مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلوګر ولايت اوسيدونکي په خپل ولايت د بيارغونې او پرمختيايي چارو غوښتنه کوي.

ساحل منګل

 هغه غونډه چې د لوګر ولايت په مرکز پل عالم جوړه شوې چې قومي مشرانو او ځوانانو پکې برخه اخيستې وه.
دوی له دولت څخه وغوښتل چې راتلونکی کال چې سولې ته هم هيله مندي زياته شوې دوی دې د معارف، زراعت،سړکونو، روغتيا او نورو برخو کې کارونه وشي.
قومي مشرانوحاجي عبدالرحمن توکلي وويل :  حکومت دولايت په کچه د بيا رغوني ته پاملرنه وکړي.
 هغه وايي ((ولس دې ته چمتو دی چې ددغو پروژو دعملي کيدو لپاره له دولت سره مرسته وکړي او هم يې د اوږد مهالي ساتنې کې برخه واخلي.
د مرکز اوسيدونکي سيد فريد وويل: لوګر ته بيارغوني په برخه کي ځانګړي پاملرنه نده شوي او ولس لويي او بنيادي پروژي غواړي.
هغه وايي (که چېرې د بيارغونې کارونه ترسره کيږي نو په هر افغان لازمه ده چي له خپلو پروژو ساتنه اوپالنه وکړي سولې ته کار وکړي او له دې لارې د هيواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
ځايي چارواکي وايي، چې دوی د ولس ټولې غوښتنې په پام کې لرې او په راتلونکي کال کې به يو شمير پروژې پلې شي.
د ياد ولايت والي محمد انورخان اسحق زی وايي اوس مهال په دې ولايت د بريښنا، حلقوي سړ ک او د نورو لويو وړو پروژو چارې روانې  دي چې د ترسره کيدو په مهال به يې  زياتو کسانو ته د کاري فرصتونو زمينه برابره شي.
والي وايي ( په تير مالي کال کي يي په بيلابيلو برخو کي 1,5 ملياردو افغانيو په لګښت يي پروژي پلي کړي او راتلونکي پسرلي سره به په ګڼو پروژو کار پيل شي چي ډيرو کسانو ته به پکي د کار   زمينه برا بره   شي.
 د لوګر ولايت اولسونه په داسې حال کې  د بيارغونې د پروژو غوښتنه کوي، چې د سولې ورستيو خبرو خلک هيله مند کړي او وايي، چې له دې وروسته جګړې ته کوم بهانه نده پاتې او يوازې بايد د بيا رغونې کارونه ترسره شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery