مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ځانمرګو پدیده او د هغه اوږدمهاله طبعي عواقب – دریمه برخه

عبدالستار ایوبي

 

د ارګ بیزووان څه په وایي؟؟؟؟؟
ګستاخي معاف خو د ملي یووالي حکومت په بڼه چي د نړۍ دوهم مفکر (د نړۍ لمړی مفکر د ملیونونو سوریایانو قاتل ویلادي میر پوټین دی) د کومي ورځي څخه په افغانستان کي واک ته رسیدلی دی. د افغانستان ملي سیاست د بیزوواني رنګ غوره کړی دی. موږ چي ماشومان وو او په پاکستان کي مو د مهاجرت شپې و ورځي تیرولې. د کټي په ښاري کي د چالو باوړۍ، اڅکزي مارکیټ او پښتون آباد په کوڅو کي خیرن کالي، څیري ګریوان، په خاورو لړلي ګرزیدلو نو زموږ لپاره به تر ټولو په زړه پوري وخت هغه وو چي مارګیر یا بیزو وان به په ټکنده غرمه کي په سیمه کي راښکاره سو، ټوله به باندي راغونډ سوو. د سند یا پنجاب څخه راغلي دا مارګیران او بیزووانان زموږ لپاره د امریکا یا برطانیې سفیرانو په څیر وه چي د مرستو د پونډونو یا ډالرو پر ځای به یوه غوټه او خپل حیوانان ورسره وه. بیزووان سره به یوه لکړه او یوه یا زیاتي په ځنځیر تړلي بیزوګۍ ورسره وې. بیزووان به یو یا دوه داوطلبه ماشومان وغوښتل. بیا به یې بیزو ته ږغ وکړ چي ډاکټر سه مریضان وګوره. بیزو به د بیزووان لخوا ورکړل سوې ګوشکۍ راواخیستل. ښه سنګین او جدي مخ به یې نیولی وو (لکه دا د کابل وزیران و معینان) او په ډیره سنجیدګي به یې ګوشکۍ غوږو ته کړل او سټیتوسکوپ خوله به یې د مریض پر ملا یا ځیګر ورونیوله. تا به ویل چي د بولان میډیکل کالج د اخیري کال محصل دی. بیا به بیزوان ورته ویل چي زوم سه ناوې واده کړه. بیزو به سره خولۍ پر سر کړ لکه هراتی زوم په نازو و اډمار به یې ګامونه اخیستل، تا به ویل چي رښتیا هم واده یې دی او ناوې پر څنګ ورسره روانه ده. کله چي موږ د یو درزن دکتراوو او دوه درزنه ماسټریو یوازي تکمیلونکي مفکر ولس مشر ته ګورو نو، څخه چي ولي هغه د کټي بیزووان مو سترګو ته جګ ودریږي. تفاوت ځکه ډیر دی چي بیزووان چي کومي برنامې پر خپله بیزو عملي کولې د هغه خپلي وې. خپل ابتکارات یې وه. کله چي به یې د بیزو چیچی د ځنګله څخه راونیوی ښه روزنه به یې ورکوله او هره ننداره به یې په ډير زیار ترتیبوله. زموږ د ارګ بیزوان یو څو انسانانو ته ورته غټي بیزوګیاني پر ځان راټولي کړي دي او برنامه هم بل څوک ورکوي. دا چي برنامه هم د بل وي او بیزو هم په خپل لاس نه وي روزل سوې نو دا بیزوواني به څه خوند ولري. تمثیل خلګ هغومره خوښوي څومره چي د حقیقت سره ورته والی یې زیات وي. عام نندارچي باید پوه سي چي تمثیل کونکی دا ګړی د څه شي تمثیل کوي. دی غټه بیزو راونیسي. کله چي سمه ونه لوبیږي. هغه ایله کړي یا کله کله ځني وتښتي، د ددوو روپو بیزو د لسو روپو ځنځیر ځني یوسي. بیا نوي غټي بیزوګیاني پیدا کړي. داسي سسته بیزوواني مو نه اوریدلې وه او نه لیدللې وه. اوس بهرنیانو په ملیونونو روپۍ ورکړې او د ملي بودیجې د مصرف واک یې هم ورکړ چي خلګ راوباسه چي رایي ورکړي. که دوئ په ولایاتو کي په رښتیا د دې پیسو یوه وړوکې برخه هم د ځانه لري کړې وای اوس به لس ملیونه خلګو د ګوتو چاپونه ورسره وای. دا دوه ملیونه چي بیا وروسته یو ملیون ته راټیټ سول، په دې خرچه نه ارزیدل. بیا بهرنیان ورته ووایي چي ټوپکسالاران او زورواکي خالي صلاح کړه. دده زورواکي لکه د چونګښو من پوره کیدل نه لري. لس وراچوي ۱۲ بیرته ځني غورزي. بهرنیان ورته وایي چي د ولس پر ضد دولتي تاوتریخوالی کم کړه. کله چي  دی پر خپلو بیزوګیانو امر وکړي. هغوئ ورته وایي چي موږ به یو وار د تاوتریخوالي لاملونه معلوم کړو، بیا به نو د تاوتریخوالي کمولو ته لاري چاري پیدا کړو. د کابل نوروزیان چي پر ده راټول دي که څه هم ځینځیر یې د ده په لاس کي دی خو هغه رقصیږي د ایران د پاسدارانو او اصفهان د یهودانو پر اشارو باندي. زموږ د بیزووان د نندارچیانو شمیر اوس تر پخوا ډیر کم سوی دی. ډیر ژر به د خپلو بیزوګیانو د نسونو په ډکولو پوري حیران وي. بیا به نو په خپل لاس ځینځیر ځني خلاصوي چي بیزوګیاني خپله روزي خپله پیدا کړي. بیا به نو داغه بیزوګیاني د خلګو کورونو ته وراوړي او د خلګو خواړه به غلا کوي. د بهرنیانو څخه یې پیسې واخیستلې چي مدني فعالان جوړوم. هغه چي بازار ته راووتل مشتریانو د مدني چغالانو نوم پر کښیښودئ. اوس دا خبره صحیح ده چي په لیکلو کي د مدني فعال او مدني چغال ډیر فرق نسته خو په حقیقت او معنویت کي د ځمکي او اسمان فرق لري. او بله خبره دا ده چي په ازاد بازار کي مشتري پاچا دی. که یې ستا مدني فعال