مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر ته پرانيستى ليک ،جلالتماب ډاکټر اشرف غني

فضل الله رشتين


د افغانستان د اسلامى جمهوريت جمهور رئيس
السلام عليکم، و رحمة الله و برکاته

افغانستان د ټولو افغانانو کور دى، په هر شريف افغان  باندې داهيواد ګران دى او په دې هيواد يې زړه درد کوي،  ماته هم د يو وطن دوست  افغان په حيث دا وطن ګران دى، دا وطن مې روح او ځان دى. په هيواد کې خو نا خوالې ډيرې دي، په ټولو ناخوالو خبرې نه کوم ، زه غواړم  چې ستاسې توجه د بهرنيو چارو د وزارت موضوع ته راواړوم ،
د بهرنيو چارو وزارت يو مهم وزارت دى ، دا وزارت د بهرني سياست د جوړلولو او مخکې وړلو مسوليت لري،  زمونږ هيواد چې نورې نړۍ ته معرفي کيږي نو د بهرنيو چارو د وزارت له لارې معرفي کيږي ، نو لازم دي چې په بهرنيو چارو په وزارت کې ډير پوه او لايق دبلوماتان وجود ولري، دې وزارت ته ښايي خاصه توجه وشي، په بهر کې د هيواد په سياسي او قونسلي نمايندګيو ښايي داسې دبلوماتان موجود وي چې وکولاى شي په ښه شان او آبرومندانه ډول د افغانستان نمايندګي وکړي .
د باندنيو چارو د وزارت په راس کې ښايي يو ډير پوه، مدبر، مفکر او مبتکر وزير قرار ولري ، تر څو وکولاى شي د وزارت چارې په ډير ښه ډول مخکې يوسي او لاس ته راوړنې ولري.
جلالتماب ولسمشر صاحب
تاسو د يو عالم او مفکر شهصيت په حيث بايد د باندنيو چارو د وزارت په مورد کې خاصه توجه ولرئ، تاسو ته ښايي چې دې وزارت ته داسې يو پوخ دبلومات د وزير په حيث وټاکئ چې هغه پوه شخصيت وي، هغه يو ملي شخصيت وي، هغه يو سياسي شخصيت وي، هغه د اقتصادي فکر خاوند وي ، هغه په بين المللي مسايلو پوه شخصيت وي او داسې شخصيت وي چې وکولاى شي د دبلوماسۍ په رموزو پوه وي او خپلې چارې د بين المللي سياسي نورمونو په چوکاټ کې عيار او هغه مخکې بوځي، تاسو وکورئ د پاکستان د باندنيو جارو وزير ته چې واقعا يو پوه سياسي شخصيت دى،  تاسو د ايران د باندنيو جارو وزير وکورئ، تاسو د روسيې او امريکا د باندنيو چارو وزيران وکورئ چې د سترو قدرتونو سياستونه په دنيا کې مخ په وړاندې وړي ، هغوي ټوله ورځ ګرځي او په يو ځاى نه کيني، هغوي په وزارت کې نه کيني چې مامور او پياده مقرر کړي، ددې کار لپاره نور کسان شته ، له ډاکټر عبدالله نه نيولې تر صلاح الدين رباني پورې چې څومره وزيران راغلي دي نو هغوي زياتره په وزارت کې د خپلو خپلوانو ، دوستانو او د زورواکو د اولادونو په مقررۍ کې بوخت وو ، هغوي سياسي کار نه کولو بلکه  د خپل مقصد لپاره او د خپلو ګټو لپاره لکيا وو،  افغانستان يو هيواد دى، داسې هيواد چې تاريخ لري ، تاسو محمود طرزي ته وکورئ ، هغه هم د باندنيو چارو وزير ؤ، يو شخصيت ؤ، يو نوم يې درلود، وزن يې درلود، عالم ؤ ، فاضل ؤ، له هغه نه پس،د ظاهر شاه تر دورې د باندنيو چارو وزارت پوه او لايق وزيران درلودل ، موسى شفيق هم د باندنيو چارو وزير تير شوى دى چې ما ورسره د باندنيو چارو په وزارت کې ليدلي وو، د هغه پوهه ، د هغه شخصيت ، د هغه جذابيت ، د هغه  لباس او هر څه  يو خارجه وزير ته پاتې کيدل .
جلالتماپ ولسمشر صاحب
د باندنيو،چارو د وزارت حالت ډير خراب دى ، دا څو مياشتې کيږي چې وزير نه لري ، آيا په افغانستان کې قحط الرجال دى ؟  ايا داسې څوک نشته چې وکولاى شي ددې وزارت چارې پر مخ بوځي ، په کومه ورځ چې ادريس زمان د وزارت د سياسي چارو معين شو نو ما وويل چې دا څوګۍ ډيره ستره څوګۍ ده او ادريس زمان دومره تجربه نه لري ، کيداى شي هغه به ښه سړى وي او  پوهه به لري خو د خارجه چارو وزارت لپاره جوړ شوى نه دى ، هغه يو کال په دې وزارت کې تير کړ ، په دې يو کال کې  په وزارت کې مامورينو  په  سکون او آرام فکر وخت نه دى تير کړى ، اوس داسې خبر شوم چې د هغه پر ځاى هارون چخانسوري  سياسي معين او سرپرست ټاکل شوى دى ،
جلالتماب رئيس صاحب
تاسو د يو ستر سياسي او اقتصادي شخصيت په حيث  آيا دا کار مناسب کڼئ، زه  چخانسوري صاحب ته اخترام لرم ، خو په دې اساس وخت کې دا وزارت يو مبتکر او مفکر سياستوال ته ضرورت لري، دا ټوقې نه دي ، که تاسو مناسب شخص نه پيزنئ چې  وزارت ته يې د سرپرست په حيث معرفي کړي نو له خپلو بيکاره مشاورينو سره خو مشوره وکړئ، زه کولاى شم تاسې ته پوه دبلوماتان معرفي کړم ، حکمت کرزى په کور کينول شو ، دا ولې ؟ آيا هغه ښه دبلومات نه ؤ؟
جلالتماب ولسمشر صاحب
٦۵  کلن  رسيدلي دبلوماتانو ته تقاعد ورکړ شو ، په داسې حال کې چې په دې دبلوماتانو کې ډير پوه او پاخه دبلوماتان وو چې کولاى يې  شول په بهر کې په سياسي نمايندګيو کې د سفيرانو په حيث کار وکړي ، متاسفانه داسې کسان د سفيرانو په حيث ټاکل کيږي چې د دبلوماسۍ په الف با نه پوهيږي، دا سې سفيران  دا ډول کارونه کوي چې ورسره  د افغانستان نوم ته تاوان رسيږي .
تاسو دا کوشش وکړئ چې د خارجه چارو د وزارت او نورو وزارتونو په راس کې غير تنظيمي عناصر ځاى په ځاى کړئ چې حزبي ، سمتي، قومي تمايلات ونه لري، ځکه چې د سمتي، قوني او حزبي تمايلاتو لروونکو وزيرانو او چارواکو دا هيواد د فلاکت دې حالت ته رسولى دى
جلالتماب ولسمشر صاحب
تاسو که پنځوس فيصده د خارحي هيوادونو او په داخل کې د تنظيمونو د خوشحاله کولو لپاره فکر کوئ نو دا نور پنځوس فيصده د خلکو د خدمت او خوشحاله کولو لپاره فکر وکړئ.
که په حکومت کې غله ناست وي، په پارلمان کې غله ناست، وي ، په قضا او څارنوالۍ کې غله ناست وي نو دا د غلو حکومت شو ، نو بيا تاسو ته د يو پاک خدمتګار په حيث څه ضرورت دى چې د غلو په موجوديت کې ولسمشري وکړئ، که ولسمشري کوئ نو د ولس ولسمشري وکړئ او،که يې نه کوئ نو  مه يې کوئ .
که د ټاکڼو د پايلو په نتيجه کې بيا ولسمشر شوئ  نو داسې ولسمشري وکړئ  چې  خلک درته حيران شي او خلک درته دعا وکړي،  د خپلې شخصي گټې فکر مه کوئ، مصلحتونه په نظر کې مه نيسئ ، له چا مه ويريږئ،  چاته عذر او زاري مه کوئ، خبره خپله  کوئ ، د نورو مشورو ته غوږ نيسئ او فيصله کوئ ، مذبذب مه وسئ ، کار په ډاډه زړه کوئ، د ملت غم وخورئ آو په نره  خدمت وکړئ .
د چا په خوله د کار خلک له دندې مه بر طرفه  کوئ ، تاسې که داسې کوئ نو ملت نا راضه کيږي .
د باندنيو هيوادونو له مشرانو سره د يو مشر په حيث برخورد کوئ، د کوم مسر په وړاندې له عاجزۍ  کار مه اخلئ، تاسو عاجز نه ياست ، ستاسو شاته يو عظيم ملت ولاړ دى .
په پاى مې بيا هم وايم چې د باندينو چارو  وزارت  په چخانسوري صاحب نه جوړيداى شي او نه چليدلى شي ،  دې وزارت لپاره وړ شخصيت ولټوئ، تر څو ددې وزارت  تر لاسه تللې  ابرو پر ځاى شي او  د هيواد په خارجي سياست کې رونق او دروندوالى راشي .
په درنښت

د باندنيو چارو  وزارت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery