مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-11-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انسان او انسانيت

مسعود هاشم.

 

دا دواړه نومونه بېلابېلي ماناوي او جلا مطالب لري؛
 د انسان لفظ يوه عامه کلمه ده چي په خپله غېږه کښي ټول را غونډه وي، لکه تور، سپين، پوهه، ناپوهه، د هري قبيلې، دهرمذهب او داسينور......

د انسان او حيوان تر مينځ توپيرونه څه دي؟

انسان پرته له هوا، (اکسېجن)خوراک، خوب، څښاک څخه ژوند نه سي کولای.

دغه رنګه حيوان هم.

کوم حالتونه لري؟

غم، خوشحالي، ژړا، درد، د اولاد مينه، د قريبانو پېژندنه او داسي نور...

دغه رنګه حيوان هم هو بهو حالتونه لري.

نو بيا انسان د حيوان سره توپير په کومو صفتونو کي لري؟

دانسان توپير د حيوان سره په عقل، احساس، علم، ښه بد پېژندنه، حلال، حرام، قضاوت پرحقیقت کولو باندي دی، که څه هم په ځينوصفتونو کي به بيا هم شريک وي، خو په ځينو کي ښه او په ځينو کي تر حيوان پاته راغلی، چي عمده يې؛ صبر او وفا ده، که وڅېړل سيدا توري به په انسانانو کي اوس شل په سلو کي پاته وي، اما په حيوانانو کي سل په سلو کي ليدل کېږي.

انسانان ټول يو، خو انسانيت په ځينو کي وي او په ځينو کي نه ليدل کېږي، دا کلمه هم تر پوهي او استعداد تر بريده نه ساتو، لازمه نه دهچي د ښه انسانيت خاوند به هرو مرو د پوهي او لوړ استعداد لرونکي واوسي.

د انسان او انسانيت تعريفونه چي څونده سوي دي، يو ټول منلی او له هره اړخه بشپړ تعريف نه سوی اونه پر يو تعريف باندي اتفاق سویدی.


انسان څنګه کولای سي چي ښه انسانيت ثابت کړي؟

داسي ډېري مثبتي لاري سته چي انسان کولای سي په ښه توګه خپل انسانيت په اثبات ورسوي، چي ليدونکي او اورېدونکي دې ته مجبورسي چي تعريف يې وکړي حتی که دښمن هم وي.

لومړی ښه اخلاق چي په نېک او نرمه لهجه سره د هر چاسره مخاطب وي.

احترام او درناوی ولري که هغه د انسان په بڼه وي او که رزق يا مقدسات وي.

هميشه تقوا او مثبت فکر ولري.

پر خپل علم عمل او نورو ته د خپل وس مطابق رسول وکولای سي.

امين او صادق واوسي، چي هر وګړی د هر مذهب لرونکی ورباندي اعتماد وکړي.

قضاوت پر حق باندي که څه هم خپل يا د قريب تاوان په کښې وي.

رحم او مهربانه پر بې زبانه، ضعيفه، کوچنيانو او حيوانانو ولري.

د الله حقونو او د هغه د بندګانو حقونو باندي عملي اقدامات کوي.

ښه انسانيت د ښه تربيه لورونکي انسان سره وي، چي خپل کور او چاپېريال څخه اخيستل کېږي.

سيالي کول پرنېکو کارونو اوعباداتو باندي کول.

په خبرو او مجلس کي ادب مراعات کول، که عمل وي يا رد عمل وي، د ذهن او دماغ څخه خبري کول او د هغه عکس العمل په نظر کيساتل.

په بل انسان کي ښه او مثبت ټکي لټول نه داچي لومړی ناوړه او بدي په سې وګرځي.

دا هغه څو اړين عملونه او ذهني کړني دي چي انسانيت ثابتوي.

پرځای خبره ده؛ چي پر انسان باندي کله کله په څلورويشتو ساعتونو کي څلورويشت رنګه حالتونه او کيفيتونه را تللای سي، ځني خوفطرتي هره ورځ رامنځ ته کېږي. لکه ويښه، خوراک، خوب، ځني پخپل لاس ځان ته جوړېږي، لکه داسي يو کار تر سره کول چي عکسالعمل يې ښه نه را وځي، داسي خبره بل چاته کول چي پايله يې زړه بدي يا خوابدي وي، داسي د لاس يا خبري واری چا باندي کول چيپايله يې جنګ جدل جوړ سي، خو په هرصورت ۹۰ حصې په سلو کي انسان په خپله کړنه يا اقدام کي پخپله دخيل دی.

په نړيواله کچه که عمومي روانشناسي يا اروا پوهنه څوک مطالعه کړي نو دهغه په مټ کولای سي په هغه ژبه پوهه سي کومه چي په خبرونه بلکي په حرکاتو او دليدلو سره ويل کېږي، په انګليسي کي ورته ( Body language ) يعني بدني يا جسمي ژبه.

د بېلګي په توګه کله چي د يو انسان سترګي سرې وي، کتونکی ورڅخه کومه مانا اخيستلای سي؟

يايې ډېر ژړلي دي،

کېدلای کومه نشه يې کړې وي،

کېدلای سي بيمار وي او د زکام له وجي يې سترګي سرې وي،

کېدلای سي بې خوبه سوی اويا هم بله موضوع؛

خو داپه يو ليد سره جواب ترلاسه کولای نه ترڅو چي هغه مو لوستلی نه وي پرته له دې چي هغه انسان و پوښتل سي، بايد د هغه لهحرکاتو څخه وفهمول سي چي لامل به یې څه وي؟

کله چي موږ يو څوک ووينو په داسي حال کي چي شاوخوا ته ګوري شيان پلټي، موږ پوهېږو چي د هغه څخه کوم شی ورک سوی دی.

چاچي د انسان د بدني کيفيتونو، حرکاتو، دمخ کتلو او سترګو ويلو ژبه زده کړه او په سمه توګه ورباندي پوه سو نو له شکه پرته له هر رنګهتاوتريخوالي او خوابدۍ څخه تر ډېره بريده په امن کي ژوند کولای سي او پخپله ټولنه کي محبوبيت پيدا کوي.


په درنښت

      

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery