مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امریکائې قواو وتل یا د ټرامپ د ټولټاکنو کمپائين

انجنیر دلاور حبیبی
امریکائې قواو پر افغانستان نه یوازي د اسامه بن لادین د وژلو، د طالبانو د رژیم له مینځه وړلو او د «تهران - مسکو» د معلوم الحاله طرفدارانو د«شمالي ائتلاف» د واکنۍ لپاره یرغل کړیدي ، بلکه د افغانستان پر جیو-ستراتیژيکي موقعیت چې د «نړۍ بام، د اسیا زړه یا د الوتکې د پيلوټ کيبین» په نومونو یاده شویده د خپلو پښو د ایښودلو لپاره، چې په لمړيو کې له ایران او چین نیولي تر روسیې پوري ټولو ورته هورا ویله او اوس ئې د«با مسئولیته او په ترتیب سره د وتلو» خبري کوي، پکښي ډير مهم او ارزښتناکه رول هم لوبولې او له همدی کبله ئې خپل ۳۵۷۴سرونه او یو ټريلیون سرمایي قرباني کړي او تر نېمې پيړۍ پورې له افغانستانه خپلې قواووي نه باسي.
د قواو د ویستلو اوسنۍ اوازي د متحده ایالاتو د راتلونکي ولسمشرۍ د ټولټاکنو د تبلیغاتو لپاره دي نه د امریکا د شکست او ماتې خوړلو له کبله.
پيکینګ د چین جنوبی سمندر خپله جغرافیائې سېمه بولي او د برونائ، فلیپين، ویتنام او ملیشیا هیوادونه ئې په حقه هم خپلې سرحدي منطقي بولي. چې د کبانو تر څنګ د تیلو او ګازو بیحده زیرمي هم لري، د چین او د یاد شوو هیوادو تر مینځ يوه نوې شخړه ده. د جنوبی چین سمندر کې چینایانو اوه جزیري جوړي کړیدي چې پکښي د لنډې او اوږدې فاصلو ویشتونکي توغندي، الوتکو هوائې ډګر او ټانکونه هم ځاي پر ځاي کړي دي، متحده ایالات د دغو اډو د جوړولو او پر عصري وسلو سمبالول ئې، د سیاسی، نظامی او اقتصادي ګټو تر څنګ د «امریکائې نړۍ وال نظام» پر ضد بولی. ځکه د جنوبی چین او «ایندو- پيسیپک» سمندرونه په يوه کال کې د پنځه ټریلینو ډالرو د سوداګرۍ د کيښتيو د تګ راتګ سمندري لاره ده او ددي سمندري لارو واکمنۍ چین ته د متحده ایالاتو د نړۍ یوازینې سوپر پاور ته د پاې ټکې یا د ژوند او مرګ سوال دي.
متحده ایالات چین ته د یوه خطرناکه سیال په سترګه او روسیه د خپلې نړۍ وال نظام پر ضد بولي او هر څوک چې د امریکایانو د هوسا ژوند پر ضد عمل وکړي خپل دښمنان ئي بولي.
د بلې خوا سپېنه ماڼۍ په افغانستان کې، د ایران د اخوندانو، چین او روسیی د نفوذ د زیاتولو مخنوی هم غواړي.
هند د چین او پاکستان سره د سرحدونو پر سر غټي ستونځي لري چې د چین سره ئې په کال ۱۹۶۲ ستره جګړه وکړه او د پاکستان سره ئې دری جګړي هم کړیدي.
واشنګټن او نوې ډهلی د چینائې ښامار لکۍ چې د ټولې نړۍ ئې د «یو کمربند او یو سړک د ابتکار » په نامه ګردچاپيره راتاوه کړي او يا ئې د راتاوولو په حال کې ده، ګډه ویره لرې. امریکا له همدی کبله د خپل پخوانې متحد یعنی پاکستان د ګټو پر خلاف د هند سره ستراتیژيکې تړون او د اتمی تیکنالوژۍ د ورکولو تړونونه لاس لیک کړل.
پاکستان د امریکې او چین په نوې سړې جګړه کې:
د لمړي ځل لپاره د پاکستان استبلیشمینټ د خپل څلور-فصلیزه ستر ګاونډې هیواد چین او د متحده ایالاتو د نوې او تازه سړې جګړې په ژرنده کې د غنمو د دانو پشان له جدي خطر سره د مخامخیدو په حال کې دي، هغه دا چې له یوه ځان لريکول او د بل پوري ځان نښلول، د پاکستان بقاء تر پوښتنې لاندې راوړې.
پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه او د طالبانو د امارات له مینځه وړل، د خپلو ملی او ستراتیژيکي ګټو پر ضد بولي، چې له یوې خوا ئې ۳۲ میلیارده ډالر د متحده ایالاتو تر لاسه کړل او د بلې خوا ئې ځيني طالبان او القاعده پر امریکایانو د ډالرو په بدل کې و پلورل، اما د خپلو ملی ګټو پخاطر ئې بیا هم د طالبانو تحریک راژوندی او د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د ایساف د قواو پر ضد تر اوسه استعمالوي.
د پاکستان او امریکې تر مینځ سیاسی، اقتصادی او نظامی اړیکي تل د لوړو او ټيټو، د ګرمو او یخو سره مخامخ شویدي. پاکستان د خپلو پراکسي «طالبانو» د موجودیت او نظامي مرستو په هکله د واشنګټن سره داسي لوبي وکړي:
۱- نشته: طالبان په پاکستان کې نشته.