ته د مدني چغال لقب ورکړ، بیا به یې نو ورسره منې چي رښتیا هم چي مدني فعال نه مدني چغال مي درته راوړی دی، اوس هر شی چي ته یې بولې په څو یې رانیسې. چغال خو نو ورورکه جانه مفت هم ګران دی.... اوس دا څو میاشتي کیږي زموږ محترم بیزوان بابا یوه نوې بیزوواني په کار اچولې ده، خدای خبر چي څنګه ننداره به یې وي. دې اکټ ته د ملي انسجام د پروګرام نوم ورکړل سوی دی. د نامي زوی د ورقي په لمړۍ صفحه کي لیکلي چي له نژادي، قومي، سمتي او ژبنیو هویتونو سره مبارزه د افغانستان د دولت د ملي لمړیتوبونو لرونکو پروګرامونو په سر کي ځای لري. دده په بیزوګیانو کي هغه تر ټولو هوښیاره بیزو (امر الله صالح) هم نه ورته وویل چي ولس در خبر سي والله انډاري و بنډاري دي ګرده راوباسي او یوازي هغه زره به دي وروستی یادګار وي چي د لوړي د مراسمو په ورځ دي تر قمیصه لاندي اغوستې وه او خلګو ته دي د هغه د پاسه قمیص ورښکاره کوی چي دا زره نه ده قمیص دی. او اصلي کفر و کافرئ خو یې د نوموړي تګلاري په ۵ او ۶ مخ کي کړي دی، ریاست امنیت ملي ته یې امر کړی دی چي ټول هغه بنسټونه او سازمانونه وتړي چي د پښتنو د حقوقو لپاره چي ږغ پروته کوي او مسئولین یې قضایي ارګانو ته معرفي کړي. په ۶ صفحه کي لیکي چي د هیواد واکمني محاکمې او څارنوالئ دي د هغه پښتنو سره د مجرم په توګه چلند وکړي او مجازات یې کړي چي د خپلو حقوقو لپاره ږغ پورته کوي. که څه هم په سند کي د پښتنو نوم نه دی اخیستل سوی خو د نړیوال یهودي استعمار پلان په اساس په افغانستان باندي د پښتنو د ملکیت ختمولو د پښتنو د قتل عام تر څنګ، د دوئ د کلتور او قبیلوي هویتونو د ورکولو سربیره افغانستان ته په ملیونونو داسي لویالیسټو کالونیسټانو په زوره راوستلو او ابادولو پلان دی چي هیڅ ډول اخلاقي، دیني او پښتني ارزښتونو ته ژمن نه وي، د فارمي چرګانو په شان خواهشات یې تنها د مادي اړتیاوو پوري محدود وي. پښتانه به د امریکا د سور پوستانو، د افریقا د تور پوستانو، یا د اسټرالیا د تورو پوستو په توګه ریزرویشنانو ته ټیل وهل سي او د نو وارده کالونیالیسټانو لخوا داسي استعمالیږي لکه څاروي او حیوانات. دا یوه د پیشبیني وړ خبره ده چي پښتانه د هیش پّ څیر ناوخته پوه سي نو ټوپک ته به لاس اچوي. د ارګ بیزووان به لا ژوندی وي لا مړ یا کیدای سي هغه مهال امر الله صالح ته دا بیزوواني په میراث ور رسیدلې وي، خو د ملي انسجام سټراټیجي د پښټنو د قتل عام یو داسي بلیو پرینټ دی چي شاید دا ځل زموږ شهیدان تر لس ملیونه هم واوړي. شاید زموږ هغه لسګونه ملیونه هیواد وال چي مهاجرت ته مجبور سي بیا هیڅ کله خپلو مینو ته راستانه نه سي. وایي چي کله سیل راسي بیا بندونه نه سي ورته تړل کیدای. سیل ته به هغه مهال بندونه اچوو چي سور لمر وي او اوریځ هم پر اسمان نه وي پیدا سوې. د قراینو څخه داسي ښکاري چي د پښتنو ډیره مشرانو دا دسیسسې حس کړي دي چي د هیواد په داخل او د هیواد څخه خارج یې ډیپلوماټیک فعالیتونه پیل کړي دي. خدای دي وکړي چي پښتون ولس متحد سي، اقلیتونه هم د یوه پراخ اصلاحي سیاسي پروګرام د پلي کولو لپاره د ځان سره مل کړي او د ګروه خاکستري پر ضد قاطع دریځ خپل کړي..... خدای دي وکړي... ټوله نړۍ پوهیږي چي په افغانستان کي پښتانه د سیاسي واک څخه محروم ګرزول سوي دي او پر دوئ باندي پاړسي د بیضرورته رسمي ژبي په صفت تپل سوې ده او غالب اکثریت افغانان غواړي چي پښتو د ګران هیواد یوازینۍ ملي ژبه وي او په څنګ کي که انګلیسي د خپل علمي او نړیوالتوب په اساس رسمي ژبه وبلل سي ډیر به ښه سي.  وایي پکه دا دي لا بله سپکه. بیزو وان د حکومتوالي د پیاوړتیا لپاره د ریاست امنیت ملي د پیاوړتیا ته ملا تړلې ده او د ریاست امنیت ملي د پیاوړتیا لپاره یې د هند استخباراتو ته لاس ور اچولی دی (د هند استخبارات په ټوله نړۍ کي بېکفایت ترین استخبارات ګڼل کیږي). ډاکټر نجیب احمدزي دا جوال یو وار وړۍ دی، خو ډاکټر اشرف غني احمد زی بیا ځان تر ډاکټر نجیب احمدزي هوښیار هم بولي او د یوې مخصوصي خسرګنۍ درلودل خپل لوی فوقیت ګڼي. دا صحیح ده چي تر اوسه پوری دده پر ټولو حماقتونو باندي د ده خسرګنۍ د نړیوالو اغیزو ایرې اچولي دي چي بوی یې ورورک کړي او ښه یې ور وچ کړي خو دا بیله خبره ده چي دی به خپلي خسرګنۍ ته د تاوان پرته بل څه ورنه کړي. که دده خسرګنۍ عقل لرلای، دی به یې د وخته لا د ډاکټر نجیب په شان چاکلیټ کړی وای چي په افغانستان کي ستا واک موږ ته پر پاته نړۍ باندي د ولکې د ضعف په بیه تمامیږي.... ښه دی چي مخ دي ورک سي.
د خاد نغمې او منګلان.....
