For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
دلـمــانـځـه بـيـان
طهارت چه شرط دلمانځه دى مصنف ( رح) په ټولوقسمونوسره بيان كړ، اوس نوبت اصل لمانځه ته چه داسلام دمقدس دين دوهم ركن دى راورسيدى، لمونځ دمعراج په شپه كښى فرض شويدى ټولو كتابودحديثو ئې روايت كړيدى، دپښتوسيرت النبى دريم ټوك دګران افغانستان دكابل چاپ د لمانځه بيان داشان خوږ ليكلى دى چه دمعراج په شپه برسيره پرنوروعطاياؤ وحضرت محمد (ص) ته آوازوشوچه پرامت دى پنځوس لمونځونه فرض شوه حضرت محمد (ص) دبيرته راتګ په وخت كښى له حضرت موسى عليه السلام سره وليدل اوموسى عليه السلام پوښتنه ورنه وكړه چه دپاك خداى (ج) له خاص بارګاه څخه تاته څه احكام دركړل شول؟ حضرت محمد (ص) ورته وويل چه پر امت مى پنځوس وخته لمونځ فرض شو، حضرت موسى عليه السلام ورته وويل چه مابنى اسرائيل ښه تجربه كړيدى ستاامت به دابارپورته نكړاى شى، ته بيرته وخداى (ج) ته عرض وكړه حضرت محمد (ص) بيرته وخداى (ج) ته عرض وكړچه اى پاكه خدايه زماامت ډير كمزورى اوډيرضعيفان دى، حكم ورته وشوچه دلسووختولمونځونه ورته معاف شول، كله چه حضرت محمد (ص) بيرته راوګرځيد موسى عليه السلام دبياعرض كولومشوره ورته وركړه، ددى وارى دبياتګ په اثرلس لمونځونه نور وروبښل شول په همدى ډول حضرت محمد (ص) څوواره دحضرت موسى عليه السلام په مشوره دخداى پاك په درباركښى بيابياعرضونه وكړل ترڅوچه په يوه شپه اوورځ كښى پنځه وخته لمونځونه پاته شول، حضرت موسى عليه السلام بياهم مشوره وركړه چه دډيرتخفيف غوښتنه وكړه حضرت محمد (ص) وويل نورنوماته له خـداى (ج) څخه حيا راځى، آوازوشوچه ﴿لايبدل القول لدى﴾ يعنى اى محـمده! زماپه حكم كښى تغيرنشته، كله چه حضرت محمد(ص) سوال بس كړنو د خداى پاك له لورى نه داسى يوآوازوشو﴿قدامضيت فريضتى وخففت عن عبادى﴾ يعنى ماپوره كړه خپل فرض اوتخفيف مى وركړبندګانوته، لمونځونه به پنځه وى ليكن دهرى نيكۍ بدل به يوپه لس وى، چه داپنځه به هم پنځوس شى .
دلمانځه وختونه : دسهاردلمانځه اول وخت كله چه دوهم سپينوالى دآسمان په كناروكښى پاشلى معلوم شى(دوهمى سفيدى ياصبح صادق) اوآخروخت دسهاردلمانځه دلمـرڅرك تر مخه دى . دماپښين دلمانځه اول وخت دلمردزوال نه وروسته اوآخروخت ئې دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په نيز ماسيوادوخت له سيورى نه چه سيورى ديوه جنس دوه چنده ته ورسيږى، مګرامام ابى يوسف (رح) او امام محمد(رح) وايى ماسيوادوخت له سيورى نه كله چه سيورى ديوه جنس يوه چندته ورسيږى آخر وخت دماپښين د لمانځه دى، اول وخت دمازديګردلمانځه چه دماپښين دلمانځه وخت تيرشى او آخر وخت ئې دلمرلويدونه مخكى دى، مګرحسن بن زياد(رح) وايى چه لمرژيړشى دمازديګردلمانځه وخت تيرشو زموږ په مذهب دغه وخت لمونځ مكروه دى، دماښام دلمانځه اول وخت له لمرلويدونه وروسته دى اوآخروخت ئې چه شفق نه وى لويدلى، په نيز دامام اعظم (رح) شفق هغه سپينوالى دى چه دمغرب په خواكښى دآسمان په كناره كښى له سرخۍ نه وروسته معلوميږى، امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه شفق پخپله دغه سرخى ده، اول وخت دماخستن دلمانځه چه شفق غائب شواوآخروخت ئې له دوهم سپينوالى (صبح صادق) نه مخ كښى دى، اول وخت دوترلمانځه دماخستن دلمانځه نه وروسته دى اوآخروخت ئې له صبح صادق (سفيدوچاودلو) نه مخ كښى دى. دسهارلمونځ په رڼاكښى اداكول افضل دى، عليه السلام وايى چه دسهارلمونځ په رڼاكښى ډيرونكى دثواب دى، پدغه اړوند فقيه ابوجعفرطحاوى (رح) له حضرت على (رض) څخه روايت كړيدى او ديلمى هم له انس بن مالك (رض) نه روايت كړيدى همدارنګه طبرانى (رح) اوبزار(رح) له ابوهريره (رح) نه روايت كړيدى اوداسى نور.
دماپښين لمونځ په اوړى كښى مستحب دى چه په داسى وخت كښى اداشى چه هواسړه وى اوپه ژمى كښى په اول وخت كښى اداشى .
دمازديګردلمونځ ځنډول مستحب دى ترڅوچه دلمررڼاتغيرونكړى (لمرژيړنه شى)، مستحب دى چه دماښام لمونځ وختى اداشى مستحب دى چه دماخستن لمونځ تردريمى حصى پورى دشپى وځنډول شى، هغه څوك چه دشپى له لمانځه (تهجد) سره مينه لرى مستحب دى چه وتر د شپى ترآخرپورى وځنډوى يعنى له تهجدنه وروسته دى وتراداكړى، كه څوك ډاډه نه ووچه دشپى لمانځه ته راويښ شى نودخوب نه مخ كښى دى وترلمونځ اداكړى