مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-11-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چوپ ریفرنډم که چوپه کودتا!

سرلوڅ مرادزی
پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د روان کال د نومبر په ۲۵، خپلو پلویانو او خبریالانو ته په خبري کنفرانس کې وایې چې ټاکنو کې د خلکو پیکه او کمرنګه ګډون په اصل کې د روانو حالاتو په اړه د افغانستان د خلکو یو چوپ ریفرانډم وو.
کرزی د دې ریفراندم لامل بې قانونۍ، ناامنۍ او ټول هغه کړکېچونه بولي چې د ده په خبره د افغانستان د خلکو (کرزی د نورو د خوشالۍ لپاره، د افغانانو د کلمې پرځای، د افغانستان خلک کلمه کاروي ) پر روح او روان يې ناوړه اغیز کړی.
خو د ډیری افغانانو په اند د روانو ټاکنو په وړاندې یوه چوپه کودتا وشوه چې تر اوسه لا روانه ده. دا چوپه کودتا له ټاکنو مخکې پیل شوه، د ټاکنو بهیر کې هم روانه وه او اوس چې ټاکنې پایته رسېدلي د هغو د پایلو په اړه هم دوام لري.
دا کودتا د کرزي په سرخېلۍ د عبدالله عبدالله او نورو جهادي مافیایې کړیو لخوا په ګډه په لار اچول شوي!
هغه څه چې کرزی یې د خلکو د ګډون د پیکه توب په اړه وایې؛ هغه په ټاکنو کې نه، بلکې د دوی لخواپه روانه چوپه کودتا کې پیکه او کمرنګه دی. افغانان د کرزي او جهادي مافیا څخه تر سږمو رسېدلي دي. که له پیله د ټاکنو په وړاندې د کرزي او شریکباڼو کودتا او توطیه نه وای، ټاکنو کې د خلکو ګډون نه پیکه او کمرنګه کېده. بې قانوني او ناامني هم چې کرزی یې د ټاکنو د پیکه توب لامل بولي، تر ډېره بریده د کرزي او د هغه پر شاوخوا د راټولې مافیا لخوا رامنځته شوې.
کرزی له پیله د ټاکنو مخالف وو او د موقت حکومت بولاله چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یې په غوږ کې ورڅڅولې وه، په لوړ اواز غږوله. کرزی په تمه وو چې که ټاکنې ونه شي، لار موقت حکومت ته هواریږي او په دې توګه به دی(کرزی) د موقت حکومت مشر شي او د جهادي مافیا دوهم ځل واکمني به بیا په پښو ودروي.
کرزی چې دې ورځو کې تر پخوا څو ځلې زیات فعال او سرګردان لېدل کیږي، سره له دې چې هیڅ ډول رسمي دنده نه لري او د هیچا استازی نه دی، خو ځان له حکومته نېولې د ټولنې د ټولو پاړکو؛ ګوندونو، د ښځو د سازمان، ځوانانو د سازمان، د کارګري او بزګري اتحادیو او د مدنې ټولنو استازی شمیري. ځان خپله د بېلا بېلو قومونو مشر او یا په حقیقي مفهوم خان بولي. حکومت کې هم له بهرنیو چارو نېولې په کور دننه په اقتصادي چارو، روغتیا، ښوونې، کرهڼې، صنعت او لنډه دا چې په ټولو برخو کې ځان لومړی مسوول کس بولي او له همدې دریځه یې باید غوښتنې او اوامر واورېدل شي او پلي شي.
کرزي په تېرو ۱۸ کلونو کې، د خپلې واکمنۍ او ولسمشرۍ په اړه چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ پورې یې ۱۳ کلونه ادامه درلوده، هیڅکله انتقادي کتنه ونه کړه. شا ته یې ونه لېدل چې په اداره، حکومت او د قانون پلیتوب کې یې افغانانو ته څه په میراث پریښي دي. دې ټولو سره سره، هڅه کیږي، د دومره اوږدې واکمنۍ زرګونه عیبونه، زیانونه، ستونزې، نیمګړتیا او بریاوې له افغانانو پټې وساتل شي. د کرزي پیر کې د افغانانو ېیستل شوي زیار او کړاوونه، زرین فرصتونه، د لوېدیځ سخاوتمندانه سپین چکونه او په میلیاردو ډالره مرستې، په اوبو لاهو شوې او کرزي هیڅکله په دې اړه د خپل کمزوري او یا نه مدیریت او سرسري چلند خبره په خوله نه اخلي!
کرزي یوځل خپلو جلګپوړو چارواکو ته دا هم ویلي ول: هر څه چور کړۍ، عیب نه لري، خو له هېواده بهر یې مه باسۍ!
نن چې کرزی د بې قانونۍ، ناامنۍ او کړکېچونو سندره وایې او ټاکنو کې یې د افغانانو د ګډون د پیکه توب په نوم د مرکزي حکومت پر مخ باسي، مهم لامل یې د ده خپله شلېدلې او مافیایې اداره وه.
بلخوا کرزي د خپلې واکمنۍ په پیر او نن هم هڅه کوې، د خپل حکومت عیبونه پر پردیو په تېره بیا پر امریکایانو واچوي، ځان او جهادي مافیا افغانانو او نړیوالو ته سپین چرګان وځلوي. البته د پردیو او امریکایانو شتون د اړتیا تر څنګ بې عیبه نه دی او په روانو ستونزو کې د دوی لاس له چا پټ نه دی، خو دلته خپل مسوولیت په نورو اچول او ځان سپین او بې عیبه ځلول تر ټولو بد او ناوړه چلند دی!
کرزي، عبدالله عبدالله او مافیا یې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې تل خنډونه جوړ کړي او هڅه یې کړې، په نامستقیمه توګه داسې وځلوي چې که افغانستان کې ستونزې ډېرې دي لامل یې دا دی چې دی (کرزی) واکمن نه دی.
په هغه ۷ ولایتونو کې چې د عبدالله عبدالله ډلې یې د ټاکنو دفترونه تړلي او د ټاکنو کمیسیون له حکومت غواړي چې دغه دفترونه بیرته ورپرانیزي، کرزی د عبدالله عبدالله د ډلې په ګټه د حکومت او کمیسیون په وړاندې دریږي او د ټاکنو مخه نیسي. خددنۍ دا ده چې کرزی دا کار په کابل د امریکا د سفیر ښاغلي جان بس د هغې څرګندونې وروسته کوي چې ویلي یې ول، نه ښای ټاکنډلې د کمیسیون دفترونه وتړي او حکومت قانوني حق لري چې دا دفترونه پرانیسي وساتي.
کرزی نه یوازې د ټاکنو په وړاندې درېدلی او اوس هغه له ملنډو خاموش ریفرانډم بولي، بلکې د هېواد د بهرني سیاست، د بیان ازادۍ، اوربند او سولې په اړه هم د مرکزي حکومت د سیاستونو او پالیسو په وړاندې دریږي او د لنډه غرو ډلو سره په ګډه فعال دی.
دا چې د پیکینګ د سولې بین الافغاني احتمالي غونډې لېست کې له افغان لورې د کرزی نوم نشته، کرزی یې سخت پارولی. بلخوا لېست کې د کرزي د نوم نشتوالي سره همهال، د ماسکو او طالبانو چیغه پورته کیږي. ماسکو او طالبان دواړه د افغان حکومت په وړاندې او د کرزي په ننګه دریږي.
طالبان وایې چې د افغان لوري جوړ لېست نه مني، خو پوښتنه دا ده چې طالب د افغان حکومت لېست سره څه غرض لري؟ دلته ښکاره خبره ده څنګه چې لېست کې د کرزي نوم نشته، نو طالبان ځکه دا خبره کوي.
په ورته وخت کې کابلوف، افغانستان لپاره د روسيي ځانګړي استازی، روسيي تاس اژانس ته ویلي، طالبان د ولسمشر غني له لوري چین ته له سپارلي لیست سره موافق نه دي له همدې کبله هر څه په ټپه ولاړ دي.
دا چې کرزی ولسمشر غني ته وایې، د کړکېچ مخه ونیسه! افغانان کرزي ته وایې، ته کړکېچ مه جوړه، دا یې خپله مخنیوی دی!
کرزی د جاسوسانو فعالیت هم د بیان ازادي بولي، دلته هم کرزی د حکومت په چارو کې لاس وهي. وه سړیه! ۱۳ کلونه دې دولتي واک وچلوه، اوس لږ ارام پرځای کښینه!
وار نورو ځوانانو ته پریږده!
ژرنده که د پلار ده، هم په وار ده!
د ۲۰۱۹ کال د نومبر ۲۶ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery