مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پير اغا ذهنيت او ليدلوری :

سيد حسين پاچا

د طالبانو او د هغوی تر شا د نورو پټو سوړو موخې او راتلونکې جګړه ييزه کړنلاره زبادوي


څوک چې د کافرو په مابين کې له کافرو سره ګرځي او يا د دې فاسدې ادارې مشر او هغه وايی :
((امريکايان خو اوس ولاړل اوس تاسې جهاد له چا سره کوئ؟))
يا يې داسې نور ملګري د دين او د اسلام دښمنان چې هغوی دا وايی :
((اوس خو کافران ولاړل، نو تاسې جهاد له چا سره کوئ؟ نو دا جهاد خو له کافرانو سره کيږي چې هغوی لاړل، نو اوس تاسې جهاد له چا سره کوئ؟

نو بعضې بعضي خلک موږ خو ليدلي نه دي، خو کېدای شي خامخا مړه مړه خلک شته. دانه مانه به په بل کونج وکنار کې داسې پيدا شي. داسې فکر و سوچ به ورسره پيدا کيږي او وايی به چې :
زياتي خو کافران ځي، ټوپک به ورکړو، کښې به يې ږدو، وبه يې ساتو د بل وخت لپاره او ذخيره به يې کړو. ليدلي خو مو نه دي، شک خو مې پرې نه راځي، خو بيا هم خامخا ډېر مړه مړه خلک شته او بيا دنيا ده، ډېر خلک دي پکې پيدا کيژي به.

نو هغه خبره خو دا ده چې :
زموږ په دين کې دا جهاد خو چې دی داسې نه دی چې يوازې له هغه چا سره دی چې هغه [به] کافر وي)).
جهاد خو له ډېرو ډلو سره دی. نو دوی په دغه ځای خبر نه دي که ځان نه پرې پوی کوي؟ او معلومات نشته ورته که يې پر خلکو باندې پوشيده کوي؟ په حال باندې نه دي خبر او که ناحقه خلکو ته تشويش وراچوي؟ نو جهاد خو داسې نه دی چې يوازې له کافره سره دی.

په کتابو او په اياتونو مبارکه وو کې، په احاديثو مبارکه وو کې او په فقه کې د حضرت امام اعظم رحمة الله تعالی عليه په دې ټولو کې دا جهاد چې ذکر شوی دی او يا موږ چې دا څلويښت کاله دا جهاد کړی دی يا په کتابو کې چې ذکر شوی دی. په ايات وحديث او مذهب مبارک کې نو چې دا ذکر شوی، نو چې دا ذکر شوی او بيا موږ چې دا څلويښت کاله کړی دی، نو دا جهاد کله يوازې له کافره سره وو؟

جهاد خو له کافره سره دی او د کافرو د انډيوالانو سره دی. او د باغيانو سره دی او د خوارجو سره دی. او د نورو مفسدو ډلو سره دی. له دې ټولو سره خو جهاد په کتابو کې هم شته او موږ وتاسو دا مجاهدينو مسلمانانو الحمد لله ورسره کړی هم دی. نو اوس کافران چې تر اوسه خو روان شوي لا نه دي او دوی بيا ځانته اساني راولي او وايی نو چې کافران ولاړل، نو اوس تاسې جهاد له چا سره کوئ؟

کله ځي؟ هغه تراوسه پورې روان شوي لا نه دي. څوارلس مياشتې نورې لا د دوی ختمېدلو ته پاتې دی. هغوی خو تراوسه روان شوي لا نه دي، دوی يې بيا ځانته اسانوي چې تاسې جهاد له چا سره کوئ؟

نو دا جهاد خو له کافرانو سره د کفر په وجه وو. دا چې وايی چې تاسې جهاد له چا سره کوئ؟ نو له هغه چا سره خو موږ جهاد په دې کولو چې د دوی له کافرانو سره ملګري ده [او] انډيوالي يې ده ورسره. نو دا ايات کريمه مې چې اوس وويلو باري تعالی جلّ جلاله وايی :
يا ايها الذين امنوا لاتتخذوا اليهود والنصاری اولياء ”بعضهم اولياء بعض؛ ومن يتولهم منکم فانه منهم“؛ ان الله لايهدی القوم الظالمين [المائدة : ۵۱]
يا هغه کسانو ايماندارو چې تاسې له يهودو او نصاراو سره دوستي مه کوئ! او يهودو نصارا چې دي هغوی پخپل مابين کې بعضې د بعضو سره دوستي لري او په تاسو کې که هر چا له دوس سره دوستي وکړله هغه د دوی د ډلې څخه دی. حکم يې د دوی دی. زموږ کتابونه، نو په تاسو کې که هر چا له دوی سره دوستي وکړله، نو هغه د دوی له ډلې څخه دی. الله جل جلاله چې دی هغه ظالم قوم ته هدايت نه کوي.

دا اتلس کاله چې دي د دوی له کافرانو سره انډيوالي وه. دا د فاسدې ادارې باچا چې ځان معرفي کوي دا خو چې پيدا شوی دی دورې ورسره وو، ورسره وو، ورسره وو او دا دی دلې پسې ورسره راغی. له هغه ځايه يې په ملګرۍ او انډيوالۍ باندې لا ارمان ونه خته (ونه وته) او دلته راغی او نور مؤمنان يې هم ورسره شهيدان کړل، هم يې ورسره اسيران کړل او هم يې ورسره بېعزته کړل او سرومال و دا ټول يې ورلوټ کړل. پر هغه يې لا ارمان هم ونه خته (ونه وته). او اوس چې نفسې (محضې) کافرانو د روانېدلو قصد وکړلو او دا بيا له ځانه دومره لوی بزرګ جوړوي او وايی چې که زما خوا ته چا بيا ټک کاوه (کولو)، نو هغه بيا پرې مأخوذه دی او ملامت دی.

نو کله چې له تا سره جهاد کېده او يا له تا سره جهاد کيږي؛ تا له هغه څخه توبه وکړله او د کافر انډيوالي دې پرېښووله. بيا يې ته نه کوې، پزه او غوږ دې ونيول او ته به بيا دا د کافرو انډيوالي او ملګري نه کوې، نو ته خو د کافر په انډيوالۍ کې روان وې او تراوسه هم يې. وروسته له دې زموږ طبيعت دی او ان شاء الله چې د کافرو په دې انډيوالۍ کې به کافر قبر ته ځې او دوزخ ته به ځي او دغه به دې اخر انجام وي.

ولې دومره لوی ظلم چې څوک وکړي، نو هغه ته خو الله جل جلاله بيا خو هغه هدايت نه کوي او مګر بيا چې دی يوه کلکه توبه وکاندي. او کلکې توبې ته چې دې نه نيت دی او نه دې ورته اراده ده او نه داسې شان درسره ښکاره شوی دی چې ته توبه کاندې. نو دغه څوک چې اوس وايی چې کافران ووتل، نو جهاد له چا سره کوئ؟ نو جهاد خو د کافرانو له ملګرو سره کوو. نو تاسې د کافرو له ملګرۍ څخه توبه کړې ده چې تاسې اوس له مرګ څخه د مجاهدينو له کارتوس څخه ځان خلاصوئ؟ خو نه مو ده کښلې.

او که يو وارې تاسې د کافرو له انډيوالۍ څخه توبه کښلې وي، نو هغه کومه ده؟ مو خو نه يو خبر.
که تاسې په زړه کې بيا د کافر له انډيوالۍ څخه توبه کښلې وي، نو د کافر له انډيوالۍ څخه چې راووځې، نو دې خوا ته بيا بله درېيمه ډله زياتي چېرې وه؟ خو يوه د کافرانو ډله ده سره د انډيوالانو او بله د مسلمانانو ډله ده. ته چې له کافره منکرېږې [او] بيا توبه وکاږې، نو بيا خو دا ستا باچاهي بيا کله ثبوت (ثبات) پيدا کولای شي؟ د کافرانو د باچاهي او انډيوالۍ راباندې خو بيا د مسلمانانو ډله ده.

نو زموږ خو دلته چې امارت اسلامي وو، شرعي امير وو. حضرت اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد نوّرالله مرقده هغه د دې مؤمنانو امير وو. شرعي آمر وو، مقرر کړی يې وو. کله چې کافران راغلل او افغانستان يې اشغال کړ. نو امارت خو ختم شوی نه دی. نه هغه امير ختم شوی او نه هغه معزول شوی دی، خو ساحې ومنطقې چې اشغال شولې او مجاهدين غرو ته ولاړل. په کارو کې کمزوري راغله، امير موجود وو. امير بيرته خپل کارونه سره ترتيب او روان کړل، قرار، قرار، قرار تر دغه وخته پورې چې څو الله جل جلاله ورته وفات راوست.

کله چې دی وفات شو متصل د ده له وفاته سره چې الله پاک دې هزار بار رحمتونه پرې وکړي. هغه کسان چې د أهل الحل والعقد د شوری کسان وو هغوی متصل په خفيه طريقه هلته کښېناستل، نو بيا يې د دې بل امير عاليقدر اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبل الله شهادته د هغه مقرري يې وکړله، نو بيا هغه زموږ شرعي امير وو او بيا مو جهاد کولو د ټولو مؤمنانو امير وو.

بيا تر دې وخته [له هغه وروسته] چې د ملا صاحب مرحوم وفات ښکاره شو. د ملا صاحب مرحوم د وفات له ښکاره کېدلو سره بيا دويم وار بيا د تأکيد او د تاييد لپاره بيا د اهل الحل والعقد شوری کېناستله بيا يې د تاييد و د تأکيد لپاره دويم ځل د ده مقرري وکړله. بيا تر هغه وخته پورې د هغه په قيات کې مو جهاد کولو چې هغه شهيد شو. الله پاک دې هزار بار رحمتونه پرې وکړي او د هغه بعد بيا زموږ دا شيخ چې اطال الله عمره مقرر شو. او بيا تر اوسه پورې موږ د دې امير په قيادت کې جهاد کوو.

اوس نو چې څوک کافر نه وي او يا د کافر ملګری نه وي، نو تاسې ماته راوښيئ [يا] دوی دې يې راوښيئ چې دا په کوم کتاب کې راغلي دي چې دا به بيا يوه درېيمه ډله وي او ګرځې به؟ نو دلته خو داسې نه ده شوې. ته د [له] کومې خوا [لورې) راباچا شولې؟ او د کومو اسنادو او کومو دلايلو له مخې ته پاچا شوی يې؟ دا ستا باچاهي په کوم دليل ته صحيح کوې؟

نو يو وارې [يوځلې] خو تا د کافرو له ملګرۍ نه توبه نه ده کښلې، نو د کافرو د [له] ملګرو سره جهاد دی. او که دې د کافرو د [له] ملګرۍ څخه توبه کښلې ده. نور ته هېڅ چاره نه لرې نور به ته بيا د دغه امير او د دې امارت په اطاعت کې به بيا اوسېږې. که نه اوسېږې، نو بيا دغې بلې ډلې ته داخلېږې چې د بُغاتو ډله ده او يا د خوارجو ډله ده.

نو له دغو ټولو ډلو سره جهاد کيږي. که کافر دي او يا که د کافرو انډيوالان دي. د کافرو د انډيوالانو په باب (باره) کې دا علمای کرام، مشايخ او زموږ استاذان ناست دي. زموږ خو ډېره ملايي [هم] نه ده. هغوی ته معلومات شته چې د کافرانو د انډيوالانو په باب (باره) کې د دغو مذاهبو او يا زموږ د مذهب کتابو ډېرې سختې سختې خبرې کړي دي. حتی داسې هم راځي وايی چې څوک له کافرو سره ملګري وکړي د دغه چا چې د کافرو ملګری دی د نفس او د مال حکم يې د کافر دی. او صرف يو دا دی چې اولادونه يې مينځې او مريان نه کيږي. نور د نفس او مال حکم يې د کافر دی.

نو د امارت اسلامي دغو مشرانو لا تراوسه په دغه سخته فيصله د کتابو له دوی سره نه دي تللي. مالونه يې نه دي ورځنې (ورڅخه) غنيمت کړي، او صرف هغه د نفس حکم يې د کافرانو کړی دی چې د دوی وژنه کوي. او دوی وژني او مځکه د دوی له فساده څخه پاکوي.

نو دغه بعضې د کافرانو د انډيوالانو او د فاسدې ادارې باچا چې ځان معرفي کوي او يا ورسره نور دغسې ملګري يا نور داسې خامخا چې له چا سره دغه فکر او تشويش پيدا شوی او وايی چې کافران ولاړل او د کافرانو د تګه بعده، نو تاسې جهاد له چا سره کوئ؟ نو هغه مو دا دی ذکر کړل چې د جهاد يوازې دغه ډله د کافرانو نه ده. قرار/بلا له ډېرو خلکو سره، له ډېرو ډلو سره دا زموږ په دين کې چې د جهاد حکم شوی دی او په دې څلوېښت کاله کې جهاد ورسره شوی هم دی؛ او چې سم سوچه مسلمان له ځانه څخه جوړ نه کړي او يا د واقعي (صحيح) مسلمانانو اطاعت ومتابعت ونه کړي، نو د هغه لپاره جهاد دی. نو دغه ټوپک به له دې نور ورپسې غوړيږي او مرچې به تازه کيږي او برابريږي تر څو چې دغه فساد خلاصيږي.

نو اوس ته به داسې نه کوې چې کافر مات شول او روان شول، نو اوس له کافر سره په ماته باندې دی له ځانه بزرګ جوړوي. کافر خو پخپله مات شو، تښتي. اوس به د ده زړه غواړي چې ولې خلک له ده سره بيعت نه کوي؟ نو ته خو پر هغه شي پاتې يې چې له تا سره په کومه وجه جهاد کېده، نو په هغه کې خو ته اوس پاتې يې، نو ته له هغه څخه کله ووتلې؟

نو الله پاک دې خير درکړي چې ملا صاحب مبارک وو، دا زموږ استاذانو مبارکانو او مجاهدينو ته دا زما يو څو پشتو خبرې مو واورېدلې. نو دغه يو سوال مې په زړه کې وو ما ويل چې د خپل ملايي علم په قدر، د خپلې پوهې او سوچ و سنج مطابق مې يو ځواب ورته ووايه.
واخر دعونا ان الحمد لله رب العالمين

په درنښت

پاکستان کې د طالبانو پراخه غونډه او د نوې جګړې تياری
https://khabarial.com/archives/1576

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery