دخپریدو نیټه : 2021-01-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هند افغانستان ته د کرونا پنځه سوه زره ډوزه واکسین ورکوي.
راحیله جواد
په هند کې د افغانستان سرپرست سفیر طاهر قادري په ټویټر کې لیکلي دي چې دا واکسین به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي او د کرونا د مخنیوي په بیړنیو چارو کې به ګټه ترې واخېستل شي.
په افغانستان کې تر اوسه په کرونا ویروس څلورپنځوس زره اووه سوه پنځوس تنه اخته شوي دي او د دې ناروغۍ د تلفاتو رسمي شمېرې دوه زره درې سوه نهه اتیا ته رسیدلي دي