د ماشومتوب راهیسي د نغمې او منګل د نومونو سره اشنا یو. پخوا مو په داغه نامه پیژندل چي میړه او میرمن دي. دواړه ډمان دي په ګډه غزلي وایي. کله چي د حجرت وروسته بیرته افغانستان ته راستانه سولو نو خبر سوو چي دواړو په خاد کي وظیفه لرل او د جنرالۍ تر رتبې پوري رسیدلي دي. زموږ یو خلقی خپل وو چي په ملي اردو کي رسمي مسلکي صاحب منصب وو. لایق سړی هم وو، ښه سابقه یې لرل بیا هم په ډګروالۍ کي متقاعد سوی وو. ما به همیشه پیغور ورکاوه چي ته پر ډګروالۍ باندي تقاعد سوې او نغمه و منګل جنرالان سول. حال دا چي کله نغمه و منګل د افغانستان څخه تښتیدل دی لا په وظیفه کي وو. بیا نو یوه ورځ ده د خاد د جنرالانو راز راته برملا کړ چي ملګرې، په خاد کي جنرالي ۱۷ کلن ماشوم ته هم رسیدلای سي خو ټول جنرالان یې نغمې او منګلان دي. هلته د جنرالي لپاره معیار داغسي جوړ دی چي یوازي منګل نغمه غوندي جوړه نه وي تر عادي کارمند یې دنده نه سي لوړیدلای. زموږ پخوانی خاد او اوسنی ریاست امنیت ملي داسي دی لکه د واټیکان رومن کاتهولیک چرچ. د پاپ درجې ته هغه نارینه رسیدلای سي چي د پخوانیو پاپانو سره یې د لواط اړیکي په ښه رازداري سره وپاللې (ګستاخي معاف). دا د لوګر په ځینو ښونځیو کي چي یوه ژورنالیسټ د استادانو لخوا د ماشومانو د پراخي او متواتري جنسي زوروني راپور نشر کړ، شاید نه وو خبر چي د کومي بلا شا ته خاشه وروړي. که خبر وای نو هیڅ کله به یې هم دا جرائت نه وای کړی. خلګو موضوع پر ټوکو ټکالو تمامه کړل چي د کومو ښونځیو نومونه چي رسوا سوي وه چي په هغه کي معلمانو زده کونکو ته د جنسي سوء استفادې په مقابل کي لوړي نمرې ورکولې، د هیواد اوسنی ولس مشر هم د یوه داسي مکتب څخه په امتیازي نمرو فارغ سوی دی.... او داسي نور چټیات. خو موضوع جدي ده. د حامد کرزي د ولس مشري په ټولو دورو کي د شمالي ولایاتو په زنانه ښونځیو کي د زده کونکو د تسمم پیښي په تواتر سره د ځایي رسنیو لخوا نشریدلې. هغه وخت دولت په عوض د دې چي د زنانه زده کونکو د پت په ساتلو کي پاته راتللو کي ولس ته جواب ووایي؛ پر دې به یې افتخار کاوه چي وګورئ موږ د بیان ازادي ته څومره ژمن یو. کله چي په ښونځیو کي د نارینه او زنانه زده کونکو جنسي ناخالصتوب (Adulteration) متواتره سیسټماټیکه پروسه چي تاریخچه یې عین دامیر امان الله خان تر دورې پوري رسیږي د ځانمرګو د دوامداره پدیدې سره یو ځای وڅیړو نو د جرم قدمونه زموږ د نغمو او منګلانو د فیډراسیون (خاد/ریاست امنیت ملي) تر مرکزي دفتر پوري رسیږي. زموږ پر ملت باندي راغلي ناخوالي او کړاوونه چي د تیرو ۶۰ کلونو راهیسي ادامه لري ډیر مهم دي. باید د هر کلي او ولسوالي په سطحه ۸۰ کلن او ۹۰ کن عام اشخاص په داوطلبانه ډول تاریخ لیکونکي سي او د خپلو سترګو لیدلی حال په کتابي شکل ولیکي او نشر ته یې وسپاري. د دې څخه به داسي سیاسي ادبي بهیر جوړ سي چي د سیاست او حکومتوالي د اصلاح په لاره کي به انشاء الله ټولي اغیزي یې ټولني ته مثبتي وي او افغانستان نه بلکه ټوله نړۍ به د خپلو مثبتو اغیزو لاندي راولي. د دې ټولو واقعاتو مجموعي تحلیل به دا څرګند کړي چي د تیرو ۶۰-۷۰ کلونو په بهیر کي په افغانستان کي څو ډوله نظامونه راغله او د بیخه ونړیدله. د هر انقلاب په جریان کي مقننه قوه، اجرائیه او قضایه قوه مکملاً ړنګي سوي او د سره جوړي سوې. د ټولني د اشرافیه، متوسطه او کښته طبقو خلګو په ډیر سرعت سره یو د بل سره ځایونه بدل کړل. د هیواد په ملیونونو انسانان بیځایه او ووژل سول. یوازي دا د نغمو او منګلانوفیډراسیون (خاد/ریاست امنیت ملي) پر خپل ځای پاته سو (لکه ونه مستقل پر خپل قیام یم، که بهار راباندي راسي که خزان). ایا بیا هم زموږ دا سرټمبه او کوټه مغزه مشران او کشران نه متوجه کیږي چي د افغانانو د بدبختیو اصله سرچینه د کوم ځایه څخه ده؟ په دې وروستیو کي د هیواد نابغه روزګار دوه ګوني جنسي او ملي حیثیت څښتن ولس مشر د ملي انسجام اداره رامنځ ته کړل او یوه ډرافټ تګلاره یې ورته جوړه کړل چي نقلونه یې د هیواد په رسمي او غیر رسمي ادارو کي وویشل سول. یوه کاپي زموږ خوارانو لاسونو ته هم راورسیدل. د ولس مشر ملي انسجام په ستراتیژي کي مرکزي رول ریاست امنیت ملي ته ورکړل سوی دی؛ چي د ملي امنیت ریاست به د هیواد ملي ګټي تعریفوي او دا واک به لري چي ټول افغانان د خپلو تعریف سوو ملي ګټو په رڼا کي وڅاري او د هیڅ ډول قانوني، عرفي او اخلاقي حدودو په نه مرائتولو سره یې په خودسره ډول تشخیص کړي ګواښ وړاندي پر خپل سر اقدام وکړي. او په دې برخه کي خپل وسلوال ځواک، خپل څارنوالان او خپل قاضیان لري. ولس مشر، پارلیمان، د مشرانو جرګې، ولایتي او ولسوالي شوراوو، والیانو او ولسوالانو ته ملي ګټي تشریح کړي او د هغه په چوکاټ کي د هغوئ ویناوي او کړني تنظیم کړي. دا اداره اختیار لري چي د هیواد ټولو ښونځیو، پوهنتونونو او دولتي ادارو ته خپل کارمندان (پرته د ظرفیت او رسمي معیاراتو په نظر کي نیولو سره) هر موقف ته معرفي کړي. دا کارمندان په هره اداره کي داسي ژوند کوي لکه پخوا چي پاچایانو خپلي بلاربي کړي وینځي خپلو درباریانو ته ورواده کړې نو د درباري په اولادونو کي به دا شاهزاده/شاهزادګۍ خاص امتیازات لرل.  دلته دا سوال پیدا کیږي چي د خاد/ریاست امنیت ملي دا نغمې او منګلان په کوم اساس دومره ظرفیت لري چي دا کار وکړي. ولي دومره واک ورکول کیږي. ایا دوئ ته د دې واک ورکولو په اړه د دې هیواد ولس پوښتل سوی دی؟ ایا غالب اکثریت افغانان راضي دي چي د خپل ښه و بد ټول واک ریاست امنیت ملي و دې نغمو او منګلانو ته وسپاري؟ په دې اړه یو وخت هم د ولس یا د ولس د استازو څخه کومه ټولپوښتنه سوې ده؟ دا واک خادیانو ته خدایج ورکړی دی او که واکمن؟ که خدای پاکج دا واک ورکړی وي بیا نو برحقه خبره ده. که ولس دا واک ورکړی وي بیرته یې ځني اخیستلای سي. او که واکمن ورکړی وي نو بیا د هغه واکمن د معزولیدو یا مړ کیدو سره سم دا واک هم لغوه دی. د دې سوال د موندلو لپاره لازمه ده چي د افغانستان د استخباراتي ادارې د تاسیس ریښې ښه وڅیړل سي. کله چي انګریزانو پر افغانستان څو ځله متواتر بریدونه وکړل او د پراخو ولسي مقاومتونو سره مخامخ سول نو انګریزانو د د دې هیواد خپلواکي ومنل او اکتفاء یې وکړل چي د دوئ سره جوړ یو افغان واکمن پر کابل مسلط کړي. د هغه په واسطه افغانان غیر مستقیم ډول اداره کړي. بیا یې پر افغان پښتني قبایلو باندي د ده د کنټرول زیاتولو لپاره د ده دربار تقویه کړي. انګریزانو به خپل لاسپوڅي افغان امیر ته د ولس د اداره کولو شیطاني لاري چاري ورښولې. د هند څخه د برطانوي استخباراتو په لاس روزل سوي په زرهاوو کورنۍ د افغانستان مختلوفو ښارونو ته راوستل سوې چي یا یې ځانونو په ځایي قبایلو پوري وتړل او یا د قریشو او ساداتو په نوم د وخت حکومتونو کلیوالي سیمو ته وکوچول. دربار ته لارښونه وسول چي د ګاونډي هیواد ایران د خوشحاله ساتلو لپاره پاړسي ژبي رسمیت پر ځای پریږدي او وړوکي ناقل اقلیتونه لکه اوزبک، هزاره او تاجک پر دولتي منصبونو وګوماري او پښتانه قبایل د عصري زده کړو او دولتي دندو څخه لیري وساتي. د دوئ ټول هغه سیاسي متنفذین چي د خپل ولس ملاتړ ته پر شخصي ګټو لمړیتوب ورکوي د خپلو مینو څخه جلا وطنه کړي او او په لیري پرتو داسي سیمو ځمکي په اختیار کي ورکړي چي ځایي خلګ هیڅ معنوي ارزښت ور نه کړي. که چیري ددوئ څخه څوک دولتي موقف خپلول غواړي باید خپل اسلامي او پښتني پروفایل به د لاسه ورکوي. دا هغه استبدادي فارمول وو چي انګلیستان د نړۍ پر اعظمه برخه تطبیق کړی وو او تل یې مثبته نتیجه ورکړې وه. کله چي واکمنه طبقه د خپلي ټولني د معنویاتو د قیده څخه ځان ازاد کړي نو د ټولني څخه بیګانه کیږي او تل د خپل واک ساتلو لپاره د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته احتیاج وي. کله چي واکمنه طبقه د بهرنیو قوتونو ملاتړ څخه برخمنه سوه بیا نو د ټولني د وګړو هر دول سوء استفادې څخه مخ نه اړوي. زموږ استخباراتي اداره هم د همدې ناقلو کورنیو څخه تشکیل سول او د روم د واټیکان کلیسا په ډول ځان ته یو داسي حکومت دی چي واکونه یې فوقالعاده دي او مسئولیت یې صفر دی. د ملي انسجام د ادارې په تګلاره کي تشریح سوی سیسټم اصلاً دا تیر ۱۵۰ کاله څخه نافذ دی. دا چي اوس ډیموکراسي راغلې ده نو یو او بل په خبریږو. دا اداره د هیواد په مختلفو ولایاتو کي خپلي ښونځۍ لري چي هلته دا اداره ماشوم خوښه (paedophile) استادان باقاعده په خصوصۍ تنخواوو مقرر کړي دي چي د جنسي ناخالصتوب (Adulteration) د لاري د ماشومانو طبعي ژوند ته خاتمه ورکوي او پر خپل محور یې راڅرخوي. دوئ د لوړو نمراتو او نورو امتیازاتو په مقابل کي د غریبو او متوسطو کورنیو ښایسته زده کونکو څخه په داوطلبانه ډول جنسي خدمت غواړي او بیا دې کار ته اماده سوي او رازساتونکي زده کونکي د همدې استادانو په لاس خاد/ریاست امنیت ملي ته معرفی کیږي. هغه سیمي چي ښونځۍ نلري، هلته اربکیان او ځایي قومندانان دا خدمات سرته رسوي. د جنسي سوء استفادې تر څنګ دوئ ته د بد اخلاقي او بېحیایي خصوصي روزني ورکول کیږي او د افغان ټولني د سوچه مادي او معنوي ارزښتونو د بینه وړلو، ولس تر منځ تفرقې، شخړو، تعصب او بې اتفاقیو رامنځ ته کولو په لاره کي کار ځني اخیستل کیږي. کله چي دا ماشومان غټ سي بیا نو په دولتي ادارو کي سیسټماټیک اداري فساد او په ټولنه کي د فحشاء، مخدراتو، مسکراتو او دخانیاتو د تورو بازارونو د ترویج په لاره کي کار ځني اخیستل کیږي. ددې ادارې د تاسیس او پیاوړتیا وړاندي په هیواد کي د قریشو او ساداتو څخه دا کار اخیستل کیدی. کله چي دا اداره پیاوړې سول نو شاهي کورنۍ یې هم په ګتګتو کړل، د ولس د مادي او معنوي ارزښتونو څخه یاغي سازمانونه لکه خلق، پرچم او نور احزاب یې هم رامنځ ته کړل. قریشو او ساداتو ته یې وویل چي نور تقاعد واخلي ستاسي  دنده موږ ښه پرمخ بیولای سو. قریشو او ساداتو د خپلو امتیازاتو د بقاء پر پار ولس پر را پورته کړ. ولس پاڅون وکړ. درې نیم ملیونو څخه زیات شهیدان یې ورکړل خو بیا هم چي کله د قریشو او ساداتو سره یې د افغانانو د نوامیسو او حقوقو پر ویش موافقه وکړل نو دا اداره پر خپل ځای پاته سول. تر اوسه پوري د هیواد داخلي او بهرنۍ پالیسي پر مخ بیایي. بهرني دولتونو سره د خپل ولس د ځپلو لپاره قراردادونه کوي. هر واکمن چي ارګ ته ځي، باید لمړی د دې ادارې سره تفاهم ته ورسیږي. دا اداره هیڅ حق نلري چي افغانستان اداره کړي. خو د ولس د مشرانو د بلیکمېل، د ولس په منځ کي د مدني چغالانو او خاینو متنفذینو د نصبولو، پرولس باندي د خپلو لاسپوڅو فاسدو سیاسیونو او مذهبیونو د تپلو د لاري یې ځان ته دا حق حاصل کړی دی. د دوئ ستره سرمایه درواغ دي. دوئ د هغه رازونو ساتنه کوي چي زموږ سیاسي او مذهبي مشران زموږ د ولس په وړاندي رسوا کوي. د بیلګي په توګه: څو څوځله د افغانانو د ملي ثروت تالا کیدلو راز، زموږ د پولي ارزښت د تضمینونکي طلا د اوسني موقعیت او ملکیت راز، د واکمنانو لخوا د بهرنیو کړیوپه امر د افغان ولس د اداره کولو ظالمانه او شیطاني پالیسیو د تطبیق راز او داسي نور... که د دې ادارې وزرونه قیچي نه سي، زموږ راتلونکي نسلونو سرنوشت به همداسي د نامعلومه بادارانو په لاس کي وي، لکه نن چي زموږ او پرون یې زموږ د میندو او پلرونو سرنوشت په لاس کي ورکړی وو. زموږ د هر ماشوم لپاره به د غلامي طوق د هغه د ځیږیدني څخه وړاندي لا تیاریږي او د ملي هویت پاڼي په شکل به په مناسب عمر ور په غاړه کیږي. هغه ملي وثیقه چي وګړي ته کوم حق نه ورکوي او تنها مسئولیتونه پر تحمیلوي، د غلامي طوق نه دی نو څه دی؟ حکم راته کیږي چي د ولټاکنو لپاره ثبت نام وکړه او رایه ورکړه خو دا حق بیا نه راکول کیږي چي په خلاصه پښه سیاسي فعالیت وکړم، ځان کاندید کړم، خپل کاندید ته رایه ورکړم او دا غوښتنه وکړم چي زما رایه دي زما د کاندید د استازي په مخ کي وشمیرل سي او پایله یې په هغه مرکز کي په هغه ورځ اعلان سي چیري چي ما رایه ورکړې ده.
قریش، سادات او شیعګان
 د اسلامي جمهوریت تر مخه زموږ هیواد کمونیسټي کفري نظام لاره او تر هغه وړاندي شاهي حکومت وو. شاهي حکومت داسي چي یوه کورنۍ چي پر نورو ټولو افغانانو یې فضیلت لاره د افغانانو د سرنوښت واګي یې په لاس کي وې. دې کورنۍ ته د فضیلت ورکونکې مرجع افغانانو ته د الله تعا لیج سپیڅلی ذات معرفي کیدی. خدای پاکج په خوب کي یا بلا کیف حالت کي د وخت د روحانیونو سره په تماس کي وو چي د قریش او سادات نسله څخه وه یا هم د دوئ مریدان او خلیفه ګان وه. دوئ عامو افغانانو په نسبت خدای پاک ج ته نیژدې کسان بلل کیدل چي خدای پاکج په خپله خدایي کي یو شمیر امتیازات او اختیارات هم ورکړي ول. کله چي د روس په ملاتړ د شاهي کورنۍ وروسته پاته برخي یعني سردار محمد داود خان او د هغه د کورني د ټولوژني وروسته د شاهي نظام رسمي مزدورانو (ټیکنوکراټانو) واک په خپل لاس کي ونیو، د هیواد مرکزي استخباراتي ادارې یعني خاد (خدمات اطلاعات دولتي) تبارز وکړ. دلته به تر دې سواله تیر سو چي کله د خدای پاکج څخه منکره خلقیانو او پرچمیانو خدای پاکج د تائید څخه برخمنه کورنۍ څنګه د واکه ګوښه کړل او د هغه کورنۍ مقدس چوکیداران او د وخت متصرفین یې د طیارو څخه څنګه راغورزول، ولي موږ د کراماتو نندارې ونه لیدلې. هغه الوتونکي، د غرونو ښورونکي او د بلاکیف قدرت خاوندان پیران ولي د مرستي لپاره هغه خوارو بزګرانو او شپنو ته احتیاج سول چي دوئ به د روحانیت باج ځني ټولوی. د دې لپاره چي د شاهي کورنۍ مشروعیت ثابت سي، باید دا خبره ثابته سي چي ایا د قریش او سادات چي موږ یې ستانه بولو، رښتیا هم ستانه دي؟ که دي، نو څومره ستانه دي؟؟؟ د دې خبري څیړلو لپاره باید د اسلام تاریخ ته مراجعه وکړو.
کله چي د بشریت لپاره د الله تعا لیج وروستي استازي زموږ پیغمبرص د دې فاني نړۍ څخه جامې قات کړې نو مسلمانانو په غالب اکثریت اتفاق رایي سره حضرت ابو بکررض د هغه خلیفه په توګه مقرر کړ چو د اسلامي شریعت نفاذ ادامه پیدا کړي. یوې وړوکي ډلي اصرار دا وو چي د نبيص خلیفه دي د اهل بیت څخه وټاکل سي او بیغمبر اکرم ص په خپل ژوند کي اهل بیت تعریف کړي وه چي عبارت د حضرت عليرض، بي بي فاطمېرض، امام حسنرض او امام حسینرض څخه وه. کله چي د نجران د عیسوي پادریانو وفد د رسول الله مبارکص سره مناظرې ته کښینستل دلایل پیل سول. زموږ پیغمبرص د عیسیعلیه سلام د خدای د زوی توب په اړه د هغوئ دلایل پر دې خبره رد کړل چي کله بي بي مریمهعلیه سلام د زوی د ولادت تر وخته پوري پیغله وه او پر دې خبره کلیسا هم اقرار لري، څنګه د هغې زوی ته د پلار موجودیت منصوبوي. یعني دوئ عام عیسویان پر معجزاتو باندي عقیده لرلو ته هڅوي او په خپله ذهناً دې ته نه دي اماده چي د بشریت د تاریخ تر ټولو ستره معجزه رسماً قبوله کړي چي هغه د بې پلاره زوی ځیږیدل دي. دوئ لوچګي پیل کړل چي زموږ د نازولو سپکاوی مه کوه. نو پیغمبر مبارک ص دوئ مباحلې ته راوبلل چي په موږ او تاسو کي هر یو درواغجن وي، پر هغه او د هغه پر کورنۍ دي د ناظرینو په وړاندي الهي عذاب نازل سي. دوئ ورسره ومنل. بله ورځ پیغمبر مبارک ص د حضرت عليرض، بي بي فاطمېرض، امام حسنرض او امام حسینرض سره یوځای میدان ته راووتی او وې فرمایل چي دا زه او دا زما اهل بیت د مباحلې لپاره حاضر یو. کله چي د نجران څخه راغلي عیسوي وفد د رښتیا میدان ولیدی نو مباحلې ته نه سول حاضر. اسلام سپیڅلی مبین دین یې په رسمیت وپیژندی او جزیه اداء کولو ته حاضر سول.
دا خبره په خپل ځای کي حقیقت ده چي پیغمبرص د ځای ناستي په اړه نه کوم الهي ارشاد موجود دی نه پیغمبرص څوک مکلف کړل چي فلانی دي د پیغمبرص ځای ناستی سي. هو داسي یوه اشاره یې کړې ده چي کله د جماعت د امامت په وړاندي عذر ورته پیښ سوی دی نو تاکید یې کړی دی چي ابو بکررض دي امامت ورکړي. دا یو سیاسي نظري اختلاف وو چي یوه ډله د عربو پر پاته سول چي دوی د تاریخ په مختلفو ادوارو کي شیعان علي بلل کیدل. هغوئ نه د نورو اسلامي شعایرو څخه منکره وه، نه یې پر پښو مسحي کولې او نه یې هم د لمانځه طریقه د نورو مسلمانانو د لمانځه څخه متغیره وه. د اسلامي تاریخ په جزیاتو کي به خود اخلافات ډیر وي، خو په ډیره اساني سره دا اخذ ځني کولای سو چي دا قریش وه چي د خپلو تجارتي ګټو لپاره یې بعثت څخه پخوا هم په ولسونو کي جهالت ته وده ورکول او د پیغمبرص د دې فاني نړۍ څخه رخصتیدلو وروسته یې هم خپل پخواني کاروبار ته ادامه ورکړل. که نه د بني امیه کورنۍ څه مجال وو چي په یوازي سر یې اسلامي خلافت په ملوکیت بدل کړئ وای. دا د قریشو خیانت وو چي زموږ څلورو راشده خلفاوورض څخه درې په شهادت رسیدلي دي. زموږ د ګران پیغمبرص دوه لمسیان او د اهل بیت ټوله کورنۍ شهیدان سوي دي. هغه واقعي شیعګان چي یوازینی اختلاف یې د پاته مسلمانانو سره داوو چي خلافت د اهل البیت حق دی، تر ډیره باقي پاته نه سول. دوئ د حضرت عليرض څخه بیا د وروستي نارینه اهل بیت پوري تنها ۱۲ امامان ودرلودل. کله چي د دوئ وروستی امام یعني اخیري نارینه اهل بیت په ماشومتوب کي ورک سو (په غالب ګمان په مرموز ډول به په شهادت رسول سوی وي) نو د شیعان علي فرقه هم پخپله منحل سول. او دا اختلاف هم ورک سو. اوس نو دلته دا سوال پیدا کیږي چي دا نن چي یې په اسلامي نړۍ کي انډوخر اچولی دی، دا شیعګان دکومه سول چي پر پښو باندي مسحي کوي، په ولاړه کي لاسونه د دعا په ډول نیسي، خلفاء راشدینو او صحابه وو ته بد و رد وایي او د سجدې پر ځای ټکۍ ایږدي؟ دا یو خروار سادات د کومه سول چي په هر اسلامي هیواد کي خلګ تر پوزي ځني راغلي دي؟ جواب یې ساده دی، کله چي اصل ورک سي نو د برانډ غلا یې اسانه کیږي. په قرآن شریف کي واضح ډول الهي امر موجود دی چي مه شیعګان کیږئ. په قرآن کي د شیعه اصطلاح اصلاً د ډلي په معنا راغلې ده. که د قرآني تعلیماتو په رڼا کي ورته وګورو نو هره هغه ډله چي په بنیادي اسلامي تعلمیاتو کي د کمښت یا زیادښت په سبب د اهل السنت والجماعت د مجموعي ډلي څخه د یوې شعبې په توګه جلا کیږي شیعه ورته ویلای سو. په ټول افغانستان ویب پاڼه کي یوه لیکوال یو وخت یو مطلب پورته کړی وو چي د شعبیه ډلي او د هغه د تاریخ په اړه یې خورا جالب معلومات پکښي ورکړي وه. د تاریخي لاسوندونو څخه دا څرګندیږي چي د فارس وروستی واکمن یزدګرد منګولیا یا چین ته د سفر نیت لاره چي هلته ولاړ سي او د اسلامي لښکرو د مقابلې لپاره نوي ځواکونه رامنځته کړي خو د یوه ماهيګیر لخوا د هغه جواهراتو لپاره قتل سو چي ورسره وه. د دې څخه دا ثابتیږي چي د فارس درباري لویالیسټانو مافیا د مدینې منورې د منافقینو په څیر یوازي په نظامي او سیاسي ډګر کي سربېرنه ماته خوړلې وه نور خپل مافیایي ساختارونه یې حفظ کړي وه او د خپل اثرو روسوخ د اعادې لپاره یې پښې او لاسونه وهل. دا دوئ وه چي د خانقاهو په نوم یې شرابخانې او د عیاشیو مرکزونه رامنځ ته کړل او د ذکر د طریقې په ډول یې د حلقې او سماع په نوم د رقص و سرود محفلونه ګرمول. د ټولنیزي زنا محفلونو (orgy) د لاري به یې د نړۍ واکمن، ثروتمند، عالمان او ماهرین جزبول.  هم دوئ وه چي د نن ورځي شیعه فرقې او هم د اهل السنت والجماعت مسلمانانو څخه بیل سوي صوفي فرقې ځني جوړي سوې. د شیعه لپاره چي قرآن شریف کوم تعریف استعمال کړی دی، هغه یوازي پر شیعګانو باندي د اطلاق وړ نه دی بلکه زموږ قادریه، چشتیه، سهروردیه، بکتاشیه، مولویه و نورو (یوه سلسله نقشبندیه مو په ټولو بس وه) صوفي فرقو تر څنګ پر دیوبندیانو، بریلویانو، تبلیغیانو، سلفیانو/اهل الحدیثو، پرویزیانو باندي هم صادق راځي. داسي فرقې هم د شیعګانو په جمله کي راځي چي د ډیرو بنیادي اسلامي عقایدو سره په اختلاف کي دي چي د سر سید احمد خان نیچاري ډله چي تقریباً دهریان دي، قادیانیان چي د ختم نبوت څخه منکره دي او همداسي بهوره او ذکریان. دا چي نن په ایران، سوریه، عراق، یمن او لبنان کي حسیني یا علوي شیعګان پورته پورته غورزي، د اهل السنت والجماعت مسلمانانو شیعه ډلو قوت ورسره مل دی. هغه د اسلام سرسخته دښمن سازمانونه چي د شیعګانو علماوو ته امتیازات او رشوتونه ورکوي چي د مسلمانانو په ټولنو کي د اداري فساد، فحاشي، عریاني، مرموزه قتلونو، بلواوو او قتل عامونود لاري ضعفیتونه رامنځ ته کړي. زموږ د اهل السنت مسلمانانو دې فرقیي علماوو او روحانیونو ته هم امتیازات او رشوتونه ورکوي چي اهل السنت مسلمانانو باندي د علماء حق تبلیغات خنثاء کړي. په دې وروستیو کي به د کندهار ښار یو ښه مثال راوړاندي کړو. په کندهار کي او د افغانستان په بل هر ښار کي ښاوالیاني او د امنیې قومندانیاني دوکانداران مکلفوي چي د نوروز په ورځ پر دوکانونو د افغانستان بیرغونه راځوړند کړي. د سرغړوني په صورت کي دوکان وربندوي او جریمه هم پر راباسي. په ټول کندهار کي فقط یو عالم دین داسي پیدا سو چي د کندهار مخور علماء یې راټول کړل او د نوروز د حرمت دلایل یې د شواهدو سره په امضاء کړل څو زموږ ځوانان د دې خرافاتو د لمانځني څخه راوګرزوي. نوموړي عالم ته ریاست امنیت ملي اختار ورکړ. هغه کندهار ښار پریښودی. ولاړی اوس په پاکستان کي مهاجر دی (زموږ واکمنان په لوی لاس په ولس کي محبوب خلګ د هیواد څخه مهاجرت ته مجبورولو د لاري په خپل نفوذ کي بهرني دولتونو ته ونډه ورکوي). په درست کندهار کي د ګوتو په شمیر عالمانو څخه یو هم داغه عالم دین وو چي د قرآن مجید سره یې دښمني نه درلودله او دقرآن مجید ترجمه یې عام و خاص ته تدریسول. که د تعقل په اساس تخمین وکړو نو شاید د آخرت په ورځ به د نن عصر په کندهاري علماوو کي شاید یوازي هم دی جنت ته داخل سي. نور ټوله به د نوروزیانو سره د همنوایي په شامت جهنم ته روان وي (په نیزد د عقل). د نن ورځي د شیعګانو د جعل ښه ثبوت دغه دی چي دا مني چي تر ۱۲ امام وروسته بل اهل البیت نه وو پاته کنه هغه به د دوئ ۱۳ امام وای او دا د امامت سلسله به تر ننه پوري قایمه پاته وای. یهودي خمیني به چیري ددوئ امامت لاسته راوړای سوای. تر کومه پوري چي د ساداتو موضوع ده، موږ دلته دا دعوه نه کوو چي دا د نن ورځي سیدان ټول حرموني دي. دا قضاوت خپله د نن ورځي ساداتو ته پریږدو چي د خپلو ویناوو او اعمالو د لاري یې پر ځان وکړي. هغسي هم نن ورځي شجرو ته څوک چنداني ارزښت نه ورکوي. حلالي او حرمونی په وینا او عمل کي معلومیږي. دا چي هر ځای فساد وي، دهوکه وي او ناروا وي په سر کي یې سادات ولاړ وي؛ د تاریخي اسنادو د څیړلو پرته قضاوت پر کیدای سي. په دولتي ادارو کي رشوت او اداري فساد ټوله همدا اغا صاحبان پر مخ بیایي. سپین کالي واغونده، سترګي تر غوږونو پوري توري کړه، سپینه لنګوټه پر سر کړه (اوس لنګوټه او ږیره هم د معیاره غورزیدلې ده) پر ځان نوم د سید فلاني اغا کښیږده؛ چي د غور تامنی هم یې په کندهار کي دي هر څوک د بدن هره عضوه درمچوي او پر خپل مخ یې مسحه کوي چي اهل بیت دی. که د اسلام تاریخ ته توجه وکړو، نو راته جوته به سي چي د اسلامي تمدن زوال د هم هغي ورځي څخه پیل سو چي خلافت په ملوکیت واوښتی. د خلافت په ملوکیت اوښتل خپله دا واحد مفهوم افاده کوي چي واکمن د الهي شریعت د قید څخه ازاد دی. دا چي جمهورعلماء اکرام بیا دا دلیل وړاندي کوي چي موږ که واکمن د شریعت د قید څخه ازادوو خو دا شرط هم پر ایږدو چي د ځان پرته به نور مسلمانان د شریعت څخه سرغړوني ته نه پریږدي او د حساب لپاره به موږ مسلط پر ساتي. دوئ خواران خو ډیر ساده ګان دي، په دې نه پوهیږي چي واکمن دي د خلګو په وړاندي د مسئولیت منلو څخه خلاص کړ او ځان دي د واکمن او خلګو تر منځ ځای کړ چي مفته تنخواه درته چره سي، ځانونه مو په دوو بلاوو اخته کړل یو مو ځانونه د حلالي روزي څخه محروم کړل او بل مو بلا د قفسه راو ایستل. واکمن د یوه مست آس په څیر دی، چي که ټول ملت ورته په اتفاق وي نو دی په مشکله مهارولای سي. کله چي دي د غیر مشروط مشروعیت قباله په لاس ورکړل خو تر ټولو تر مخه ملا صاحب، پیر صاحب، مفتي صاحب، شیخ الحدیث صاحب ستا لور، ماینه او مږور به راوباسي او ځان ته به یې رقصوي. بیا به هغه مهال خلګو ته وایې چي آ خلګو خدای پاکج تازه احکام نازل کړل چي فلانی واکمن مرتد سوی دی، پر ضد یې بغاوت فرض دی (په سوریه کي داغسي حالت پیښ دی). څوک به یې درسره ومني؟ زموږ علماء و روحانیونو یوه کورني د واک مستحقه بللې وه او د خلګو په وړاندي د واکمن د هیڅ نوعه مسئولیتونو په اړه یې معلومات عامو خلګو ته نه وه ورکړي. د دین علم یې د خلګو سره نه شریکوی چي هر مسلمان خپله حلال او حرام وپیژني. دوئ ته دا خوند ورکوئ چي د هري مسئلې، تعویز، څاښت او دم لپاره پیغله، مړوښې او لغړزنی دوئ ته راسي. پیر او فقیر چي د هر څومره لوړي مرتبې وي، هغومره د لوړي مرتبې شیطان ورسره ملګری وي. کله کله به د نورو خویندو او لوڼو ته به لاس هم ځني لویدی. بیا به یې نو د کلي لوچګان، پایلوچان او غوړمالان هم د ځان ملګري کول چي دده هري خرمستۍ خوند ورکاوه. فلانی اغا صاحب خورا مجذوبه سړی دی.... مست سید دی..... او داسي نوري ناکجاتي. خلګ وایي چي رښتیا به څنګه معلوموو؟ وروره ته هیڅ اړتیا نلري چي د هر فرد حقیقت ځان ته معلوم کړې. هغه دی نا تحریف سوی قرآن دي په لاس کي دی وې لوله چي خدای پاکج په مجموع کي د دې خلګو حقیقت څنګه درته څرګند کړی دی. نبويص سیرت مطالعه کړه او قیاس پر وکړه. دوئ وایي چي دا د کندهار خرقه شریفه د جنته څخه راغلې ده.... څنګه؟؟؟ ولا ویس قرني یو د پیغمبرص ریښتنی عاشق وو (موږ ټوله دا درودونه د دورواغو پر وایو، یوازي دا پاړسک د د پیغمبرص ریښتنی عاشق وو)، کله چي د پیغمبرص لیدلو لپاره مدینې منورې ته ورسیدی. پیغمبرص د دې فاني نړۍ څخه جامې قطع کړي وې. نو ده ډیر زیات وژړل او خپل قسمت یې ملامت کړچي ولي دیدار نه سو ور نصیب. بیا چي ویده سو نو پیغمبرص یې په خوب ولیدی چي د جنته څخه ورته راغلی وو او دا چپنه یې اغوستې وه. هغه چپنه یې وروکښل او ده ته یې ورکړل. چي کله د خوبه راویښ سو نو هغه چپنه یې سر ته پرته وه. په مزاره شریفه کي د سخي صاحب زیارت قصه هم دې ته ورته ده چي علي شیرنوایي یو اوزبک پاچا وو. یو ملنګ ورته راغلی چي ماته جضرت عليرض په خوب کي راغلی او خپل مدفن یې راوښوی. علي شیرنوایي خلګ ورسره کړل. کله چي هغه ځای یې وکیندی نو یوه ډبرینه لوحه ښکاره سول چي پر لیکلي وه چي دا د حضرت عليرض قبر دی. علي شیرنوایي ښه لوکس تعمیر پر جوړ کړ او خپل جاسوسان یې پر ملنګان کړل چي زیارت کونکو څخه پیسې راټولوي او که یوه ډیره ښایسته ښځه یې د سترګو سول، پاچا به په خبروي. دا یو دور وو چي د نعمتونو پرېماني وه، کار ډیر نه وو، د خوب لپاره خلګو ډیر وخت لاره او ښو خلګو به ښه ښه خوبونه پکښي لیدل... د دې لټیو او خوب لیدنو وروسته ګزکونه راووتل چي تقریباً ټوله اسلامي نړۍ د کلیسا لخوا منظم سوو غربي ملتونو لخوا استعمار سول او تر ننه پوري د سیاسي خپلواکي څخه محروم دي. که د نن ورځي سیدانو پر حقیقت قیاس وکړو نو شاید د نن ورځي سیدانو نیاګانو به هم په خوب کي..... دا سیدان د اهل بیتو څخه په نس کړي وي. که نه د سیدانو سلسله خو د شیعګانو د ۱۲ امام سره د تل لپاره قطع سوې ده. دا یو تاریخي سند دی. دا قبالې چي زموږ سره زموږ د ملکیتونو په ساتلو کي مرسته کوي او موږ ته ډیر قیمت لري هم داغسي تاریخي اسناد دي. چي په فلاني تاریخ فالاني د فلانیو شاهدانو په موجودیت کي دا ځمکه پر فلاني وپلورل.
الصدق ینجي و الکذب یهلک
الله تعالیج په قرآن مجید کي فرمایلي دي چي رښتیا ژغوري او درواغ په هلاکت کي اچوي. زموږ سیاسیون، روحانیون او مذهبیون خپل ولسونه په درواغو خطا باسي او چي یو یا دوه هوښیاران ورته متوجه سي ونو ورته وایي چي دا مصلحتي دوراغ دي. که عام خلګ په حقیقت خبر سول نو دا به وسي او ها به وسي. دوئ د خپل خالقج پر وینا باور د لاسه ورکړی دی چي حق بیان کړئ هر څه به سم سي. او بل حق تعا لیج د حق د ملاتړ لپاره موجود دی. په کابل کي د خاد یوه پخواني مامور ویل چي کله امر الله صالح د خاد رئیس سو نو ډیر پنج شیریان یې راوستل او په غټو غټو موقفونو کي یې مقرر کړل. هغوئ په سترو ملي رازونو خبر سول. وروسته چي بل رئیس د امر الله صاحب پر ځای کښینستئ هغه یې د دندو څخه ګوښه کړل خو معاشات پر کور ورته چره وه، ځکه چي په ملي رازونو خبر وه. د دریمي نړۍ هیواد افغانستان به څه شی وي او ملي رازونه یې څه شی وي، چي د ساتلو دومره لوړ قیمت یې ورکول کیږي. هغه غټ راز به یې داغه وي چي د نجیب د سقوط وروسته د افغانستان د سرو زرو ذخیره څه سول او اوس چیري ده. نجیب چي نوري ټولي لاري پر بندي سوې د بلیک میل یوازینۍ لاره داغه ورپاته وه چي ویریږم چي هغه ملي طلا د چپاولګرو لاس ته ونه لویږي. نور خو نه موږ داسي ستراتیژیکي وسلې لرو، نه مخفي ساینسي ټیکنالوجي او څیړني لرو چي رازونه یې باید وساتل سي. بیا هم یو داسي هیواد چي هره ورځ یې د غالب اکثریت ولس قتل عام شروع دی، تر ټولو قیمتي اساسه یې درواغ دي.
افغانستان یوازي او یوازي په رښتیا جوړیدای سي، چي افغانان رښتیا پذیره سي. ټولټاکني مو په رښتیا وي. مقررۍ مو په رښتیا وي او مسلماني مو په رښتیا وي. زموږ ځیني خلګ وایي چي پاکستانیان منافقان دي. ولي؟ وایي چي دا ۷۳ کاله تیر سول چي اسلامي جمهوریه پاکستان رامنځ ته سوی دی خو قانون یې اوس هم نه دی اسلامي. سیدان یې سود خوري او ملایان یې قرآن تحریفوي (هغه په مستونګ کي د جمیعت علماء اسلام د مدرسې په ارشیف کي پروت د پیریانو په لاس لیکل سوي قران ته په اشارې سره). یو وار د امریکا سره ودریدل چي افغانستان اشغال کړي. بیا یې د افغانانو د قتل فتواوي ورکولې چي ولي د امریکایانو سره ولاړ دي. مولانا فضل رحمان لکه د آی ایم ایف سپی، چي تر اسلام آباده پوري یې په عمران خان پسي وروزغستل او د حنجرې په پوره زور یې ورته وغپل. چي کله عمران خان د قرضو لپاره د آی ایم ایف ټول شرطونه ومنل، آی ایم ایف شپیلک ورته ووهی بیرته ولاړی، لکۍ یې ښوروله د خپلو مالکانو پښو ته پریوتی کرار ویده سو. عمران خان د آی ایم ایف څخه د قرضو اخیستلو طرفدار نه وو او نه هم په دې راضي وو چي کلداره دي د افغانۍ او ډالر په مقابل کي نور هم ارزښت دلاسه ورکړي. اشرف غني پر اقتصادي ناکامیو باندي پرده غوړولو تر دې بله ښه لار نه وه. افغانان (یعني پښتانه) نن ورځ په دوو برخو ویشلي دي یو د اشرف غني لویالیسټان دي چي هغه د پخوانیو خلقیانو په څیر د پاکستان څخه نفرت کوي، پر نیمایي پاکستان باندي دعوه لري (خدای مو خوار نه کړه. چي خواست کوې نو د آس دا وکړه او پر ټوله پاکستان باندي دعوه راواخله) او د پي ټي ایم ملاتړي دي. غالب اکثریت پښتانه که پر ډیورنډ کرښه باندي د خندق او باړ سره مخالفت لري خو د نیمایي پاکستان د ملکیت دعوه نه کوي. هغوئ دا حق لري چي د خپلو هغه ملکیتونو او جایدادونو څښتنان و اوسیږي چي د پاکستان د تاسیس څخه دمخه یې مالکین وه. هغوئ دا حقیقت درک کړی دی چي د پاکستان او افغانستان ستونزي یو ډول دي. موږ د ریاست امنیت ملي څخه کړیږو. پاکستانیان د آی ایس آی څخه سر ټکوي. پر افغانانو باندي هم د بهر څخه راغلي ناقل اقلیتونه تپل کیږي او اسلام اباد هم د هغو بنګله دیشیانو په قبضه کي دی چي د بنګله دیش د بیلتون وروسته پاکستان ته راکډه سول. کله چي دا هیواد جوړ سو نو په زیات شمیر هندوستاني مسلمانان د نوي تاسیس سوي پاکستان د هغه وخت پلازمیني یعني کراچي ته راوستل سول. دا د کالونیالیزم د اصولو په اساس د لیري څخه د یوه هیواد د اداره کولو میتوډ وو. هندي مهاجر چي هر ډول وه یو خو د بنګله دیشیانو سره په مقایسه ډیر انسانیت یې لاره او بل ډیری یې اهل السنت والجماعت حنفي مسلمانان وه او دین و مذهب ته یو څه ارزښت ورکوي. ډیر مخلصه عالمان پکښیکي وه چي د پاکستان اوافغانستان مسلمانانو د اسلامي حنفي فقهي د علم زیاته برخه ځني زده کړل. د پاکستانیانو کار هغه مهال خراب سو چي کله د بنګله دیش د سقوط وروسته هغه بنګله دیشیان کي په بنګه دیش کي یې د جماعت اسلامي ګوند تر پوښښ لاندي د پاکستاني فوجیانو په ملاتړ خپل خلګ وژل او پر خپلو پیغلو یې جنسي تیری کاوه. کله چي بنګله دیش د پاکستان څخه جلا سو. هغه د حرمونو حرموني اسلام اباد په نواحیو کي اباد کړل سول چي نن ورځ د آی ایس ای مرکزي هسته اداره کوي. دوئ خپلو نامعلومو بهرني مربیانو ته فوق العاده وفاداره دي او د خپل موقف لوړاوي او مادي پرمختګ لپاره هري ناروا ته اماده کیږي. نه د خپل ناموس په قصه کي دي او نه د بل. په کراچي، بلوچستان او وزیرستان کي چي څه ناخوالي د پاکستان د فوج په لاس رامنځ ته سوې، وشا ته یې د دوئ لاس وو. د پاکستان ولس او د هغوئ مشرانو ته ډیر فکر پکار دی. هغوئ باید متوجه وي چي هیواد یې کوم لوري ته روان دی. نن ورځ پاکستان او افغانستان دواړه د کالونیالیزم په لمبو کي سوزي.داعش د ډیورنډ دواړو خواوو ته فعاله دی. ځانمرګي په دواړو هیوادونو کي کیږي. که د دواړو هیوادونو ولسونه او سیاسیون د ګډو منافعو لپاره منسجم نه سي، خپلو استخباراتي ادارو ته کیزه وانه چوي؛ د دواړو هیوادونو راتلونکی به ډیر خراب وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery