مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-06-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سنتي - طبيعي طبابت د عصري - مکتبي طبابت بديل

د،ب،هيښ

په جهان کې ټولې دواوې او واکسينونه د طبعي ګياوو،بوټو او نباتاتو نه داستحصال شويو او را ايستل شويو موادو نه د خاص ترکيب په اساس جوړيږي او د خوړلو ، څښلو او يا انجيکشن له لاري ناروغ ته توصیه او عملي کيږي . په سنتي ډول درمل جوړونه او درملنه چې د يوناني طبابت په نامه هم ياديږي د انسان د پيدايښت نه تر اوسه د وقايې ، معالجې او تداوۍ په برخه کې په هره زمانه کې مؤثر او مفيد تمام شوئ دئ او د ډېرو مهلکو مرضونو او وباوو مخه يې نيولې ده .
اوس هم په ټوله نړۍ کې ورنه ګټه پورته کيږي . خپله د ساينسي يا تجربوي طب اساس او منبع هم يوناني يا طبيعي طبابت دئ ، صرف د دوا حجم او د کتنې طريقې د معاصرې ټکنالوژۍ له کبله تغير کړئ دئ او د کپو په ځاي تابليت جوړ شوي دي .
د دردونو د کموالي او ناروغيو د تداوي له پاره زموږ په زمانه کې هم حتا دنړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د يوناني طبابت نه کار اخستل کيږي او کلينيکونه ، درملتونونه او روغتونونه ئې روغتيايي خدمات وړاندې کوي . نو د کورونا ويروس سره په مجادله کې د يوناني طبابت او دهغی په بنياد جوړشويو درملو د مثبت تاثير نه هم انکار نه شي کيډلائ او بديل ئې ګرزېدلائ شي .
د کورونا د عالمي وبا سره ټوله دنيا په جنګ اخته ده او حکومتونه ، غير دولتي سازمانونه ، متخصصين او عام خلک شپه او ورځ لګيا دي ، چې ددې ويروس ضد درمل جوړ کړي او جهان ددې مصيبت نه خلاص کړي .
زموږ په وطن کې هم ددې بلا سره د مبارزې او د ځان او نورو د خلاصون دپاره هڅی او تلاش روان دئ ، لاکن په بل شکل . څوک په دعا او الله پاک ته په زاريو ، څوک په صدقو او خيراتونو او څوک د يوناني طبابت نه په استفادې سره ددې بحران دحل دپاره لګيا دي ،خو ځينو ته خصوصاا فاسدې ادارې او مافيايي کړيو ته بيا لنګه غوا ګرزیدلې او په لوشلو ئې حرامې پيسې او ثروت پيدا کوي .

يو منفي عادت چې د موږ د بې علمۍ او بې خبرۍ له وجهې زموږ په وطن کې وجود لري او تاوان يې ډېر دئ ،هغه زموږ افراطي او تفريطي دريځ دئ . که سياست دئ او يا ديني - ټولنيزې - ثقافتي - تبليغاتي برخې دي داسې رويه کوو چې د مچ نه فيل جوړ کړو او فيل په غوماشه بدلوو . همدا افراطي دريځ دئ ، چې د سالم فکر کولو او د مشکل د حل کولو په ځای مسايل نور هم بغرنج او د ځان او نورو د تباهۍ په لوري ئې بيايو.
د کورونا د عالمي ناروغۍ ( Pandemic) سره د مبارزې په هکله هم ډېر درد ناکه، افراطي او منفي موقف لرو .
ددې وبا د پيدا کیدو سره په چين او بيا په ايران کې زموږ په وطن کې جنګي حالت ، د فسادي ادارې موجوديت ، فقر ، بې سوادۍ او بې خبرۍ ته په کتو سره دهغی دهلاک کوونکي خطر خبردارۍ ، مشورې او توصې مسؤلينو او خلکو ته وشوې . خو د احتياطي او جدي اقداماتو په ځای په ټوکو ، مسخرو او ريشخند بدرګه شوې . اوس چې دا بلا د هر کور دروازه ټکوي او دهر افغان ژوند تهديدوي بيا هم دمعقولو او مناسبو اقداماتو په ځای موږ د افراط لمن نيولې ده .
د ښاغلي حکيم الکوزي په نامه ديوه يوناني حکيم ظهور په اولس او ميډيا کې يوه لويه غوغا جوړه کړې ده ، ځينې يې بلا تشبه د وخت مسيح او ځينې بيا د مخدره موادو د زهرو دوېشلو قاتل تبليغوي . د مصنوعي دوا دتجارت مافيا يې بيا د خپل تجارت د رکود دپاره خطر ناک بولي او د بې تڅصصۍ په نامه يې تخريبوي ، مکتبي ډاکتران او طبي سودا ګر هم يا د حسد او يا د دوی دکاروبار د ټکني کولو په منظور ددې سنتي طبيب او حکيم په مقابل کې رقيبانه چلند کوي او دوايی د ترياکو او چرسو د شيرې معجون بولي . خو بېچاره او بې وسه اولس بيا د خپل ځان او عيال د نجات د پاره د حيات چينه ګرزولئ او دڅو څاڅکو په څښلو د ژوندي پاته کیدو امېد ورته لري او په کلينيک کې ئې رش او بیروبار جوړ کړئ دئ .

اې مخلوقه !
لږ فکر وکړئ او د عقل نه کار واخلئ . ددې موضوع سپينول او د سلامت او ملامت معلومول ډېر اسانه کاردئ او دومره غالمغال او ناندريو ته هېڅ ضرورت نشته .

اول - بايد دا دوا د ښاغلي الکوزي په نامه ثبت شي تر څو د مفيديت او مضرتوب مسؤليت ئې د ده په غاړه شي .
دوهم - دوا بايد ډير ژر د‌ علمي او لابراتواري څيړنو لاندې د معتبرو متخصصينو له لوري ونيول شي او دترکیب او اجزاوو په پيژندلو سره دهغی رابطه د ويروس سره واضح شي او مثبت يا منفي اغيز يې ثابت کړل شي .

که د ښاغلي الکوزي نسخه او دوا رښتيا هم شفا بښونکي او په ويروس اخته کسانو د جوړیدو وسيله ګرزي ،لکه څنګه چې تبليغ کيږي ، نو دا خو د افغانانو او جهانيانو د پاره يو لوی نعمت برياليتوب او افتخار دئ ، چې بايد تشويق او حمايت شي .
دوا او نسخه (فورمول ) يې رسمي د ده په نامه ثبت او تر قيامته يې امتياز او جواز د ده مالکيتي حق وګرزي ، تر څو نور څوک د ده ددې کشف نه مالي او امتيازي استفاده ونه شي کولائ ، حکيم دې د جهاني قهرمان په نامه ونازول شي .حکيم ته دې د ويروس سره د مبارزې د پاره ملي او بين المللی امکانات برابرشي تر څو درمل په کافي اندازه او عالي کيفيت د افغانانو او جهانيانو په خدمت کې قرار ونيسي او دبشريت د نجات له پاره عاجله ګټه ترې واخستل شي .

لاکن که هسې دوکه او چل وي ، بيا دې حکيم تر عدلي او قانوني تعقيب لاندې ونيول او داسې جزا د ورته ورکړل شي چې بيا بل دوکه باز د خلکو د غربت او مجبوريت نه د ناوړې استفادې کولو خيال په سرکې را نه ولي .
سنتي طبيبانو، مکتبي ډاکترانو او په پيسو مينو واکدارانو په دې اولس رحم وکړئ او د ځورولو په ځای يې د شفقت لاس په سر راتېر کړئ .

والسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery