مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسماعیل خان او موقت حکومت

سيد حسين پاچا

د اسماعيل خان پام وړ :
ستا د غبن فاحش جهادي ذهنيت اوس اساطيرالاوّلين ګرځېدلی
که زموږ د مجاهدينو ((بوجۍ دينو)) د مکې، راولپينډۍ، نشترهال، جلال اباد هرات او د بُن په شان پرېکړو، مؤقت حکومتونو او موافقتنامو که تر اوسه کومه ګټه کړې وي، نو د خليلزاد دا وروستنۍ نسخه يا ستا په خوښه مؤقت حکومت به يې بيا هم وکړي

خليلزاد زموږ د جهادي غويمنډ پخوانی شپونکی دی چې هغه وخت يې د مرحوم خالص په مشرۍ تر رباني پورې ټول له يوې څلمې وړي ول. نوموړی له پخوانه زموږ د جهاديانو دلال وو او اوس د طالبانو دلال دی.

نوټ : د اسماعيل خان، حفيظ منصور، حکمتيار، ص رباني وامثالهم جهادي مختوم زنګوهلي، منجمد او له خاورې او ملت سره دښمنې څېرې او ذهنيتونه دي چې د پنجاب د واکمنې کړۍ په يو شپېلک باندې راويښيږي او د پنجاب هرې ناروا غوښتنې لاس په نامه ولاړ وي، خو دا هيله به يې هېڅکله نوره پوره نه شي. پنجاب چې نوموړی په تېر کې د طالبانو په لاس ونيولو څه يې ورسره وکړل؟ خليلزاد د غني په مقابل کې يو خام چورګوړی دی. د باجوه و اسد دُراني او د فيض الله له پيغامونو سره دې نه راځي.


ښاغلی اسماعيل خان،
تا ته پته ده چې جهاد د تا غوندې او ځينو نورو لپاره د عايد ښه وسيله وګرځېده چې نسلونه نسلونه به دې پرې مزې کوي، خو عندالله مسووليت او مأخوذيت به يې ستا پر غاړه وي. دا نفس چې پر خاورو موړ نه شي دا په واک (قدرت) او ټوله دنيا نه مړيږي.
د ګور پر غاړه ولاړ يې او دا د نفاق (درز) اچونې خبرې به کوې او د نورو په اشاره وشپېلک به ناڅې چې دا کار ستا له دې سپينې ږيرې سره هم ښه نه برېښي.

President Reagan's Remarks After a Meeting With Afghan Resistance Leaders on November 12, 1987 - YouTube
Hekmatyar’s never-ending Afghan war | Asia News | Al Jazeera
American Viceroy | The New Yorker
The United States and the Mujahideen | History of Western Civilization II (lumenlearning.com)
Nushin Arbabzadah | Page 5 of 5 | The Guardian
Karzai's three wishes | | The Guardian

قبيلة باهليّة
#ماذا تعرف عن قبيلة باهلة العربية الاصيلة و مشاهير هذه القبيلة - YouTube
طرائف الشعراء والقدماء، قصة مسلمة الباهلي والأعرابي الذي يكره قبيلة باهلة!! (قصص وردود مفحمة) - YouTube
كيف كان الشعر يدمر القبيله ويرفعها سعيد الكملي - YouTube
خير فوارس الأرض وعملاق الفتوحات الإسلامية .. قصة القائد "قتيبة بن مسلم الباهلي" فاتح بخارى وسمرقند - أوطان بوست (awtanpost.com)

سير اعلام النبلاء / قتيبة بن مسلم
قتيبة بن مسلم
قتيبة بن مسلم ابن عمرو بن حصين بن ربيعة الباهلي الأمير أبو حفص أحد الأبطال والشجعان ومن ذوي الحزم والدهاء والرأي والغناء وهو الذي فتح خوارزم وبخارى وسمرقند وكانوا قد نقضوا وارتدوا ثم إنه افتتح فرغانة وبلاد الترك في سنة خمس وتسعين ولي خراسان عشر سنين وله رواية عن عمران بن حصين وأبي سعيد الخدري ولما بلغه موت الوليد نزع الطاعة فاختلف عليه جيشه وقام عليه رئيس تميم وكيع بن حسان وألب عليه ثم شد عليه في عشرة من فرسان تميم فقتلوه في ذي الحجة سنة ست وتسعين. وعاش ثمانيا وأربعين سنة وقد قتل أبوه الأمير أبو صالح مع مصعب وباهلة قبيلة منحطة بين العرب قال الشاعر :
ولو قيل للكلب يا باهلي *
عوى الكلب من لؤم هذا النسب

تاسې ګورئ چې قتيبة ډېر اتل، زړه ور، پرېکنده، چلي [نظامي کارپوه]، د نظر څښتن او سندرې به يې هم ويلې (سندغاړی وو). خوارزم، سمرقند وبخارا يې هم ونيول. بيا يې ماتې وخوړه او په شا شول چې له هغې وروسته يې فرغانه او ترکي خاوره په ۹۵ هجري کې هم ونيوله او لس کاله د خراسان والي شو او ده ته له عمران بن حصين وأبي سعيد الخدري نه روايت شته. کله چې د وليد له مرګه خبر شو، نو د مخالفت وکړ او لښکر د ده خلاف شو، نو تميم مشر وکيع بن حسان يې پر وړاندې ودرېده. دی يې ونيولو او ډېر بد چلن يې ورسره وکړ ان تر دې چې تميم نوموړی په لسو اسونو پورې وتړه او څېرې يې کړ. په ۹۶ کال د ذی الحجې وفات شو او  کال ژوند يې وکړ او پلار يې هم امير أبو صالح له مصعب سره يوځای وژلی وو او باهلة په عربو کې يوه زړه وره قبيله وه. يو شاعر وايی :
که سپي ته وويل شي چې يا باهلي،
نو سپی به له ملامتيا (بدنامۍ) د دې نسبته وغاپي / وژاړي
له جنګي پلوه دا دومره بدنامه شوې قبيله وه چې سپی (حيوان) هم ځان ته په باهلي ويلو شرميږي.
نننی سياسي پوهاوی ترې دا ترلاسه کيږي هر څومره که چا ته سرښندنه وکړې، خو چې خبره د واک شي بيا دې څوک اصل ونسب ته نه ګوري، بلکې لا بدناموي دې هم، نو طالبانو او خليلزاد او دې نورو دبله مارانو ته زما مشوره دا ده چې هر څومره که چا ته ور نژدې شئ او خپله خاوره و ولس ترې بلهاري کړئ، نو بيا به هم د بېګانه او خاين په سترګه درته ګوري چې ښه بېلګه يې زموږ آخوا افغانانو ته ده چې وخت ناوخت پرې له پنجابي رسنيو د غدار ګوتڅنډنې ورته کيږي او څو ځلې ښاغلي محمود خان اڅکزي او نورو مشرانو له خولې هم په غونډو او رسنيو کې راوتلې ده. موږ نه غواړو چې زموږ خانزاده ولسمشر ته د رذيل مشرف غوندې يو بل تور کونی پنجاب هندی الاصله مهاجر بيا فيلمرغ (شتر مرغ) ووايی او له کابل واسلام اباد يې د سولې په پلمه تږی راولي او بوځي او دا لوبه پرې د مخکې په شان تکرار کړي. انګرېزان يو متل کوي :
Enough is enough.
د نجيب الله، جهاديانو او طالبانو د نظامونو په ړنګونو کې مو ښه درس له بېګانه وو ترلاسه کړی. همدا درس زموږه بس دی. خليلزاد بايد په نيمه نه پوهيږي او هغه ته بايد په پرېکنده او زغرده ژبه روښانه ځواب ورکړ شي چې روح و روان او دماغ يې پرې خلاص شي. افغان ولس نور د څارګرې ادارې او د پنجاب د واکمنې کړۍ باداري او ناروا غوښتنې (فرمايشونه) نه مني. خليلزاد که سميږي لا ښه او که نه، نو بايد رخصت شي. نوموړی د نورو ډول ته ناڅي او د نورو بېګانه وو غوښتنو ته لابي کوي.

ايا په ګوانتنامو کې د طالب لپاره دا اچونه او د پنجاب په غوچلو کې ربړونې (ځورونې)، وهل او وژل د دوی لپاره بس نه دی؟ دوی په پنجاب کې څه ليدلي دي چې لا بيا به ورسره ښه وکړي؟ ايا همدا ولسمشر غني له پنجابي واکمنانو هم بدتر دی؟ ايا دا پخوانی ولسمشر کرزی هم له هغوی بدتر دی؟ همدا امرالله صالح ترې په زرګونه ځله ښه دی. دوی چې د حامدالحق او يا د باجوه او نورو خولې ته ګورې ولې له دې خپل ولسمشر غني او له حکومت او ولس سره خبرو ته سم په اخلاص نه کښېني؟ تر څو به پکې پنجابي پړی اچولی وي؟

وقال آخر
وما ينفع الأصل من هاشم *
إذا كانت النفس من باهلة

اصل (اصليت) د بني هاشم هېڅ په درد نه خوري
چې نفس له باهلة نه وي

قيل إن قتيبة قال لهبيرة أي رجل أنت لولا أن أخوالك من سلول فلو بادلت بهم قال أيها الأمير بادل بهم من شئت وجنبني باهلة وقيل لأعرابي أيسرك أنك باهلي وتدخل الجنة قال أي والله بشرط أن لا يعلم أهل الجنة أني باهلي ولقي أعرابي آخر فقال ممن أنت قال من باهلة فرثى له فقال أريدك إني لست من أنفسهم بل من مواليهم فأخذ الأعرابي يقبل يديه ويقول ما ابتلاك الله بهذه الرزية إلا وأنت من أهل الجنة قلت لم ينل قتيبة أعلى الرتب بالنسب بل بالكمال الحزم والعزم والإقدام والسعد وكثرة الفتوحات ووفور الهيبة ومن أحفاده الأمير سعيد ابن مسلم بن قتيبة الذي ولي إرمينية والموصل والسند وسجستان وكان فارسا جوادا له أخبار ومناقب مات زمن المأمون سنة سبع عشرة ومئتين

يا دا چې :
حتی اذا قيل للکلب يا باهلي
عور الکلب من شؤن هذا الکلام
وما ينفع الأصل من هاشم اذا کانت النفس من باهلة
اعرابي وقتيبة بن مسلم الباهلي
دخل اعرابي علی قتيبة بن مسلم الباهلي وکان اميراً فمدحه واثنی عليه فاکرمه قتيبة فقال له يا اعرابي :
اتودُّ أن تکون من باهلة ولک نصف الأمارة؟
قال الأعرابي لا
فقال له قتيبة أن تکون باهليًّا ولک الامراة کلّها؟
فقال لا
فقال له اتودُّ ان تکون باهليًّا وتدخل الجنّة؟
فاطرق الاعرابي ثم قال بشرط ايها الأمير هو أن لايعلم أهل الجنة أني من باهلة...
بلاد باهلة

په جاهليت کې د باهليانو ځای (حيثيت)
باهليانو يا باهلې قبيلې ته به خلکو ډېر په سپکه سترګه کتل. تاسې ګورې چې د بانډې (صحرا) اعرابي (نالوستي) پری شرمېده او د قتيبة په نيمايي، بيا په ټول امارت ان په جنت نه قانع کېده، خو جنت يې په دې شرط ومنه که جنتيان پرې نه شي چې دی باهلي يا له باهليانو نه دی.

نوټ : قتيبة په نننۍ جغرافيه کې زموږ د بغلان په ولايت کې راځي.

زه حيران لغماني خليلزاد ته يم چې په تېر کې مولوي خالص زموږ له مخکې جهادي مشرانو سره رېګن ته مخکې کړی وو او هلته يې ژباړه هم سمه نه وه او دا ځل يې بيا د مشر نالوستي ملا صاحب، د افيونو او متخدره تولو او زمکو کاروباري ملا اختر محمد منصور او د اوسني شيخ هبت الله، ملا عبدالغني برادر چرګوړي يې ډېوېډ کمپ ته وړل او دا ځل يې د نااهله هوټلي او سخت کلانکار ټرمپ ته وړل او د هغه په ملاقات يې مشرف کول، خو هغه کار ونه شو چې بيا د ټرمپ په ۳۵ دقيقې تېلفوني خبرو تمامه شوه، خو ملا برادر چې کله اوس د قطر له دوحې پاکستان ته ولاړ او هلته يې پخپلو خبرو کې وويل چې :

دوی (امريکايان) ما ته لاس په نامه ودريږي او دا ټول ستاسې د مجاهدينو له برکته او ما د ټرمپ خبرې پرې (قطع) کړې چې دا يې خالص د دروغو يوه پوڼۍ وويشته.

شرم خو دا دی چې له يو لورې د امريکا وانګليس له نوکرانو د خپل شخصي حيثيت د اعادې حق يا پوښتنه نه شي او بيا له بل لورې پر ولسمشر ټرمپ باندې تېلفون پرې کوي چې دا د باور وړ نه ده. خوري وڅښي د چا، د چا په پيسو مست او د چا په لګښت له خپلې کورنۍ سره د يو نوکر په توګه د قطر په ښکلي او شانداره کور کې له خپلو ملګرو سره پروت دی او بيا دومره نازولی شو چې پر هغه تېلفون پرې کوي. ولې د خپل اتنيم کاله بند پوښتنه له پنجابي نه شي کولی او داسې نور.

ښاغلي اسماعيل خان، خليلزاد او دبله مارانو ته يې زما مشوره دا ده چې د نورو په لمسونو دې نه غوليږي. بس دی چې ډېر په ځلونو ځلونو تېر وتو.

ښاغلی خليلزاد ته به پته وي چې :
کوم لغماني له اوښې سره خپله جنسي غريضه سړوله. اوښه لوړه وه او دی ټيټ وو، نو ولاړ او زينه ladder يې ورته راوړه چې پرې وروخېژي او اوښې ته ورورسي، نو شيطان پرې راغی او ورته يې وويل :
دا څه کوې؟
نو شيطان له ځان سره وويل :
تولعنت دې پر تا وي.
داسې چل ولاکه [والله - که] زما هم ياد نه وو، لکه تا چې کړی.

ښاغلی خليلزاد بايد په دې پوه شي چې اوس د دې وخت نه دی چې خپلې د بُن زړې نسخې Genie in a bottle تازه کړې. افغانستان نور د چا د زړو نسخو د ازمايلو ځای يا لابراتوار نه دی. د بيروت مخينه هم په نظر کې نيول په کار دي. د يو اصيل افغان ومسلمان په توګه ترې دا هيله کيږي چې نور دې دلته دې خاورې ته د چا فرمايشونه نه راوړي. اوس د فرمايشونو وخت نه دی او نه بيا د بُن په شان د پخواني ولسمشر کرزي غوندې يو پېری (جِنْ) له بوتله نه شي راايستلی او نه پرې څوک تېر ايستلی شي. د آغلې نوشين اربازاده په ليکنه ((د کرزي درې هيلې)) کې ورته اشاره شوې :
As for Karzai's tale of adventure - the genie in the bottle did eventually appear, not in his story but in Bonn. His name was Zalmay Khalilzad and he was a US special envoy. He granted Karzai three wishes. Karzai said: "Build me a palace. Make my friends viziers. Make me king." "Done, done and done," said the genie. "Abracadabra," said he before returning to the bottle. "I must go now. Baghdad is calling." Good night Scheherazade. We survived another day.

د جان بولټن خبره چې خليلزاد غواړي کابل طالبانو ته دا ځل د سرو زرو په لوښي کې ډالۍ کړي، نو زموږ دا نور د عليګړهـ پوهنتون سياسي دبله ماران و هراتی جهادي تالانګر څه ته په تمه دي؟

څو سختې تېروتنې :
لومړی : د شهيد سردار محمدداوود خان په خلاف کودتا،
دويم : د نظام دننه بيا د تره کي، حفيظ الله امين او د نجيب پر وړاندې د تڼي او ټلولی + دوستم وکارمليانو کودتا،
دريم : د جهاديانو په لاس د نجيب الله د حکومت ړنګونه او سيستم له مينځه وړل،
څلورم : د جهاديانو حکومت پخپل مينځي جګړو او له هغې راوروسته د طالبانو په لاس له ستونزو سره لاس وګرېوان کول او له مينځه وړل،
پينځم : د پاکستان وايران په مرسته د طالبانو حکومت له مينځه وړل.
شپږم : ولسمشر کرزي ته د مشرف په لاس بيا د طالبانو راپورته کول او حکومت يې کمزوری کول او پاکستان ته محتاجول،
اووم : دا لوبه غني ته په ميراث ورپاتې او اوس غني ته ستونزې زېږول چې خليلزاد يې هم په ستونزو زېږولو کې له نورو سره همغاړی او شريکبانډی دی.

د مولانا محمد جان شيراني خبره چې دا د امريکا وپاکستان جنګ دی او ملايانو ته يې په غاړه کې وراچولی چې خليلزاد به پرې تر ټولو ښه پوهيږي. د ښاغلي غني په خلاف سازشونو کې به اخر هم سخت رسوا شي. دا ځکه چې دا خاوره نور د چا د نجس العينو يعنې پليتو او ناوليو جنرالانو د ناروا غوښتنو لابراتوار نه دی چې هر ځل به نظام د پنجاب د واکمنې کړۍ په غوښتنو له مينځه ځي. اخر موږ ته هم شرم دی. اويا کلن ماشوم اوس موږ ته د محمد نعيم وردګ غوندې د يو ابله وسفيه ماشوم په خوله د ((نوي اسلامي نظام)) خبره کيږي. دا نوی اسلام ولې په هيرا منډي نه تطبيقيږي؟
ولاتقربوا الزنا انه کان فاحشة وسآء سبيلاً
د نعيم وردګ په هغه ((نوي اسلامي نظام)) کې به موږ له هيرا منډي څخه تړاو څه نورو نويو احکامو ته منتظر يو؟

باجوهو اسد دُرانی او فيض الله هم بايد په دې پوه شي چې اقتصاد پوه ولسمشر غني د غمازانو او اغيارو په هر ډول لوبو پوه دی او ښه يې پرې سر خلاص دی. ان شاء الله بيا به د تېر ولسمشر ډاکټر نجيب الله د وخت په شان تېروتنه نه کيږي چې د ملګرو ملتونو له چتر يې ناوړه ګټه پورته کړه او د پېړيو نظام او سيستم د جهاديانو په لاس د پنجاب لپاره خاورې ايرې کړ چې ان شاء الله بيا به داسې تېروتنه نه تکراريږي. د ښاغلي خليلزاد د دا ډول بېبکايو او ماشومانه لوبو وخت تېر دی.

خليلزاد دې نور له خپلو لغماني چلونو لاس پر سر شي او نه يې دا مکر وفرېب منترونه، منډې وترړې په درد خوري. د افغانانو ترمينځ دې له نفاق او درز اچولو ځان وساتي چې سبا ته د يو افغان په توګه سرلوړی وي او د باجوه، اسد دُراني او داسې نورو غمازانو او اغيارو هيلې دې نه پوره کوي.

د خليلزاد او پاکستان لپاره پر طالبانو پانګونه له افغانانو سره ستره جفا او سخت ظلم دی. تېر ته په کتو موږ يو ځلې نظام په جهاديانو کې مدغم کړ چې څه ترې جوړ شول چې اوس لا په د سميع الحق وحامد الحق په چرګوړو کې مدغم شي او يا مؤقت (غبوري) حکومت رامينځته شي. جميعيت وحزب ښه پوهيږي چې هغسې په ټاکنو کې نه شي ځلېدای، نو په مؤقت حکومت کې به ورته غوښنه برخه ورسيږي لکه د پخواني ولسمشر کرزي په حکومت کې چې وررسېدلې وه.

په دې نسواريانو، چرسيانو (بنګيانو) او بېسوادو د حامد الحق په چرګوړو خو حکومت نه کيږي. حکومت ته سلطنتي پوهاوی يا نننی هر اړخيز سياسي، اقتصادي، نظامي ستراتيژيک پوهاوی په کار دی. دا څه ټوکې نه دي چې حامدالحق وايی :

افغان حکومت دې وسله په ځمکه کښېږدي او طالبانو ته دې تسليم او هغوی به ورته خپله غېږه خلاصه او په تنديو ښکل کړي، خو چې همدا طالبان پاکستان په امريکا خرڅ کړل، نو تر حامدالحقه پورې يو چا پرې هم غږ پورته نه کړ. څه تضمين شته چې بيا به افغانستان د تېر په څېر له بدو ورځو سره نه مخ کيږي؟ طالب د څه لپاره جنګيږي؟ دا زور خو حکمتيار هم ويلو، خو څه يې وکړل چې لا نن بيا هم د نورو په نغوته وشپېلک د مؤقت حکومت نارې وهي. تېر ځل يې څه وکړل؟

په درنښت

نوټ : ما ته لغمانيان او د ګران هېواد ټول اتباع ګران دي او ورته ډېر درناوی لرم. لغمان خو د غازي امان الله خان، ګل پاچا الفت او داسې نور ستر شخصيتونه هم زېږولي او زموږ تاريخي وياړ دي. د خليلزاد هڅې د افغانستان د ملي - اسلامي ګټو سره په ټکر کې دي. د هېواد له ملي ګټو ساتنه د هر افغان ملي - اسلامي واخلاقي دنده ده چې ترې ساتنه وکړي او خدای مه کړه هېواد مو بيا د باجوه او اسد دُراني د هيلو او ناولو پلانونو ښکار شي.

Rohi.AF :: اسماعيل خان: مونږ ډېری جهادي مشران موقت حکومت غواړو
Rohi.AF :: اسلامي يا د سولې حکومت: ۵۰ سلنه قدرت طالبانو او ۵۰ سلنه جمهوريت ته؛ دا دې د سولې طرحه ده چې رسنيو ته رسېدلې

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery