مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-01-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نعیمي : رسنۍ د هېواد د پرمختګ او حقایقو خپرولو په وړاندې مسولیت لري

راحیله جواد

 

دغه خبره د کندوز والي محترم عبدالجبار نعیمي د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د خبریالانو له حقونو ملاتړ کوونکو سره په یوې غونډه کې وکړه.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه، چې رسنۍ د حقایقو، د خلکو د ذهنونو په مثبتولو او د ابادۍ، پرمختګ او پراختیا پر مټ د لاسته راوړنو خبرونو په خپراوي سره کولی شي په ټولنه کې مثبت بدلون راولي.
کندوز والي وویل،”موږ د تېرو شاوخوا درېيو میاشتو پرمهال د کندوز له مرکز او ولسوالیو څخه راغلو بېلابېلو قشرونو او خلکو سره په ۱۱ مشورتي ناستو کې په مختلفو برخو کې د هغوی نظریات، وړاندیزونه، طرحې او غوښتنې ترلاسه کړې، چې د ټولو له څېړنې وروسته له امکاناتو سره سم عملي ګامونو پورته کوو“.
د ښاغلي نعیمي په وینا، د ښاري ګارنېزیون رامنځته کېدل، د جنايي جرمونو کابو کول، د نشه يي توکو له استفادې، قاچاق، پېر او پلور او انسان تښتونو څخه مخنیوی، د قانون منګولو ته د نامسووله وسله والو سپارل او د خلکو د ځان اومال د خوندیتوب لپاره جدي تدابیر نیول هغه څه وو، چې د ښاغلي نعیمي په خبره سیمه ییزې ملکي او نظامی رهبرۍ یې په یادو مشورتي ناستو کې د عملي کېدو ژمنه کړې وه.
کندوز والي دغه راز له رسنیو سره په خبرو کې وویل، کندوز ته چې د مرکزي حکومت له خوا د مالیاتو په تړاو کوم هدف ټاکل شوی و، د هغې په پرتله يې ۹ فیصده ډېر مالیات راټول او ملي خزانې ته سپارلي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery