصاً په خپله د زړونو محبوب پاچا هیڅ د دې تمه نه لرله، چې د ده ریفورمونه، بدلونونه به په ټولنه کې له خنډونو، ستونزو، مذهبي حساسیتونو او بې ځایه نه اټکل کیدونکي شورشونو سره مخامخ شي . د اماني دولت د ریفورمونو تګلاره له دریو شورشونو سره مخامخ شول. ټولو مخالفینو یو صادق مسلمان، هیوادپال خپلواک افغان زړور پاچا او د انګریزې استعمار ضد پاچا په کفر تکفیر وه، ځینو خلکو به ویل، چې پاچا له اسلام منحرف شوي دی، له قران لرې شوي او له خپل ځانه قوانین جوړوي. ۱ . په ۱۹۲۴ کال کې لومړنې شورش د افغانستان په سویل کې د ګوډ ملا یا د خوست شورش هغه مهال پیل شو، کله چې کابل کې لویه جرګه رابللي شوي وه، دا شورش د یوې سیمه ییزې شخصي حقوقي قضیې له امله پیل شو.کله چې ملا عبدالله خپله حقوقي قضیه د افغانستان د نوي نظامنامې پر بنسټ ونه ګټله، هغه د لويې پکتیا حاکم اعلي د اسلامي شریعت څخه په سر غړوني تورن کړو. ګوډ ملا د یوې پلان شوي دسیسې او توطیې له مخي خلک اغتشاش ته رابلل. ملا عبدالله قرانکریم او نوي قانون یې کلي په کلي ګرځولو، کلیوالو ته به ویل، چې کوم کتاب غواړي، قران که دغه نوي قانون. د خوست په شورش کې د هیواد په سویل کې د خپلواکۍپه جګړه کې د ټل جبهي فاتح د استقلال معرکې نومیالي غازي ببرک خان ځدران د انګریزې یرغلګرو ځواکونو په وړاندې د خپلواکۍ په جګړې کې مهم برخلیک ټاکونکي رول لوبولي وه. غاز ي امان خان هغه ته د دې میړانې له کبله د لمر اعلی نښان ډالۍ کړي وه. غازي ببرک خان د مرکزي دولت په پلوي د خوست شورش کابو کولو په مهال د هیواد جاهیلو او ناپوهو د ښمنانانو لخوا په شهادت ورسول شو. د خوست شورش د اماني دولت د ریفورمونو او سمونونو اصلاحي پروګرامونو د چټکوالي بهیر یې د پاموړ پڅ او ټکنۍ کړو. ۲ . په ۱۹۲۸ کال کې د افغانستان په ختیځ کې د شینوارو شورش هغه مهال پیل شو، کله چې پاچا امان الله خان د اروپا له اوږده سفره راستون شو او د دریم پړاو د سمونونو او بدلونونو اجنډا اعلان کړه. که د شینوارو او خوست شورشونه وڅیړل شي، دواړه شورشونه د مرکزي دولت د ریفورمونو سره مستقیماً اړیکه نه لرله. دواړو اغتشاشونه د وړو قومي سیمه ییزو شخړو له امله پیل شول او د هیواد دښمنانو د خلکو له ناپوهې څخه سیاسي ګټه پورته کړه او اغتشاشونو ته سیاسي او مذهبې رنګ ورکړو. ۳. په ۱۹۲۹ کال کې دریم شورش د حبیب الله کلکاني یا بچه سقو په نامه مشهور شورش پیل شو. همدې شورش د امان الله خان شاهي دولت رانسکور کړو. که څه هم د داړمار سقاو زوی حکومت د دیني ملایانو او درباري محافط کاروانو له ملاتړه برخمن وه، خو بیا هم په دې هم و نه توانید، د نهو میاشتو نه ډیر په واک کې پاتي شي. د امانی دولت سقوط بهرني عوامل دا مهال په اسیا کې د برتانیې او شوروي اتحاد لویه لوبه یا د ګریټ ګیم سیالي پیل شوي وه. افغانستان د دې دوو سترو استعماري امپراتورېو ترمنځ یو جیو ستراتیجک حایل هیواد وه. دواړو امپراتورېو افغانستان ته د خپلې امپراتورې د نفوذي سیمې په څیر کتل. افغان شاهي دولت ته په داسي یو حساس سیاسي جغرافیایي حالت کې ډیره ګرانه وه، څو په خپل ګاوند کې د دواړو شمالي او سویلي استعماري زبرځواکونو سره متوازنې اړیکې جوړې کړي. پرته له شکه هیڅ څوک له دې انکار نشي کولي، چې د لس کلن اماني خپلواکه شاهی دولت په نسکورولو کې د استعماري برتانیې پټې او ښکاره توطیې او دسیسې کاریدلي دي. په ځانګړې توګه انګریزې استعمارګرو په مرکزي اسیا کې یو خپلواک پیاوړي افغانستان ته د خپلې کولونیالیسټي واکمنۍ او سیاسي پوځي ګټو ته د یو لوی ګواښ په سترګه کتل. دواړو ښکېلاکګرو نړیوالي امپراتوریو هڅه کوله، څو په خپلو مستعمرو کې د ازادي غوښتونکو غورځنګونو غږ غلي وساتې. دواړه نړیوالي استعماري امپراتورې یو خپلواک، پیاوړې او ناپیلې افغانستان د خپلو مستعمرو په ګاونډ کې نشو زغملي . ځکه د افغانانو د خپلواکۍ اتل پاچا خپلواکۍ یوازې د افغانانو لپاره نه غوښتله، بلکې د زړونو پاچا سره د سیمې د ټولو مظلومو ملتونو د خپلواکۍ مفکوره وه. شاه امان الله خان مظلومو ولسونو ته دا پیغام رسولي وه، چې ازادي په زور اخیستل کیږي. د اماني خپلواک دولت په رامنځ ته کیدو سره په هند کې د ازادۍ کلمه د خلکو په خوله کې ګرځیده. د هند مسلمانانو د غازي امان الله څخه د خپلو ازادي غوښتونکو غورځنګونو په اړه د مرستي تمه لرله. لنډیز : په ټولیږه توګه افغان ولس د اماني دولت په رغنده ریفورمونو او سمونونو کې پراخه برخه واخیستله، خو د ریفورمونو په بهیر کې عامه اذهان د اماني دولت په وړاندې د تنګنظرو ناپوهه ملایانو له لوري تحریکیدل او د اماني دولت په وړاندې منفي پروپاګندونه کیدل. له یوې لوري د حکومت لخوا خلکو ته د نویو ریفورمونو او اصلاحاتو په اړه په ښارونو او کلیوالي سیمو کې ډیر لږ عامه پوهاوې وړاندې کیده، ډیر خلک د ریفومونو په مانا سم نه پوهیدل او له بدلونونو او سمونونو څخه ویره لرله. له بل لوري اماني حکومت د خپلې مدرنې حکومتوالۍ سیستم پلې کولو لپاره ډیرو نغدي پیسو ته اړتیا لرله. د اماني دولت خزانه د اغتشاشاتو په کرارولو کې او د نوي پلان شویو ریفورمونو پلي کولو کې تقریباً تشه شوي وه. برتانوي هند افغانستان ته د خپلواکۍ د اعلانیدو سره سم. په اقتصادي برخه کې سخته ضربه وکړه، دوی پر افغانستان باندې خپلې کلنۍ مالي نغدي مرستې بالکل بندې کړي. خپله امان الله خان په دې اند وه، چې د ده حکومت د سیاسي بدلونونو قرباني شوي دی، د ده په وړاندې دغه بغاوتونه د ناپوهو روحانیونو له خوا تحریک کیدل. خو ډیرې لویدیځوال تاریخپوهان د اماني دولت پر ضد بغاوتونه د ریفورمونو او بدلونونو پايله ګنې او لامل یې په افغاني ټولنې کې ورسته پاتوالي، تعصب او تنګ نظري ښیې. د غازي امان خان تیروتنه په سمونونو او بدلونونو کې بیړه او بې تجربګي ښیې، پاچا خپله ورسته پاتي، دودپاله ټولنه سمه نه پیژنده. ایا د اماني دولت ټولنیز ریفورمونه د اغتشاشاتو او ناکرارۍ لامل وګرځیدل که د اماني دولت د شورشونو قرباني شو. خپله زړور ریفورمیست پاچا امان الله خان په دې اند وه، چې د ده ریفورمونه او اصلاحات د اغتشاشونو لامل نه وه، بلکې د ده حکومت د سیاسي تبدلاتو قرباني شو، کوم چې د متعصبو روحانیونو له لور تحریکیدل او ملاتړ ترینه کیده. د ډیرو معتبرو اسنادو او شواهدو په بنسټ، ډیرې روڼاندي افغان تاریخپوهان او د افغانستان بهرني سیاسي څارونکي د اماني واکمنۍ د سقوط یا نسکوریدو عواملو په اړه یوه خوله دي، چې دا د برتانوي نړیوالي امپراتورې د سیمه ییزه سیاست طرحې او پلانونه وه انګریزانو برتانوي هند ته ورتلونکي لار د خیبر لاره ته د یوه سوری په څیر کتل، ځکه افغانان څو ځلې په دغه لار هند ته تللی وه. داکټر عبدالرحمن زماني په خپله یوه څېړنیزه لیکنه کې لیکي. ارزیابي علل اغتشاشات و شکست نهضت اماني به تحلیل و تجربه عوامل مغلق و پیچیده ان نیاز دارد. در این که اغتشاشات سبب تاخیر و انقطاع برنامه هاي اصلاحي و انکشافي سقوط رژیم اماني شد، هیچ شکي وجود ندارد، ولې شکست رژیم اماني را باید از ناکامي اصلاحات تفکیک کرد. لیکوال ګریګورین د مډرن افغانستان پیدایښت کتاب کې د دې سرلیک لاندې لیکي ٬٬امان الله خان د مدرنیزم یو بد چانسه اتل وه ٬٬ هغه لیکي، د امان الله خان د سقوط ریښي یوه برخه د یو شمیر افغانانو په بې حوصلګۍ کې او بله برخه د دوی په تعصباتو کې نغښتي وه. همدغه لیکوال په خپل کتاب کې د ایمانوبیل په حواله لیکي، ښايې افغانان د ځمکې پر مخ تر ټولو متعصبترین مذهبي خلک وي. ملایان د امان الله خان د نسکورلو اصلي عاملین وه. د ده په اند، ناکرارۍ او شورشونه، د امان دولت د لوړو پراخو اقتصادي سیاسي او ټولنیزو ریفورمونو تګلارې په وړاندې د خلکو یو غبرګون وه . داسي بریښیدل، چې خلک پرمختګ ته لیواله نه وه او مدرنیزیشن یا عصري کیدو ته چمتووالي نه لرلو. زما په اند غازي اعلیحضرت امان الله خان د افغانانو د تازیخ او د افغانستان د خپلواکي نه یو هیردونکي ستوری او یو ملي اتل دی. روڼاندی زړور پاچا د خپلو عالي مترقي فکرونو، د اړینو ریفورمونو پروګرامونو سره او د خپل هیواد او د خپلو هیوادولو سره د بې کچې میني درلودلوسره یو ډير هوښیار با استعداده صادق سپیڅلې مسلمان افغان وه. دا هم د یادونې وړ بولم، کله چې ما د دې لیکنې په اړه نوي مواد راټول، زه مجبور شوم، چې د خپل ښار د پوهنتون کتابتون ته او د المان ډیجیټال ارشیف ته ورشم. څو وګورم، جرمني لیکوال د غازي امان الله خان په اړه څه لیکلي دي او سل کاله مخکي د جرمني رسنیو د غازي پاچا امان الله د اروپا سفر په اړه څه لیکلي دي. ما ډیر څه ولیدل، خو زه یوازې دوه متونه کټ مټ په هماغه سل کاله مخکي الماني ژبه کې دلته رانقلوم . د دې لپاره چې په افغانستان کې ناپوهو ملایانو غازي امان الله خان په کفر تکفیره، خو د اروپا ایډیالوجیکو کمونیسټانو افغان خپلواک پاچا د اسلامي نړۍ یو بیساري، هوښیار، پیاوړې، عزتمن او غیرتمن پاچا په څیر کتلو. د اروپا کمونستانو غازي امان الله خان د خپلې کمونستي مفکورې او د شوروي اتحاد امپراتوري ته د یو ګواښ په سترګه کتلو. د غازي امان الله اسلامیت او افغانیت په دغه لاندې الماني لیکنو کې ثابیږي . کله چې غازي امان الله خان د اروپا سفر په ترڅ کې د جرمني برلین ښار ته راورسید، که څه هم هغمهال د جرمني اقتصاد ځښټ ډیر کمزوري وه. بیا هم د جرمنی دولت په خپل ټول تاریخ کې هیڅ یوه پاچا ته به تیره بیا د دریمي نړۍ یو مسلمان پاچا ته دومره ستر رسمي تشریفات او دولتي مصارف نه وه ترسره کړي، لکه چې دوی غازي اعلیحضرت پاچا امان الله خان ته په ډیر درنښت دولتي رسمي او پوځي ترتیبات نیولي وه، ځکه امان افغان په نړۍ کې لومړني پاچا وه، چې د انګریزي استعمارګرو څخه په زور خپلواکي ترلاسه کړي وه، له همدې امله افغان پاچا په ټوله نړۍ کې بیا په ځانګړي توګه په ایټالیا، فرانسه او جرمني هیوادونو کې د بیساري تود هرکلي سره محامخ شو. د افغان پاچا او ملکه ثریا ډیپلوماتیک او شاهي شان او شوکت او بیساري ښکلا په اروپا کې ټول اروپایان حیران کړي وو. Zitat 1 Beim Brandenburger Tor stand eine Gruppe Kommunisten, die den König mit dem unfreundlichen Rufe: „Nieder!“ begrüßte. Auf die Frage des Königs an den ihm beigegebenen Botschafter Rosen, was der von geballten Fäusten begleitete Ruf bedeute, erwiderte dieser geistesgegenwärtig: „Gott schenke Euer Majestät ein langes Leben.“ Freudig wendete sich der König im Auto um und winkte dafür den überraschten Kommunisten freundlich zu. ژباړه: د برلین ښار د برندنبورګ تاریخي دروازې یا برج تر څنګه یوه ډله کمونیستان ولاړ ول، دوی پاچا په ډیرو بې ادبو الفاطو یادولو ٬٬ مړ دې وي پاچا ٬٬ نارې وهلي.(ژباړن: پاچا په الماني ژبه نه پوهیدو) د پاچا د یوې پوښتنې په ځواب کې ، چې دا خلک څه وايي؟ ، د المان دولت سفیر ښاغلي روزن د پاچا په څنګ کې ناست وه، وویل، صیبه دوی وايې: خدای دې تاسو ته اعلیحضرته یو اوږد عمر در کړي، پاچا د دې خبرې په اوریدو سره په خپل موتړ کې د خلکو په لوري لږ راکوږ شو، دوی ته په ډیر ادب سره د درنښت لاس وښوروه، د پاچا دغه عمل د کمونستانو د حیرانتیا لامل وګرځیدو او غلي شول. Zitat 2 Der afghanische Gesandte hat sich nach heutiger Besichtigung des Parks des Palais Prinz-Albrecht damit einverstanden erklärt, dass die hiesigen etwa 1.000 Mohammedaner, die den König von Afghanistan zu begrüßen wünschen, in dem hinter dem Palais gelegenen Park aufgestellt werden. ژباړه: افغان سفیر پلاوې د ننۍ ورځ د پالیس البرت ماڼۍ او پارک کتني ورسته په دې موافقه وکړه، چې اټکل ۱۰۰۰ اروپایې مسلمانانو هیله څرګنده کړي او غواړي، څو د افغانستان پاچا ته ښه غلاست ووايې، دوی به د ماڼۍ شا ته په پارک کې د لیدلو لپاره سره ودرول شي. د المان د نورو لیکنو په بنسټ دا مخور ایډیالوجیک مسلمانان د ټولې اروپا څخه د افغان خپلواک پاچا غازي امان الله خان د لیدو لپاره راغلي او غازي شاه امان الله خان په برلین کې د ټول جرمني او د اروپا په کچ دویم ستر جامع جومات پرانیسته هم وکړ او د همدې مسلمانانو سره په جومات کې د جمعي لمونځ ادا کړو. د حق او باطل، د علم او جهل ترمنځ جګړه لا تر اوسه روانه ده. پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery