مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اعتماد او باور

د،ب،هيښ


ديوه شخص د تیارۍ او امادګۍ اندازه چې څومره د بل شخص (يا ډلې ، سازمان ، ادارې او دولتي اورګانونو) خبرې ، ادعا او اظهارات ورته د منلو او اعتبار وړ دي اعتماد بلل کيږي . هر څومره چې ديوه شخص د تيارۍ او امادګۍ دا اندازه د بل (شخص ، ډلې ، سلزمان او دولتي اورګانونو ) د اظهاراتو دمنلو او معتبر ګڼلو دپاره زيات وي په همغه اندازه د اعتماد کچه هم لوړه او اعتماد کوونکي مقابل لوری د خپل حمايت او تائيد وړ ګرزوي.

په ټولنه کې د سولې ، ثبات ، ترقۍ او سوکالۍ د راتلو او استقرار له پاره د ټولنې د افرادو او موجوده سازمانونو او انستيتونونو ترمنځ اعتماد او باور ته اشد ضرورت دئ .
اعتماد په ټولنه کې هغه وخت قائميږي چې افراد ،ډلې ، سازمانونه ،قشرونه او انستيتونونه ئې د ټولنې منل شويو شريکو ارزښتونو ته احترام ولري او مراعاتول يې خپل فرض وبولي . هېڅوک د منل شويو ارزښتونو سره د شخصي او ګروپي ګټو او هدفونو د لاسته راوړلو په هدف په دروغو ، دوکو او تقلبونو برخورد ونه کړي

په‌ افغاني ټولنه کې خپلمنځي اعتماد چې د زرهاوو کلونو شريک ژوند ثمره وه په دوو اساسی ستنو ولاړ وو چې يو ئې اسلاميت او بل ئې افغانيت و .
په ټولو روابطو ، معاملاتو ، اجرااتو او کړو وړو کې د اسلاميت او افغانيت د اصولو نه په پيروۍ ټولنيز اعتماد په نسبي شکل وجود درلود او د هغې په اساس به ئې ور ځنی ژوند تېراوه او هرې ستونزې ته به ئې د حل لاره لټوله .
اسلاميت او افغانيت افغانان داسې سره اوبدلي او معتمد کړي وو ، چې هر خارجي افت او داخلي فسادي ويروس ئې ديني عقيدې ملي وحدت،ملي خپلواکۍ ، ملي حيثيت او مقاومت ته زيان نه شوائ رسولائ او د هر طوفان نه به سالم را ووتل . د خارجي دښمنانو مغرضانه پلانونه ، يرغلونه او فشارونه به يې دفع او د داخلې فتنه ګرانو او اشرارو دسيسې به ئې خنثا کړې . سره ددې چې ځاني قربانيانې او مادي زيانونه به يې وليدل خو يو په بل باور او اعتماد چې منبع ئې اسلاميت او افغانيت و د راتلونکي ژوند او د هر نوع ستونزو سره د مقابلي امېد ، توان او حوصله ور کوله او ناخوالو ته د تسليم په ځای به ئی په دې باور چې ديني او
ملي ارزښتونه ته تعهد مو ګډ خپلواک ژوند تضمينوي د مبارزې سنګر تود ساتلو .

په اسلام او افغاني دود کې همېشه تاکيد او تائيد په رښتيا ، صداقت ، دخبرو او عمل په تطابق او د انساني کرامت په محترم ګنلو او مراعاتولو چې د اعتماد د پياوړيتوب او په ټولنه کې دهغې د وجود او دوام د پاره اساسي رول لري شوئ دئ او هغه روشونه او طريقې لکه درواغ ، دوکه ، جعل ، تقلب او د امانت خيانتول چې د اعتماد د له منځه وړلو باعث کيږي رد او نفی کوي .

د څو لسيزو جنګونو او د اشرارو او فاسدو عناصرو شيطاني حاکميت ، د اولس دبې خبرۍ،لاشعورۍ او ناپوهۍ وضعيت او په سياسي قدرت کې د ننه او بهر اشخاصو ، ډلو-ټپلو له لوري د دروغو ، دوکو ، جعلکاريو ، تقلبونو او خيانتونو په ترويج سره د اعتماد اصلي ستنې ( اسلاميت او افغانيت ) په نړېدو شوې او د نورو زيانونو تر څنګ د اعتماد او باور اصل ته يې جبران نه کيدونکی ضرر ورسولو او د ټولنې ددې قيمتي جوهر رېښې ئې په وچېدو کړی .
بې باوري او بې اعتمادي د کور- کلي نه نيولې تر ټول مملکته خوره شوه او ده .همدا وجه ده چې که په دې بې اعتمادۍ وهلې ټولنه‌کې يو څوک د خير او ښیګنې د کولو د پاره د خپل حب الوطن او انساني احساس په بنياد اقدام کوي ، هغه هم د ټولو ترشک لاندې راځي او هېڅوک يې په نيک نيت اعتماد نه کوي . بلکې په هکله يې قضاوت کوي چې حتمي ديو چا له لوري او د کوم مخصد له پاره د خلکو د غولولو په نيت دا کار کوي . استدلال ئې دادئ چې دا څنګه امکان لري چې د پيرانو ، حضرتانو ،بزرګانو اوناميانو دلته پيسو -قدرت -شهرت او شهوت ته اودسونه ټيڼګ نه شول او باديې ووت او دی په تنهايۍ ورته لګيا دئ او د شخصي ګټې په ځای ئې عام المنفعه کار ته بډې وهلې دي ؟ حتمي تر کاسه لاندې يې نيمه کاسه غلې کړې ده .
همدا ذهنيت ددې سبب شو چې په ځای ددې چې خير غوښتونکو او مصلحو خللکو ته هرکلی وويل شي او تشويق شي د سختو ستونزو او حتا د مرګ د ګواښونو سره مخامخ کيږي ، ځکه د جنګ ، جنايت ، خيانت ، غلا ، غصب او فساد په حاکميت کې هېڅوک نشته چې د ده په اخلاصي او اصلاحي نيت باور وکړي او حد الاقل د کار مانع يې ونه ګرزي .
که نه هغه متل دئ چې :
د څاڅکي څاڅکي نه درياب جوړيږي .
که د مخلصو او شریفو افغانانو د علمي ، فني او مادي فعاليت دپاره موانع پيدا نه شي ، د وطن د ابادۍ او اولس د خدمت د پاره خو يو کوچنی قدم ډېر کسان اخستلائ شي او شوق ئې لري .

په نوره دنيا کې چې د وړو وړو کارګاوو او دوکانونو نه لويې فابريکې او غټ تجارتي مرکزونه جوړشوي دي او د لکهاوو خلکو د پاره ئې د کار او معيشت زمينه برابره کړې ده ، اصلي وجه يې داده حې د ټولنې د افرادو په منځ کې د فنکارانو ، اهل کسبه او نورو خيرغوښتونکو په اجتماعي ، تخنيکي او توليدي فعاليت باور وجود لري او د هغوی د ابتکاري او خلاقيتي ظرفيت د ودې او ترقۍ هلې ځلې ستايل کيږي او تشويق کيږي ، لاکن بدبختانه زموږ په وطن کې په ريشخند وهلو او مزاحمت بدرګه کيږي .
همدا سبب دئ چې ډېر د کار او خدمت خلک چې په سياسي مسايلو کې دخيل هم نه وي او د تنظيمي -ګوندي کش مکش سره نه علاقه لري او نه رابطه ،په ټولنه کې د بې اعتمادۍ او ناحقه تور- تهمت له کبله ماءيوسه شي ،
وطن -اولس ته د خدمت کولو ارمانونه ئې خاورې شي او د ملک د ترقۍ او خلکو د هوسايۍ يو ښه فرصت له لاسه ولاړشي .

په افغاني ټولنه‌کی د برحاله بې اعتمادۍ د مصيبت نه دنجات او د ټؤلنيز خپلمنځي اعتماد د استوارولو او احيا د پاره يوازينی لاره اسلاميت او افغانيت ته رجوع او دهغی په محور را څرخېدل دي او د وارداتي اډيولوژيګانو او نظرياتو په ځای چې روان ناورين او بې اعتمادي ئې راوستلې اوبله هېڅ ثمره ئې نه لرله صرفنظر کول دي .

رب د زموږ په وطن کې نور د زور -جنګ -,جنايت -شر او فساد حاکميت او دهغې نه په ټولنه کې د را ولاړې شوي بې باورۍ ذهنيت ختم کړي او زموږ خلکو ته دې هدايت وکړي ، چې د خپل خير او شر د سنجولو ظرفيت پيدا کړو . ترڅو د صالحو ، خير غوښتونکو او ترقي پسنده خلکو د تخليقي او ابتکاري کار په مخ کې ناحقه خڼډونه جوړ نه‌کړو او دخپلو پښو د قطع کولو دحماقت نه نور لاس واخلو .
والسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery