مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(Digital Transformation) ډیجټل بدلون څه شی دي؟

اسدالله رحیمي

(Digital Transformation) ډیجټل بدلون څه شی دي؟
 Cloud BPM زمونږ سره پدي سفر کي څنګه مرسته کولای شي؟
ډیجټل بدلون پدي معنی دي چه د خپل مشخص تجارت د پرمختګ لپاره د هر ډول ممکن ډیجټل وسیلو څخه کار واخلي. له همدي امله ډیجټل بدلون کومه پایله، نتیجه او مقصد ندي مګر یو سفر دي. دا یو اوږد سفر دي د تجارت د تحلیلو او د غوره تکنالوژیانو استفاده کول د خپلو ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره.
پدي مطلب کی مونږ تاسو ته ټولي هغه لاري درښیو کوم چه په ډیجټل بدلون کی استعمالیږي. مونږ به وګورو چه Cloud BPM Suites ستاسو د تجارتي پروسو او د هغو د کاري نخښي (workflow) د جوړولو لپاره څومره مهم وسایل دي.
ډیجټل بدلون ستاسو په دماغ کي دي:
د هر څه دمخه مونږ باید پوه شو چه هر ډول بدلون په خاص ډول ډیجټل بدلون زمونږ په دماغ کی پیلیږي. تقریباً هر تجارت باید رقابتي وي. کله چي تجارتي توکي یا خدامات په ارزانه طریقه ورکوي نو باید په لوړ معیار وي. ددي د ترلاسه کولو یوه واځني لاره بدلیدل یا پرمختګ دي. او بدلون یا پرمختګ نن ورځ د ډیجټل کیدلو په معنی دي. بالاخره نن ورځ ډیر دودیزه تجارتونه کوښښ کوي چه لږ تر لږه خپل مشخص کارونه ډیجټل کړي.
ډیجټل بدلون ستاسو په دماغ کي شروع کیږي پداسي حال کي چه ستاسو د تجارت پروسې او کاري جریان ستاسو عضلات دي. دا عضلات ستاسو سازمان ستاسو د اهدافو په لور وړي. شاید تاسو ډیري پروسې ولرئ، او دا هر یو ستاسو د سازمان په اغیزمن کولو کې مرسته کوي (یا نه). که غواړی خپل سازمان بدل کړي تاسو مجبوره یاست چه خپلي پروسې بدلي کړي.
همیشه پروسې په یاد لري:
• په خپل منځ کښي همغږه واوسې او دندي مخ ته یوسي. همکاره واوسي دا مهمه نده چه ستاسو کارمندان چیري دي.
• د ارزښت لړي مکمله بشپړ کړي په شمول د پیریدونکو، کارمندانو او چمتو کونکو.
• د دندو د ټاکلې نیټي په اساس خبرتیاوي راپورته کړي.
• KPI چمتو کړي چه غوره پریکړي وکړي او خنډونه پیدا کړي.
 
زیات پلیټ فارمونه او تکنالوژیانی ستاسو د ډیجټل بدلون په هڅو کی ستاسو سره مرسته کوي. په هر صورت د ډیجیټل بدلونونو ډیر نوښتونه باید د BPM څخه استفاده وکړي په خاص ډول هغه BPM کوم چه په فضایې ذخیره کي کار کوي.
د ډیجیټل بدلون کاري ساحې:
کله چه د ډیجیټل بدلون سفر شروع کوي نو دا ۴ اصلي کاري لارښونې باید په پام کی ونیسي:


راځي چه وګورو د BPM وسیلي پدي ۴ اړخونو کی زمونږ سره څنګه مرسته کوي.
د Cloud بسته کول:
Cloud دقیقاً د سافټویر لوبه تغیر کړي ده. ددي بعضي مهمي ګټې چه ستاسو د ډیجیټل بدلون پر هڅو مثبتې اغیزې لري چه په لاندی ډول دي:
1. جوازونه (Licenses):
o د سافټویر قیمت پر زرهاوو مشتریانو باندي ویشل کیږي چه هر یو یو څه ورکوي.
o میاشتانه دي او د لږ خطر لرونکي دي. د رانیولو تر مخه کولای شي یو واري یې وګوري. هر وخت چه وغواړي بندولای یې شي.
o دا مهمه ده کله چه ته نه پوهیږي چه کوم خاص سافټویر زما د ضروریاتو مطابق دي. ددي ترمخه چه استفاده یې کړې ته کولای شي مختلف سافټویرونه تجربه کړي.
2. د وړاندي کولو وخت (Delivery Time):
o ژرترژره د هفتو/میاشتو پر ځای دقیقې/ساعتونه استعمالوي
o مغلق ثبت ندي، نه هم د سافټویر جوړول دي او نه هم د ساختمان منظم کول دي
o د مشوراتي دفتر کم مصرف دي
o دا په ډیجیټل بدلون کی مهم دي ځکه چه ژر تر ژره د پروسې نتیجه وویني
3. د IT اړتیاوي (IT Requirements):
o د کارمندانو د استفاده کولو لپاره فقط یو ویب بروازر ته ضرورت دي
o اسانه ساختمان هیڅ د معلوماتو مرکز یا پلټ فارم ته اړتیا نشته
o د IT د کارمندانو څخه بیغمه وي.
o دا ددي لپاره مهم دي چه مختلف محصولات بیله کوم مصرفه وګوري.
بالاخره پدی پوست کی مونږ تاسو ته ډیجیټل بدلون تشریح کړي. مونږ همچنان تاسو ته د cloud د استعمال ګټي بیان کړي. شاید تاسو ډیر څه زده کړي وي او د خپل تجارت د هوسایي او اساني لپاره د Flokzu څخه استفاده وکړي.
که تاسو غواړې زمونږ سره په تماس کی شي نو د لاندي ویب پاڼی دلاري زمونږ په اړه معلومات لاسته راوړلای شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery