مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بیان له ازادۍ د ملاتړ نړیوال ایتلاف سره د افغانستان د یو ځای کیدو هرکلی

راحیله جواد


د بریتانیا دولت د شنبې په ورځ له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د بیان د ازادۍ د ملاتړ له نړیوال ایتلاف سره یوځای شي. د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی او ویلي دي چې افغانستان حاضر دی له دغه ایتلاف سره یوځای شي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د افغان دولت دغه کار یو مثبت ګام بولي او هرکلی یې کوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس نجیب شریفي د افغانستان د اسلامي جمهوریت ددغه ګام د ستایلو تر څنګ وویل: « افغانستان په سیمه کې د بیان له آزادۍ د حقوقي ملاتړ له اړخه بې سیاله دی، له دغه ایتلاف سره یوځای کیدل د افغانستان موقف پیاوړی کوي».
ښاغلي شریفي زیاته کړه د بیان له ازادۍ د ملاتړ په نړیوال ایتلاف کې د افغانستان شاملیدل به ددې لامل شي چې د افغانستان خبریالان له زیات نړیوال ملاتړ څخه برخمن شي چې له کبله به یې د بیان ازادۍ پر وړاندې ننګونې راکمې شي.
« موږ ډاډه یو چې د بیان له ازادۍ څخه د دولتونو ملاتړ به د بشري حقونو د یو ارزښت په توګه هغه په افغانستان کې بنسټیز کړي».
افغانستان له ۲۰۰۱کال را پديخوا د رسنیو او بیان ازادۍ یو نوي پړاو ته وردننه شوی دی چې د رسنیو بیسارې پراختیا دلته د وروستۍ یوینمې لسیزې نه د زیاتې مودې یوه لویه لاسته راوړنه د

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery