مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ټرمپ : افغانان بايد خپل هېواد پخپله وساتي

سيد حسين پاچا


د دېموکراسۍ علمبرداره امريکا ترهګري و ترورېزم
په دولتي کچه نړيوال ترورېزم زېږوي، پالي او روزي يې

متمدن او قانون ته ژمن هېوادونه مفروران و مُجرمين criminals & mercenaries په زندانونو کې ساتي، خو ټرمپ يې له زندانه راخوشې او د قطر په دوحه کې ساتي. د دېموکراسۍ په نوم په نړيوال استکبار وښکېلاک، استعمار وزبېښاک کې مو د وحشت وبربريت هغه بوږنوونکې پېښې وليدې چې فرعون د وخت مو ورته له ياده ووته.


نوټ : موږ خو ساده ګان يو، خو پانګوال مشرلالا به د خپل سيال خېټه څيروي او يا به يې هغه پرې لاندې باندې د دواړو جامو غاښونه وباسي او هغه بل سيال به يې هم له آده باده وباسي چې بيا پرهارونه سره هېڅکله روغ نه شي، بلکې ورځ تر بلې به خرابيږي او ورسيتيږي به. احسان پر موږ باروي، خو له موږه يې زياته مرسته له خپل دلال [رياست] سره کړې ده. د خپل دلال لپاره يې موږ ورته له خوږې ګوتې نيولي يو چې هم يې د جهاد او د کمونېزم د مخنيوۍ په پلمه هېواد راوران کړ او هېڅ يې راپرې نه ښوول او هم يې د ترورېزم سره د مبارزې په پلمه ورته له پښو ولاسو تړلی يم او د سرومال درانه زيانونه يې راواړول، نور څه غواړي؟

اذهبا الی فرعون انه طغی؛ فقولا له قولاً ليِنًا لعله يتذکر او يخشی؛ قالا ربنا اننا نخاف أن يفرط علينا أو أن يطغی؛ قال لاتخافا، انني معکما أسمع وأری؛ فأتياه فقولا انا رسولا ربک فأرسل معنا بني اسرائيل ولاتعذبهم، قد جئناک بآية من ربک، والسلام علی من اتبع الهدی؛ انا قد أوحی الينا أن العذاب علی من کذّب وتولی؛ قال فمن ربکما يموسی. [طه : ۴۳ - ۴۹]

Go, both of you, to Pharaoh. Indeed, he has transgressed.

And speak to him with gentle speech that perhaps he may be reminded or fear [ Allah ]."

They said, "Our Lord, indeed we are afraid that he will hasten [punishment] against us or that he will transgress."

[ Allah ] said, "Fear not. Indeed, I am with you both; I hear and I see.

So go to him and say, 'Indeed, we are messengers of your Lord, so send with us the Children of Israel and do not torment them. We have come to you with a sign from your Lord. And peace will be upon he who follows the guidance.

Indeed, it has been revealed to us that the punishment will be upon whoever denies and turns away.' "

[Pharaoh] said, "So who is the Lord of you two, O Moses?"

ښاغلی ټرمپ کاکا،
په نړيوال استکبار، استعمار او فيوډالېزم کې خپل پلانونه (طرحې) او اجنداوې هغه بايد په زور او د فشار له ليارې تطبيق شي او څوک يې بايد پر وړاندې ونه دريږي او غبرګون (مقاومت) ونه ښيئ، خو لله الحمد رب العالمين موږ ته پخپل اسماني لارښود کې دا سپارښتنه کړې چې نه انسان بايد د هر ظالم [جابر] او متکبر پر وړاندې د حق اواز پورته او حق ته يې راوبولي. لکه موسی عليه السلام چې فرعون ته ورغی او ورته يې وويل :
Indeed, we are messengers of your Lord, so “send with us the Children of Israel and do not torment them”.

قرآني بلنه و پيغام :
قرآن ”بني اسرائيل“ او ورسره يې ”ولاتعذبهم“ کارولی، مانا دا چې له موږ سره بني اسرائيلو يعنې زما قوم ته دې له خپلو کسانو يا مامورينو (کارمندانو) نه دې څوک (هيئت / استازی) راسره ولېږه (واستوه) چې هلته هر څه له نژدې نه وګوري او نه به يې ربړوې يا په نورو ټکو قوم به مې نه ربړوې.

قرآني سپارښتنه :
ښاغلی ټرمپ کاکا،
قرآن موږ ته دا درس يا دا زده کړه وشجاعت (شهامت) او ډاډ راکوي چې موږ بايد د ظالم د ظلم وزياتي پر وړاندې چوپ پاتې نه شو، بلکې پر وړاندې يې پورته او خپل د حق ومظلوميت اواز (غږ) اوچت کړو.

قرآني ډاډ :
لکه څنګه الله تعالی هغه وخت له نن څخه شپږ زره کاله مخته يې خپل اولواالعزمه رسل موسی عليه السلام او هارون عليه السلام دواړو ته ډاډ ورکړ :
Fear not. Indeed, “I am with you both; I hear and I see”.
زه ستاسې تر شا ولاړم يا په بله مانا زه له تاسې سره يم. زه يې اورم او ګورم يې.

نو ښاغلی ټرمپ کاکا،
تا چې د دېموکراسۍ په نوم دا دروغژنه (جعلي) لوبه د استکباري، استعماري او پانګوالي موخو لپاره شروع کړې او ډول دې غاړې ته اچولی او د مذهب په نوم نغارچې دې ورته اچولي او ډمبوې يې، نو ته څه فکر کوې چې دا نړۍ اوس د ساينس په دې عصري دور کې خلک وړانده کاڼه دي؟ نه څه ويني او نه څه اوري؟ دا درسره منم چې موږ خو خدای بښلي يو، خو خپل سيالان [چين و روسيه] به دې څنګه تېر باسې؟

رښتيا چې د انسان مړښته نشته.
له لسيزو راهيسې د منځني ختيځ، افريقا او لېرې ختيځ په طبعي زېرمو موړ نه شوې او له لسيزو راهيسې دې زموږ په طبعي زېرمو د خېټې اچونې لپاره د مذهب ودېموکراسۍ په نوم غولوونکې لوبه شروع کړې ده. او اوس دې حرص لا پسې دومره زور اخېستی او دومره تندې اخېستی يې چې لا په خپلو راتلونکو پلانونو او پروګرامونو کې د مذهبي پوښښ لاندې د بشري افراطيت او ناورين زېږوونکيو ډلو ټپلو له ليارې پر موږ خپل زور او زياتی تحميل او د مذهبي پوښښ يعنې د مذهب تر چتر لاندې د منځنۍ اسيا او د قفقاز طبعې زېرمو ته ورورسېږې او خپلې خېټې ته يې واچوې.

تاسې څه فکر کوئ چې روسيه وړنده ده او په هېڅ نه پوهيږي؟
له تزاره تر دې دمه روسيه په دې سيمه يوه پېړۍ خپله خېټه اچولې او خپلې وزرې يې پرې د چتر په شان خپرې کړې دي، نو تاسې څه فکر کوئ چې د پنجابي رياست په منتر به د کوټې او دوحې د تش په نوم د اسلامي امارت بېسواده چرګوړي د پوتين غوندې يوې درنې سټې ته څنګه ټينګ شي؟

نو ټرمپ کاکا،
زه خو چې ورته ګورم د سايبيريا له پراخو دښتو، طبعي ځنګلونو او زېرمو راواخله تر ولاديواستک، يوکراين وکريميا او همداسې ورپسې راواخله تر قفقاز ومنځنۍ اسيا پورې يا په بله مانا د افغانستان د پولو پورې او همداسې ورپسې آخوا تر منګوليا پورې په دې ټوله پراخه سيمه باندې دې سيال پوتين غېږه راتاوه کړې او خېټه يې اچولې او ته اوس ورځې چې د هغه له خېټې يې راوباسې، نو دوه خبرې دي :
 يا به ته د پوتين خېټه څيرې کوې،
 او يا به دې هغه درباندې غاښونه دروباسي او مغزه به دې الوځوي.

هغه بل سيال شي جينپينګ هم درته ورته غاښونه تېره کړي دي چې ودې څيري. تاسې څه فکر کوئ چې هغوی وړانده دي او په هېڅ نه پوهيږي؟ پنجابی رياست به تر څو ستاسې د ټولو ډنډې په لاس کې لوبوي؟ البته سملاسي خو دومره توپير واساني شته چې ځينو ځينو ته د ډبل لوبې اجازه وي، خو چا ته نه وي. موږ خو له تاريخي پلوه نه د چا ډنډې پورته کړې، بلکې ترې مو غوڅې کړي او په سومبۍ مو خپل د بېساريو سرښندنو سوباړی ورمنډلی او مو تر کوره ځغلوی چې بيا چا دې لور ته راکتلي هم نه دي، خو د ځينو ځينو لا اوس هم زړه نازړه کيږي چې يوځلې بيا خپل زور وازمايي.

نو ټرمپ کاکا،
زموږ دې سيمې د پنجابي رياست له مظالمو او زورزياتيو تېری اور اخېستی او دا ټوله سيمه ترې رنځيږي او کړيږي، نو اخر دا د څښتن تعالی پيدايښت دی او د الله تعالی اصول دا دي چې :
ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء
معنى هذا الحديث الذي رواه الترمذي (الراحِمونَ يرحمهم الرحمنُ ارْحموا مَنْ في الأرض يرحمكم من في السماء)، مفسَّر بالرواية الأخرى لهذا الحديث (ارحموا أهل الأرض يرحمْكُم أهلُ السّماءِ) رواه الإمام أحمد وصححه الحاكم (بشواهده).
قال ابن تيمية رحمه الله قيل إنَّ اللَّهَ يُقِيمُ الدَّوْلَةَ الْعَادِلَةَ وَإِنْ كَانَتْ كَافِرَةً وَلَا يُقِيمُ الظَّالِمَةَ وَإِنْ كَانَتْ مُسْلِمَةً ويقال الدُّنْيَا تَدُومُ مَعَ الْعَدْلِ وَالْكُفْرِ وَلَا تَدُومُ مَعَ الظُّلْمِ وَالْإِسْلَامِ.

د الله تعالی په خلقت ترحم په کار دی نه ورسره ظلم.
ظلم زور زياتی د نظامونو د پای ټکی وي.

نو ټرمپ کاکا،
په پانګه دې دومره مه نازېږه!
شداد ځانته جنت جوړ کړ، خو چې د الله تعالی خوښه نه وه، نو د ورننوتو وخت (چاڼس / موقع) هم ورنه کړ شوه. څښتن تعالی درکړې او درنه به يې واخلي!

په دې هيله چې نه تاسې شخصًا او نه مو د بهرنيو چارو وزير پمپيو نور استعماري فشارونه او ګوتڅنډنې نورې ونه کړئ. دنيا په قناعت خوړه کيږي په حرص نه.

په دې هيله چې له طالب سره د سولې په نوم د دوی تر چتر لاندې له مذهبي سختدريځو ډلو ټپلو له زېږولو، روزلو، تمويلولو او پرې د سيمو د بېثباته کولو او د اتباعو له رواني وفزيکي کړولو (رنځولو)، ترهګرۍ، وحشتونو (بربريت) او بوږنوونکيو پېښو له رامينځته کولو لاس واخلئ. نورې ډېرې سالمې ليارې شته چې هېوادونه او اتباع يې پرې يو له بل سره تفاهم او ګډ سوله ييز ژوند ته رسېدلی شي. اړينه نه ده چې د دوی ترمينځ دښمنۍ راوزېږول شي.

ولسونه او هېوادونه او ان ګرده نړۍ نن حيران ده چې لسيزې وشوې، ترهګري وزږېده، خو لا تر ننه چا ونه پېژندله چې څنګه يې سره تعريف کړي؟ هر څوک ځانته د ترهګرۍ مشخص تعريف لري او د هماغې په رڼا کې ورته هر چا مفروران او بشري جنايتکاران ساتلي دي چې څوک يې د مذهب او څوک يې په نورو نومونو کاروي چې سيمې او نړۍ يې بېثباته کړې ده.

دا به انصاف نه وي چې له يو لورې مو له ځانه نړيوال ژاندارم جوړ کړی. ډلې ټپلې وائتلافونه به جوړوئ او يو مخيز يرغل به وړئ او له بل لورې بيا وايئ چې موږ نور پوليسي دنده نه ترسره کوو، نو بيا څه ته يرغلونه کوئ چې ټېنګېدای نه شئ او بيا د ګيدړانو په شان ځغلئ او ځان ته د تېښتې لارې جوړوئ او هسې بېځايه پلمې (بهانې) کوئ. دا اوس تر تا پورې اړه لري چې سيمه بې مسووليته خوشې کوې او تښتې او که سيمه له مسووليت سره خوشې کوې؟

که بې مسووليته ځې چې په زور او تکبر راغلی وې او نن بيا د ګېدړ په شان په مکارۍ وځې او تښتې، نو بيا هسې بېځايه پرړې مه کوه چې ((امريکا ستر طاقت دی))، هو ستر طاقت وې، خو دا هم بايد هېره نه کړې چې دلته دې باد ووتل او بوي يې ټوله نړۍ په سر واخېسته.

له تا خو اوس زموږ لالا جوړ شو چې د ځنکدن په وخت کې ورته ناست خپلو خپلوانو چا ژړل او چا خندل او يو بل ته يې سره ويل :
لالا خو لاړ يعنې روان دی، خو نښې يې پرېښووې.

دا به د ډېر سپک انسان خبره وي چې وايی :
افغانان دې خپل هېواد پخپله وساتي.
موږ يې ساتو، موږ ساتلی دی او موږ به يې وساتو، خو چې ته رښتيا ولاړ شې او بيا دې لور ته راونه ګورې. ستا له دې اکټونو او نزاکتونو داسې برېښي چې نړيوالو سيالانو دې ښه درس درته درکړ که څنګه؟

ستا جموريپال بُش خو به ويل :
((موږ به مو له غارونو راوباسو))، خو نن تا د پنجاب له غوجلو راويستل او د قطر په دوحه کې مو ځای پر ځای کړل. يوه څانګه يې په کوټه او بله يې هلته ستا د سينې لاندې بس تا او پنجابی مزدور رياست مو پخپلو کې ښې مزې کوئ. ته يې ورته وايه او هغه به يې پلې کوي. ښه وړيا او بې لګښته مزدوران به په لاس درکوي او خپلې موخې پرې سرته رسوئ. ستا خوښه چې نه وي پنجابی دومره زړه کله لري او نه دا دومره دوه مخې لوبې په دې سيمه او نړۍ کې سرته رسولی شي، خو شا ته يې يو څوک شته چې ځان نه ښکاره کوي، خو هر څه ته يې ورته سينه ډبولې ده.


په درنښت

ټرمپ : افغانان بايد خپل هېواد پخپله وساتي
https://www.pashtovoa.com/a/trump-afghanistan/5419598.html

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery