مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په تودو سیمو کې څلور نیمې میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

راحیله جواد
 .
د ننګرهار ولایت د تودو سیمو په ۶۲۶ ښوونځیو کې د دوه سوه یوویشت زره یوسلو نهه نوي نجونو په ګډون د څه باندې ۶ سوه زره زده کوونکو څخه څلور نیمې میاشتنۍ ازموینه پیل شوه چې د ۱۱۶۶۵ ښوونکو له لورې به واخیستل شي .
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د ازموینې په لومړۍ ورځ په جلال اباد ښار کې ناهید شهید اناثو، شهید ملنګ جان عالي او پښتونستان لیسو کې د ازموینې بهیر او پښتونستان لیسې د لیلیې څخه څارنه او لیدنه وکړه .
په همدې حال کې د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري له لورې د تودو سیمو ښوونځیو څلور نیمې میاشتنۍ ازموینې پرانیسته د چپرهار په مرکزي لیسه کې د غونډې په ترڅ کې وشوه چې په کې د ویناوو ترڅنګ د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي له لورې د پوهنې رئیس ته د پوهنیزو خدمتونو له امله ستاینلیک هم ورکړل شو.
په ورته وخت کې د روداتو،کامې،لعلپورې،شینوارو او یو شمیر نورو ولسوالیو ولسوالانو پخپلو سیمو کې د څلور میاشتنیو ازموینې بهیر د پیل کېدو په موخه غونډي کړي او هم یې له یاد بهیر څخه څارنه او لیدنه ترسره کړې ده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery