
بېنوا انټرنیټ پاڼه په لومړي ځل په روانه پښتو ژبه داسلام
د دوهم ستر کتاب (صحیح البخاري ) ژباړه اوشر ح دعلامه محمد معين الدين ابوالفضل أفغاني په زیار لیکنه
او څېړنه خپروي دغه پرلپسې مبارکه لړۍ چي د پښتو په تاریخ کي
دبخاري شریف د خپل ډول لومړنۍ
پښتوشر حه ده چي دبخاري شریف فضل الباري پښتو
شرح په نامه یادیږي چي دبېنوا له لاري به په پرلپسې
ډول خپریږي . ددغه
ژوباړي اوشرحي ټوله دیني اوعلمي تحقیق دعلامه ابوالفضل لخوا ترسره
کیږي نو لهاذا بېنوا انټرنیټ پاڼه پکښي هیڅ نوعه املائي یا لیکني سمونه نه
راوړي او
په هم هغه ډول ئې خپروي چي لیکوال لیکلئ وي تر څو دنوموړي
شرحي ټول حقوقي ،علمي
اوڅیړنیزاړخونه یوازي د لیکوال سره تړلي پاته سي ، بېنوا انټرنیټ پاڼه ئې یوازي
داسلامي او پښتني احساساتو پربنا خپروي. دنوموړي
ژوباړي او شرحي کاپي کول او ترنورو وړونو
خوندو پوري رسول د هرچا دیني فریضه ده
خودبیا خپرولو ټولو حقوق ئې د بېنواپاڼي سره خوندي
دي لهذادبیا خپرونکو رسنیو څخه هېله لري چي
دبېنوا دکاپي رایټ په نظرکي نیولو سره د سرچنې یادونه دپامه ونه غورځوي. همدا
رازدڅښتن تعالی دمقدس دربار څخه توفیق غواړي ترڅود اسلام د مبین دین تر نورو پوري
درسولوپه فریضه
کي ددې دروند کار په پوره امانت خپرولوکي راسره مرسته وکړي.
(خالدهادي
حیدري ، دبېنوا پاڼي مسؤل)