۲- شاید: طالبان شاید په پاکستان کې وي.
۳- هو: هو طالبان په پاکستان کې شته.
د ولسمشر ټرامپ د راتګ سره د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي یو ځل بیا لکه د
«سپي او پيشو» د اړیکو پشان شول. اما سپينې ماڼۍ یو ځل بیا اسلام اباد ته يو چانس ورکړی او هغه دا چې:
د پاکستان په پيشنهاد د طالبانو او امریکې تر مینځ نیغ په نیغه خبري اتري کول او د کابل حکومت چې له امریکې سره ګډ ستراتیژيکی او امنیتی تړون هم لري، څنډي ته او په سیاسی لحاظ ئې په ټيټه سترګه ورته وکتل.
پر افغانستان د شوروي یرغل، پاکستان ته د «کابل د سوځلو» طلائې چانس او د افغاني ګوندونو او وروسته د طالبانو د تحریک په جوړولو او هغوي ته په ښکاره توګه نظامي، اقتصادی او سیاسی مرستي
موقف له چې د کابل حکومتونه ئې په تیرو څلورو لسیزو کې له کارمل نیولي تر کرزی پوري «گوډاګيان» د ولسمشر غنی په هکله ئې بیا هم خپل تیر موقف و نیوو.
د امریکې د ولسمشر ټرامپ د دې ستراتیژۍ چې خپلي قواوي له افغانستانه باسي، داسي ویل شویدي چې:
۱- ولسمشر ټرامپ د طالبان سره سوله د نوبل جایزې د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.
۲- د خپلو ټاکنیزې وعدې پر اساس باید امریکائې قوای له افغانستانه وباسي او یا ئي راکمي کړي.
د طالبانو او امریکایانو تر مینځ خبري او د سولې قرارداد چې ټول د پاکستان له خوا ترتیب او لیکل شوی و، په دوحه قطر کې د ټرامپ د خاص نماینده سفیر داکتر زلمی خلیلزاد او د طالبانو د نماینده ملا برادر لخوا لاسلیک شو.
د یادولو وړ خبره داده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مائيک پامپيو د سولې قرارداد د طالبانو له نماینده ملابرادر سره د لاسلیک کولو پروسه د ځان لپاره توهین ګڼلو او سفیر داکتر زلمی خلیلزاد ئې ور مخکې کړو.
اوس د پاکستان د واکمنو او په تیره بیا د جنرال باجوا وار دي چې ولسمشر ټرامپ ته به لاندیني شرطونه څنګه پوره کړائ شي:
۱- د بلوچستان په ایالات کې د ګوادر بندر چې د چینایانو لخوا جوړ شویدی او د چین بحری قواوی پکښې ځای پر ځای دي، کنټرول ئې هم د هغوي پلاس کې دي، څنګه بیرته واخلی او کنترول ئې د سینګاپور يا بلې کمپنۍ ته ورکوي او که نه?
۲- د سی پيک«CPEC» او د یو کمربند او یو سړک، ابتکار«BRI» له پروژو به چې 46-62 بیلیونو ډالرو پوري د چین لخوا په پاکستان کې سرمایه ګذاری ده او پاکستان ورته ډير سخت ضرورت لري لاس تری واخلی؟
۳- پاکستان او چین یو د بل د «څلورو فصلیزه» دوستان دي او واشنګټن تري هیله لرې چې، خپل اړیکي له چین سره ډير عادی کړي. اما امریکا به د پاکستانو د جیوستراتیژيکي دښمن یعنې هندوستان سره خپل اړیکي نور هم پياوړي کوي?
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټولټاکنې د روان عیسوی کال د نوامبر په میاشت کې کیدونکې دي. ولسمشر ټرامپ د افغانستان د اوږدې جګړې پاې او د خپلو نظامی قواو د ویستلو وعده د امریکې ولس ته ورکړیده او اوس باید د هغې وعدې پوره کولوو لپاره داسي اوازي او پروپاګندونه خپاره کړي.
اما د چین سره د نوې سړې جګړې پيل، د چین د جنوبی سمندر شخړه، د امریکې نړۍ وال نظام ته ګواښونه د ایران د نفوذ مخنوی، د افغانستان ننې جیو ستراتيژيکي ارزښت د 2001 کال په پرتله لس چنده زیاتوي.
حتی د طالبانو او امریکې د سولې په قرارداد کې، طالبانو د 8600 امریکائې قواو پر تلپاتی موجودیت هوکړه کړیده او هیڅکله د وتلو نیت نلري.
د متحده ایالاتو ولسمشر ټرامپ په یوه غشي دوه ښکاره کوي، یعنې د امریکا د انتخاباتو په ورځ د «خپلو قواو خروج له افغانستانه»
چې یو ئې داکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ له نشې راکښته او د سولې زخمې کفتره ئې پلاس کې ورکړه. اما د امریکې په انتخاباتو کې د بیا ګټولو يا ښکار لپاره ئې د امریکې د خلکو په مینځ کې د هغي د دندې د سرته رسولو په هکله يوازي ۳۳% امریکایان مثبت نظر ورکوي او کیدائې شې چې د انتخاباتو پاېلي تري ختا شي.
بناً زما په اند امریکائې قواوی تر نېمې پيړۍ پوري هم له افغانستانه نه وځي او د وتلو گواښونه ئې يوازي د امریکې د ولسمشر دټولټاکنو د کمپائين شعارونه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery