For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
خراساني، ستمي اوشمالی ټلوالو څخه هیڅکله هم د ملی
دخپریدو نیټه  2008-02-19  م  خپرندوی : میوندوال چا پي بڼه

خراساني، ستمي اوشمالی ټلوالو څخه هیڅکله هم د ملی وحدت تمه نشه کیدای!

ځینو د خرم صیب وروستنی کارونه چې د ملی ټرمینالوژی ساتنه ده هیواد او ولس ته مثبت ارزولي او خپل ټینګ ملاتړ یی هم ښوولې دی خو ځینو بیا بر عکس تعبیر کړي او ویلې دي چې د خرم صیب کارونه د تعصب څخه سرچینه اخلي او دا یی مناسب وخت ندی چې ملی اصطلاحات او ټرمینالوژی وساتل شي ځکه ملی وحدت ته زیان رسیږي. زه حیران دېته یم چې کوم ملی وحدت؟ چې پر اساس یی یو ریښتینی افغانی ملي وحدت را منځته شوې وای، یو ملی اداره چې د ملی دریځ لرونکو کسانو څخه جوړه وای ،ملی مقدراتو ته ،افغانستان ته،افغانیت او د دې هیواد هر څه ته د خپل ژوند په بیه وفاداره او مخلص کسان په کابینه کې وای چې ټول ولس په کې دورونو غوندې سوله ایز ژوند کولای.دلته خبره یوازې د ملی ټرمینالوژی او ملی اصطلاحاتو نده چې داسې فکر کیږي یوازې پښتانه د احساساستو او بیړې څخه کار اخیستی او د خرم په ملاتړ کې یی لیکنې کړې دي.خبره اصلا بله ده،شمالي ټلواله،خراسانیان،ستمیان،لیکوالان یی،ژورنالوستیان یی،او ایرانی تالیڅټي او جاسوسان بیخي د افغانستان نوم، ویاړلی تاریخ یی،د افغانانو قربانیانۍ،توره،میړانه، سرښندنه،وفاداري او اخلاص هیڅ نه مني او بر عکس پرې ملنډې وهي.حتی د افغان، افغانیت،افغانستان،پښتون،پښتو او ملی ویاړونو او تاریخی څیرو سره مو دومره حساسیت،تعصب،کرکه اودښمني کوي ته به وای چې مونږ په ایران کې د میرویس خان نیکه او یا د محمود خان هوتکي یادوونه او اتلولي لمانځو. اصل خبره دا ده چې دا د ایران لاسپوڅی ستمي کړۍ غواړي د افغانستان نوم درته بدل کړي ته خو د اتحاد او اتفاق خبره کوئ.همدا چې کومه وړه خبره منځ ته راشي نو کوشش به دا کوي څنګه ترې یوه لویه بلوا یا هنګامه جوړه کړي او د دې څخه د ایران په ګټه کار واخلي،په کراتو کراتو یی د کرزی اداره د خپلو شخصي او ایرانی ګټو په خاطر برمته کړې ده،په همدې ګډوډۍ او انارشي کې خپلې ایراني ګټې ویني.که دا ستمي ایراني لاسپوڅي همدغسې په خپل سر پریښودل شي بله ورځ به د افغانستان څخه خراسان،د خپل ځان څخه خراساني او مونږ څخه پاکیستانیان جوړ کړي،البته که مخه یی ډبه نشي.او همدارنګه هغه تش په نامه پښتانه/افغانان چې د فیل په غوږ کې ویده دي او یا هم د کوم دلیل پر اساس چوپه خوله او یاهم د مصلحتوپه لحاظ د هغوی سره غاړ راکاږي دا هم د دوې ملاتړ د خراسانیانو او ستمیانو سره راجوتوي. صحیح ده مونږ به فرض کړوچې د ملی وحدت لپاره د هر څه څخه حتی د خپلې ژبی هم تیر شو،لیکن فکر کوئ چې دا اوسنی ستمیان،خراسانیان،شمالي ټلواله به امن،سوله،افغانیت، افغانستان ،ملی مقدراتو ته اوخللکو ته ژمن پاتې شي او که یو ځل بیا به بله هنګامه او بلوا ته لمن وهي تر څو د ایران موخې دلته پوره کړي،دوې همیش د خپل پایښت او ځان ځایولو لپاره د ملی وحدت د نوم لاندې ځانونه غلی نیولي وو،اوس ورسره ولی د ملی اتحاد او افغانیت غم نشته چې ورسره د ایرانی اخوندانو ټینګ او مظبوت نیغ په نیغه ملاتړ مل دی ؟ اوس یی د افغانانو نه سترګه نه سوځي،افغانان ننګوي او راپاروي یی.
لا اوس مو د پښو پل په تبرګي وهي هغه وخت به مو خدای نکړي په ډله ایزه توګه وژني او د خپل ټاټوبی څخه به مو وباسي. د همدې شمالي ټلوالې،خراسانیانو،ستمیانو،ژورنالوستیان یی،او ایرانی تالیڅټي او جاسوسان پلاس افغانستان لوټ تالان او په کنډواله بدل شو.دوې د افغانستان د ټوټې کولوپسې راخیستې ده، دافغانستان د نوم د ورکولو پسې یی راخیستې ده،دلته ځنی ویده اوس هم د شمالي ټلواله،خراسانیان،ستمیانو،ستمی ژورنالوستیانو،او ایرانی تالیڅټي او جاسوسان او داړه مارانو څخه د اتفاق او وحدت تمه لري،افغانستان یی د بربادۍ کندې ته ورټیل وهه خو د افسوس ځای دادی چې یو شمیر پښتانه/افغانان چې د فیل په غوږ کې ویده دي او یا هم د کوم دلیل پر اساس چوپه خوله او یاهم د مصلحتوپه لحاظ د هغوی سره غاړ راکاږي د حقایقو څخه سترګې پټوي او خپل ورونه ملامتوي او خپلو ورونو سره د ستمی شیطانانو په لمسون دښمني پیل کوي. د دې پرځای چې شمالی ټلواله، ستمي،خراساني کړیو ته چې د فاشیزم او دوښمۍ جرړې دي متعصب،بد نیته اوتنګ نظره ووایی،افغانانو\\پښتنو ته یی وایی چې دا هم د دوې پرجهالت دلالت کوي.او سمدستي یی د دې ستمي کړیو سره ملاتړ راجوتیږي. دا لومړۍ ځل ندی چې دا ستمی ټلوالې داسې بی اتفاقۍ ته لمن وهي او د یو معمولی مسلې څخه چې هغه هم یو ایرانی جاسوس د اساسي قانوان په ماتولو کسرمعاش شوې یو لویه بلوا او لانجه جوړوي.محقق،یونس قانوني،پدرام،ضیاء مسعود او داسې نورستمیان اساسي قانون،افغانستان،افغانیت او د دې هیواد ملی مقدرات،تاریخ او تایخی ویاړونو او ملی اتحاد اتفاق باندې پوټی هم باور نلري او بیخی یی نه منی او همدارنګه یی ورپسې د ملنډو کمپاین هم روان کړې. دوې هیڅکله هم اصلاح کیدونکي ندي ځکه ایران ورته دماغ مینځلي او فطرت یی ورته افغان دښمنه کړېدی. په در نښت

میرویس ویاړ   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com