مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له طالبانو سخته وېره لرو!

مختار عمر



اوس چې د سولې خبرې روانې دي، نو ډېری خلک او چارواکي شته چې په یو نه یو ډول له دې خبرو وېره لري. ښه به دا وي چې د سولې په خبرو کې اړوندې غاړې د خلکو هر ډول پوښتنو او وېرې ته ځواب ووايي تر څو خلک اګاهانه او په خبره کې د سولې پر لور ګام پورته کړي.
دغه کار مرسته کوي چې د سولې بهیر ګړندی شي او یو باثباته او تلپاتې سوله په هېواد کې رامنځته شي.
افغان حکومت، یوشمېر چارواکو او سیاستوالو او په تېره زورمندانو له طالبانو سره د سولې په اړه خپله اندېښنه او وېره په ډاګه کړې او په وړاندې یې خپلې شنې، زېړې او سرې کرښې کښلې دي؛ خو افغان ولس او په تېره د حالاتو او جګړې قربانیانو او د شهیدانو کورنیو تر اوسه د سولې د بهیر په اړه خپله اندېښنه او وېره نه ده په ډاګه کړې.
خلک چې له طالبانو خپله لومړۍ او جدي وېره لري، هغه دا ده چې طالبان لکه جهادي تنظیمونه او تېر شل کلن حکومت، له قرآن او اسلامي شریعیت نه بدوي تعبیر او تعریف ونه لري. دغه کار به اسلام او ټولنیز عدالت تر پوښتنې لاندې راولي او عدالت به د یو ډز بند قرباني شي، سوله به ثبات او حقیقت پیدا نه کړي او په واقعیت کې به سوله انتحار کړای شي.
که طالبان راځي او غواړي چې یو واقعي اسلامي حکومت جوړ کړي، نو دا کار کټ مټ لکه د مکې له فتحې وروسته چې پیغمبر ص او نورو مسلمانانو ته د یوې اسلامي ټولنې جوړول سخت وو، نو طالبانو ته به هم سخت وي.
ځکه، له یوې خوا له دین نه د خلکو پوهه ډېره کمه ده، نور خو څه کوې چې ان رسنۍ او کارپوهان په ناخبره دین مسخره کوي او لږ تر لږه درېو یا څلورو کلونو ته اړتیا ده چې خلکو ته د تبلیغاتو له لارې دین ورسول او د یوه واقعي اسلامي نظام لپاره زمینه برابره شي.
بل پلو ته، سیمه ییز او نړیوال استخبارات دې ته چمتو ناست دي، چې د سولې په بهیر او افغانانو په منځ کې بیا کوم درز پیدا او دوی ترې نه بېرته خپل سرونه راوباسي او د افغانستان مسایلو او نیابتي جګړې ته ورداخل شي.
همدا راز، ټولو ته څرګنده ده، نیمه پېړۍ کېږي چې په هېواد کې جګړه روانه ده، په دې کلونو کې ډېر ظالم حکومتونه او ظالم کسان د چارو په سر کې راغلي دي. له وسلې، زور، څوکۍ او جګړې نه ناوړه ګټه پورته شوې، ان په جهاد کې شخصي هدفونه لټول شوي دي. ډېری زورمندانو له قدرت نه په ګټه د خلکو مالونه، شتمنۍ، د بیت المال مالونه، دولتي ځمکې، شتمنۍ، وسلې، تجهیزات او نور لوټلي، د خلکو پر عزت او ناموس تېری شوی، جنګي جنایتونه او ملي خیانتونه تر سره شوي، چې دا په داسې حال کې ده چې اسلامي شریعیت د دغو جرمونو او خیانتونو په باره کې صراحت لري او د اسلامي ارشاداتو له مخې هېڅوک چاته د دغه جرمونو او جنایتونو د بښلو حق نه لري او ولس هم سخته لېوالتیا لري چې حق یې باید بېرته د حق خاوندانو ته وګرځول شي.
وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ [٥:٤٥]
څوک چې حکم نه کوي پر هغه څه چې الله ج نازل کړي (قران) پس هغوی ظالمان دي.
لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ٣:١٢٨
تا(پیغمبر) ته هېڅ صلاحیت نشته( عفوه کولو د ظالمانو)، خو دا چې الله ج وغواړي ويې بښي او یا یې مجازات کړي، ځکه چې دوی ظالمان دي.
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ انتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ [٢:١٩٣] بقره
ورسره وجنګېږئ تر هغې چې فتنه[شرک(بت پرستي، پیسه پرستي، شخص پرستي، قدرت پرستي)، ظلم، فساد او اشغال] پای ته ورسېږي او دین پیاوړی شي، که له فتنو یې لاس واخیست او سولې ته یې غاړه کېښوده، ورسره سوله او انصاف وکړئ؛ خو پرته له ظالمانو(ظالمانو ته بښنه مه کوئ او په تېره د حق العبد په باره کې).
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ انتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ [٢:١٩٣] دویمه سوره او ۱۹۳ آیت
له هغوی(مشرکینو) سره وجنګېږئ تر څو چې فتنه(د بیان او عقیدې د ازادۍ مخنیوی) پای ته ورسېږي او دین د الله لپاره ځانګړی شي(شرک له منځه لاړ شي او اسلام راشي)، که د بیان او عقیدې د ازادۍ له مخنیوي یې لاس واخیست، نو کار پرې مه لرئ، خو پرته له ظالمانو(منافقو او فاسدو مشرانو او قوماندانانو) نور پر بل چا ظلم(کسات اخیستل) روا نه دی.
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿آل‌عمران: ٢١﴾
هغوی چې د الله ج له هدایت(تقوا او عدالت) او قرآن نه منکر دي او پیغمبران په ناحقه وژني او هغه کسان وژني چې نورو ته په عدالت کولو امر کوي، دوی ته د سختې جزا رسېدو خبر ورکړه(اعدام).
فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّىٰ إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّىٰ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَٰلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَٰكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ
کله چې له منکرانو سره(کافران، مشرکان، منافقان) په جګړه کې مخامخ شوئ نو غاړې یې ووهئ(هغوی چې جنایتونه کوي)، تر کافي اندازې دښمنان مو وځپئ(چې نور د فتنې وس ونه لري)، اسیران یې ټینګ وتړئ، وروسته هغوی یا ازاد کړئ او یا د ازادۍ په بدل کې ورڅخه فدیه(غرامت) واخلئ، له دوی سره جګړې ته تر هغه ادامه ورکړئ، چې د جګړې دروند بار ځمکې ته راښکته شي(د جګړې امکانات او اسباب یې سلب او ضبط شي)، برنامه همدا ده او که خدای غوښتلای نو دا کار یې پخپله ترسره کاوه، خو خدای غواړي ځینې د ستاسو له ځینو نورو سره وازمايي او هغه څوک چې د خدای په لار کې وژل کېږي، نو الله ج هېڅکله یې کړنې له منځه نه وړي.
إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلَافٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَٰلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (مائده ۳۳)
جزا د هغوی چې له الله او پیغمبر سره جنګېږي(د شریعیت او دین مخالفت کوي) او په ځمکه کې د فساد لپاره هڅه کوي(د وسلې په زور خلک وژني، لوټوي او پر ناموس یې تېری کوي او د قدرت د انحصار هڅه کوي)، وژل او په دار ځړول دي(جنایتکار)، یا د لاس او معکوسې پښې غوڅول دي(قطاع الطریق)، او یا له هېواده یې شړل دي(شراچونکی)، دا یې په دنیا کې رسوايي ده او په آخرت کې لوی عذاب ورته ورکول کېږي.
اوس چې قرآن، د جنایتکار، خاین، ظالم او منافق په اړه دومره صراحت ولري، نو هغه معلوم الحاله چارواکي چې تر ستوني په فسق، فساد، جنایت، ملي خیانت، اختلاس، وینه تویولو او د ځمکو په غصب کې غرق دي او له دې لارې یې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ خپلې کړې دي، څنګه کېدای شي د سولې له بهیره او محاکمه کېدلو تېښته وکړي او بچ پاتې شي.
د خلکو اندېښنه له دې نه ده، که چېرې دغه خلک پوه شي او یا احساس کړي چې محکمې ته راکاږل کېږي، نو دغه خلک به د ځان د بچولو لپاره هڅه وکړي چې یوځل بیا د سولې پروسه د واک او قدرت انحصار او کودتا ته منحرفه کړي او یا د ملي مصالحو پرځای له طالبانو سره د څوکیو وېش ته کېني او که طالبان ورسره په دې جوړ رانغلل او څرګنده ده چې جوړ نه راځي، نو دغه منافقین به ټولو سیاسي مسایلو ته د قومي رنګ ورکولو هڅه پیل کړي او هېواد به یوځل بیا د قومي جګړو کندې ته ورټېل وهي.
بل پلو ته، که طالب د قرآن ځینې نصوص د منافقینو او ظالمانو د نه اصلاح او نه هدایت کېدو په اړه ټینګ ونیسي، نو مساله نوره هم ورسره پېچلې کېږي:
صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿البقرة: ١٨﴾
دوی(منافقان) لکه کاڼه، ګونګیان او ړانده دي او له خپلې ګمراهۍ او منافقته بېرته خپل پخواني ایماني حالت ته نه شي ستنېدای(قابل د هدایت نه دي).
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا(النساء ۶۱)
او کله چې هغوی ته وویل شي راشئ هغه لوري ته چې الله ج نازل کړی(پیروۍ د قران ته) او د پیغمبر لور ته(پیروي د حدیثو ته)، منافقان ویني چې ډډه کوي ستا له بلنې نه.
ِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ(منافقون: ۱)  
کله چې منافقان تاته راځي نو وايي: موږ شهادت ورکوو چې په یقین سره ته د الله ج رسول یې، هوکی! خدای پوهېږي چې ته رسول د خدای یې او خدای شهادت ورکوي چې منافقان دروغجن دي.
  وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ [٢٦:١٣٠]
او کله چې چاته جزا ورکوئ، نو لکه جباران او جلادان جزا ورکوئ(تاسو منافقان ترحم نه لرئ).
بل پلو ته، دا شل کاله په افغان حکومت کې د اصلاحاتو او سولې په نوم درجن درجن کمېسیونونه او ادارې جوړې شوې، خو هیچا یې عملاً کوم ملموس کار ونه لیده او خلک اوس په دې اړه په دې باور دي چې دا هر څه د چارواکو د فساد پټولو او د ملت په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره وو، یا په بله وینا دا محض دروغ او د پردیو په دستور او د اشغال د دسایسو یوه برخه ول(ملي خیانت).
 همدا راز له قرآن سربېره د هېواد د جزايي اجرااتو په قانون کې هم د دغو مسایلو په اړه نرم ترین تعبیر او تفسیر دا دی چې په سوله کې یوازې د جګړې تلفات بښل کېږي، یعنې هغه څه چې د مخامخ جګړې په وخت کې له منځه تللي د هغوی پوښتنه نه کېږي، خو هغه څه چې له مخامخ جګړې پرته د دسیسې او توطيې له کبله له منځه تللي او یا د یو چا د ظلم او تېري له کبله رامنځته شوي، د هغوی پوښتنه پر اسلامي حکومت واجب ده او باید محکمه دایره او انصاف رامنځته شي.
د قانون او عدالت په اړه د جهادي تنظیمونو د حکومت او د شل کلنې فساد سالارۍ چلن ډېر بدوي وو، نه دا چې په ډېری برخو کې یې د اسلامي شریعیت پام نه ساته، بلکې د شریعیت برعکس عمل یې ترسره کاوه او یا یې په عین مساله کې احکامو دوه ګونتیا درلوده، یعنې کمزوری محاکمه کېده او زورمند بښل کېده.
دوی په ډېری برخو کې جنایتکارانو ته حق الله او حق العبد دواړه بښل، په داسې حال کې چې حق العبد ان په آخرت کې الله ج چاته نه بښي.
د بېلګې په ډول، د بښنې د منشور په نوم کوم قانون چې په پارلمان کې پاس شو، له مخې یې ټولو جنګي جنایتکارانو، مجرمینو، د بیت المال او د ځمکو غاصبینو ته بښنه وشوه او دولت د هېڅ جنایت د تعقیبولو مسوولیت پرغاړه وانخیست، دا په داسې حال کې ده چې یو اسلامی حکومت په ځمکه کې د الهي عدالت د پلي کولو نایب او خلکو ته یې د حقونو د ورګرځولو استازی ګڼل کېږي.
 بل پلو ته د افغان حکومت په چوکاټ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خپلې بې کفایتۍ او انحراف له کبله د ولس په ذهن کې ډېر بد انځور رامنځته کړی او اوس خلک د دغه کمیسیون په اړه ډېر بد نظر لري او داسې انګېري چې دغه کمیسیون هم د هېواد د اشغال د دسیسې یوه برخه وه، چې هدف یې د جنګی جنایتونو څېړل او محکمې ته د جنایتکارانو راکاږل نه، بلکې د جنګسالارانو او اشغالګرو پر جنګي جنایتونو د پردې غوړول او هغوی ته د براات ورکول وو.
  بل پلو ته، ولس دغه کمېسیون په یوې قومې مافیايي ډلې پورې اړوند بولي او چارواکي یې له سیمه ییز او نړیوال اشغال سره د خپلو مظلومو هېوادوالو په وړاندې په لاس یو کولو تورن ګڼي.
خلکو د رسنیو له لارې پخپلو سترګو لیدل د دې پرځای چې د دې کمېسیون چارواکو د جنګی جنایتکارانو مخه نیولای بلکې د دغه کمېسیون مشرانو د جنګی جنایتکارانو د نمانځنې په مراسمو کې ګډون کاوه او د هغوی ستاینې به یې کولې.
همدارنګه یې په کراتو کراتو یوشمېر معلوم الحاله جنایتکارانو او د ریاست جمهوري او پارلمان کاندیدانو ته لاسوندونه په لاس ورکړل چې ګوندې دوی جنایتکاران نه دي او حق لري چې په ټاکنو کې ځانونه کاندید کړي، په داسې حال کې چې د بښنې نړیوال سازمان، د هاګ محکمې او نورو د بشري حقونو ټولنو هغوی په جنګي جنایتونو تورن ګڼل او د دوی د محاکمه کولو غوښتنه یې کوله.
اوس چې د اشخاصو او حالاتو په اړه د عام ولس ذهنیت او انګېرنه په دا ډول وي او دیني باور هم داسې وي ګوندې هغه سوله چې پر اسلام او عدالت ولاړه نه وي، هسې موقتي ډز بند به وي، نه پرې خدای راضي کېدای شي او نه پرې ملت، نو داسې یوې سولې ته به څوک غاړه کېږدي؟ او یا داسې یوې سولې ته چې په راتلونکې کې د یوه داسې حکومت د رامنځته کېدو سبب شي چې هم ظالم او جنایتکار په کې وي او هم مظلوم او قرباني او دا به څوک تضمین کړي چې ظالم او جنایتکار به بیا خپل پخواني حالت(هوس، اهوا، فساد، جاسوسۍ، خیانت، د واک انحصار او ظلم) او سنګر ته نه ستنېږي؟
بل پلو ته د عامو طالبانو باور دا دی چې د افغان حکومت او نړیوالو اشغالګرو په وړاندې د دوی د بري سبب جهاد او له دوی نه د الله ج  ملاتړ او نصرت ول، نو دې ډول طالب ته به څوک قناعت ورکړي چې د قرآن له یوه نصه تېر او خپل هغه ظالم دښمنان او جنایتکاران وبښي چې الله ج یې د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.
که څه هم طالب مشران په کراتو کراتو دا خبره کوي چې د دوی خبرې یوازې له امریکې سره ستونزمنې وې او له افغان حکومت او یا مخالف لوري سره به ستونزمنې نه وي، ولس نه پوهېږي چې طالب مشران به د جګړې د لیکو طالبانو ته په څه ډول قناعت ورکوي چې دوی د افغان حکومت له یو شمېر هغو چارواکو سره به هم سوله کوي او په حکومت کې به ورسره شریکېږي چې دوی به ورته پخوا ویل چې هغوی د یهودو او نصاراوو ملاتړي، جنایتکاران، خاینان او ظالمان دي او په وړاندې به یې د جهاد او د هغوی د وژلو فتوا ورکوله.
 بل پلو ته پوښتنه دا ده، کله چې د جاسوسانو، غلامانو، خاینانو، جنایتکارانو، جنګي مجرمانو، فاسدانو، فاسقانو او ظالمانو د وژلو او یا محاکمه کولو په هکله قرآن دومره په صراحت سره احکام ولري، نو د افغان حکومت ډېری هغه چارواکي چې په دا رنګه جرمونو کې لاس لري، نو هغوی به څنګه دې ته چمتو شي چې له خپل واک او څوکیو تېر او پخپله، پخپلو غاړو کې د مرګ رسۍ واچوي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ [٥:٥١]
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، یهود او نصارا خپل ولیان(مرسته کوونکي او مدافعان) مه نیسئ، هغوی یو د بل مرسته کوونکي دي(ستاسو دوستان کېدای نه شي)، څوک چې د ستاسو هغوی خپل ولیان ونیسي، د همغوی(یهود او نصارا) له ډلې دي، په یقین سره چې الله ج ظالمان نه هدایت کوي.
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ(الحشر ۱۱)
ایا منافقان مو نه لیدل چې تل یې خپلو وروڼو کافرانو د اهل الکتابو ته ویل، که مسلمانان تاسې له هيواده وشړي، نو موږ هم درسره وځو او د ستاسو په باره کې د هیچا له خبرې به پيروي ونه کړو او که له تاسو سره جګړه وکړي، نو د ستاسو پلوي به وکړو، الله ج شهادت ورکوي چې هغوی دروغ وايي(د هغوی دسیسه د مسلمانانو په وړاندې شنډېدونکې ده).
د سولې په دې کار کې طالبان د الله ج او ولس ملاتړ ته اړتیا لري، خو دا په داسې حال کې دي چې ولس منافقانو متفرق کړی، یوشمېر خلک او وسله وال د دوی ترشا ولاړ دي، په غلاوو، ګټو او ظلم کې ورسره شریک دي او له دوی نه ننګه او ساتنه کوي، نو طالبان به په دې صورت کې اړ وي چې لومړی خلک په دین پوه او بیا وسله وال له دوی لرې او کذابو ته جزا ورکړي.
الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا ﴿النساء: ٧٦﴾
هغوی چې مومنان دي د الله په لار کې (د ټولنې د اصلاح او د دین د پراختیا لپاره) مبارزه کوي او هغوی چې کافران(منافقان) دي د مشرکانو(فاسدانو، ظالمانو، واک پرستانو، زورمندانو او پیسه پالونکو) د اقتدار لپاره مبارزه کوي، دوی د شیطان ملګري دي، وجنګېږئ له دوی سره، د شیطان پالونکو پلان او حیله کمزوري دي(فساد پالونکي د اصلاح پالونکو په وړاندې ناکامه دي).
وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ [٥:٢]
او یو د بل مرسته وکړئ په نېکو کارونو او پرهېزګارۍ کې، او یو د بل مرسته مه کوئ په ګناه او تېري کې، له خدایه ډډه وکړئ، ځکه چې هغه ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی. 
دلته د دوستۍ مشترکه وجه ظلم بلل شوی او په حقیقت کې دا یو ګډ تعاون د ظلم لپاره دی او منطق هم دا وايي چې ظالم هېڅکله پر مظلوم ترحم نه شي درلودای او که نه، ظلم نه واقع کېږي.
وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ [٥:٤٨]
او دغه کتاب(قرآن) مو په حق سره(په پیروۍ یې مکلف یاست) پر تا (محمد ص)نازل کړ، د مخکنیو کتابونو تصدیقونکی دی، بلکې ادامه ورکونکی او ساتونکی د هغوی دی، د الله ج د نازل شوو احکامو مطابق د هغوی په منځ کې حکم وکړه، د دوی له اهوا او هوسونو پیروي مه کوه، د خدای له احکامو مخ مه ګرځوه، موږ هر یو ستاسو ته جلا آيين او شریعیت ټاکلی دی او که خدای غوښتل تاسو ټول یې یو امت ګرځولئ، خو خدای غواړي تاسو له هغه څه سره چې تاسو ته یې درکړي(قرآن او شریعیت) وازمايي، پس په نیکۍ کې له یو بل سره سیالي وکړئ، ګرځېدل مو بېرته خدای ته دي، په هغه څه کې چې مو اختلاف کاوه خدای به مو پرې خبر کړي.
یوشمېر جهادي او غیرجهادي کسانو، ډلو او  تنظیمونو له پیل نه او په ځانګړي ډول د کابل له نیولو وروسته ګمراهۍ، فساد او ظلم ته ملاوې وتړلې او د قرآن د ټولو دستوراتو پرخلاف یې مسلمان وژنه او د واک پر سر جګړه پیل کړه، چې په لړ کې یې د قرآن دغه وعده متحقق شوه:
ثُمَّ أَنتُمْ هَٰؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأْتُوكُمْ أُسَارَىٰ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [٢:٨٥]
دا تاسې یاست چې یو بل وژنئ! او ځینې له خپلو مېنو شړئ! په ګناه او ظلم کې د یو بل مرسته کوئ! او کله چې ومومئ اسیران، نو غرامت پرې اخلئ او پلورئ یې، په داسې حال کې چې تاسو یې له بېرته ورکولو منع شوي یاست. په یوه برخه د کتاب عمل کوئ او په بله برخه یې عمل نه کوئ! څوک چې دا کار کوي جزا د هغوی په دنیا کې ذلت او خوارېدل دي(بدنامي، رسوايي، اسارت او د نورو په لاس کې ښکېلوتل) او د قیامت په ورځ به ډېر سخت عذاب ته استول کېږي او خدای ناخبره نه دی له هغو کارونو چې تاسو یې ترسره کوئ.
 همدوی وو چې یوې ډلې به د بلې ډلې اسیران او ان د قوم په نوم به یې د بل قوم غیرمحارب کسان نیول، بیا به یې د هغوی پر کورنیو پلورل او یا به یې له خپلو بندیانو سره تبادله کول، یا به یې وژل او یا به یې د مړو نڅاګانې پرې کول او یا به یې له خپلو کورونو، ځمکو او مېنو شړل او یا به یې پر خلکو خپل مالونه او حتا د خپل بدن سپږې په لوړه بیه پلورل. اوس همغه خلک یو د بل له جنایتونو او فساده پرده پورته کوي، په تلویزیونونو کې یو بل سره رسوا کوي او دا چې ټول د پردیو په دام او اسارت کې لوېدلي نو ټول یې د خپل ولس په سترګو کې خوار او ذلیل شوي دي، خو دوی یې لاهم پر ځان نه اخلي او چمتو نه دي چې بېرته وګرځي او الله ج ته توبه وباسي.
کله چې طالبانو دغه هر څه په سترګو لیدلي وي، نو څنګه کېدای شي یوې غیراسلامي او ذلیلې سولې ته غاړه کېږدي؟
فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُم
که له قرآن نه مخ واړوئ، پرته له دې د بل شي انتظار کېدای شي چې په ځمکه کې فساد ته مخه کړئ او صله رحم او خپلوي پرېږدئ؟
همدا اوس ډېری طالبان په دې باور دي که د دوی مشرانو د سولې د خبرو پرمهال د الله ج لار ونیوله او د قرآن پر دستوراتو یې عمل او تکیه وکړه، نو پوه شه چې الله ج یې ملګری دی او په راتلونکي کې هم کامیابه دي او که د چوکۍ پاللو او له منافقانو سره د واک وېش لار یې ونیوله نو برخلیک یې لکه د همغو منافقانو او فاسدانو دی چې پورته ترې یادونه وشوه.
د عامو طالبانو په باور، طالب مشران باید د سولې په خبرو کې هېڅکله د واک د وېش خبره راپورته نه کړي او ترېنه سخته ډډه وکړي، پرځای یې د یوه واقعي اسلامي نظام او خپلواک دولت جوړولو مساله رامخته کړي او دغه مشران تضمین ورکړي چې ټولو پخوانیو او راتلونکو ناخوالو ته به رسېده ګي کوي، جنایتکاران او مجرمان به محاکمه کوي، د بشري حقونو سرغړونکي(د پلچرخي ډله ییزو قبرونو، د لیلې د دښتې د ډله ییزو قبرونو، د قلعه موسی د تپي د ډله ییزو قبرونو، د دشت برچي، د افشارو، د کارته سخي او نورو د زرګونو ډله ییزو قبرونو) مجرمان او جنایتکاران به نه بښي او جزا به ورکوي.
الله ج دې وکړي چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم، هغه وخت ټينګ پخپله دنده ودرېږي او جنګي جنایتکاران په جزا ورسوي.
د ديني دوکتورینو له مخې، د الله ج او قرآن د دستوراتو پر خلاف د هیچا د خبرې او غوښتنې پام ساتل په کار نه دي او په تېره د کافرانو او منافقانو.
وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا(احزاب ۴۸)
(ای پیغمبره!)پیروي مه کوه له کافرانو او منافقانو، پرېږده یې د خپګان او ازار پروا یې مه ساته، توکل دې پر خدای وکړه او کفایت کوي چې هغه د ستا وکالت(ساتنه) وکړي. 
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ  وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
ای پیغمبره! له کافرانو او منافقانو سره جهاد وکړه، ورسره سخت چلند غوره کړه، ځای د دوی جهنم دی او هغه ډېر بد ځای دی.
دا به ولس ته هم ډېره سخته وي چې د طالبانو له ملاتړ، د قرآن له پیروۍ او تطبیق پرته په بل ايين سره راټول، متفق او شته ستونزې هوارې کړي.
که څه هم، منافقین بهرنی ملاتړ، وسلې، پیسې، تجهیزات او نور امکانات لري، خو له دې ټولو برتریو سره سره بیا هم الله ج وعده کړې چې مصلحانو ته به پر منافقانو بری ورکوي او که مصلحان د یوه سم او سنجش شوي تدبیر له مخې له خپلو امکاناتو او قوت(قرآن) نه سمه استفاده وکړي نو د منافقانو تبلیغات، حیله او نیرنګ یې په وړاندې کمزوری او ماتېدونکی دی:
الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا ﴿النساء: ٧٦﴾
هغوی چې مومنان دي د الله په لار کې (د ټولنې د اصلاح او د دین د پراختیا لپاره) مبارزه کوي او هغوی چې کافران(منافقان) دي د مشرکانو(فاسدانو، ظالمانو، واک پرستانو، زورمندانو او پیسه پالونکو) د اقتدار لپاره مبارزه کوي، دوی د شیطان ملګري دي، وجنګېږئ له دوی سره، د شیطان پالونکو پلان او حیله کمزوري دي(فساد پالونکي د اصلاح پالونکو په وړاندې ناکامه دي).
لیدل کېږي چې طالبان د ملت په چوپ اکثریت هم په قهر دي چې ګوندې دوی دې هم نور لاس تر زنې نه کېني، بلکې د الله ج له خوا ماموریت او دنده لري:
وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ [٢:١٩٥] بقره
د خدای په لاره (جهاد) کې انفاق(مرسته) وکړئ او خپل د لاسه ځان مه وژنئ[د جهاد په نه کولو سره(که د دښمن په وړاندې مو جهاد ونه کړئ او هغوی درباندې غالب شي نو بیا به مو ووژني، بې عزته به مو کړي، وبه مو لوټي، غلامان به مو ونیسي، چې بیا له ذلیله ژونده خو مرګ بهتره دی)]، او نیکي(مرسته) وکړي (په جهاد کې مالي مرسته وکړئ او ځاني ونډه واخلئ) الله ج نیکۍ کوونکي(مجاهدین) خوښوی. 
وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَّاتَّبَعْنَاكُمْ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَانِ يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ ﴿آل‌عمران: ١٦٧﴾
د منافقانو د ازمایښت لپاره دوی ته وویل شول چې راشئ د الله په لار کې جګړه وکړئ او یا لږ تر لږه د دښمن په وړاندې له ځانه دفاع وکړئ، ویې ویل، که چېرې پوهېدو چې جګړه کېږي او جګړه مو کولای شوه نو له تاسو مو پیروي کوله (جګړې ته تیاری نه لرو)، دوی هغه ورځ له ایمان نه کفر ته نږدې وو، په خوله یو څه وايي خو په زړونو کې یې بل څه دي، خدای پوهېږي پر هغه څه چې دوی یې پټوي.     
إِلَّا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَاءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا ﴿النساء: ٩٠﴾
هغوی چې د جګړې له دواړو لورو سره نه جنګېږي او بېطرفه دي او یا راځي ستاسو پر لور، ځکه چې نه له تاسو سره او نه له خپل قوم سره د جګړې وس لري (چوپ اکثریت)، که خدای غوښتلای نو هغوی یې پر تاسو مسلطول او له تاسو سره یې جګړه کوله(خدای له تاسو سره له جګړې لرې وساتل)، که هغوی له تاسو سره له جګړې ډډه کوله، نو جګړه ورسره مه کوئ او یا هغوی چې له تاسو سره سوله کوله، نو خدای ج تاسو ته اجازه نه درکوي چې پر هغوی تېری وکړئ.
وَإِن نَّكَثُوا أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ ﴿التوبة: ١٢﴾
که چېرې هغوی(کافرانو، منافقینو، چوپ اکثریت او جګړه مارانو) خپله هوکړه ماته کړه او ستاسو دین او ايين ته یې سپکې سپورې ویل، نو مشران یې ورته قتل کړئ، ځکه چې دوی ایمان نه لري او کېدای شي چې په دې کار سره له خپلو بدو کړنو لاس واخلي.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ [٣:١٠]
منکران(کافران، منافقان، مشرکان) به یې پیسې، مالونه او اولادونه د خدای له عذابه بچ نه کړای شي او دوی پخپله د اور ولاړونکي (سوځېدونکي مواد، فتنه ولاړونکی) دي.
الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ ۚ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ ۗ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (توبه ۶۷)
منافق نارینه او منافقې ښځې یو شانته دي، خلکو ته په بدیو امر کوي او له نیکیو یې مخنیوی کوي او لاسونه یې لنډوي(خلک له صدقاتو او مرستې منع کوي)، خدای یې هېر کړی او خدای هغوی هېر کړي دي(له رحمت نه یې بې برخې کړي)، په یقین سره منافقان همدغه بدکاران دي.
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا(النساء)
منافقین به د دوزخ په تل کې وي او کامیابي ورکونکی به دوی لره نه وي.


قَالَ كَلَّا ۖ فَاذْهَبَا بِآيَاتِنَا ۖ إِنَّا مَعَكُم مُّسْتَمِعُونَ [٢٦:١٥]
الله ج وویل، داسې نه کېږي(تاسو نه وژل کېږئ)، تاسو دواړه زما له فرقان سره لاړ شئ، زه له تاسو سره یم او ستاسو خبرې اورم(وضعیت زما په اراده او کنترول کې دی).
الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يُفْسِدُونَ(نحل ۸۸)

هغوی چې کافر شول (فاسد شول) او خلک یې له نیکۍ او ښېګڼې منع کول، لپاره د دې چې فساد یې کاوه، عذاب یې پر عذاب ورزیاتوم.
معنا دا، په کوم ځای کې چې فساد دودېږي ورسره امنیت او قلبي ارامتیا له منځه ځي، همداراز د روزي او کار پراختیا او د ژوند اسانتیا او برکت هم له منځه ځي.
وَقَضَيْنَا إِلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا(اسراء ۴)
مونږ بنی اسراییلو ته د تورات له لارې اعلام کړل، چې بیا به په ځمکه کې فساد کوئ، او د بې کچې برترۍ غوښتنه به کوئ. (برتري غوښتنه، فساد، بېعدالتي او ظلم د منافق ځانګړتیا ده)
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ(روم ۴۱)
ښکاره شوی فساد په ځمکه او اوبو کې، څه چې ترسره کړي لاسونو د دوی د ځینو عملونو جزا به یې ورکړل شي، کېدای شي چې بېرته يې ایمان ته وګرځي.
یعنې د یو چا نه د فساد سر وهلو په صورت کې الله ج هغه په ځینو کړاوونو اخته کوي، تر څو متوجه او پخپلو عملونو له سره فکر وکړي او بېرته سمې لارې ته وګرځی.
وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ(انفال: ۷۳)
هغوی چې منکران(کافران، فاسقان، فاسدان او منافقان) دي، یو د بل اولیاء(مرسته کوونکي او مدافعان) دي، که مخه یې ونه نیسئ، نو په ځمکه کې به لویه فتنه او لوی فساد رامنځته کړي.
تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ(قصص: ۸۳)
هوکې! د آخرت دنیا هغو خلکو ته ورکوم، چې په ځمکه کې د برترۍ غوښتنې او فساد کولو اراده نه لري او وروستی د کار له پرهېزګارانو سره دی.
معنا دا چې الله ج دغه دنیا د خپلې مهربانۍ له مخې هغه چا ته ورکوي چې په اخرت کې بهره نه لري.
وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ (عنکبوت ۳۶)
او موږ د مدین(ځای و) لور ته ورور یې شعیب ع واستوه او د هغه ځای خلکو ته یې وویل: ای زما قومه! د الله ج نمانځنه وکړئ، او د آخرت ثواب ته هیله من اوسئ او په ځمکه کې فساد مه کوئ.
وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ(هود، ۸۵)
ای زما قومه! خلکو ته یې حق په ترازو پوره ورکړئ، او د خلکو پر اجناسو عیب مه ږدئ او په ځمکه کې فساد مه کوئ.
نن په ترازو کې هم خیانت روان دی، نو موږ څنګه دې د حالاتو د ښه والي تمه ولرو تر څو چې دغه فساد له منځه لاړ نه شي.
قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ(نمل ۳۴)
د سبا ملکې وویل: کله چې پاچیان(اشغالګر) یوې ابادې سیمې ته ننوځي، نو هغه پر فساد لړي او تباهي رامنځته کوي او د هغه ځای عزیزان(باعزته خلک) ذلیله کوي او کار د هغوی همدا دی.
که موږ د قرآن د دغه آیت پر اهمیت پوهېدای امریکایان څه کوې چې ان شورویانو ته به موهم خپل هېواد ته د راتګ اجازه نه وای ورکړې. باید په راتلونکي کې احتیاط وکړو.
وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ(اعراف: ۵۶)
او په ځمکه کې وروسته له اصلاحاتو(سولې، بدلون او ریفورم) فساد مه کوئ، خلک په وېرې او هیله مندۍ سره ریفورم ته دعوت کړئ(خلک یې له مسوولیتونو و وېروئ او هیله من یې د الله ج رحمت او آخرت ته کړئ)، ځکه چې د الله ج رحمت نېکانو ته نږدې(رسېدونکی) دی.
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ(غافر: ۲۶) 
او فرعون وویل، پرېږدئ چې موسی ووژنم او هغه یې خپل خدای ته غږ کړي چې ويې ژغوري، ځکه زه وېره لرم چې ستاسو ايين(اساسي قانون) به بدل کړي او فساد به پورته کړي(پاڅون او انقلاب به رامنځته کړي).
وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا(اسراء: ۵۳)
بنده ګانو ته مې ووایه، خبره وکړي چې غوره وي( له قرآن نه وي)، ځکه چې په ناغوره او ناسمو خبرو سره شیطان د هغوی په منځونو کې فساد او کشمکش رامنځته کوي، په یقین سره شیطان د انسان ښکاره دښمن دی.
وَالَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَٰئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ
هغوی چې وروسته له ایمانه پر دین عمل نه کوي، او د خپلوۍ اړیکې نه پالي(د خپلوۍ او اسلامي ورورګلوۍ) چې خدای یې پر پاللو امر کړی دی او په ځمکه کې فساد کوي، الله ج هغوی لعنتوي(له شیطان سره به په دوزخ کې یوځای وي)، هغوی لره ډېر بد ځای د جزا دی.
وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ

او هغه څه(دنیا او مال) چې تاته خدای درکړي ځانته په کې د آخرت ښېګڼه او صلاح وغواړه، د دنیا ښېګڼه هم مه هېروه، هغه ډول چې الله ج له تاسره نیکي کړې ته د هغه له بنده ګانو سره نیکي وکړه، هېڅکله له مال او دارايي دې د فساد لپاره کار مه اخله، ځکه چې الله ج فساد کوونکي نه خوښوي.
أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّأُولِي النُّهَىٰ(طه: ۱۲۸)
ایا د دوی د هدایت لپاره دغه بېلګه بسنه نه کوي، هغه نسلونه چې له دوی مخکې وو او فساد ته یې مخه کړه، هغوی مو هلاک کړل او دوی اوس د هغوی پر ټاټوبي ګرځي او په دې کې نښې دي د پوهانو لپاره.
فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ(هود ۱۱۶)
ولې په مخکنیو پېړیو کې له تاسو مخکې واکمن پوهان نه وو چې په ځمکه کې د فساد مخه یې نیولې وای؟ خو کم د هغوی وو چې ومو ژغورل او هغوی چې تېری کاوه او هغوی چې له حرص او امیالو یې پیروي کوله، مجرمان وو او هلاک شول.
وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِن بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ(اعراف ۷۴)
په یاد راوړئ چې تاسو یې د عاد قوم ځایناستي کړئ، او په ځمکه کې یې ځای درکړ، چې اوس یې په دښتو کې ماڼۍ جوړوئ او په غرونو کې یې ځان ته کورونه تراشوئ، نو بیا د خدای د نعمتونو یادونه وکړئ او په ځمکه کې فساد کوونکي مه جوړېږئ. 
د دې څېړنې نتیجه دا ده: کله چې خلک قرآن، هدایت او پرهېزګاري پرېږدي، نو ایمان یې کمزوری شي، حرص او امیال یې پسې راواخلي، ظلم او فساد ته مخه کړي او په کوم ولس کې چې فساد دود شي، نو الله ج د هغه خلکو روزي تنګوي، امنیت خرابوي، مصوونیت، ثبات او سکون له منځه وړي. همدارنګه، با عزته او با تجربه خلک د چارو له سره لرې کوي او بې کماله او بې عزته خلک چارې په لاس کې نیسي.
د هغه هېواد خلک د خپل ژوند د بیا ښه کولو او امنیت او وضعیت جوړولو لپاره مجبوره دي او پرته له دې بله لار نه لري چې له منافقانو او فاسدانو سره جهاد وکړي، هغوی وپرځوي او پرځای یې پرهېزګاره خلک پر دندو وګوماري، داسې خلک چې قرآن یې د عمل منهج وي او خلک پرې یووالي، خدمت، پرهېزګارۍ او سولې ته راوبولي. 
مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُولَٰئِكَ هُوَ يَبُورُ(فاطر: ۱۰)
که څوک عزت غواړي(باید له خدایه یې وغواړي)، نو عزت له خدای سره دی، نیکې خبرې د هغه(الله ج) پر لور لوړې ځي او نیک عمل هم له ځانه سره لوړ وړي، او هغوی چې د بدۍ نقشې کاږي، هغوی لره سخت عذاب دی او د هغوی مکر او حیله ناکامه ده.
عزت له خدای او پر قرآن عمل کولو سره دی، نو ځکه الله ج ویلي دي، چې په دغه قرآن سره ځینې قومونه لوړوم او ځینې راځوړوم.
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا [٣٣:٧١]
(تاسو په سختیو ازمايي) د دې لپاره چې کارونه در اصلاح کړي او د بدیو بښنه درته وشي، هر څوک چې د خدای او د هغه د رسول پیروي وکړي(پیروي له قرآن او حدیثو نه)، نو لویه کامیابي به یې په برخه شي.
الله ج په قرآن کې د منافقانو په وړاندې د مومنانو د بري تضمین کړی او ولس باید د منافقانو په وړاندې له مبارزې ونه ډارېږي.
 فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ بقره ۲۵۱
بیا د الله ج په فرمان هغوی د دښمن لښکر مات کړ او داوود (پیاوړی او زړور ځوان چې د طالوت په لښکر کې و) جالوت وواژه او الله ج حکومت او پوهه هغه ته وبښل او هغه څه یې چې غوښتل ورزده یې کړل(شریعیت او حکومتولي)، او که چېرې الله ج له ځینو خلکو سره د ځینو نورو خلکو مخه نه نیولای، نو ځمکه فساد نیوله؛ خو الله ج له خلکو سره مهرباني او احسان کوي.  
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ (آل عمران ۱۱۸)
ای هغو خلکو چې ایمان مو راوړی! پرته له خپلو مسلمانانو بل څوک د راز محرم مه نیسئ، هغوی د ستاسو په وړاندې له هر ډول شر او فساده ډډه نه کوي، او خوښ لري چې تاسو په رنځ او کړاو کې اوسئ، د هغوی بغض او کینه یې له خولو څرګندېږي، او هغه څه چې په زړونو کې پټ ساتي بدتر له دې دي، تاسو ته مو د هغو د دښمنۍ نښې بیان کړې او که فکر وکړئ.  
مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ [٢٩:٤١]
هغوی چې له خدای پرته ځانونو ته نور مرسته کوونکي او مدافعان نیسي(یهود او نصارا، پاکستانیان، ایرانیان او نور پردیان)، مثال د هغوی د غڼې په شان دی، ځکه په کورونو کې کاواکه او لړزانه کور د غڼې دی، که دوی پوهېدلای(په اندکه فشار له منځه ځي او ناکامه دي).
إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا [٧٨:٣١]
په یقین سره پرهېزګارانو ته پر منافقانو بری او ژغورنه ده.
وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا [٤٨:٣]
الله به نصرت او بری ستا په برخه کړي.
وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [٦١:١٣]
او زما وروستۍ تحفه تاته چې خوښوې یې، هغه د خدای مرسته او بری دی، او زېری یې ورکړه مومنانو ته.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ ۖ فَآمَنَت طَّائِفَةٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ وَكَفَرَت طَّائِفَةٌ ۖ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَىٰ عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَاهِرِينَ [٦١:١٤]
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی د الله د دین او قرآن مرسته کوونکي اوسئ، همغسې چې عیسی د مریم زوی حواریونو ته وویل: څوک د ستاسو د الله د دین په لار کې زما مرستندویان دي، حواریونو وویل چې مونږه یو. ځینو د بنی اسراییلو ایمان راوړ او ځینو نورو یې را نه وړ. پس موږ هغوی چې ایمان راوړی و، پر هغوی چې ایمان یې نه و راوړی کامیابه کړل.
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ [١٠:١٠٩]
هغه څه چې تا ته وحی کېږې پیروي یې وکړه، صبر او زغم ولره، تر هغه چې خدای د بري حکم راواستوي او هغه نېک حکم کوونکی دی.
وَاسْتَفْتَحُوا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ [١٤:١٥]
د بري غوښتنه یې وکړه(مومنانو له خدای نه او خدای ورکړه) او ټول ظالمان تارومار او خواشیني شول.
إِن تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَكُمُ الْفَتْحُ ۖ وَإِن تَنتَهُوا فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَعُودُوا نَعُدْ وَلَن تُغْنِيَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ [٨:١٩]
تاسو د بري غوښتنه وکړه او بری درکړل شو تاسو ته، که له سولې او بري وروسته له خپل منځي شخړو او جګړو ډډه وکړئ، نو تاسو ته بهتره ده، او که بېرته جګړې او نفاق ته وګرځېدئ، نو زه هم ورګرځم(ستاسو مرسته نه کوم)، که ستاسو(شروفساد) شمېر هرڅومره زیات وي، د الله ج له مرستې پرته هېڅ هم نه شئ کولای او په یقین سره الله ج له مومنانو سره ملګری دی.
 وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [٨:١٠]
او در نه کړه دغه کامیابي الله ج تاسو ته، خو ستاسو د خوشالۍ او ډاډمنتوب لپاره، او که نه بری یوازې د الله لپاره وي(په جهاد کې)، په یقین سره چې الله ج بریمن او سنجشکار دی.
یعنې له جهاد پرته په نورو برخو کې هم بری د حق د پلویانو دی، خو اصلي بری، د جهاد بری دی.
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا ۚ بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ [٢٨:٣٥]
الله ج وویل: ډېر ژر به د ستا ملا ستا د ورور په وسیله وتړم، تاسو ته به پیاوړی استدلال(د بدلون لپاره اسباب د استلزاماتو او اړتیاوو) او د هغه په وسیله برتري درکړم او چا چې ترېنه پیروي وکړه هغوی کامیابه دي.
قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery