مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-10-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کيڼلاسي او ښيلاسي + طالب و حکومت يو هم بري الذمه نه دي

سيد حسين پاچا


سيد شمس الدين مجروح هم د خپل زوی سيد بهاؤالدين مجروح فاتحې ته نه پرېښوول کېده او د هغه فاتحه يې کفر بلله

د نجيب تلين نمانځنې مخنيوي به بې انصافي وي، دا چې نن د برقي والا، چترالي ملا او د مزاري تلينونه نمانځو او سبا به بيا د ګيلکار (حکمتيار) نمانځو، نو نجيب هم مستحق دی. طالب او نور دې نران شي د ملا محمد عمر او خپلې نمانځنې دې په کابل کې وکړي. د اجتماعي عدالت په يو ټولبښنه کې به دا ښه وي چې يو بل وزغمو، تېر هېر او يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو. له بښنې او زغمنې نور ښه نشته.


نوټ : نجيب که هر څه وو، خو په ښکاره يې موږ جهاديانو ته د سولې وړانديز کړی وو. وړانديز د هغه حق وو او تمايل ((نرمښت/منښته)) زموږ د جهاديانو ((وان جنحوا للسلم - فاجنح لها - فتوکل علی الله)) هغه خپل ملي - اسلامي رسالت تر سره کړی، خو موږ جهاديانو نه. موږ تمايل ((نرمښت/منښت))  سولی ته ونه ښوولو، بلکې د نورو په هڅونه مو انکار او د زور رويه اختيار کړه. دويم دا چې هغه خپله محکمې ته د ملګرو ملتونو له ليارې وړانديز کړی وو، خو ملګرو ملتونو او محکمې ورته تر پايه د ((هو/نه)) ځواب ورنه کړ. درېيم دا چې له نجيب سره د ملت حساب وو، نه د بابر و حميدګل او نورو بيګانه وو. څلورم دا چې طالبانو د مولوي احسان الله او عبدالرازق په مشرۍ په ازره کې احمدزيو ته ډاډ ((تضمين)) ورکړی وو چې موږ به د نجيب ساتنه کوو، خو هغسې ونه شول. ځکه خو د بابر وحميدګل له لورې د (Covert Action Division) هغه بېرحمه او بې محاسبې وژنه هغه ته د شهيد وياړ وربښي. طالبان وپاکستان بايد د دې سپيناوی ورکړي. پينځم دا چې حکمتيار لا اوس هم د پېښور د بخشي پله نخرې کوي چې د ارواښاد مجددي غونډه يې هغه وخت د نورو په اشاره ګډه وډه کړه. همداسې له امين سره د ولس حسابي وه نه د روسانو. کېدای شي چې د مسکو و اسلام اباد + واشنګټن د پټې يارانې همدغه ټکی وي. د اروښاد روحاني مشر مجددي ازاروهلی ولې نه سميږي؟


ښاغلی حکمتيار بايد د خپل مخکينې مشر ”انجنير حبيب الرحمان“ ورتګ د بابر پر حواله سوشياليست بوټو او له هغه سره پټې خبرې د هغه وخت د نظام په اړه له سياسي واسلامي ((شرعي)) پلوه څنګه توجيه کوي؟ ملت ته بايد د يو خروټي مفسر په توګه د دغو پټو خبرو سپيناوی ورکړي.
نصيرالله بابر :
((په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجينر حبيب الرحمن راغی. هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې برګيډير وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.))

دين - سياست و نړيوال وسيمه ييز استخبارات دلته په ټکر کې دي. تېر ته په کتو غازي امان الله خان هم د همداسې د يو سيمه ييز و نړيوال سياست واستخباراتو او د هغه وخت د نړيوال مونتاژ ښکار شو او تر ننه پرې ناسم تورونه لګول کيږي. يا په روښانه ټکو دين مبهم نه، بلکې روښانه دی، خو سياست واستخبارات تل مبهم يعنې ګونګ او پېچلي وي. ښاغلی حکمتيار او ګوند يې هم د نورو سياسي ډلو ټپلو په شان د نورو (پرديو) نسخه ده چې له سيمه ييزو او نړيوالو څارګري سازمانونو يې سرچينه اخېستې، خو دومره ده چې مذهب د خپلو او پرديو ناولو موخو لپاره د تهديد د يوې وسيلې په توګه کاروي.

ښاغلی حکمتيار بايد له ديني اړخه د خپل پخواني مشرتابه دغه ورتګ کمونيست بابر او کمونيست بوټو او د کرنيل امام په خبره چې د بوټو اړيکي له پوځ سره خراب وو، خو ولې بيا يې هم د دې واک پوځ ته سپارلی او هغوی يې پکې راښکېل کړي وو څنګه توجيه کوي؟

دا چې ښاغلی حکمتيار خپله مينه ((نصرت مينه)) له مدينې منورې سره پرتله کوي او استدلال کوي لکه څنګه چې مدينه منوره د اسلام د سپېڅلي دين د خپراوي بنسټ وو، همداسې د ((نصرت مينه)) به د جهاد او د اسلام د خپراوي يو مرکز وي، نو تاريخي لاسوندونو ته په کتو د نوموړي د خلقت نطفه او د بېلارۍ بنسټ د پېښور له بالاحصاره غوټه خوړلې او هغه يو نظامي واستخباراتي بنسټ دی نه اسلامي.

The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

شننه وقرينه :
نصيرالله په ډېرو روښانه ټکو د انجنير حبيب الرحمن او زموږ د دريو جهادي مشرانو [حکمتيار، رباني و مسعود] نومونه په هماغه يو مشخص ځای کې چې د نوموړي دنده او ځای ځايګی ښيي جوتوي چې د دوی سياسي - ايډيولوژيکي او څارګري نطفې له کوم ځايه غوټه خوړلې؟ دغه پورته درې پاراګراپونه په روښانه ټکو د هغه وخت تشويش، بد نيت

د حکمتيار مخينه و اسلامي نظام

د بوټو وېره / تشويش / اندېښنه He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993
بد نيت / مخنيوی Afghanistan Must be destabilized
علت (سبب) Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river
پلان
بلنه (۱) I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan
موقعيت I met with them in Bala Hisar port in Peshawar
روزنه (۲)، تمويلونه (۳) او (۴) تجهيزونه I gave them money and 303 rifles
موخې
بې ثباته کول (نا ارامول) to destabilize Afghanistan
د بې ثباته (ناارامه) کولو او سوځولو پرېکړه Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.
له روسانو لا زيات خرابول وسوځول that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it
داسې کمزوري کول چې بيا په اسانه د خپل حق غوښتنه ونه شي کولی [اردو يې له مينځه يووړه]، نوازشريف پرې ښکاره وياړ وکړ now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line
چوپړ او وياړنه That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
د شهيد محمد داود د وخت د محکمې بُغات د بابر د دې اپلتو په تړاو څه سپيناوی او ديني صبغه ورکولی شي؟ دلته خو ښکاره سياست و دين يو له بل سره غوټه خوړلې او حکمتيار د بابر چرګوړی لا تر اوسه د اسلام د مبارک دين ترنم زمزمه کوي. حکمتيار بايد دلته دين وسياست سره جلا وتعريف کړي.

وتعاونوا علی البر والتقوی ولاتعاونو علی الاثم والعدوان
الاحسان بالجار : ....والجار ذی القربی والجار الجنب والصاحب بالجنب
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه - عَنْ النَّبِيِّ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ: "مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ، يَسَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِما سَتَرَهُ اللهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَاَللَّهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ، وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إلَى الْجَنَّةِ، وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ، وَيَتَدَارَسُونَهُ فِيمَا بَيْنَهُمْ؛ إلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ، وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ، وَمَنْ أَبَطْأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ". رَوَاهُ مُسْلِمٌ
ننګونه : بابر خو پنجاب ته پخپل چوپړ وياړل چې خپل ټبر او کور (افغانستان) يې د پنجاب لپاره تر ننه ناارامه (بې ثباته)، ناتوانه (کمزوری)، اړ او په اور کې وسېځه، خو حکمتيار به چا ته او پر څه وياړي؟ ښاغلی حکمتيار او حزب يې بايد خپله اسلامي صبغه د دغه پورته ناولو موخو په رڼا کې يوځل د ملي - اسلامي، حقوقي، اخلاقي، تاريخي وکلتوري ارزښتونو په رڼا کې له سره مطالعه کړي.
قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.
Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action
His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.
مشرف : موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د ”حزب اسلامي“ په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.
پوښتنه : د ارواښاد انجنير حبيب الرحمن له بابر او بوټو سره پټه ليدنه او د بابر دغه وروستۍ مرکه له ښاغلي فرهاد علي خاور سره د ښاغلي حکمتيار او ارواښادو رباني او مسعود په تړاو څنګه د اسلامي، اخلاقي او حقوقي ارزښتونو په رڼا کې توجيه کېدای شي؟ پر کوم اساس خپل يو ملتپال کمونيست کافر او د نورو مسلمانان ګڼلی شي؟ که کافر وکمونيست مو بد راځي، نو له منافق سره څه وکړو؟ د روسانو راتګ له دې سره تړاو نه لري؟ که يو اخوانی، ستمی اخوانی و ماويست + بابر و بوټو + حميدګل و قاضي حسين احمد مسلمانان کېدای شي، نو يو ملتپال کمونيست ولې نه؟ ښاغلی حکمتيار خاتم المفسرين نه دی ان تر دې چې دې ورته القاب امام بخاري رحمه الله ته (خاتم المحدثين) او او امام ابو حنيفة (رح) ته (خاتم الفقهاء) او داسې نورو ته نه دي کارول شوي، نو د پرديو د استخباراتو دغه بې شرمه چرګوړي بايد له ځان سره ښه ژور سوچ وکړي چې سبا ته يې ژوند دلته په ټولنه کې دی نه د نورو په غېږ کې. دا چې اسد دُرانی وايی ((په افغانستان کې په راتلونکې کې رول به د شمال ټلوالې، حزب وحدت او د طالبانو وي، نو ده ته د تېر په څېر بيا د خره سوباړی رسي؟)) چې لا پخپلو زشتو افراطي څرګندونو لا په ټولنه کې ځان منزوي کوي. ښاغلی حکمتيار دې د فرعون غوندې د الوهيت خوبونه نه ويني.

ضياءالحق :
Making the water boil in Afghanistan
by Praveen Swami
/ The Hindu
"The water in Afghanistan," Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, "must boil at the right temperature."
په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يو مناسبه درجه وېشول شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]
ښاغلی حکمتيار د الله تعالی د پېغمبر (ص)، اختر عبدالرحمان او د ضياءالحق دغه درې خبرې څنګه توجيه کوي؟
 مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ
 Ziaulhaq: Making the water boil in Afghanistan in the right temperature.
 General Akhter Abdur Rehman: “Kabul must burn”.
په افغانستان کې دوامداره يا تلپاتې جګړه ساتل او د کابل سوځول خو له اصل مدعا سره سر نه خوري.
ضياء الحق :
((پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسری او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان نه شي زغملی. افغانان نه شي کولای چې د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.))
ښاغلی حکمتيار دې دا روښانه کړي چې نوموړی د کوم جهاد استازولي کوي؟

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :
ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :
• ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
• د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
• څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟
کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :
په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.
((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي ”افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي“. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).
هېښنده لا دا چې هغسې اسلامي نظام چې ښاغلی حکمتيار يې لا تراوسه په ارمان دی ضياء ورپورې خندل، نو ده ته بابر، حميدګل، کرنيل امام، بوټو او ضياء څه ډول اسلام و اسلامي نظام ښوولی دی؟

مشاهد حسين وايی :
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو
حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

دا چې په عبادت ”لمانځه“ کې د تحرّی په صورت کې قبلې ته د مخ ګرځولو (استقبال) جواز شته، نو په سياست کې خو هر وخت شته چې پر خپله پالېسۍ (کړنلارې) او کړووړو باندې بيا له سره بيا کتنه وکړي او سمون پکې راولي. ان تر دې چې الله تعالی پېغمبر (ص) ته وايی چې ((هغه څه چې الله تعالی نه دی حرام کړي پر ځان يې مه حراموه / مه يې بندوه)) او د نيوکې ”لم تحرّم“ ژبه ورته کاروي.
د جهاد، اسلام، امارت، کمونېزم وسوسيالېزم، سيکولرېزم - ديموکراسۍ، بشري واسلامي حقوقو دعوېدار او ټيکه داران دې نور هسې بېځايه ډنډورې نه غږوي او د خليلزاد ډول ته دې نه نڅيږي.  موږ هر يو داسې کړه وړه وکړل چې نن اسلام، امارت، جمهوريت، کمونېزم وسوسيالېزم او سيکولرېزم راباندې شرميږي. په هېڅ يو کې مو د ځان لپاره د ځای ناستې ځای نه دی پرېښی.


کرنيل امام :
نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی وو او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې. هغه له بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته ”چريکي جګړه“ ور زده کړو. سره له دې چې پوځ سره په ځينو برخو کې هغه زمانه کې د بهټو صيب سره اړيکې ښې نه وې، خو دا چون د پاکستان د خوندي کولو خبره وه، نو ځکه بهټو صيب پوځ په دې قضيه کې راداخل کړ. دا لومړی ځل وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه په يوه مساله کې را ښکيليږي. د پوځ لوی درستيز هم د بهټو صيب خبره ومنله او په دې برخه کې يې د ”ځانګړې پالېسۍ جوړولو“ او ”کار کولو پلان“ ته ټټر وواهه.

ښاغلی حکمتيار دې د ځان او د خپل مشرتابه د غوښتنې په تړاو چې له بابر څخه يې په بالاحصار کې کړې وه چې ((ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې برګيډير وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.)) تاسې درېواړه خو بيا بابر بوټو ته وړي وئ او قاضي حسين احمد يې دعوه کوي، نو تاسې له يو کمونيست [محمد داوود خان] راتښتېدلي وئ او له بل کمونيست [ذوالفقار علي بوټو] سره مو ليدل غوښتل، نو تاسې دا خپل بيعت (لوړه / ژمنه) څنګه توجيه کوئ؟ له دې سره سره چې د هغه اړيکي له پوځ سره ښه نه ول، خو تاسې يې پوځ او استخباراتو ته په لاس کې ورکړئ او هغه بل کمونيست بابر مو روزنه او پالنه کوله. تاسې وخدای چې تاسې درېواړه به د بابر کور ته په شاهين ټاون کې هره جمعه نه ورتللئ؟ د ښاغلي کرزي د فرهنګي چارو مشاور زلمی هېوادمل هم پوه دی. تاسې خو مفسر هم ياست او د پېښور په اکبرپوره کې به د شيخ عبدالرحيم چترالي ترجمې (تفسير) ته هم راتلئ. ايا کولی شئ چې د تلويزيون له ليارې ولس ته ډاډ ورکړئ چې تاسې ته بوټو څه ويل او تاسې ورسره څه ژمنې کولې؟
دا دين (اسلام) دومره سپک نه دی لکه تا چې پرې ملنډې ووهلې او سپک دې کړ. تورکوني مشرف د څه لپاره له امريکا سره مخ کړئ؟ تاسې د چا هر امر ته تابع واست؟

کرنيل امام :
د سردار داوود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنيوي هڅه وکړه، نو کابو د ۳۵ په شاوخوا کې يوه ډله چې استاد برهاالدين رباني، ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل. استاد سياف هم د دوی سره ملګری وو، خو هغه په لاره کې نيول شوی وو او په زندان کې پروت وو.

د پاکستان ډېر وفادار او په پاکستان مين ذوالفقار علي بټو نصير الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.

نصير الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ مياشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د يو تنظيم په جوړولو يې کار وکړ. يوه ورځ راته نصير الله بابر صيب وويل چې په يو تنظيم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار وو، لکه په ډنډ کې چې چينډښې راټولوې.

۱۹۷۳ م کال د پاکستان له پاره ډېر ښه کال وو، له څه مودې راهيسې مونږ که له يو لورې د هندوستان سره سختې خرابې اړيکې درلودې. بل لورې مو تازه د پاکستان د وېش تجربه درلوده چې د هندوستان په مرسته بنګلدېش له پاکستان جدا شو. که چېرې تر اوسه بنګلدېش زمونږ سره وای، نو مونږ په ډېره اسانۍ کولای شول چې هندوستان مهار کړو او په يوه جزيره کې يې بند وساتو.

په ۱۷۱۳م زيږديز کال کې مونږ دا چاره ډېره په لږه پيمانه پيل کړه او په لومړي کورس کې د نورو ډېرو سردار داوود مخالفو افرادو سره ګلبدين حکمتيار، احمدشاه مسعود او دين محمد هم شامل وو.

دا لومړی کورس مونږ ډېر پټ تر سره کړه او له دې وروسته مونږ بيا په مختلفو برخو کې ځينې نور کورسونه هم له کابل راغلي ځوانانو ته ورکړل.

پوښتنه :
دا چې کرنيل امام سيندی بوټو پاکستان ته ډېر ژمن او پرې مين شمېري، نو ارواښاد نجيب خو هم زموږ د جهاديانو په پرتله پر خپله خاوره مين او ورته ژمن وو، ولې هغه ستايل کيږي او نجيب نه؟
ايا دا بس نه دی چې خپل زوی دې دباندې ګواهي ورکوي چې پلار مې د ټولو بدبختيو مسوول دی؟
جمال الدين حکمتيار :
د ګلبدين حکمتيار زوى: پلار مې د ټولو بدبختيو مسوول دی
د پاکستان پر مټ خپل سياست مخ ته وړي
ښايي چې هغه د کور دننه له يو ډول توپيري چلنده رواني کړيږي. ښاغلی محقق هم د ورته ستونزو سره لاس وګرېوان وو چې په مرګ ورته تمامه شوه. په اولادونو او مېرمنو کې توپير کول ښه خبره نه ده. قرآني سپارښتنه دا ده چې ((... فان خفتم الا تعدلوا فواحدةً)). سمه ده چې يوه به درته کونډه پاتې شوې وي او بله به دې په خپله خوښه کړې وي، خو انصاف/تعادل د الله تعالی حکم دی.

ښاغلی حکمتيار،
اعلاميهء احزاب اسلامي افغانستان
چرا حکمتيار، نويسندهء کتاب ((اژدهای خودي)) را کُشت؟
د پنجاب مدافع وکيل ته
که نجيب الله د زرګونو انسانانو قاتل دی، نو دی خپله د څومره؟
ايا کولی شئ چې ملت ته د هېواد دننه او د باندې د ټولو هدفي وژنو، د ورسک او شمشتو په شمول د رسنيو له ليارې په سړه سينه ځواب او حساب ورکړئ؟
دا نر تاسې واست چې د ټولو جهادي ملتپالو او اسلامپالو يا په بله مانا د منځلاريو او سختدريځو په استازيتوب د ضياء په لمسون د روسانو د هغه وخت وړانديز چې مجاهدين بايد د قضيې د يو اړخ په توګه مطرح شي، خو تاسې رد او د زور رويه مو خپله کړه. په اخر کې څنګه راغلئ؟ د نجيب د وخت راتګ به درته په هسکه غاړه او ډېر ګټور وو. ځکه چې هېواد به له ورانۍ او ټولوژنې بچ شوی وای. که الله تعالی دې د محشر (نياو) پر ورځ په همدې کې راونيسي ستا ځواب به رب العالمين ته څه وي؟
تېر ته کتو پر نجونو تېزاب شيندنه څنګه توجيه کوئ؟

ښاغلی حکمتيار،
تاسې ته ښه پته ده چې د وروستي ځل لپاره بيا هم نجيب الله تاسې حاجي سحرګل حسن خېل مومند در استولی وو، خو تاسې د نورو په لمسون او نغوته هغه ځواب کړ او رښتيا تاسې ورته څه ويلي وو؟ نن تاسې په کومو سترګو د نجيب د تلين مخنيوی او مخالفت کوئ او ولې؟

ښاغلي حکمتيار :
پوهاند سيد بهاؤالدين مجروح، جنت ګل غروال، ولي خان کړوخېل، جنرال کټوازی ډاکټر سعادت شګيوال، ډاکټر نسيم لودين، انجنير عزيز او داسې نورو ان تر صمد روحاني پورې ټولو د ژوند حق درلود. مسعود له روسانو سره درې مياشتېنی اوربند د دې ايات د حکم په رڼا کې وکړ، خو تا د ضياءالحق، اختر عبدالرحمان او حميدګل په لمسون رد او د زور رويه دې خپله کړله. هماغه وو چې ضياءالحق په همدي پلمه له موږ له روسانو سره د مخامخ وړانديز او په ژنيو کې د بهرني سياست واک واختيار واخېست او تر ننه ورسره دی چې جونېجو به بيا زموږ پر استازيتوب له ارواښاد هاتف سره خبرې کولې. دا ځکه چې ضياءالحق به ويل ::
((پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسری او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان نه شي زغملی. افغانان نه شي کولای چې د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.))
د دې ناسم بنسټ اېښوونې مسووليت تا ته راجع دی. دا تاسې واست چې له مجاهدينو د خپلې سياسي استازولۍ حق واخېستل شو او تر له پاکستان سره دی.

زما پوښتنه همدا ده چې څنګه يو قرآني حکم يو ته روا او بل ته ناروا دی؟ همداسې طالب ته هوبه هو هماغه حکم له غيرمسلم (امريکا) سره روا او له حکومت سره سوله ناروا ده؟ دا د مشروعيت او نه مشروعيت حکم ستا او د دوی تر شا قوت ته چا ورکړی دی؟ هېښنده لا دا چې مسعود ته له روسانو سره د سولې (اوربند) اجازه ورکړل شوه، خو تاسې ته نه له روسانو او نه د هغه وخت له حکومت (ډاکټر نجيب الله) سره. همداسې طالب ته له امريکا سره د سولې (اوربند) اجازه ورکړل شوه، خو له حکومت سره نه. قرآن خو دا هم وايی چې ((فاصلحوا بين اخويکم...)) چې خبره د جهاد شي، نو بيا اخوان، ماويست، ستمی او سلفي ټول سره يو شئ، خو چې خبره د واک د وېش شي، نو بيا مرغانچه هم څوک درته په کابل کې نه درکوي.

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.
Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action
His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

واعتصموا بحبل الله جميعا ولاتفرقوا - واذکروا نعمت الله عليکم اذ کنتم اعداء فالف بين قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخوانا ... [ ال عمران : ۱۰۳ ]

حکمتيار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل يې د خپلې داعيې نماينده ګي په خپله وکړي.
د پژواک ګناه همدا وه، چې له پېښوره وشړل شو، د جنت ګل غروال جرم هم همدغه وو، چې د جهاد د سياسي نماينده ګۍ لپاره يې د پانګې تابيا کوله، چې و وژل شو او تر اوسه يې قبر چاته نه دی معلوم.
د مجروح ګناه داوه چې په يوه ګروېږنه او پلټنه کې يې دا نتېجه اعلان کړه، چې افغان مجاهد ملت د لويې جرګې او پخواني پاچا په وسيله غواړي د خپل جهاد د زعامت لپاره ملي پلاټ فارم جوړ کړي.
خو تا د ISI په سلنګسري تومانچه باندې په سپينه ورځ وويشت او بيا دې د هغه سپين ږيری پلار شمس الدين مجروح ته لاس پورته کول او فاتحه ورکول هم کفر بللو.
جناب حکمتيار صاحب، د مجاهدينو په رهبرانو کې يوازې ته وې چې د ISI په وساطت به دې د CIA له مامورينو سره کتل.
خو هماغه ISI بيا د طالبانو په امبور باندې خصي کړې او د مسعود رحم او کرم ته يې کښېنولې، د ايران اُخندانو بېرته د پنجاب د ويالې پانياب ته ورشوټ کړې.
حکمتيار صاحب تا تر هغو پورې پښتانه و وژل، چې د ISI ورته اړتيا وه، تا تر هغو پورې پښتانه ووژل، چې د سر سړی په کې قحط شو.

ارواښاد ولسمل وايی چې ((پخوانی پاچا لاهم د لويديز په شيطاني هڅو او هلو ځلو نه پوهېده، د ډاکترنجيب الله له دغه وړانديزڅخه يې زما په وړاندې انکار وکړ…)) ځکه خو هغه ترې بيا ځان راټول کړ.

پروېز مشرف :
 موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درلود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.
 افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.
 موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د ”حزب اسلامي“ په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.
 بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.
 ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.

ښاغلی حکمتيار،
تاسې يې چې له امريکا سره مخ کړئ، نو څه مو سره وويل؟
تاسې خو د پاکستان هر امر او غوښتنې تابع واست او همداسې پاکستان د امريکا هر امر او غوښتنې ته، نو تاسې خو متبوع د متبوع ياست، نو د خپلواکۍ او د اسلام چېغې څه ته واست؟ د قاضي حسين احمد اخره خاتمه هم هماغسې راوخته چې د امريکا سفير ته يې د سفارت دننه څه ويلي وو؟

ښاغلی حکمتيار،
له نجيب سره جوړ نه راځې، خو له دوستم سره جوړ راغلئ او ائتلاف دې ورسره وکړ، خو بيرته سره ناباندي شوئ، نو تاسې دا خپل ائتلاف د کمونيست ګوند له هغه بلې څانګې يا په بله مانا د کارمل له ګروپ سره څنګه توجيه کوئ؟ ايا کولی شئ چې يو شرعي لاسوند يې راوړاندې کړئ؟

د مستندو لاسوندونو له مخې څلور شپېته زره خلک د کابل ښار په خپلمينځي جنګونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د دې مسووليت تاسې، رباني، مسعود، سياف او حزب وحدت ته متوجه دی. انجنير احمد شاه احمدزي له بي بي سي په يوه مرکه د دوه زرو (۲۰۰۰) منښته کړې او تاسې د يونيم زر (۱۵۰۰)، خو بالفرض که يو تن مو ټولو په ناحقه (ناروا) په شريکه وژلی وي، نو مانا دا چې دا ټول جهان مو وژلی دی، نو بيا هم له قتل خو مبرأ نه ياست.

بالفرض که مو له نجيب الله سره سوله کړی وای، نو څه به شوي وو؟ ولې تاسې د نورو په لمسون او منښته د دې سرغړونې له امله دنيوي واخروي مرتکب شوئ؟ تاسې حاجي سحرګل مومند ته څه ويلي وو چې نجيب الله د وروستي ځل لپاره د سولې لپاره دراستولی وو؟

تاسې خو ځان مفسر بولئ، تاسې دا څنګه توجيه کوئ چې تا او ستا تر شا ولاړو ته له غيرمسلمو سره يارانه روا او نجيب الله ته ناروا ده؟ که نجيب الله کمونيست وو، نو نصيرالله بابر، بوټو او قاضي حسين احمد څوک ول چې تاسې درېواړه هلکان يې بوټو ته وروستي واست؟ بابر او قاضي خو دواړه هر يو جلا جلا د دې دعوه کوي. بابر خو تاسې درېواړه راسې راپېژني :
((په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجينر حبيب الرحمن راغی، هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې برګيډير وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.))
بابر، د مرکې په بله برخه کې زياتوي«دا ټيک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجينرحبيب الرحمان او بيا حکمتيار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل، هغوی ته موږ تريننګ شروع کړ…نو د نهضت لومړنيو مجاهدينو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تريننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قيادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او يونيورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ دوی ته ټريننګ ورکولو او بيا به مو خپلو خپلو ولايتونو ته لېږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي، مونږ دلته دوی هر يوه ته بېل بېل کارونه سپارل، رباني به شبنامې او داسې نور شيان ليکل او حکمتيار د ارتباط کارونه کول. ليکن د داود په وخت کې مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته يو درس ورکړو، مونږ احمدشاه مسعود پنجشېر ته ولېږلو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عمليات وکړل. (په ۱۹۷۵کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره ټريننګ شوي دي، هغه عملياتو داود ته پوره تاوان اړولی ؤ ..
((... بيا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ويل يې چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال يو ... نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ايران ته پيغام ولېږو چې مونږ دا خلک ټريننګ کړی وو، ته له دوی سره مرسته وکړه)).
((...بيا ما دوی امريکا ته بوتلل، زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بيا زما يو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم، نو ما به دا مجاهدين د هغه کور ته ورلېږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ويل به مې چې ګلکار درغی، نو ګلبدين به مې ښود او چې به مې ورته ويل چې د بجلي والا (برقي) درغی، نو احمدشا مسعود به ورغی. د امريکا سفارت په مئ مياشت، ۱۹۷۹ کې له دوی سره کومک شروع کړ. ما ورته وويل چې، تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړئ او ماته يې وويل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.))

حکمتيار : ګلکار  mason/builder
مسعود : برقي والا  electrician/lineman
لکل شيئ علامة والعلامة لاتغيّر ولاتحذف ولاتبدّل
له بده شامته کړووړو ته مو په کتو نه مو مذهبي صبغه سمه راوخته ان تر دې چې کابل ته ستاسې په راتګ سره هغه پاتې ملګري او ملاتړي مو له ځانه بېزاره او خپله لاره يې درڅخه جلا کړه، نو تاسې خو د اتحاد وتمسک خو لا څه، بلکې د لا تشتت او افتراق منشأ شوئ. د بابر تسميه هم درباندې سمه رانغله، بلکې د هېواد د لا تخريب او د بربادۍ سبب شوه. البته پاکستان ته سمه، خو موږ ته بلا شوه.

ښاغلی حکمتيار دې يو ځل له ځانه وپوښتي چې د حميدګل او قاضي حسين احمد په شتون کې چې يو ورسره په سروبي کې بستره اچولې وه او بل ورسره په ارګ کې بستره اچولې وه. هغه ملموسو او منحوسو يارانو يې چې ترمينځ د واک وېش سره کړی وو چې رياست به د رباني او دفاع وزارت به د مسعود او صدراعظمي به د ده (حکمتيار) وي او منښته يې هم ورسره کړې وه، نو ولې خپلې هغه په وېش کې ورکړل شوې څوکۍ ته پرې نه ښوول شو؟

د ډاکټر عبدالقادر له خولې چې هغه له قاري محمود شاه پوښتلي وو چې قاري صاحب دا څنګه جرګه مو سره وکړه يا په بله مانا دا څنګه وېش مو سره وکړ؟
هغه ورته وويل : بله چاره نه وه. نه رباني په بل شي قانع کېده او نه پاکستان بل څه منل. همدغسې پاکستان غوښتل او موږ مجبور وو چې ورسره مو منلی وای چې :
 استاذ رباني  رئيس جمهور
 احمد شاه مسعود د دفاع وزير
 او حکمتيار  صدراعظم
که هغه وخت له نجيب سره سوله شوی وای، نو دومره ستره بې شرمي او بې عزتي او خرابي به نه وه. تاسې خو يوځلې خپلې ملامتيا ته هم وګورئ چې څه ښه مو کړي دي؟

قطب الدين هلال ژوندی دی استاذ رباني ترې مخامخ پوښتلي وو چې دا پلانی (حکمتيار) ولې په کابل راکټونه راولي؟
هلال ورته ويلي وو : ((زه خبر نه يم چې ولې راکټونه راولي؟))
استاذ رباني ورته ويلي وو ((زه به ورته يوه مرغانچه هم په کابل کې ورنه کړم)).
نو هلال ورته ويلي وو چې همدغه وجه ده چې ته ورته يوه مرغانچه نه ورکوې او هغه به دې ډزوي او راکټونه به درباندې راولي.
لږ تر لږه نجيب خو د سولې او په واک کې د ګډون وړانديز ورته کړی وو. دا چې نوموړي پر الله تعالی توکل نه، بلکې پر نورو لرلو ځکه خو يې ورته د سولې وړانديز د منښتې پر ځای د انکار ورته ويلي وو. ښاغلی حکمتيار عندالله او عندالرسول مأخوذ دی چې د سولې د وړانديز مخالفت يې کړی دی.

له يوټوب څخه :
https://www.youtube.com/watch?v=oQQ7Apq0CWI&feature=youtu.be&ab_channel=StarPress
د يوټوب پر بنسټ د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله مياشتېنی معاش ۱۸۰۰۰ افغانۍ وو. د لګښت بڼه يې :
 کورنی لګښت  ۸۰۰۰ افغانۍ
 د اولادونو زده کړې ته ۲۰۰۰ افغانۍ
 د موټر تېلو لګښت ۲۰۰۰ افغانۍ
 د ډرېور معاش  ۳۰۰۰ افغانۍ
 شخصي لګښت  ۳۰۰۰ افغانۍ

د ښاغلي غني معاش شل زره ډالره او داسې نور امتيازات
د ښاغلي عبدالله معاش اتلس زره ډالره او داسې نور امتيازات
هېښنده لا دا چې هېواد يې خپل او معاش د بل په کرنسۍ اخلي، نو زموږ به څه حال وي؟
ښاغلی حکمتيار يې اوس تازه په کابل کې په شخوند وهلو راغلی او نور مشران خو څه کوې؟
که روسان هم ول، نو معاش خو پخپله کرنسۍ وو نه په روبلو.

زه د يو افغان ومسلمان په توګه له نجيب او هم يې له حزب سره سره هېڅ ايډيولوژيکي تړاو نه لرم، خو د خپل هېواد د لوړو ملي اسلامي ګټو په خاطر دا ښه بولم چې موږ بايد يو بل وزغمو او تېر هېر کړو.
قرآن لاسوندونه :
فبما رحمة من الله لنت لهم ولو کنت فظًّا غليظ القلب لانفضوا من حولک؛ فاعف عنهم واستغفر لهم وشاورهم فی الامر، فاذا عزمت فتوکل علی الله، ان الله يحب المتوکلين [ال عمران : ۱۵۹]

فلما دخلوا علی يوسف آوی اليه ابويه وقال ادخلوا مصر ان شاء الله آمنين
ورفع ابويه علی العرش وخروا له سجّدا وقال يابت هذا تأويل رؤيای من قبل قد جعلها ربي حقًّا ”وقد احسن بي اذ اخرجني من السجن وجاء بکم من البدو من بعد ان نزغ الشيطن بيني وبين اخوتي“ ان ربي لطيف لما يشآء انه هو العليم الحکيم [يوسف : ۹۹ - ۱۰۰]

حضرت يوسف عليه له بښنې سره سم خپلو وروڼو او کورنۍ ته له بدوي ژونده شاهانه ډاډمن ژوند ته بلنه ورکړه او ټول سره له کنعانه په مصر کې مېشت شول. د وروڼو هغه ټولې ناخوالې يې په خپل مينځي بښنه کې شا ته ورغورځولې او د زندان کيسه يې پلار ته وکړه.
ښاغلی حکمتيار، تاسې وخدای چې ستاسې په زړه کې هم رحم شته يا نه؟
تاسې خو شکر وباسئ چې دې ولس وبښلئ او د تېرو ناخوالو حسابي يې درسره ونه کړه. کنه له حقوقي پلوه د شهيد محمد داوود خان د وخت د محکمې هغه د بغاوت حکم ستاسې د درېواړو په حق کې لا پورته نه دی، خو بيا هم ولسمشر او نړيوال ملاتړيو يې راخپل کړې، نو تا ته اوسې اخلاقًا ځينې داسې دريځونه چې لا نور دې په ټولنه کې منزوي کوي احتياط وکړې. د مکې په فتحه کې د الله تعالی د پېغمبر صلی الله عليه وسلم عاجزي او د يوسف عليه السلام هغه احسان يادونه چې رب العالمين راسره وکړه او زه يې له زندانه راويستم، خو حکمتيار ستاسې بېځايه کبر او غرور ته حيران يم. د پرديو پر اوږو تل سپوره، تاسې خو لږ لاندې زمکې ته هم وګورئ او پر خپلې مخينې مو سوچ وکړئ.

ښاغلی حکمتيار دې د الله تعالی د انحصار خوبونه نه ويني او نه الله تعالی د چا په انحصار کې دی. د هغه خپل سلطنت دی او خپل يې واک واختيار دی. که څوک بښي او که څوک نه؟ د مکافاتو ومجازاتو، بښنې ونه بښنې او د توبې قبلولو او نه قبلولو اختيار د الله تعالی پخپل لاس کې دی. هغه په خپل واک کې دی چې له هر چا سره څنګه معامله کوي؟ د حکمتيار غوندې خو نه چې اختيار يې د نورو په لاس کې وي.

حکمتيار دې دا کچه فرعوني خويونه پرېږدي. د توبې دروازه خلاصه ده. هغه د الله تعالی په خپل واک کې ده. د آی آيس آی په لاس کې نه ده چې څوک کافر وکمونيست او څوک مسلمان ومنافق ونوموي. د دې پر وړاندې هر چا د خپل وس زياتی کړی. هغه که د وخت کمونيستي نظام وو، زموږ جهادي او طالبي نظام وو او که نننی نظام دی. دا ولس له هر اړخه خوږ شوی، زخمي (ټپي) شوی او وژل شوی او تباهي يې وراړولې ده.

حکمتيار لا تراوسه نه مخکېنۍ محکمې بښلی او نه ولس بښلی او نه يې دا نور بښلي دي. ولې بيا هم موږ جهاديانو پخپلو کې ځانونه وبښل او نن نجيب نه بښل کيږي دا ولې؟ حکمتيار بايد د خپل ائتلاف او د اړيکو څرنګوالی له دوستم او تڼي سره له ديني (شرعي) اړخه توجيه کړي؟ که نوموړي ته د کمونيست ګوند يو نوموتي قاتل ته [د جهاديانو او طالبانو] ګډ قاتل ته بښنه کيږي، مسعود ورباني بښل کيږي، مزاري بښل کيږي او خپل ځان له ټولو پورته ګڼي، نو سم مستند لاسونوندونه دې راوړاندې کړي چې مطالعه يې کړو او منښته ورسره وکړو. که نجيب د روسانو لاسپوڅی وو، دی د چا لاسپوڅی دی؟ همداسې طالبانو و ولسمشر غني درواخله. نوموړی خو دومره بې ارزښته او وړيا لاسپوڅی دی چې د خپلو ريبارانو حميدګل او قاضي حسين احمد [يرحمه الله] په منځګړيتوب کې هغه په وېش کې ور رسېدلې د صدارت څوکۍ هم خپلو انډيوالو [رباني ومسعود] ورنه کړه. ايا دا به د ښاغلي حکمتيار لپاره د ((وشروه بثمن بخس دراهم)) په رڼا کې څنګه توجيه کړو؟ ښکاره خبره ده چې حکمتيار پاکستان ته هېڅ ارزښت نه لري. بس ښه يې وکارولو او د افغانستان په تباهۍ او ورانۍ کې يې ترې کار واخېست او نور يې خوش يې کړ.

د جګړې پټ اړخونه :
د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.
هغه شرطونه په دې ډول دي :
 لومړی شرط :
پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.
 دويم شرط :
د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.
 درېيم شرط :
د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،
 څلورم شرط :
پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،
 پينځم شرط :
افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.
  شپږم شرط :
د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
 اووم شرط :
د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.
 اتم شرط :
که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.
 نهم شرط :
د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 لسم شرط :
هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.
 يولسم شرط :
د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله ”سياسي قبله“ اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله ”قبله“ بايد کابل وي.

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې ”زه افغان نه يم“، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

=-=-=-=
طالب راته په دې نازيږي او خپل تړون راته د حُديبې له سولې او تړون سره ورته بولي.
PART TWO
In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa'ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:
1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa'ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies.

2. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.

3. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement.

4. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies.

5. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

پروېز مشرف :
On September 13, 2001, the U.S. ambassador to Pakistan, Wendy Chamberlain, brough me a set of seven demands. These demands had also been communicated to our foreign office by the U.S. State Department through what is called a non-paper:

1. Stop al Qaeda operatives at your borders, intercept arms shipments though Pakistan, and end all logical support for Bin Laden.
2. Provide the United States with blanket overflight and landing rights to conduct all necessary military and intelligence operations.
3. Provide territorial access to the United States and allied military intelligence as needed, and other personal to conduct all necessary operations against the preparators of terrorism and those that harbour them, including the use of Pakistan’s naval ports, air bases, and strategic locations on borders.
4. Provide the United States immediately with intelligence, immigration information and databases, and internal security information, to help prevent and respond to terrorist acts perpetrated against the United States, its friends, or its allies.
5. Continue to publicly condemn the terrorist acts September 11 and any other terrorist acts against the United States or its friends and allies, and curb all domestic expressions or support [for terrorism] against the United States, its friends, or its allies.
6. Cut off all shipments of fuel to the Taliban and any other items and recruits, including volunteers en route to Afghanistan, who can be used in a military, offensive capacity or to abet a terrorist threat.
7. Should the evidence strongly implicate Osama bin Laden and the al Qaeda network in Afghanistan and should Afghanistan and the Taliban continue to harbour him and his network, Pakistan will break diplomatic relations with the Taliban government, end support for the Taliban, and assist the United States in the aforementioned ways to destroy Osama bin Laden and his al Qaeda network.

ايا ښه به دا نه وي چې په دې څلور لسيزو کې خو سره يو نه شو، بلکې پخپلو کې سره مو وخوړل. سوله مو ونه کړه ايا د درېيم چاڼس په توګه به دا ښه نه وي چې يو بل سره وبښو؟
له خدايه ووېرېږئ!
ولې خلک له تا ويريږي او درته نه رانژدې کيږي؟
داسې برېښي چې الله تعالی د حکمتيار له زړه نه رحم ايستلی او پورته کړی دی، نو ځکه يې تل د خشونت لاره خپله کړې ده. بيا هم لاتقنطوا من رحمة الله - الله تعالی رحيم ذات دی، الله تعالی ته دې رجوع (مخه) وکړي چې زړه يې نرم او له خپلو هېوادوالو سره له عناد او حسادته پاک او له دښمنۍ راوګرځول شي.

حکمتيار هغه ازاري انسان دی چې هر چا ته لاس وراوږدوي او يا هر بوټي ته لاس اچوي، نو هغه ورپسې له بېښه راوځي. وروستۍ بېلګه يې هېواد ته راتګ او د خپل سياسي تګلوري هغه وروستی سنګر (مورچل) يې ونړولو او د ښاغلي جمعه خان همدرد او نور ورسره اړوند خواخوږيو يې هم ترې خپله لار جلا کړه. ښاغلی حکمتيار د يو مفسر په توګه دا پوه شي چې په لمانځه کې سهوه د سهورې سجدې په ترسره کولو سره پوره کيږي، ولې په سياست کې نه؟ ايا د يو مسلمان ومجاهد ومفسر په توګه به دا ښه نه وي چې له دې خپل ولسه د تلويزيون له ليارې ب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery