مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ايران کې ناوړه پېښو ته زمونږ غبرګون

عبدالوحید وحيد
په روانه مياشت کې نړئ په ايران کې د دوو سترو غميزو شاهده وه. دواړو ناورينونو، نه يوازې ايران له ننګونو سره مخ کړ بلکه په سيمه کې يې هم د تاوتریخوالي کچه لوړه کړه.
لمړئ ستونځه هغه وخت رامنځته شوه چې د امريکا لخوا د ايران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سليماني او ملګري ووژل شول چې امریکا او ايران يې په سيمه کي د يو لوی بحران په درشل کې ودرول.
قاسم سليماني مهم عسکري اواستخباراتي شخصیت وه. نوموړی په افغانستان، عراق، سوريه، يمن، لبنان او د سيمي په نورو هېوادونو کي د ايران د تګلارو نوښتګر او پلئ کونکئ بلل کېده. يوه خت يې د امريکا د سي آي اې مشر ډيويد پيټرياس ته ليکلي وه؛
" ښاغلئ ډيويډ پيټرياس، زه قاسم سليماني په سوريه عراق لبنان، غزه او افغانستان کې د ايران د تګلارو مديريت کوم"
ايران د سليماني د وژنې په پايله کې د غچ اخيستلو غبرګون وښوده او دغه کار يې حتماً باید کړئ واى. که داسې نه واى نو ځان ورته په کور او بهر کې شرميدلئ ښکاريده. څرګنده ده چې ايران د داسي غچ هڅه کوله چې د ايران له خاورې څخه بهر وي. خپل ولس ته وښيي چې انتقام يې واخيست، خو عملاً يې د غچ اخیستنې عمل دومره بې اغېزو وى چې امريکا سخت غبرګون ته اړ نشي. بالاخر يې همدغه مانوره ډوله انتقامي عمل وکړ.
شک نشته چې د د امریکا او ایران ترمنځ نوي کړکېچونه د افغانستان لپاره ګواښونه زيږوي.
ایران د افغانستان ګاونډى هيواد ده چې کله کله د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرئ ګيلې او بي باوري رامنځته شوې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، فرهنګي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکې هم شتون لري.
امریکا له افغانستان سره سراتېژيک امنیتي تړون لري. دغه هېواد په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې او لاهم روانه ده.
مونږ په حکومت باندې غږ کوو چې په دغه تړاو په خپلو تګلارو، دريزونو او ناندريو کې د بې پريتوب اصل او انډول په پام کې ونیسي. مونږ د اسلامي ورورولي، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او یو د بل په چارو کې د لاسوهنې نه کولو اصولو ته په کتو د ملی ګټو پر بنسټ د نړئ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې ژوند کولو ته اړتیا لرو.
مونږ د ولسمشرئ ماڼئ هغه څرګندونې تأييدوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي او هېڅ هېواد ته حق نه ورکوي چې په افغانستان کې نیابتي جګړې مخته یوسي.
دا هم څرګند واقعيت ده چې د ايران سپاه پاسداران د قدس لښکر په عراق سوريه لبنان او افغانستان کې د خپلو ناروا ګټو د خونديتوب په موخه نيابتي جګړه پرمخ بيولي ده. د فاطميون لوا کې د لسګونه زره افغانانو استخدام يې ښه بيلګه ده.
په ايراني سپاه پاسداران پورې اړوند د قدس لښکر پخوانى مرستيال اسمعيل قاآني چې اوس د سليماني ځايناستئ ټاکل شوئ ده په 2018 کال په ښکاره ډول باميانو ته سفر کړئ ده. له والي او نورو اشخاصو سره ناسته کړې. والي يې ميلمه پالنه کړې ده او ډالئ يې ورکړي ده. د والي په خبره قاآني د کابل اړونده ادارو ورته په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال ورپيژندلئ وه او نوموړي هم ځان د مرستيال سفير په توګه معرفي کړئ وه. حال دا چې نوموړي کله هم په افغانستان کې ديپلوماتيکه دنده نه ده درلودلې. قاآني افغانستان ته د سفر په مهال هم د قدس لښکر د مرستيال رسمي دنده درلوده. د قدس لښکر په نوم ايراني ځواک په ګاونډيو هیوادونو کې د فاطميون او زينبيون په نوم نيابتي جګړو دنده هم پرمخ وړي. بله مهمه خبره دا ده چې د ديپلوماتيکو اصولو له مخې هيڅ بهرنى ديپلومات د بهرنيو چارو وزارت له خوا د امنیتي ډاډ ترلاسه کولو پرته له هغه ښار څخه بهر نشي تلاى چيرته چې د استوګنې جواز لري، خو ښاغلي قاآني دغه قانون مات کړئ ده.
ايران ته دوهم سرخوږى د اوکرایني مسافر وړونکې الوتکې ويشتل وه چې په الوتکه کې سپاره د لسو افغانانو په شمول 176 مسافر يې ووژل.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې انګیرنې خپرې شوې چې ښايي چې د الوتکې غورځیدل له متحده ایالاتو سره څه تړاو ولري.
ایراني چارواکو د مدافع هوايي سیسټم چلوونکی يو شخص د دې توغندي په شغولو تورن کړئ ده ، او ویلي یې دي چې دغه افسر الوتکه د امريکا لخوا راغلئ یو کروز توغندی ګڼله، چې په غلطي سره يې د هوايي دفاع توغندی د الوتکې په لور وتوغاوه. د الوتکې له غورزيدو وروسته امريکايي رسنيو د الوتکې د ويشتل کيدو خبر خپور کړ. ايران دغه خبر سکوټ دروغ وباله، خو کله چې د الوتکې د ويشتلو د ويديو د پورته کولو اوازه خپره شوه، ايران ومنله چې الوتکه يې د امريکا د کروز توغندي په شک د انساني سهوې په نتيجه کې ويشتلې ده.
په ځينو رسنيو کې داسې اوازې هم خپرې شوې چې متحده ایالاتو د بریښنایی جګړې له لارې د ایران د هوايي دفاع سيستم کې ننوتئ چې په پایله کې ايران له مسافرو څخه ډکه الوتکه وويشتله.
ځينې امریکایی ویب پاڼې هم ليکی چې کيداى شي اسرائيلي هيکرانو په ایرانی رادار باندی سایبري برید کړی وی، اوکرایني الوتکه يې ورته د دښمن توغندى ښودلئ وي چی په پایله کی د ایران د هوايي دفاع سيستم توغندی د هغی طرف ته وتوغوي.
د دواړه پيښو له څيړلو او ارزولو څخه وروسته زمونږ د ولس او چارواکو لپاره د اندېښنې او افسوس خبره داده چې زمونږ هيواد ته د نوموړي شخص راتلل د خپل مشهور رسمي حيثيت له درلوداو سره سره تصادفي او ناڅاپي نه، بلکه په منظمه توګه پلان شوئ او زمونږ د اړونده ادارو په مرسته عملي شوئ ده. د تاسف او پوښتنې ځاى داده چې زمونږ په امنیتي او د بهرنیو چارو وزارت کې هر پردى دښمن په ځانګړې توګه زمونږ شرقي او غربي ګاونډيان څومره پياوړئ شتون لري!
بله اندېښنه مو داده چې زمونږ ګاونډى هيواد ايران په مديريتي، ټيکنالوژيکي، استخباراتي او کشفي برخو کې څومره تشې لري چې د دښمن د توغندي او مسافر وړونکي الوتکې ترمنځ توپير نشي کولاى. خورا ستره اندېښنه داده چې که خداى مه کړه دغه هېواد اتومي وسلې ترلاسه کړي او د هغوى په اصطلاح د انساني سهوې په پايله کې يې په کوم بل هیواد وروشغوي، بيا به څه کيږي؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery