مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امرالله صالح پاموړ :د افغانانو د ضعف نکته د مقدساتو ور وړاندې کول دي

سيد حسين پاچا


د غيرمسلم او منافق قسم (سوګند) خو د اعتبار وړ نه دی، نو باور کول پرې ستره تېروتنه او د ولس په سرنوشت لوبې کول دي

صالح تا ته خو پته ده چې پاکستان له خپل پيدايښته تر دې دمه له موږ سره رښتينی نه دی. د پمپيو، خليلزاد او د باجوه سوګند خوړل به موږ ته څه ګټه ورسوي؟


بروس ريډل : ((پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله.)). پاکستان ته د جمهوريپالو تېر ايستل او دوکه کول هسې يو ګپ دی. له بوش راواخله تر احمق او سرتنبه ټرمپ پورې يې د ماشومانو په څېر تېر ايستل لکه څوک چې تيخوري ماشوم ته توشک په خولې کې ورکړي او هغه پرې هسې د شېدو په تمه شخوند وهي او روي يي. ښاغلی صالح تا ته پته ده چې ابليس هم ادم و حواء بي بي ته په جنت کې ورته له بهره - دننه د ((خيرخواه)) په توګه سوګند (قسم) خوړلی وو چې ((اني لکما لمن الناصحين)) نو پر خپل ازلي دښمن او تل بدخواه باندې باور کول هغه هم د غيرمسلم په تاييد ستره تاريخي، اسلامي واخلاقي تېروتنه او کمزوري ده. ځکه خو يې له همدغې نکتې ګټه پورته کړه او طالب د نورو په اشاره خپله جګړه لا سخته او توده کړه، نو ملامتيا زموږ خپله ده.


ښاغلی صالح وايي: "دوی (امريکايانو) ته د يوه ملګري او متحد په توګه وايو چې له تصديقي ميکانېزم پرته پر طالبانو باور به مرګونې تېروتنه وي."
هغه زياتوي: "امريکايی پلاوی موږ ته راغی او قسمونه يې خوړل چې که تاسې دغه ۵۰۰۰ طالب بنديان ورخوشي کړئ، تاوتريخوالی به پای ومومي. موږ په لوړترينه کچه ورته وويل چې زموږ اطلاعات بيا بل څه ښيي او که دا کار وکړو (بنديان خوشي کړو) تاوتريخوالی به اوج ته ورسېږي. تاوتريخوالی اوج ته ورسېد".
د افغان ولسمشر لومړی مرستيال زياتوي چې طالبانو تر اوسه له القاعده "ترهګر" سازمان سره لار نه ده جلا کړې او ګواکې د القاعدې مشرانو په طالبانو کې ځان ځای کړی دی.

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

Did the US support the Taliban?
Ahmed Rashid states that the US indirectly supported the Taliban through its ally in Pakistan between 1994 and 1996 because Washington viewed the Taliban as anti-Iranian, anti-Shia and pro-Western.

Full text of Jack Straw's speech to the Foreign Policy Centre
Shadow Wars
212: Curtis, Secret Affairs, pp. 338-9; Down (Pakistan), ‘UK holds indirect talks with the Taliban’, 14 June 2004. Both citing the little-known meeting in 2004 between British foreign secretary Jack Straw and the Taliban-aligned cleric Maulana Fazlur Rahman.
213: Curtis, Secret Affairs, pp. 338-9.
214: Dickinson, ‘The Case Against Qatar’. The Taliban’s political office’ was required to tone itself down soon after opening in Qatar as Karzai had objected to the plaque.
215: New York Time, ‘Taliban opening Qatar office, and maybe door to talks’, 3 January 2012.
216: Dickinson, ’The Case Against Qatar’; Berger, ISIS, p. 135.
217: Express Tribune (Pakistan), ‘Afghan Taliban to open political office in UAE’, 17 January 2015; Associated Press, ‘Taliban reaffirms authority of its Qatar political office’, 24 January 2016.

Secret Pakistan
Pakistan has been accused of playing a double game, acting as America's ally in public while secretly training and arming its enemy in Afghanistan according to US intelligence.
 
Figure 1 In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support” [Bruce  Riedel, Advisor to President Obama in 2009]
بروس ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکې کړې او ورته يې وويل : پاکستان د کلونو راهيسې له مونږ سره دوه ګونې لوبه کړې او ښايي چې دغې کړنې ته دوام ورکړي.
د سي آی ای يو پخواني مامور بروس ريډل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.
پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.
مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.
په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.
I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …

ښاغلی صالح،
تاسې خو د صحنې (ميدان) لوبغاړي پاتې شوي ياست، نو تاسې ولې د پاکستان په تشو وعدو بيا بيا وغولېدې؟ ايا تاسې ته دا پته نه وه چې د بروس ريډل د وينا پر بنسټ چې مشرف لا هغه وخت د بُش اداره په ډېره اسانه تير ايستله او موږ خو يې ستا د مشرانو په شمول رباني ومسعود راواخله تر ګلبدينه تر دې نورو ساده ملايانو، پيرانو، حضرتانو او سلفيانو پورې په مذهب تېر آيستلي يو؟

ښاغلی صالح،
دا پر ياد ولره چې هر پاکستانی چارواکی چې له دې وروسته درته زموږ مؤمن به کتاب ((قرآن کريم)) رامخته او سوګند وکړي، نو هغه ترې واخله، ښکل يې کړه او په درنښت يې کښېږده او پر سوګند يې باور مه کوئ. پر پاکستان باور کول له ځان سره زياتی او ځان غولونه (تېر ايستنه) ده. پمپيو خو مسلمان نه دی، خليلزاد والله اعلم دومره ښه اسلامي سټه نه ده او د منافق خو کړه وړه ((قول وعمل)) الله تعالی منظور نه دی، نو سوګند خو يې ورته هډو منظور نه دی، ځکه خو له دې امله يې پېغمبر عليه السلام له مخکې نه خبر کړی وو چې پام دې اوسه دوی (دا منافقين) تا ته رښتيني نه دي.

تا ته په تاريخي او سياسي لحاظ پته ده چې زموږ دواړه ګاونډيان د شاه (رضا شاه پهلوي) او هم د جناح له وخته تر دې دمه موږ ته رښتيني نه دي او هر يو د خپلو ملي ګټو او خپلې بقا و هويت د تضمين لپاره تل زموږ پر خلاف له نړيوالو قوتونو سره لاس يو کړی او تل يې زموږ بده بيان کړې او زموږ د پرمختګ مخه يې نيولې او خپله ساحه (قلمرو) يې پر موږ وخت ناوخت راتنګ کړی او زموږ اقتصاد ته يې سخت زيان اړولی دی. څوک مو اوبو، فرهنګ وتاريخ ته غل او څوک مو بيا په ځان کې ادغامول او الحاقول غواړي. هر يو ګاونډی زموږ په تړاو د خپل مثلث خوبونه ويني.

ښاغلی صالح،
دېته دې پام اوسه چې قريشي سخت چست وچالاک او حرامي انسان دی. هغه وختي يې بايډن په غوږ ووهلو او طالب يې د واکسين په پلمه د چين غېږ ته ورواچولو. اوس به پاکستان له امريکا سره بيا چڼې وهي چې امريکا خپلو پخوانيو هغو پرېکړو چې اغا شاهي ورته د ضياءالحق په وخت کې اشاره کړې او هغه دا چې دوی د روسانو د وتو په وخت کې د روسانو له وتلو وروسته تر ننه او له دې وروسته هم افغانستان د خپل نفوذ ساحه بولي، لکه څنګه چې کرنيل امام هم ورته پخپل کتاب کې اشاره کړې چې :
په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.
((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي ”افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي“. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :
د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.
په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.
زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

اغا شاهي :
ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :
• وسله به د دوی پر لاس ويشي،
• وسله به د دوی پر خوښه ويشي،
• کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

ضياءالحق :
پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

مشاهد حسين وايی :
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

ښاغلی صالح،
طالب لا تراوسه خپله کونه (مقعد) له پنجابه نه شي راټولولی هغه به نورې معاملې څنګه حل وفصل کړي؟
همدا اوس د ملا عبدالغني برادر دوه ځامن په کراچۍ او يو په کوټه کې د ځمکو کاروبار کوي او پلار يې ورته له يوې ځوانې مېرمنې سره په دوحه کې کېنولی، نو هغه به څنګه د خپل شخصيت او له ورسره شوي تيري پوښتنه وکړي چې همدا اوس يې کورنۍ ورته د پاکستان په منګولو کې ده؟ که لږ ځان وخوځوي سملاسي يې ټوله شتمني او پاتې برمته کورنۍ د ملا اختر محمد منصور غوندې له خطر سره مخ ده.

طالب بونګه (برمته) شوی او هېڅ ورته نه دي پاتې. دا به د ولسمشر غني او ستاسې او هم د ټول ملت ستره کارنامه او وياړ وي چې موږ څنګه وکولی شو چې بونګه (برمته) شوی طالب د پنجاب د رنجيت سينګ له پاتې شونو راخلاص کړو؟ او تا ته پته چې رنجيت سينګ خپله شاه شجاع سره څه کړي وو هغه وخت چې په پنجره (قفس) کې اچولی وو، نو له طالبانو سره هم هوبه هو کړنې هماغه د رنجيب سينګ تاريخ تکرار دی چې له ملا محمد رباني راواخله تر خپله مشر ملا صاحب، ملا اختر محمد منصور، ملا عبيد الله اخوند، ملا داد الله اخوند او کورنۍ يې، ملا اختر محمد عثماني، ملا محمد معتصم اغا، ملا محمد طيّب اغا، ملا محمد رسول و ملا نيازي، ملا عبدالسلام راکټي، ملا عبدالسلام ضعيف تر مولوي عبدالرحيم تخاري او داسې نورو پورې يې څه وکړل؟

همدا اوس پاکستان له موږ سره داسې لوبه شروع کړې لکه سامري چې د موسی عليه السلام په نه شتون کې سره له دې چې هارون عليه السلام يې په قوم (ټولنه) کې د ستونزو د حل لپاره پرېښی وو، خو بيا هم سامري د خوسکي (سخکي) په اوزاونو او زمباړو ګمراه (بېلارې) کړ او مشرکين يې کړل. زه حيران خليلزاد ته حيران يم چې يوه پښه يې په امريکا، بله په قطر او د دلال په توګه د اسلام اباد وکابل ترمينځ منډې رامنډې وهي. هغه د دروغو منډو ترړو پايله يې اخر دا شوه چې په وروستي ځل يې بيا هم د باجوه غوښتنې له ځان سره راوړې وې او دا ځکه چې هغه اوس خپله د افغان حکومت په مخالفت کې واقع شوی، نو له داسې سامري منډو ترړو ځان ساتنه په کار ده. موږ بايد لا هوښيار اوسو چې په نننۍ يوويشتمه عصري ومتمدنه نړۍ او د تيکنالوژۍ په دوره کې له نن څخه د شپږ زرو کلونو د تېر وخت سامري په شان د چا په سوګندونو دوکه ونه خورو او نه بيا تېر ووځو. بس دی چې خلکو له موږ څخه د اسلامي مقدساتو او شعايرو په پلمه ډېره ناوړه هر اړخيزه سياسي - اقتصادي ونظامي ستراتيژيکه ګټه پورته کړه. نن هغوی د اتوم څښتنان شول او موږ ته يې لکه د پزې پېزوان کړی دی.

پايله ومشوره :
دا پر ياد ولره چې پاکستان د خپل واک ونفوذ ځغولو او ساتلو لپاره له هرې نااسلامي ونااخلاقي کړنو ته تيار دی او طالب مجبور ومکلف دی چې د پاکستان د هرې نامعقولې، نامشروع او نااسلامي غوښتنې لپاره هر ډول سختۍ ته غاړه کښيږدي او هغه دا ځکه چې ښاغلي خليلزاد او ټرمپ سخته دوکه وخوړه چې طالبان يې نيمی نيمګوري د پاکستان له نفوذه خلاص او نيمی نيمګوري يې د امريکا په منګولو کې پرېښوول، نو دا سوله به هېڅکله سر ونه خوري تر څو چې طالب په مکمل ډول د پاکستان له نفوذ واسارته (بونګه نيونې) راخلاص شوی نه وي او د هېواد او د ولس غېږې ته راغلی نه وي.

طالب لا تراوسه په هوا کې ځوړند دی او د لوبو ټال په څېر د پنجاب او د دوحې ترمينځ ځانګي راځانګي چې خليلزاد يې له اسلام اباده دوحې ټال ورکوي او باجوه يې بيا له هغې مخې بيرته پنجاب ته راټېل وهي. دا نو د چا خبره چې اوس د خليلزاد و د باجوه ټال دی چې څوک يې ېوې لور ته او څوک يې بيا بل لورته ټالۍ ورکوي او خدای تعالی دې خير کړي چې ملتاني دوړن قريشي خو اوس تازه د کرونا د واکسين په پلمه بېجينګ ته ورټېله کړ چې له هغې لورې لورې به بيا څه ګلان له ځان راوړي او پوتين هم له چا کم نه دی. هغه هم ورته په تمه ده چې تر اوسه خو لا نه ضمير کابلوف او نه سرګې لاروف کومه څرګندونه نه ده کړې چې هغوی به څه وايی؟ پنجاب خو لا له وړاندې نه طالب د تهران، مسکو او د بېجينګ په لومه کې ښکېل کړی چې سر يې له پاکستان او مقعد يې د خپلو هر اړخيزو ګټو لپاره کله يو چا ته او کله بل چا ته توسوي.

د طالب عزت او درنښت له خپل ولس او خلکو سره دی او دا د دوی قرآني مکلفيت دی چې د حضرت يوسف عليه السلام شرايطو او حالاتو ته په کتو له معصيت ځان راخلاص او سياسي اړيکي بايد د افغانستان د حکومت او پارلمان تر اصولو او کړنلارو او هم د افغانستان د قانون او بهرنۍ پالېسۍ له ليارې مخته يوسي. کنه طالب به تل مختوری، غلام او د نورو په منګولو کې د ښکار شوي مړز په څېر نښتی وي چې لاس وپښې او وزرونه به وهي، خو د خلاصون او الوتنې توان به نه لري.

بناءً زه له ولسمشر، له تاسې او هم له پارلمانه غواړم په هره توګه چې کيږي طالب بايد د پنجاب له منګولو راخلاص شي چې د پنجاب له تپل شوې او له نااعلان شوې جګړه خلاص شو. تر څو چې طالب د پنجاب په منګولو کې وي جنګ او بېثباتي به همداسې دوام لري او موږ به يې درنه بيه پرې کوو.

په درنښت


امرالله صالح: امریکا طالبانو ته تر اندازې ډېر څه ورکړل - BBC News پښتو
شان باچا شينواری او پاکستانی پښتون سره سیاسی مرکه مخامخ - YouTube
شاه محمود قریشي: جو بایډن باید د سولې خبرې او له افغانستانه د پوځونو ایستلو لړۍ روانه وساتي - BBC News پښتو
د پاکستان په لمسون چين ته د طالب مخ اړول به کومې پايلې ولري؟ | خبریال (khabarial.com)


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery