مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-09-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله ، ټاکنې او د هیواد راتلونکې

عتیق الله مراد

 

پدې کې هیڅ شک نشته چې د هرې شخړې حل خبرې دي، او دا هم جوته ده چې زمونږ د هیواد شخړه پیچلې او څو اړخیزه ده . ددغه اړخونو څخه یواځینی اړخ چې زیانمن دی هغه د افغانستان خلک دي . نو د مسولیت د مخې د افغانستان حکومت باید ددغه شخړې په حل کې بنسټیز او مرکزي رول ولري او د مذاکراتو په لور د هر بل اړخ څخه پیش ګامه او ډیر دخیل و اوسي او په دغه برخه کې د عمل نوښت په خپل لاس کې واخلي. په دوهم قدم کې طالبان هم که په ریښتنیې ناپیلې او د خلکو په درد درمند وې نو باید د الصلح الخیر په رڼا کې د مځکنیو واقیعتونو په نظر کې نیولو سره یواځې او یواځې د افغانستان د خلکو منفعت په نظر کې ونیسې او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات افغان حکومت او زیاتره افغانانو د امریکا د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره خبرې اترې ګڼلې او د شک په سترګه یې ورته کتل . مګر اوس چې دغه مذاکرات متوقف او یا هم د تعلیق په حالت کې واچول شول دغه وضعیت د افغانستان حکومت او طالبانو ته څه فرصتونه او ګواښونه متوجه کړي ددې لیکنې د بحث موضوع ده.

د افغانستان د شخړې تاریخچې ته نه تم کیږو ځکه چې دغه موضوع د ټولو لپاره روښانه ده. دتم او تعمق خبره د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ د څه کم دوه لسیزو شخړې وروسته د اوسنیو تحولاتو لکه د امریکایی عساکرو د بیرته لیږد په هکله د دغه هیواد د ولسمشر د لیوالتیا او بیا د مذاکراتو د لغوې په اړوند د هغه ټویټ، په کشمیر کې د تحولاتو ،پاکستان کې د ناامنۍ ،پدغه هیواد کې د پښتون خوځښت ، په منځني ختیڅ کې د تحولاتو مسله او په افغانستان کې د ټاکنو د فساد او احتمالي ستونزو د راټوکیدو مسایل دي چې دواړو افغاني لورو ته یې یو سلسله ګواښونه او فرصتونه متوجه کړې .که دواړه لوري مځکني واقیعیتونه درک نکړي او په خپلو شعارونو ( دیموکراسي، اسلامي امارت) تاکید وکړي نو بیدون د شکه چې هیواد به د یوې بلې خونړۍ غمیزې د پیلامې ښکار کړي.

 

طالبانو ته لاس ته راغلي فرصتونه او ګواښونه:

په نړیواله کچه ورستیو پرمختګونو طالبانو ته ددې فرصت برابر کړ چې د سیاسي پلوه ځان مطرح کړی او د خبرو اترو میز ته کښیني، مګر په عین حال کې د امریکا د خبرو توقف د سیاسي پلوه د طالبانو موقف بیرته څه نا څه کمزوری کړ . د طالبانو لپاره اوس کومه لاره پاتې ده، زما په اند طالبان به یا د امریکا هغه غوښتنې مني کوم چې د اختلاف لامل شوی او یا به هم د خپلې جګړې د دوام او په افغان حکومت د فشار راوړلو په موخه د ګاونډیو او د سیمې او نورو ځینو قدرتونو د ملاتړ د راجلبولو لپاره هڅې کوي او د هغوۍ سره به یو لاس کیږي. طالبان باید دا د یاده ونه باسي چې بیروني هیوادونه هر یوه خپله اجندا لري چې هغه په هیڅ ترتیب د افغانستان د ملي ګټو سره اړخ نه لګوي. دخپلې دغه مدعا د اثبات پخاطر دشوروي اتحاد سره د افغانستان د جهاد موضوع د بیلګې پتوګه راوستلی شم چې د انترکتیکا د قارې پرته نوره ټوله نړی پدغه هیواد کې پدې نوم و جنګیده چې د نړۍ د یو کوچنی هیواد په توګه د افغانستان خپلواکي په خطر کې ده مګر کله چې ددوۍ اهداف پوره شول مونږ یې د سیمې هغه هیوادونو ته په تحفه کې ورکړو چې د جهاد پر مهال زمونږ کوربانه و. چې په نتیجه کې یې مونږ نني حالت ته راوریسدو، دا د تاریخ د پاڼو حکایت ندې بلکې زمونږ او ستاسو د سترګو لیدلی حال دی . بله بیلګه یې اوسنی نړیوال ایتلاف دی چې د نړۍ زیاتره هیوادونه دوه لسیزې کیږي چې په افغانستان کې شتون لري مګر زمونږ حالت ورځ تر بلې خرابیږي نو ددې څخه باید مونږ افغانان یو درس زده کړو هغه دا چې بل که هر څوک مونږ پر ملا ټپوي ، مرسته راسره کوې او یا هم زمونږ تر منځ منځګرتوب کوي د الله د رضا لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره یی کوي چې هغه ګټې عبارت دي د سیمې د ناامنۍ، زمونږ په هیواد کې د خپلو جنګونو تر سره کول او زور ازمایۍ څخه.

نو په همدې بنا که طالبان په ریښتنې توګه خپلواکه ناپیلې او د هیواد په درد درمند وي نو ورته پکار ده چې ځان او هیواد ددغه غمیزې رابهر کړي او د ټولو افغاني لورو په ګډون د حکومت سره ډز بند وکړي او په یو ټغر د حکومت سره کښینې او د اختلافي مسایلو حل راوباسي، طالبان دې پدې پوه شي چې که افغان ملت دا درک کړه چې طالبان پخپلو کړنو کې یوازې د الله رضا او ملي ګټې په پام کې نیسي نو ټول به ددوۍ تر خوا داسې ودریږې لکه د تنظمیې جنګونو پر مهال چې ددوې د حضور نه وروسته ددوې تر تر څنګ ولاړ و . فرض کړۍ که پدغسې حالت کې د کابل حکومت د طالبانو مخالفت هم وکړي خپل ځان به حاشیې ته وباسي، نو دغه یو فرصت دې چې طالبان یې باید خپل کړي . که نه نو علاوه ددې چې پغیر د جنګ او افغان وژلو به دوې ته بل هیڅ هم لاس ته رانشي بلکې یو بله ډله چې د دایش په نوم په هیواد کې د شکل اخیستې په حال کې ده، به نه یوازې د طالبانو بلکې د ټولو افغانانو لپاره یو ه خونړۍ، خرابه او مهیبه راتلونکي د ځانه سره ولري.

 

د حکومت لپاره لازم فرصت:

که چیرې حکومت په رښتیا سره په هیواد کې سولې او امن ته ژمن وي نو د مذاکراتو دغه توقف ددوۍ لپاره یو ښه فرصت برابر وي ، ددوې ستر شکایت دا و چې طالبان د امریکایانو سره د بندو دروازو تر شا خبرې اترې کوي او حکومت ددغه خبرو څخه بیرون پاتی دی. چې د حکومت دغه اندیښنه د ډیرو هیوادوالو لپاره د تاید وړ وه ځکه چې امریکا د خپلو ګټو په نظر کې نیولو لپاره مذاکرات کول نه د افغانستان نو په همدې اساس دغه خبرې اترې زموتږ ټولو افغانانو لپاره د تشویش او انديښنې وړ وې ځکه چې پایله یې زمونږ لپاره نا څرګنده وه چې ایا په نتیجه کې به زمونږ هیواد په کوم لور سوقیږي.

افغان حکومت باید د هر څه د مخه ټول سیاسې احزاب، مدنې ټولنې او د افغانستان خلک سره بسیج کړي او په هیواد کې دې د امن او سولې په خاطر داسې یوه سیاسي اجماع رامنځ ته کړې او د اعتماد جوړولو د فضا د رامنځ ته کولو په موخه او د نیکې ارادې د څرګندولو په دود روانې ټاکنې وځنډوې.

په اول قدم کې دې ددغه ګام په مقابل کې دې د طالبانو څخه د ډز بند غوښتنه وکړي. او په دوهم قدم کې دې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړی ډول د اسلامي هیوادو څخه غوښتنه وکړي چې ددوۍ او طالبانو تر منځ دې د الحجرات د مبارک سورت د نهم نمبر ایت په رڼا کې سوله وکړي. چې دغه مبارک ایت په لاندې ډول صراحت لري.

وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۹﴾

ژباړه : او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جګړه شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه یوې پر بلې تېرى وكړ؛ نو له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نو که راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛(ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . (۹ ایتږ

 

د حکومت لپاره دغه فرصت موقع برابروي چې خپله تاریخې وجیبه ادا کړې ، او که طالبان دغه غږ ته لبیک ونه وایي نو حکومت پدغه صورت کې کولاي شي چې د طالبانو او د هغوۍ د ملاتړو په مقابل کې یوه ملي او بین المللي اجماع رامنځ ته کړي. چې د همدې اجماع په رڼا کې د طالبانو او تروریستي ګروپونو او ددوې د حامیانو به وړاندې خپله کړنلاره تنظیم کړي.

که حکومت دغه فرصت ضایع کړي او د سولې د کوښښ پر ځاې ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي ، نو راتلونکی حکومت که چیرې جوړ هم شي د راروانو بدبختیو وروروژنو او نامنیو ، او یوې بلې ستراتیژیکې تیروتنې مسولیت به پر غاړه ولري . او د تاریخ په پاڼو کې به د پښتو د هغه لنډې د محاکمې په هنداره کې ځان مومي چې وایي.

په لاره ځم ټوله شرنګیږم

ستا د تهمت زنځیر په غاړه ګرځومه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery