مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولې په ژمي کې زلزله ډېره واقع کيږي نظر اوړي ته؟

انجينېر اسدالله ملکزی


نړيوال علمي څېړونکو معلومه کړې، چې د هيماليا په غرنۍ سيمه کې اکثراً د ژمي په وچ موسم کې زياته زلزله واقع کيږي، نظر د اوړي موسم ته. د جيولوجيستانو په نظر دا د اوبو د کتلې د فشار يو احتمال دی. د زښت ډېر ورښت په وجه د اوچې پورې اړ تختو (قاره ايز تختو) په سر اوبه ډېر بار (وزن) جوړوي او دې سره د زلزلې خوځښت تر فشار لاندې راولي. د دغې نظريې څخه معلوميږي چې ممکن زښت ډېر ورښت د زلزلې اغيزه زياته کړي.
د 1995 او 2005 کلونو تر منځ په نېپال کې ټول درج شوي اسنادونو ښودلې ده، چې د اوړي په باراني موسم کې څلويښت سلنه (40 %) کمې زلزلې شوي، نظر د ژمي موسم ته. دغه جيولوجيستانو مختلفې قوي زلزلې په نظر کې ونيولې، کوم چې د کال په مختلفو وختونو کې منځ ته راغلي. په دې ډول څېړونکو وښودله چې په اوړي کې 63 فيصده کمې زلزلې شوېدي.
د هيماليا په ساحه کې د دغه وخت په جريان کې، چې سخت د ورښت (باراني) وخت دی، کمې زلزلې منځ ته راغلي، ځکه چې دغه ساحه د وچې (قاره ايزې) تختو (Kontinentalplatten) تر منځ پرته ده او دلته هندي تخته (Indische Platte) د اويراسيايي تختې (Euarsische Platte) لاندې پورې وهل کيږي. د زلزلې څېړونکی بولينګېر Bollinger او ددې همکاران په دې عقيده دي، چې زښت ډېر د اوبو د کتلې فشار د تختو خوځېدنه او د ځمکې ټکر منځ ته راولي. خود څېړونکو په نظر کله چې په پورتني تختې زيات وزن بار شي، کېدی شي چې دغه تخته لږ څه ښه وښؤييږي.
يوه انتخابي ښودنه دا ده چې د اوبو اغيزه د زلزلې تقويه کوونه ځنډوي: دا په دې مانا (معنی) چې د باران اوبه د ډبرو د درزونو له لارې د تختې تر پولې (سرحد) پورې تقريباً لس کيلومتره ژور ننوځي او هلته يوه غوړه طبقه جوړوي، کوم چې هلته تخته ډېره ښه ښوئيدلی شي. د څېړونکو په وينا بيا هم دغه اوبه شپږ مياشتې غواړي چې د ځمکې طبقې څخه تېر شي، کوم چې ددې اغيزه په ژمي کې ښکاري.
خو پولينګېر Bollinger دغه دوهمه نظريه غېر احتمالي ګڼي. ددې په نظر دا يو لوی تصادف کېدی شي چې دغه دننه تلونکي اوبه دقيق هغه وخت خپل ځای ته رسيږي، کوم چې اکثراً په ژمي کې زلزله منځ ته راځي. دلته کېدی شي چې د زښت زيات ورښت په وجه تغير خوړونکی وزن د کلني وختونو د پاره د زلزلی فعالېدو يو علت اوسي.
الماني څېړونکو له خوا نه په پخواني څېړونو د الپ (Alpen) غرونو په ساحه کې د سخت وروښتونو او زلزلې تر منځ اوچته فعاله اړيکه ښودل شوې ده. د زښت ډېر ورښت نه وروسته دغه څېړونکو نتيجه واخسته چې د ډبرو په درزونو کې د اوبو زښت ډېر فشار په وجه د ځمکې طبقې پورې وهل کيږي او سختې زلزلې منځ ته راولي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery