مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د يوې کورنۍ د دريم نسل مشر هم په هغه ډول ووژل شو لکه نور هغه يې چه وژل شوي وي

شزف الدين ستانکزي

بې هدفه قرباني

د يوې کورنۍ د دريم نسل مشر هم په هغه ډول ووژل شو لکه نور هغه يې چه وژل شوي وي

ننګيالي چه بې ځايه رسنۍ دملا پسوند هم ورته کاروي تر امان الله خان نيکزاده وروسته دخپلې کورنۍ او قوم دريم مشر ده چه وژل کيږي.
دغه کورنۍ چه د شندندولسوالۍ زيرکو نومي سيمه کې د نورزو ټبر پورې اړه لرې د روسانو په مقابل کې دجهاد له پيله د هيواد په کچه مطرحه او سرخيله پاته شوې ده.
خو داچه دهرات مشهور قوماندان اسمعيل خان سره په ډغرو کې ښکيل شوه نو په ترتيب يې د وژلو لړۍ په مخ لاړه چه د ټولو هغو د وژنو طرحه او ډول سره ورته بريښي. ديادونې وړ دي چه د وژنو د ډول ورته والي ته يې د ژوتد سياسي کړه وړه او بهير هم ورته دي.
په د معني چه هميش د مرکزي حکومت په خاص ډول د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کسان پاته شوي دي خو ورسره ترڅنګ د نړيواله استخباراتي لوبو کې ښکيل او تر ډيره بريده دايران پټ کسان ښودلو سره د ناټو په مشري ځواک په نښه کړي دي.
چه لومړي هغه يې امان الله خان نيکزاد، په ۲۰۰۶ داوکتوبر مياشت کې يونيم کال وروسته يې ځاي ناستي نصرالله خان او دادي برايي ورځ يې وروستي مشر ننګيالي خان ووژل شو. دوي ټول ديوې مغلقې دسيسي په جوړښت سره په داسې مهال وژل کيږي چه د کورنۍ ګڼه نور غړي يې هم قرباني شول. په نوبت يې بيا تر پيښې وروسته حمله کونکو د پيښماني اظهار کړي چه يوه بيلګه تر وژلو وروسته دامان الله خان تدفين يادولي شو چه دوخت حکومت په رسمي مراسمو خښ کړ او دغه راز د کرزي هغه انځور چه ژړغوني دي د نصرالله خان د فاتحې مراسمو پورې اړه لري چه شنډنډيانو سره په غم اوښکې تويې کړې.
خداي شاهد دي چه امان الله، او نصرالله خان سره مې ډيره نږدې رابطه او مجلسونه لرلي دي ټول هغه تورونه چه په دوي مښتي وه ناسم راته جوت شوي دي او ننګيالي سره مې هم په تلفون زيات مجلسونه لرل چه کله يې هم دحکومت خلاف خبره نده راته کړې.
خو زما په اند ددغې کورنۍ خودخواهي او په ټوله کې اسمعيل خان دښمنۍ بابيزه ګڼل ددوي د تباهي اصلي لامل يادولي شو. هير مې ندي په ۲۰۰۵ م کال اسمعيل خان د هرات جامع جومات کې دګڼه پلويانو په حضور د۳۰۰ کسانو فاتحه واخيسته ويل يې دا کسان اماالله په ډله يزه ډول وژلي دي.
په دوام يې اسمعيل حکومت کې له خپل نفوذه په ګټه شنډنډيان ايران سره په اړيکه د بهرنيانو دشک لاندې راوستل او په کور ديې دشنډنډ اڅکزي د ارباب بصير په مشري ددوي په خلاف وهڅول
د يادښت وړ دي چه اماالله خان په ۲۰۰۳م کال مرکزي حکومت سره په ملاتړ لوديځ زون کې داسمعيل خودمختاره امارت د جګړې په زور ختم کړ. چه دجنګ په جريان کې سلګونه خلک مړه معيوب او دهرات ښار يوه برخه هم ولوټل شوه. ددوي ترمنځ دښمني شخصي شوه دمره چه په ۲۰۰۵م کال مې شندند ته په سفر امان الله خان سره مجلس لاره له عادت سره سم يې په ږيره لاس کش کړ ويويل اسمعيل مې په کور کيناوه نور هرات کې نفوس نلري هغه يو مخروبې ته اشاره وکړه ويويل داسړي هم اصل کې دشنډنډ او دغه پلرنې ټاټوبي دي په ژوند مې ورڅخه ميراث کړي دي نشي راتلي. امان الله خان په دسربيره څه نور هم وويل چه د ټولو خبرو پيغام اسمعيل خان سره ددښنۍ پيغام لاره مګر ناټو سره ددوستۍ او ايران خلاف خبرې مې هم ټکي په ټکي ياد دي چه غږونه يې ارشيف کې راسره شته.
امان الله يو له عادتونو داوه چه ويل يې شنډند کې بايد دده له خوښې پرته ونه شي همدادتيره ورځ يو افغان ترجمان چه امريکايانو سره يې هغه مهال دنده لرله راته نقل وکړ ويل يې امريکايان پوهيدل چه امان الله خان بد سړي نده خو بد يې په د وايسيده چه هميش به بهرنيانو ته ويل چه دده له اجازې پرته د شنډنډ سيمه کې داخل نشي. خو که داخل شوي دضرر تضمن مو نه کوم.
ترجمان زياته کړه چه همدغه خبره يې د وژنو اصلي علت وه. کومه ناکامه دوه مخې تګلاره يې چه ننګيالي هم تعقيب او سرخوړلو لامل شوه.
خو له ډيرو ښيګڼو او نيمګړتياو سره سره يې لوي مشکل داوه چه ټاکلې مسير يې نلاره مبارزه کې يې تر عقيدې شخصي عقده ډيره لرله او هرچاه سره يې ملګرتيا په شخصي ګټه ولاړه وه بل چه ددوي دتباهي لامل شوه هغه داچه په يوه مهال يې څو ضدونقيض ډلګيو سره ملګرتيا سينه ډبوله چه په حقيقت کې ديوه لوري اعتماد هم خپل نشوي کړي. معني مرکزي حکومت، طالبانو، او ناټو سره يې همهاله اړيکه پاللې. خو سل يې په يوه تمامه چه داکورنۍ د هيواد په کچه دپښتنو دمبازې او حکومت کې دګډون يا په بله معني هرات بادغيس، غور او نيمروز د اسمعيل له ولکې وژغوره.
د اسمعيل خودمختاره امريت د ايرانيانو له ښکاره نفوذ او مشاورينو برخمن وه.
ځکه نو لکه دامان الله، نصرالله خان دمرګ نه وروسته دننګيالي په وژنه هم خپه شوم. هيله ده نور مو ولسي مشران داستخباراتي جګړې په ماهيت او ضرر پوهيدلي وي او ځوان نسل دبې ګټې جګړې قربانيان نکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery