For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
پـاكـۍ بـيــان
 
دطهارت (اودس) دواجب كيدلودليل قول دالله (ج) دی چه دقرآن شريف د المآئدة دسورت پـه شپـږم آيت كښی فـرمايى:
﴿يآيهاالذين امنوااذاقمتم الى الصلوة فاغسلووجوهكم وايد يكم الىالمرافق وامسحوبرءوسكم وارجلكم الى الكعبين﴾ يعنی ای هغوكسانوچه ايمان موراوړيدی كله چه تاسی هڅه وكړی ولمانځه ته نوووينځی مخونه خپل اولاسونه خپل دڅنګولو سره اومسح وكړی پرخپلوسروباندی اوهمدارنګه ووينځی پښی خپلی دبجولكو(پړكيو) سره .
ديادونی وړده چه دمخ دوينځلواندازه دتندی دلوړى برخی څه تر زنی لاندی پوری اوږدوالی اوديوه غوږ دنرمۍ څه دبل غوږ تر نرمۍ پوری ئې پسوردی.
اودس (طهارت) فرض دی ولی مصنف (رح) واجب ذكركړيدی، كه څه هم دفرضومنكركافراودواجب منكرنه كافركيږی خودعمل په ميدان كښی دواړه يودی، كه څوك عمل دفرض يادواجب ونه كړى نوددوږخ سزابه وينی.
په اوداسه كښی ددرو(٣) اندامونوپريمنځل اودسرمسح كول فرض دی، كه څه هم داودس فرضونه څلوردی ولی مصنف (رح) دواړه لاسونه پريوه اندام اودوی پښی پريوه اندام شميرلی دی.
پريمنځل دڅنګلواوبجلكو(پړكيو) زموږدمذهب ددرو (٣) علماوو په نيز داوداسه په فرضوكښی داخل دی يعنی كه ونه وينځل شی نواودس نه صحيح كيږی، علماءكرام زموږ دمذهب امام اعظم ابوحنيفه (رح) چه اصل نوم ئې نعمان دی، دوهم دامام صاحب شاګردقاضی القضات اولوی مجتهد ابويوسف (رح)، دريم دامام اعظم ابوحنيفه (رح) بل شاګردچه په مذهب كښی ئې ډيرلوی كتابونه تصنيف كړيدی لكه مبسوط، جامع صغير، جامع كبير، زيادات، هارونيات اوداسی نور، محمد (رح) دشيبانی (رح) زوی دی. امام زفر (رح) په پورته موضوع كښی زموږ ددرو(٣)علماوو دحكم مخالف دی، دده په نيز په اوداسه كښی دڅنګلو او بجلكو پريمنځل فرض نه دی. دسرپه مسح كولوكښی اندازه دنزلی فرض ده چه دغه نزله څلورمه دسركيږی لكه څنګه چه روايت دی له المغيره بن شعبه (رض) نه چه په تحقيق سره نبی (ص) ديوقوم د حاجت رفع كولوځای ته راغى اوهلته ئې خپل حاجت رفع كړ (بولي ئې وكړی) بيائې اودس تازه كړاومسح ئې پرمباركه نزله او پرهغوموزوباندی وكړه چه په پښوئې وی .