د شنبې په ماښام د څوکۍ سالار ربانې په نورين تلويزيون کې د ژبې پر سر د پرتونادري استدلال چې ځان ليکوال شاعر روڼ اندى او څه څه څه ..... بولي خندونکى و، اول يې دوه سوه ښکنځل ښاغلي وزير خرم ته وکړل او ويې ويل:
چې زه شک لري چې خرم به د فلانې شاعر يو غزل پوره سم وويلاى شي ،
ده وويل شک لري چې ښاغلى خرم به د فلاني خان دکتاب يوه پاڼه سمه ولوستى شي ،
ده وويل دى شک لري چې خرم صاحب به د تاريخ څخه پوره خبر وي .......؟
ډيه خندونکي نور ښکنځل يې هم وکړل .
دا ټول څه ښيي چې دده انسانيت او وجدان څومره سپک دى چې نورو ته دومره سپک گوري هغه هم په يوه تلويزيو ن کې .په دغه تلويزيون کې خو دژورناليستيکو اخلاقو څرک بيخي نه و چې څه په څه ډول خپاره کړي .
دداسې ليکوالو ...... په نوم سړي ته حيا ودريږي . تردې نو پورته ليکوال په درې کې کيدى شي اوس يو کوم بل تن وي . چې دغه ښاغلى يې دومره بې وجدانه او نورو ته سپک ښکنځل وکړي نو له عادي کسانو يې څه گيله ده ؟ ليکوال او روڼ اندى دومره سپک نه وي .
اوس به راشو د پرتو خان استدلال ته :
دغه ښاغلي وويل چې په اساسي قانون کې دملي ژبې په نوم څه نه لرو نو ملي مصطلحات له کومه شول ؟
دغه پروفيسور چې نورو ته بې سواده وايي په خپله يې د اساسي قانون شپاړسمه ماده نه ده لوستې .
په رښتيا هم ستاسو د پښتو ژبې د دښمنانو له برکته پښتو له ملي توبه و غورځېده . خو دغه ملي مصطلحات يوازې په پښتو نه دي او بل داچې اوس نه دي جوړ شوي . دا همغه وخت منل شوي وو چې موږ ملي ژبه درلوده . نو پر توخانه ته بيخي له تاريخه معلومات نه لري . نو ته چې له تاريخه په خپله دومره بې خبره يې له تا دا گيله هم نه ده پکار چې نورو ته به داسې سپک ونه گوري . ستا کله دا لوريږي چې نوردې يو څه په تاريخ خبر وي .
خير گيله نشته دغه دفيلسوفانو په څېر داوږدو ويښتانو درلودونکى ستمى ټولو ته معلوم دى چې اسا سي قانون هم نه مني نو ولې موږ دا گيله ځينې وکړو چې د قانون په کومه ما ده کې څه ليکلي ؟
خو ددغه هېوا د له اساسي قانون دى نا خبره دى چې پرفيسور يې يوازې د ځان بولي .
زه د زده کړې د ډگر يوه زده کونکى يم او نه غواړم چې احساسات دده په څېررا باند ې غلبه وکړي او د زده کونکو نوم بد کړم . خو په ده ښاغلي وشرمېدم چې څو مره سپکه خوله يې ښوروله .
هغه بله ورځ مې ېوه دري ژبې ملگري دده په اړه راته ويل پر هغه مې خوا بده شوه چې دده د شعرونو صفت يې کاو خو له انسانيت او ادبه يې خبر نه و . هغه ته مې خوا بديږي چې د ژبې دومره ستر ليکوال يې د استدلال پر ځاى ښکنځل زده کړي وي نو شاگردانو ته به څه ور وښيي .
دده بل استدلال دا و چې ښاغلي خرم د ملي نگارستان نوم په ملي گالرۍ اړولى . کور يې ودان . دا په خپله ددې ښکارندويې کوي چې ملي مصطلحات يوازې په پښتو نه دي دا کليمه خو انگليسي ده او چا چې په ملي نگارستان بدله کړې وه هغه د ملي فرهنگ او ملي ترمينالوژۍ بل ستر دښمن رهين و . هغه مهال خو پرتو خان يوه کليمه غږ هم پورته نه کړ .ځکه دده په ايرانۍ ژبه يې اړولى و . خو اوس چې ملي تر مينا لوژي پلې او بيرته يې اصيل نوم ورته کيښود نو دومره قهر ورغى .
شرم دى ددغه نگارستان نوم خو هغه بله ورځ له ملي گالرۍ څخه واوښت اوس يې په کومه جينگه خوله دنگارستان د ملي والي خبره کوي. خير وخت به خداى را ولي .
خلک پوهيږي چې ولې تا سو ، ستاسو رسنۍ او تا سو بې سواده روڼ اندي دومره وارخطا ياست . دا ځکه چې اوس پښتانه ځوانان بيدار شوي او تاسو دا احساسوى .(دا خويې سر دى پټۍ وروسته سرور دى.)
جالبه خو داده چې د جمهوريت ،رابعه بلخي او دهغه څنگ ته د ستوماتو لوژۍ د روغتون لوحې له پښتو څخه په درې بدلې شوې هيڅ پښتون غږ ونه کړ . افرين پښتنو ستا سو په مليتوب او پراخه سينه ،خو له دغو تنگ نفسو سره داسې ښه کول نه دي پکار.
دغه خوارکي چې په کابل کې په خپلې ژبې د ليک لوست غوښتنه کوي همدغه د پرتو خان په څير ارسطو صحبان يې نه مني او دا مسله سيا سي کوي او ډير خندونکى دليل وړاندي کوي چې په ښونځيو کې به د پښتو او دري ژبو د ټولگيو ترمنځ جنگونه وشي . ليونتوب دى .
درنو او ښاغلو پښتنو ځوانانو تاسو هم له دغې مسلې پند واخلۍ او را پورته شى د کابل مزار اوپه نورو پوهنتونونوکې د پښتو لوست غوښتنه وکړى . معلومه به شي چې څه انقلاب په دې هېواد کې راځې او د غو خبرو ته لمن وهل د چا په گټه دي .
انشا الله چې همداسې څه به ژر ووينو .