مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حکمتيار دې يوځل د پاکستان وامريکا نوي شرطونه پرتله کړي

سيد حسين پاچا


د امريکا دوه او د پاکستان يوولس دي

حکمتيار خپل د الحاق وړانديز څنګه توجيه کوي؟ هغه اسلامي نظام چې دی يې غواړي له دغو غوښتنو سره په ټکر کې دی. حکمتيار، طالبان وحقانيان دې يوځل خپلو ګرېوانو ته سر کښته کړي چې د پنجاب غوښتنو ته څه ځواب لري؟


حکمتيار (دعوت) :
امريکا طالبانو ته تازه شرطونه وړاندې کړي او غوښتنه يې ترې کړې هر څومره ژر چې کېږي له ايران سره دې اړيکې پرې کړي (۱). بل شرط دا دی چې افغانستان کې دې د دوی د سرتېرو له پاتې کېدو سره توافق وکړي (۲).

خو پاکستان بيا يوولس شرطونه اېښي :
د جنګ پټ اړخونه څه دي؟
امرالله صالح :
د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.
هغه شرطونه په دې ډول دي :
 لومړی شرط :
پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.
 دويم شرط :
د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.
 درېيم شرط :
د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،
 څلورم شرط :
پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،
 پينځم شرط :
افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.
  شپږم شرط :
د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
 اووم شرط :
د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.
 اتم شرط :
که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.
 نهم شرط :
د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 لسم شرط :
هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.
 يولسم شرط :
 د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله ”سياسي قبله“ اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله ”قبله“ بايد کابل وي.

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې ”زه افغان نه يم“، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

پاکستان د افغانستان د هويت له مينځه وړل غواړي. پاکستان غواړي چې اوسنی افغان نسل له خپل تاريخه بې خبره وي. نه موږ اټومي وسلې لرو، نه پياوړی اقتصاد لرو، خو يو پياوړی هويت وبيرغ لرو چې زموږ هويت يې ساتلی دی. پاکستان غواړي چې دا د دواړه له موږه واخلي. طالبان ولې غواړي د مولانا فضل الرحمن بيرغ پر موږ باندې تحميل کړي؟ زموږ په بيرغ کې څه کم دي چې تاسې يې پر وړاندې جنګېږئ؟ تاسې د افغانستان لپاره نه جنګېږئ، ستاسې د جګړې لامل دا يوولس ذليله شرطونه دي.

پرون پروان کې غونډه وه. له شپينو زرو زياتو خلکو په غونډه کې ګډون کړی وو. هر يو په ډېره مېړانه او ولولې سره راغلی وو چې د افغانستان د يووالي او بيرغ لپاره يې شعارونه ورکول او طالبانو پر دوی باندې بريد وکړ او پر ځان يې د دې بريد مسووليت ومانه. طالبان له کراچۍ او اسلام اباد څخه ول. پر ما چې بريد وشو خلکو ويل دې کې د چا لاس وو؟ ما ويل زما له لاس سره کار نشته. له ما سره په راولپينډۍ کې دي. له چا سره څه مشکل نه لرم.

که افغان حکومت دا شرايط ومني، همدا نن به سوله راشي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چې افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږې ته ور اچول شي.

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

ښاغلی حکمتيار،
دا ولس له تاسې اوس مشوره غواړي چې د امريکا، پاکستان او ستا وړانديز درېواړو کې کوم يو ومني؟
 له طالبانو سره د امريکا دوو ته غاړه کښېږدو؟
 که د پاکستان يوولس ورسره ومنو؟
 او که ستا د الحاق او يا د کشمير غوندې کنفيډرېشن ورسره ومنو؟

کنه په پيل کې خو له فرهاد علي خاور سره د نصيرالله د مرکې پر بنسټ خو د افغانستان بېثباتونه او کمزوري کول وو چې افغانستان ونه توانيږي چې د ډيورنډلاين مساله له پاکستان سره راپورته نه کړي، نو دا د پاکستان غوښتنې او ستا د هغه وخت وړانديز ضياءالحق ته څنګه توجيه کړو؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :
طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :
بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.
Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action
His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

ښاغلی حکمتيار،
کله چې دا ولس ستاسې، د قاضي حسين احمد او د اردوغان کړو وړو ته ګوري، نو حيران شي چې دا تاسو څه کول او څه کوئ؟
قاضي به څه ويل او اخر ترې څه پورته شول؟
تاسې څه ويل او اخر انجام مو څه شو؟
اردوغان څنګه پر دواړو جالو لاس اېښی دی چې هم له پوتين او هم له ټرمپ سره يارانه پالي، خو موږ ته بيا هر څه حرام او نورو ته بيا هر څه روا دي.

د مشر لالا ډالر چې اخلئ، نو شرايط به يې هم منئ! په دې هيله چې خپل وړانديز، د پاکستان او د مشر لالا شرطونه سره يو ځل ښه په غور مطالعه کړئ چې کوم يې موږ ته په ګټه دی؟ چورلټ خو يې ځوابولای نه شو داسې نه چې د عراق غوندې خبره راته وکړي؟ ايا پاکستان به زموږ دا دومره ستر اقتصادي بار پورته کړي او که د يو کمېشنکار په توګه مو دا ځل پر چين وروپلوري، که څنګه؟ تاسې يوځل د ښاغلي امرالله صالح دا يوولس شرطونه هم ښه په غور ولوله. له تاسې سره په مشوره دوه ومنو، يوولس او که الحاق؟

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery