مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان جګړې ته ځوانان د مدرسو کار نه، بلکې د پاکستان استخباراتو کار دی

سيد حسين پاچا

مولانا فضل الرحمن :افغان جګړې ته ځوانان د مدرسو کار نه، بلکې د پاکستان استخباراتو کار دی

ديوبنديانو خو لا مخکې منلې وه او اوس يې بيا هم ومنله، خو شعوريان و احياءالعلوم والا لا تراوسه چوپ دي

 

امريکا وپاکستان دواړه بايد اوس پښتنو ته ځواب ووايی! ولې د دوی نامشروع جګړې پر پښتنو وروتپل شوې او د جګرې بلهاريان شول؟ افغانان حق لری چې خپل تاوان اوس له دواړو وغواړي او جګړه بايد ودروي. زموږ د جهاديانو، طالبانو او نورو ټولو هويت اوس لا ترا څرګند او تثبيت شو چې دنده مو څه وه؟

 

څو ګډې هيلې :

پاکستان په دې تمه دی چې د امريکا په ملاتړ دا ځل ”له خړ لېسته ووځي او تور لېست ته وانه چول شي“، امريکا بيا ”د نظامي هډې / هډو د پرېښودو په هيله ده“ او افغان حکومت له څو ورځو راهيسې بيا بيا پر ”اوربند“ ټينګار کوي او وايي، ”د تاوتريخوالي کمولو طرحه ګونګه او د طالبانو له خوا نړيوالې ټولنې ته دوکه ور کول دي“، خو طالبان وايی چې ”افغان حکومت د اوربند مسله پلمه کوي، په دې ډول د سولې بهير زيانمنوي چې تر پنځو راتلونکو کلونو بيا واک کې پاتې شي “ طالبان لا د خپل ”اسلامي امارت“ خوبونه ويني؛ کرزی وعبدالله بيا د مؤقت حکومت له ليارې واک ته د رسېدو په تمه دي. کرزی يعنې هندو زوړ شو، خو مسلمان نه شو يا په بله مانا زوړ شو، خو له شيطانت وتخريب ونه درېد.

 

نوټ : ملتاني دوړن دوه ناوې چې يوه په کوټه او بله يې په وزيرستان کې چې کله ناکله له ”کراچۍ“ او له ”اسلام اباده“ راښکاره کيږي له ځان سره کېنولي دي او د کوټې مرستيال يې اته نيم کاله د ړوند، وږي او تږي مړز په شان په تپه تياره کې پخپله کڅوړه ((غوجله)) کې ساتلی وو او د خليلزاد په يو سترګک يې راخوشې کړ. خليلزاد ترې ولې د دغو دوو ناوو پوښتنه نه کوي او هم افغانانو ته روښانه کړي چې د کومو شرايطو پر بنسټ يې دغه بګېلی مړز راخلاص او اوس ورته په منځني ختيځ کې دومره ناز ورکوي چې د دوړن ملتاني له اذان سره سم فارمي چرګوړی هم له قطره اذان کوي؟ د قطر واسلام اباد د اذانونو ترمينځ قرينه څه ده؟ خليلزاد وملتانی دوړن دواړه ملايان نه دي او دا فارمي چرګوړی هم معلومه نه ده چې ملا دی او يا نه، خو د خليلزاد په شتون کې دوه اذانه له مختلفو لوريو نه يو له بل پسې وړاندې وروسته راپورته کيږي چې دا ولې؟

د پېښور د شمشتو چرګوړی خو اوس کله ناکله دلته په کابل کې د ټغن چرګوړي په شان په کابل کې هسې پېځايه ټغيږي او بېځايه ناوخته اذان کوي. په دې هيله چې غني اوس پاتې دوه کړغېړن فارمي چرګوړي له ملتاني دوړنه راګوتو ته کړي او په کابل کې يې د ملتاني دوړن له مسمويته واکسين و تداوي کړي.

 

بي بي سي :

ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر ويلي، ((محمد اشرف غني د طالبانو د سياسي دفتر پر مسوولينو له حقيقته لرې تورونه پورې کړي.)) د طالبانو وياند وايي د دوى نظامي مبارزه به تر هغو جاري وي چې د ده په وينا ”اشغال پای ته ورسېږي او اسلامي حاکميت ټينګ کړل شي“.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ((که طالبان د جگړې ختمېدو ته چمتو وي، نو افغان ټولنه يې منلو ته چمتو ده، خو که يې موخه د سولې په نامه د نظام ړنگول وي، نو بيا به يې حکومت او خلک پر وړاندې ودرېږي.))

 

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

 

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

·       ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).

·       دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).

·       دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)

·       ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).

·       د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

 

***      ***      ***

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

 

***      ***      ***

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

نوټ : ما چې کله دا انګليسي ليکنه هغه وخت کمپوز کوله، د پېښور د پوهنتون د اسلاميه کالېج استاذ او اوسنی د باچا خان د پوهنتون مرستيال رئيس ښاغلي ډاکټر فضل الرحيم مروت سره د ((The WUFA)) انګرېزي ګڼه يوځای چې مو چاپ (نشرولو) ته تياروله او ډاکټر عادل ظريف به هم کتله په دغه پورتني ټکي کې له ډاکټر صاحب مروت سره د مولاګانو او هم د هغه بل پورته ټکي دريو تنو ”مرح“ پر سر لږه ننګه وکړه، خو ډاکټر صاحب راته وويل : ياره باچا صاحب، ته لږ زورور شان ته سړی يې. ته خو د دوی په سر کلک نښتی يې، خو دا خلک ”ISI“ والا اوس ګيله مند دي او داسې وايی چې دا خلک ”مر“ خو موږ وروزل، وساتل او ....

خو اوس چې کابل ته لاړل هلته بدل شول او اوس له بل چا سره دي. دا ځکه چې د کابل هوا له دې ځايه لږه بدله شانتې ده. دلته هوا نرمه او هلته زږه ده. دلته ملګری او هلته بيا ....

 

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

 

***      ***      ***

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action
His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

 

***      ***      ***

امريکا غږ :

محمد اکرام ډيوه راډيو خبريال :

پاکستان يقينًا دا خبره کوي، ولې پاکستان بيا وايی چې دوی پرې اثر نه لري، خو دوی بيا هم خپل کوښښ به کوي چې هغوی خبرو ته راولي. له دېنه پته لګيږي چې د پاکستان رول هم شته او امريکا هم دا مني او له همدې امله قريشي هم دا ويلي چې دوی به خبرو ته راولي.

سيد سليمان اشنا :

ستاسو د خبرې مطابق داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت خپل پوره - پوره رول لري چې دا بيانونه ورکوي په تېره بيا چې دلته واشنګټن ته راغی موږ دلته ويډيو کې وښوول چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره يې ليدنې وکړې. دی په کومه اجنډا راغلی او له راتلو لږ مخکې يې دغه اعلان وکړ چې طالبان خبرو ته اماده دي او له امريکا سره به موافقه (هوکړه) کوي.

محمد اکرام :

په ښکاره باندې داسې معلومېده چې د پاکستان لومړي وزير (وزيراعظم) عمرانخان ويلي چې د ايران وسعودي عربستان او د امريکا ترمينځ د تاوريخوالي کمولو کې خپل رول لوبول غواړي. له دې امله لومړی ايران ته تللی وو، سعودي عربستان ته تللی وو او اوس دلته راغلی دی، خو داسې ښکاري چې په اجنډا کې ډېر څه ول. نه يوازې د ايران وسعودي عربستان خبره ده، بلکې تر ټولو مهمه او لويه خبره د امريکا لپاره د افغانستان ده چې هلته جنګ ختمول دي، د امريکا د ولسمشر لپاره ۱۳۰۰۰ ځواکونه دي چې په دې تړاو د قطر په دوحه ښار کې خبرې هم روانې دي او له اجنډا سره سره پاکستان خپل هم ډېر څه راوړي وو. د بېلګې په توګه هغوی دا ويلي وو چې دوی له امريکې نه دا تمه لري چې د FATF نه د پاکستان د نوم لېرې کولو کې خپل رول ولوبوي. ځکه چې Financial Action Task Force (FATF) هغه د ترهګرو ډلو د تورو پيسو په تبادله کې ....

د پاکستان نوم په خړ لېست کې دی او دا هغه لېست دی چې د ترهګرو ډلو مرسته کولو او د ناقانونه پيسو د انتقال د مخنيوي لپاره د څار يوه اداره ده.

سيد سليمان اشنا :

بيرته لږ د افغانستان برخې ته راځم، بالکل تاسې اجنډا روښانه کړه. که چېرې پاکستان دومره پر طالبانو نفوذ ولري او ځينې خلک په تېره بيا د پاکستان سياستوال دا نيوکه کوي چې پاکستان بايد نور د افغانستان په جګړه کې لاسوهنه ونه کړي. له دې ځايه دا خلک تربيه نه کړي (ونه روزي) او ويې نه ليږي او اسانتيا ورته برابره نه کړي هلته دا عام ولس څه وايی؟ هلته به آخوا له وېرې تاسې ډېر راپورونه جوړوئ او دا عام ولس د خپل حکومت په اړه څه وايی؟

محمد اکرام :

يقينًا په پاکستان خلک دوه ډوله نظر لري : ډېر لږ لېبرال (ازاد فکره) يا ملتپاله ګوندونه دي هغوی کله ناکله په دې هکله پخپلو خبرو کې حل کول هم غواړي، خو ډېر خلک بيا د پاکستان په ملي رياست ((ايستبليشمينټ)) باندې نيوکه کوي او وايی چې ډېر واک واختيار هغوی پخپل لاس کې ساتلی وي چې د افغانستان اجنډا (پاليسي) څنګه جوړه شي؟ او د پاکستان مفادات او ګټې څنګه دي چې هغوی ته تاوان ونه رسيږي. له دې امله اوس هم يقينًا د پاکستان ځينې مقتدر حلقې چې په پاکستان کې خلک ورته مقتدر حلقې وايی. هغه غټ طاقتور چې هغه پوځ دی هغوی رول هم لري او تصميم هغوی نيسي يعنې تصميم نيونکي هغوی دي چې په افغانستان کې څنګه خپلې ګټې محفوظې ساتي. يا په بله مانا پاکستان تل د افغانستان په هکله خپله بهرنۍ تګلاره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ جوړوي

 

خرډګ مجاهل به کله پوه شي چې مولانا فضل الرحمان، مولانا محمد خان شيراني، ملتپال سياستوال وځينې خبري رسنۍ يې دا منلې او مني يې چې د مجاهل غوندې خرډګان د چا په اختيار ومنګولو کې دي؟ هغوی پوهيږي چې د افغانستان په تړاو بهرنۍ پاليسي له چا سره ده؟ څنګه يې جوړوي او څنګه يې مخته وړي؟ دا خرډګ به يې هلته په کومه نيمه نظامي يا پوره نظامي قشله کې کېنولی وي او د دوی خرډګانو سرنوشت ټاکي. دا خرډګان بيا د ((اشغال)) او د ((اسلامي حاکميت)) خبره کوي. پوښتنه دا ده چې د ده غوندې يو مجهول الهويته خرډګ چې د ځای ځايګي روښانه پته لا نه لګيږي په اسلام پوهيږي او يا نه؟ اسلامي ارزښتونه چا ته دا اجازه نه ورکوي چې څوک نادولتي ځواکونه ((محروران / فراريان)) د خپلو ناولو سياسي - اقتصادي او ستراتيژيکو موخو لپاره وکاروي. مجاهل لا تر اوسه رياست سم نه دی پېژندلی چې څنګه يې په نړيوالو او سيمه ييزو بازراونو د بولۍ په توګه د خپلو ګټو لپاره کاروي؟ وګورو چې ملتانی دوړن يې دا ځل له خړ لېسته په لېرې کولو کې د بولۍ په توګه په څومره قيمت پلوري؟ دی خرډګ لا تراوسه د ځان او د هېواد او هم د خپلو ملي - اسلامي ارزښتونو، اشغال او د اسلامي حاکميت په تعريف او پېژندنه کې پاتې راغلی، نو له داسې احمقانو او لوده ګانو به هېوادوال، کرزی وعبدالله څه د خير تمه کوي؟

 

داسې ويل کيږي چې مولانا سميع الحق په وروستيو کې طالبانو ته ويلي وو او مشوره يې ورکړې وه :

له دې جګړې تاسې دا ښه ده چې له خپل حکومت سره روغ وکړئ، داسې برېښي چې مولانا پر خپلې همدې خبرې ښکار شوی دی. وخت به دا هر څه روښانه کړي. د مولانا فضل الرحمان اذان هم سر راپورته کړ او اوس پرې سبا شو چې د مولانا محمد خان شيراني خبره د پردی جنګ موږ ملايانو ته په څټ کې رااچول شوی او پر ملايانو يې مخته وړي چې نن هوبهو هماغه خبره د مولانا فضل الرحمان له خولې هم راووته چې دافغان ځوانانو لېږل جنګ ته د مدرسو کار نه، بلکې د بل چا کار وو او ژر به نورو ته هم د لمر په شان روښانه شي.

 

په پای کې افغانان له پخواني ولسمشره په درناوۍ هيله کوي چې د الله تعالی نېکبخته بوډا شوې، خو له شيطانت وتخريبه خلاص نه شوې. تاسې خو لږ وګورئ چې ښاغلی کلينټن، بوش، اوباما، داويډ کيمرون، ګولډن براون، نيکولاس سرکوزی، فرانسوز هولاند، منموهن سنګ او داسې نور نړيوال مشران درانه پر خپلو ځايونو ناست دي، خو تاسې د غوباړي په شان يوځای او بل ځای ځغلئ. کله پر يوه ځاله او کله بر بله ځاله کښېنئ. آخر لږ خپل حيثيت او ځان هم وپېژنه!

 

په درنښت

 

 

مولانا فضل الرحمان: آی ايس آی د غرب په فرمايش افغان جګړې ته د مدرسو پښتانه استولي
http://www.taand.com/archives/142781

فضل الرحمن: افغان جګړې ته ځوانان د مدرسو کار نه بلکې د پاکستان استخباراتو کار دی

https://rohi.af/news/82866

فضل الرحمان: افغان جګړې ته د جهاد په نوم ځوانان پاکستان لېږلي
https://khabarial.com/archives/45949

Next Gen Taliban

https://www.nytimes.com/2008/01/06/magazine/06PAKISTAN-t.html?auth=login-email&login=email

کرزى: حکومت دې اوربند د سولې خبرو نه پيلولو پلمه نه جوړوي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51165958
https://www.bbc.com/pashto/topics/cr50y57xj52t/page/2
غني : طالب جنگيالي له جگړې ستړي دي، مشران يې عيش کوي
https://www.pashtovoa.com/a/afghan-president-ashraf-ghani-in-davos-/5255630.html
طالبان: غني د طالبانو پر سياسي دفتر بې‌حقيقته تورونه لګولي
https://www.bbc.com/pashto/51217591
امريکايي او طالب استازو پر راتلونکو اقداماتو خبرې کړي
https://www.pashtovoa.com/a/baradar-and-the-us-special-envoy-for-afghanistan-reconciliation-/5253758.html

د افغانستان سولې خبرې؛ طالب او امريکايی پلاوی بيا قطر کې سره جرګه کېږي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51187526

د امريکا او طالبانو په هوکړه کې بيا خنډ پيدا شوی دی
http://www.taand.com/archives/142841

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery