مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څنګه کولای شو چی د نوي تکنالوژي په واسطه د یوي اداری سیستم اتومات کړو:

اسدالله رحیمي

د بشري سرچینو د مدیریت اتومات کول د Cloud BPM او Workflow (کاري جریان نخښه) په واسطه:
د بشري سرچینو څانګو کي د کاري جریانونو او اسنادو لپاره د بشري سرچینو څانګي اتومات کول اړین دی.
دا د کارمندانو لپاره د کومک یوه مهمه وسیله ده او همدارنګه دا د بشري سرچینو د یوه مؤثره ډیپارټمنټ په جوړولو کي هم ښه رول لری. مثلاً،
• د نوي ګومارني جریان
• دکارمند تخلیه کول
• د ټریننګ غوښتنه
• د فعالیت ارزونه
• درخصتي درخواست
• د غیر حاضیري یاداښت
• د رخصتي او فوق العاده اسنادو غوښتنه
• دکارمند د ځای/موقعیت تغیر
• د کارمند تخفیف درخواست (د کمپني خداماتو لپاره)
• او یو...داسی نور. 
ډير وخت دا پروسي به پر کاغذه یا ایمیل کاریدلي او بالاخره دوي تر هغه ټاکل شوي وخت زیات وخت اخیست. بعضي وختونه به فارمونه او ایمیلیونه ورک شول. او کارمندانو به ډیر وختونه ددوي د درخواستونو لپاره بیا بیا پوښتنه کول. شاید بشري سرچیني ډیر ترفشار لاندي وي چی ددي لپاره جوابونه یا مؤثره د حل لاره پیدا کړي...
د بشري سرچینو اتومات کول د کاري جریان(workflow)  د اصلاح لپاره:
دلانديني ګامونه په عملي کولو سره د بشري سرچینو اتومات کول امکان لري او اسانه دي:
• لومړی خپل فارم جوړ کړي. د خپل کاري جریان نخښه(workflow)  جوړولو لپاره په فارم کي خپل د معلوماتو مطابق ساحی یا خالي خاني وټاکی. مثلاً، د یو رخصتي په درخواست کي: د رخصتي نیټه، د بیرته راتلو نیټه او داسي نور.
• وروسته workflow یا کاري جریان نخښه جوړه کړي. هغه وظیفي تعریف کړي چی ستاسو ټیم یي باید پای ته ورسوي. د هري وظیفي لپاره قوانین او کارمندان وټاکی. مثلاً، د رخصتي په درخواست کي: رخصتي تایید کول، رخصتي ثبت کول، او داسي نور.
• بالاخره، ستاسو پروسه په کارواچوی. دغه پروسه استعمال کړي. اندازه یي کړي. او په معقوله توګه یي اصلاح کړي.
د یو مثال په توګه، مهرباني وکړي دا لاندي د کاري جریان نخښه  (workflow)وګوري چي دا زمونږ د مفته پروسیسو څخه د یوه کارمند ګمارني د پاره تیاره شوی ده:

تاسو به دا وظیفي په حقیقي ډول وویني. همداشان تاسو کولای شي چي د تجارت قوانین معرفي کړي او دا وټاکي چي کوم کس باید کوم کار وکړي. همدارنګه یو عامه فارمه هر چا ته ددي صلاحیت ورکوي چي بیله خپل user نوم او پاسورډ څخه درخواست وکړي.
د بشری سرچیني د کاري جریان(workflow)  جوړولو فایدي:
تاسو به د کاري جریان فایدي وویني. د هغو څخه یو څه دلته دي:
• د کارمندانو ښه خدمت کول: ددي څخه ډډه وکړي چي دیوه درخواست لپاره څو ځلي پوشتنه کوی. بناً دکاري جریان د نخښي مطابق به دوي په اتومات ډول خبر ترلاسه کوي.
• د خپلي پروسي سره موافقت ته وده ورکړي. له همدی امله، هره غوښتنه به هغه ګامونه تعقیب کړي کوم چي د کاري جریان په نخښه کی تاسو ټاکلی وي.
• د لګښت سپما وکړي. د کاغذ استفاده کمه کړي. همدارنګه، د کاغذ ټرانسپورټ او ذخیره ختم کړي.
• د بشري سرچینو د کارمندانو پیاوړی کول له دي امله چي د کاغذ په ورکیدو کی بیا پروسه د سره شروع نکړي.
• ستاسو پروسه اندازه کړي. KPI’s ترلاسه کړي چي ستاسو د وخت بی ځایه استعمال کموي او فیصله مو اصلاح کوي.
• حسابو ته مو وده ورکړي. Flokzu به د هري پروسي د اجرا معلومات ستاسو لپاره ذخیره کړي.
• د همکاري د لاري روزنه. بیله شکه د پروسي ماډل کول همکاره ټیمونه تقویه کوي
د Flokzu  سره تاسو خپلي تجارتي پروسي او دهغه کاري جریان په ساعتو کي اتومات کړي.
په باوري ډول تاسو تخنیکي تجربو ته ضرورت نلري ځکه Flokzu انلاین کارکوي او دي ته ضرورت نسته چي د یو پروګرام په ډول یي کمپیوټر ته انسټال کړي.
خپل تجارت زمونږ سره اتومات کړي.
کولای شی خپلي پوشتني په لاندیني بریښنا لیک راته واستوی:
Arahimi@flokzu.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery