مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تمدني ټکرونه؛ د هند تازه هويتي څپه!

وحيدالله مصلح


ملتونه او هېوادونه خپلو هويتونو ته ستنېږي، خو د دې هويتي اثبات فکري محورونو خورا افراطي لاره ټاکلې ده، د امريکا شديد محافظه کاره جمهوريپاله، د روسيې د پراختيا غوښتنې پوټين چې کريميه يې وروستى مورچل نه و او په سوريه کې د خپلو ارزښتونو جګړه کوي، د المان مسيحي ډيموکراټان، د فرانسې په دولتي سرپرستۍ کې مذهبي کارټونېسټان، د چين په نظرياتي او ملي ګرا معجون کې د ځايي مدنيتونو ويلي کول، د اسرائيل په يهودي هويت کې د نړۍ ډېره ښکاره ظالمانه او تبعيضي جګړه چې بسته هېواد يې اشغال کړى او بسته ملت يې ترې شړلى، او حتى په دا کوچنۍ برما او ظاهراً د بودا په اخلاقي فلسفه کې د مسلمانانو اجتماعي وژنې، جنسي تيري او کتلوي تبعيدونې...

بي جي پي او مذهبي توندلاري!
په دا وروستۍ بېلګه کې هند چې په نړۍ کې د ډيموکراسۍ مور هېواد او نمونه يادېږي، دا سمه ده چې ګاندهي او بيا وروسته د کانګرېس حکومتونو هلته دا زښت ډېر ځايي مدنيتونه په سوله، زغم او راشه درشه کې ساتلي، خو د بي جي پي حکومتونو تل شرپسنده حکومتولي کړې، د همدې موذي په حيدراباد او واجپاى په حکومت کې د حيدراباد مسلم-هندو فسادات او د بي جي پي په سرپرستۍ کې د بابري جومات ړنګول او د مودي په حکومت کې يې عدالتي پرېکړه اعلانول دا ټول د بهارتيا جناتا پارټۍ د هويتي انتها پسندۍ وروستي حدونه دي، دا اوس چې د هند په پايتخت کې د ديني ټکرونو کومې لمبې پورته دي او د مسلمان جومات او کور په کې سوځيږي دا به د دې پر ځاى چې هند يو هندو مذهبه محافظه کار حاکميت ته ورسوي د دې پر ځاى به هند د همدې حاکميت په لاره په څو لارو وويشي.
په هند کې د مسلمانانو د تابعيت ردول د مودي او بي جي پي د هندو هويت يوه له زغمه پرېوتې، بې تسامحه او د حذفولو سياست دى، دوى په دغسې تبعيضي سياستونو کې د هندو هويت مرهټه او رنجيتي لار نيولې، د دې معاصرو تمدني لمبو په اور کې د هند له ځايي مسلمانانو د احمدشاه بابا د ننګې مشروعيت او منطق ډېر ښه زباتېږي.

خاينانه سکوت!
دا ټول سره له دې چې توندلاري او بنسټپالنه ده خو نړۍ سکوت کوي، منافقت کوي او ورته توندلاري نه وايي.. خو هلته چې په فلسطين کې حماس او نورې څانګې د خپلې خاورې د ازادۍ جنګ کوي، د کشمير خلک که د ملګروملتونو د پرېکړې له مخې د ريفرنډم غوښتنه کوي او حتى که د نړۍ په لر اوبر کې مسلمانان په هويتي چوکاټونو کې په انتخاباتو کې برخه اخلي او د همدې ټاکنو له لارې بري ته رسېږي بيا هم اسلامپال په کې بنسټپاله او توند لاره دي، خو ټرامپ چې د ټاکنو په کمپاينونو کې يې امريکا ته د مسلمانانو پر راتګ د قدغنونو سياست کاوه، همدا مودي چې هند دغسې مذهبي انتها پسندۍ ته وړي او اسرائيل چې ښه په جار يهودي نژاد پرسته حکومت کوي او مسلمانان وژني له دې ټولو سره دوى مهربان، متمدن او زغم لرونکي دي، نو نړۍ دروغ وايي، جنايت کوي!

د خلاصون لار!
د خلاصون لاره دا ده چې مسلمانان په دې تپلي تمدني اخ و ډب او کشمکش  کې خپل موقعيت وټاکي او دوى خپل هويت ته لوى عنوان پيدا کړي، دا لوى عنوان چې د انګليس په قومي او جغرافيوي وېشونو کې تيت و پرک شوى بيا راټولول غواړي، د مسلمانانو تمدني حيثيت بيا اعاده غواړي او دې لپاره اړينه ده چې دوى له کوچنيو جغرافيايي او تجزياتي قومي هويتونو څخه لوى اسلامي تمدن ته راووځي، تر دې لوى عنوان راښکته په بل هر عنوان کې مسلمانان شکست خوري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery