مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسامه درې مخيزه څېره هم قهرمان، هم ترهګر او هم شهيد

سيد حسين پاچا

د حکمتيار، ملا هبت الله او ملا برادر پام وړ :

داسې روزنه چې لومړی يې خپل اتل او بيا يې ترهګر کړ چې هم يې وپلوره او اوس يې هم شهيد کړ

هلته کرتاپور خلاصوي او پخپله پلازمينه کې معبد په سل ميليونه کلدارو جوړوي، خو دلته يې پر ما لاره بنده کړې، جوماتونه مې ورانوي او امامان يې شهيدانوي. معبد لکه چې زموږ له جوماته معتبر دی. هلته شرک ته اجازه ورکوي، خو ما توحيد ته نه پرېږدي. زموږ حکمتيار د بابر پرکټی ورته څه ځواب لري؟


نوټ : عمران خان خو نه د دې مستحق او نه د دې واک لري چې چا ته شهيد ووايی. اسامه چې د دوی قهرمان (اتل) وو، نو ولې يې ترهګر او معامله پرې وکړه؟ اوس يې ولې شهيد کړ؟ عمران خان يې بايد ديني، سياسي واقتصادي توجيه له نړيوالو سره شريکه کړي. خپل اتلان او شهيدان خو څوک نه پلوري. مشرف و عمران خان يا په بله مانا پوځ + استخبارات او سياستوال يا ملکي حکومت يې بايد وضاحت ورکړي. لروبر افغان او بلوڅان د ترهګرۍ په دې جګړه کې څه بولي؟ کرنيل امام څه ته روزنه ورکړې؟

کرنيل امام
د افغانستان د جهاد داستان
[[هغه کسانو ته چې مونږ ټريننګونه ورکړل په هغوی کې امير المومنين مال عمر او شيخ اسامه بن لادن هم وو، چې دوی د افغان جهاد له پاره مونږ سره ټريننګ شوي وو او پوځي روزنه يې زمونږ د همکارانو د سيوري لاندې ليدلې وه. ۲۳ مخ ]]

[[په اتيايمه لسيزه کې پاکستان د نړۍ د اسلام فکره ډلو د تګ راتګ په يو مهم مرکز بدل شو. زيات عربان او د نورو اسلامي هېوادونو نه به مېلمانه راتلل او ليدو کاتو ترڅنګ به د اسلام اباد په هوټلونو کې دېره ول. د عربانو په دغه منځ کې شيخ عبدالله عزام او شيخ اسلامه بن لادن هم راغلل چې هغوی د هوټلونو پرځای نېغ د مجاهدينو سره د اوسېدو پرېکړه وکړه.

شيخ اسامه زما په څو ټرينګونو کې ګډون کړی د سعودي عربستان په اړه د هغه افکار عجيب او ماته يو ډول ډار تری کېده. ځکه چې د امريکايانو سره يې هم ښه پاللـه، خو بيا زمونږ نور همکاران ډېر بوخت شول.  مخ ]]

پروېز مشرف :
اسامه او طالبان زموږ قهرمانان دي.

Watch: Pervez Musharraf Says "Osama bin Laden Was Pakistan's Hero"
Our Heroes Were Turned Into Villains': Old Musharraf On Osama And Pak's Terrorism
Osama bin Laden, Taliban were heroes for Pakistan: Pervez Musharraf
Pervez Musharraf on Osama bin Laden
Pervez Musharraf Admits Pakistan Trained Terror Groups | IndiaTV Debate
Pakistan Knew About Osama bin Laden’s Presence on Its Soil, Says Imran Khan
Pakistani leaders knew Osama bin Laden was in Pakistan, says former defense minister

Osama Bin Laden Was Killed After Deal Between General Kayani and US: Former Pak Spymaster
Former Pakistan spy chief grounded for suggesting Pakistan government knew about Bin Laden raid

پوښتنه :
که افغان ولسمشر داسې ويلی وای، نو د ولسمشر ټرمپ غبرګون به څه وو؟
د عمران خان پيغام له دې خبرې څه وو؟
تاسې وګورئ چې عاشق و معشوقه څنګه يو پر بل باندې پرده اچوي؟ ټرمپ کاکا ځان غلی نيولی او خليلزاد لکه چې له هر څه ناخبره وي، خو داسې نه ده.

زما نغوته حقانيه، احياءالعلوم يا په بله مانا ديوبنديانو او مودوديانو يا د لروبر اسلامپالو او اسلامي ډلو ته ده چې دوی دې مسالې ته څنګه ګوري؟
• کرنيل امام څه وايی؟
• مشرف څه وايی؟
• اشفاق کياني څه وکړل؟
• او اوس عمران خان څه وويل؟

تفخيم القران او په قرآني پلوشو کې لکه چې دروغ ويل او د خلکو سترګو کې خاورې اچول بې ارزښته خبره ده. دوی دې له امامه راواخلي تر رحمان ملک او عمران خانه پورې چې څنګه دوی له يو چا څخه بېلابېلې څېرې جوړولی او پخپله ګټه کارولی شي؟ هوبهو يې همدا لوبه زموږ له افغان مجاهدينو او له طالبانو سره هم کړې ده. هم يې پرېښته کړل، هم يې ترې د ملا ضعيف غوندې کالي ويستل او بربنډ يې کړ، هم يې وپلوره او څوک يې پخپلو غوجلو کې ووژل او څوک يې د ډرون خوراک کړل.

زموږ خروټی مفسر دې په دې پوه شي چې دوی خو دې له حافظ سعيد او يا له نورو کشميريانو سره دا کار وکړي چې څه ورسره کوي؟ ولې يې له موږ سره دا کار وکړ؟ د عامر تهکالي بېعزتي يې تازه بله بېلګه ده. نمروديانو، فرعونيانو، يهودانو او ان هيټلر له يهودو سره داسې کار نه دی کړی لکه دوی چې له موږ سره وکړ. په بټيو کې يې وسېځل، خو بېعزته کړي يې نه دي.

نمرود ابراهيم عليه السلام اور ته خطا کړ، خو د عزت خيال يې ساتلی. وحشي بن حرب حمزه شهيد او مثله کړ، خو بېعزتي يې ونه کړه. همداسې د يزيد خلکو امام حسين عليه السلام شهيد، سر يې ترې غوڅ او تنه يې د اسونو پښو ته واچوله، خو بېعزتي يې ونه کړه، خو د حکمتيار اسلامي وروڼو (انصارو) له يو بېچاره افغان سره څه وکړل؟

مشاهد حسين وايی :
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

کرنيل امام ورپسې زياتوي :
په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.
((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي ”افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي“. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

دا څنګه دوه مخی توپيري اسلام نظام دی چې له حافظ، اطهر مسعود او نورو سره څه ډول چلند کوي او له موږ سره څنګه؟ هغوی خو يې لا تراوسه ساتلی او هند ته يې نه ورکوي او پر موږ يې ګوانتنامو ډکه کړه. له دې سره سره يې په تهران، دوحه، بېجنګ او مسکو هم پلورلي يو. د قطر په دوحه کې يې څه ته کښېنولي يو؟ د لاهور د هيرا منډي نخرې يې راباندې شروع کړي. دلته خو يې زنا او هلته يې د سياسي لواطت لپاره کښېنولي يو که څنګه؟ ملا عبدالغني برادر يې له عباس ستانکزي د سي آی آی له پخواني جاسوس سره چې نظامي زده کړې يې په هند او له هغې وروسته داړو شبکو CIA & ISI جذب کړ. څنګه د هند له استخباراتو تېر شوی او چاڼ شوی نه دی؟

پاملرنه :
ايا همدا به موږ ته بس نه وي چې د مولوي عبدالسلام ضعيف له لوڅونې مو پند وانه خېست؟ اوس خو بايد له عامر سره د ناوړه چلند له امله زده کړه وکړو چې تر څو به خپلې ورور وژنې ته دوام ورکوو؟ ايا دا څه چې موږ روان کړي او يا مو کول په رښتينې توګه د جهادي ارزښتونو استازولي کولی شي؟ نه هېڅکله نه!

د حکمتيار لپاره ډېر دروند او ستر شرم دی چې دی لا کله د مؤقت حکومت او کله د اپوزيسيون خبرې کوي. د نوموړي د خپلسرو پرېکړو او ناسمو پاليسيو له امله خو يې خپل حزب ټوټه ټوټه شو، نو چې د اپوزيسيون مشر شي، نو څه دنيا به ورانه کړي؟

د عامر بېعزتي او ورسره ناوړه چلند دا زموږ د ټولو په تېره بيا د طالبانو لپاره يوه لويه ننګونه ده. اګر چې طالبان د زمکې پر مخ هغه ذليله طبقه ده چې پر خپل سفير يې ننګ ونه کړ، نو پر عادي افغانانو به يې څه وکړي؟ دا په حقيقت کې موږ او عربانو ته يو لويه ننګونه ده چې له دې وروسته بايد له دغه دوه مخي مسلمان سره څنګه چلند وشي؟

په درنښت
سيد حسين پاچا

چې عمران خان اسامه ((شهيد)) وباله
https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-53188877
عمران خان اسامه بن لادن ته د ((شهيد)) خطاب وکړ
https://www.pashtovoa.com/a/imran-khan-called-osama-bin-ladin-as-martyr-/5477444.html
اوس پر نيوکې کيږي، عمران خان اسامه بن لادن ته شهيد ويلي
https://rohi.af/news/85977
اسد درانی : د اسامه د وژلو پر سر د امريکا او پاکستان پټه معامله شوې وه
http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d8%a7%d8%b3%d8%af-%d8%af%d9%8f%d8%b1%d8%a7%d9%86%db%8c-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%a7%d9%85%d9%87-%d8%af-%d9%88%da%98%d9%84%d9%88-%d9%be%d8%b1-%d8%b3%d8%b1-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7/


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery