مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ننګرهار محبس کې سلګونه بنديانو ته د لاسي صنايعو له لارې خپلو کورنيو ته د نفقې ګټلو زمينه برابره شوې ده .

راحیله جواد
دې محبس کې له دوه نيم زره ډير بنديان ساتل کېږي چې څلوېښت تنه يې ښځينه دي او د حرفوي زده کړو سربېره ورته د نورو ديني او عصري زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.
د بنديانو له لورې په لاس جوړ توکي د هرې اوونۍ د شنبې او پنځشنبې په ورځو کې د محبس په انګړ کې خرڅلاو ته کېښودل کېږي چې بنديانو ته ورتلونکي پيوازان يې ترې د کورونو او بازار کې د پلور په موخه اخلي.
بنديان هم خوښ دي چې د خپلو بې سرپرسته شويو کورنيو لپاره ورته د نفقې پيدا کولو زمينه برابره شوې ده.
د ننګرهار محبس مدير سمونیار نصرت الله عظیمي وایي، دوی سره په محبس کې د ۴۰ مېرمنو په ګډون ۲زره او ۵۵۱ بنديان موجود دي چې ټولو ته يې د لاسي صنايعو د زده کړې، ديني زده کړو او نورو عصري زده کړو زمينې برابرې کړې دي.
دی وايي، د دغو بنديانو له ډلې هغو بنديانو ته چې محکمې پرې وروستی حکم کړی د صنعت په برخه کې ورته د کار زمينه هم برابره شوې چې د خياطۍ، نجارۍ، فلزکارۍ، لاسي صنايعو او نورو برخو کې د کار کولو پرمهال خپلو کورنيو ته پيسې ګټي.
دی وايي، بنديانو ته خام مواد د بازار د نرخ مطابق د يو قرارداد له مخې ورکول کېږي او بېرته يې توليد کړي توکي هم د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو کې داخل د محبس کې خرڅېږي او هم له محبس بهر د خرڅ لپاره لېږدول کېږي.
بنديان هم خوښ دي چې ورته په محبس کې دننه داسې زمينه برابره شوې چې هم د خپل جېب خرڅ پيدا کوي او هم خپلو کورنيو ته پيسې ګټي.
لعل محمد چې له تېر يو کال راهېسې ننګرهار محبس کې بندي دی وايي، هره پنجشنبه او چهار شنبه پیوزان راځي، بازار جوړ وي، د بندیانو جوړ شوي توکې بازار ته وړاندې کیږي، څوک یې د کورونو لپاره اخلي او څوک یې بهر د پلورلو لپاره اخلي .
هغه زياته کړه: ((دلته کلچه پزي، خیاطي، نجاري موجود دي چې بندیان پرې کار کوي، هم زده کړه کوي، دیني مدرسې او مکتبونه هم شته، زه خپله کلچه پزۍ کې کار کوم ، بندیان هڅه کوي کسبونو زده کړې کوي بهر هم ګټه کوي )).
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهيم جان چې له پنځو کالو راهېسې د خپل اووه کلن بند شپې ورځې تېروي، وايي، په کار کولو هېڅ بنديز نشته او هر څوک د خپلې خوښې کسب زده کوي.
شرین اغا د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی نوموړی له تېرو شپږو کلونو راهېسې محبس کې بندي دی، وايي، د کورنۍ سرپرست نه لري همدلته د مريو لاسي صنايعې کوي خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.
د يادولو وړ ده چې محبس کې د بنديانو د ساتلو يوه موخه دا هم ده چې وروزل شي او کورنۍ ته سالم ستانه شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery