مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-08-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاو (ECF) په نوي پروګرام هوکړه وکړه

راحیله جواد

 

د افغانستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د ۳۶۴ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د اعتباري اسانتیاو په درې نیم کلن نوي پروګرام باندې هوکړه وکړه.

د دې پروګرام موخه په مالي سکټور کې بنسټیز اصلاحات، د لوی اقتصاد چوکاټ، د ملي عوایدو راټولیدل، ګمرکي اصلاحات، د ملي بودیجې په لګښت کې روڼتیا، بانکدارۍ سکټور، له فساد سره مبارزه، د اسعارو بیې ثابت ساتل، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، اقتصادي وده او کارموندنه ده.

یاد پروګرام د کرونا ویروس اقتصادي منفي اغیزې کموي همداشان په لوی اقتصاد کې اصلاحات پیاوړي کوي، اقتصادي اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ څخه ملاتړ کوي.

د دې پروګرام له مخې د افغانستان حکومت د یو لړ بنسټیزو شاخصونو په تر سره کولو سره کولی شي ۳۶۴ میلیونه ډالر په راتلوونکو درې نیمو کلونو کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه تر لاسه کړي.

په دې پروګرام کې شاملې مرستې د ټولیزې ودې، د بیوزلۍ کموالي او ځان بسیاینې په ګډون د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ  دویم سند (ANPDF-II) له موخو څخه د ملاتړ لپاره مهم دی.

همداشان د پیسو نړیوال صندوق نوی پروګرام په لوی اقتصاد کې د ثبات جوړولو، له ملي بودیجې څخه ملاتړ، د بودیجوي کسر جبران، د نویو پروګرامونو تمویل او د کرونا ویروس منفي اغیزو کموالي سبب کیږ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery