For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
داذان بـيـان
د اذان ابتدادسعودى عربستان په مدينه منوره كښى شويده كوم وخت چه رسول الله (ص) ومدينى منورى ته هجرت وكړمسجد نبوى جوړشونومسلمانانولمونځونه په جماعت سره شروع كړل ولى يو لوى مشكل داووچه دلمونځودوختونودپاره كومه علامه نه وه داټكل په توګه به مسلمانان لمانځه ته راتلل، كله به بعضى خلګ ناوخته راورسيدل جماعت به ورنه تيرووكله به بعضى خلګ وختى راغلل چه ترلمانځه تروخت پورى به ئې ډيرانتظاركوى خلګودمشكل دحل دپاره ورسول الله (ص) ته عرض وكړهغه له عادت سره سم موضوع وشورى ته وړاندى كړه، يوى ډلى د اصحابانو مباركانو دانظروركړ چه دلمانځه پروخت دى زنګوله وشرنګول شى، ددغه نظرمخالفين ډيروه ځكه چه داعمل د نصاراوو دعبادت نښه ده، بلى ډلى نظروركړچه دلمانځه پروخت دى ښكرياتروم وږ غول شى، ددغه نظر مخا لفين هم ډيروه ځكه چه داعمل ديهوديانو دعبادت نښه ده، بلى ډلى نظروركړچه د لمانځه پروخت دى داورلمبه وشى، ددغه نظرهم مخالفت وشو ځكه چه داعمل دآتش پرستانودعبادت نښه ده، حضرت عمر (رض) وويل يوڅوك نه مقرركوي چه دلمانځه دپاره نعره وكړى؟ آنحضرت (ص) دارايه خوښه كړه اونفرئې مقرركړچه دلمانځه دپاره به داسى نعره كوى ﴿الصلوة قائمة﴾ يعنى لمونځ كوو، دانعره به هم چاواوريده اوچابه نه واوريده، څوورځى وروسته بيا و آنحضرت (ص) ته هغه مخكنى عرض وړاندى شو، هغه بيا د معمول سره سم موضوع وشورى ته وړاندى كړل داځل بياهغه پخوانی نظريات تكرارشول بيله فيصلى مجلس پاى ته ورسيدى، له اصحابانو مباركانونه عبداله بن زيد (رض) دشپى په خوب كښى يوسړى وليدى چه زنګوله ئې پلاس كښى وه، ده ورته وويل چه دازنګوله نه خرڅوى، سړى ورته وويل چه ته څه په كوى؟ صحابى مبارك ورته وويل چه موږ دلمانځه وخت پرمعلومه وو سړى ورته وويل چه زه به له دغه نه ښه شى دروښيم، پس دغه سړى پريوه لوړځاى ودريدى اوپوره اذان ئې وكړ، عبداله بن زيد(رض) سهاردغه خوب رسول الله (ص) ته بيان كړ، آنحضرت (ص) ورته وويل ﴿انها لرؤياحق انشآءالله﴾ يعنى دغه خوب حق دى كه اراده دخداى پاك وه، رسول الله (ص) وعبداله (رض) ته وويل چه ستاترآواز د حضرت بلال (رض) آوازلوړدى نوته ستا دخوب كلمی وحضرت بلال (رض) ته ووايه دى به اذان وكړى كله چه حضرت بلال (رض) اذان وكړحضرت عمر(رض) په خپل كوركښى دغه د اذان كلمات واوريدل په چابكى سره مسجدته راغى اورسول الله (ص) ته ئې وويل قسم په خداى دى چه ماهم دغسى خوب ليدلى ووخوله شرمه مى نشواى ويلاى، په دغه شپه څورلس اصحابانو مباركانودغه خوب ليدلى وو، دغه بيان په بخارى، ابوداود اومشكوة شريف كښى ليكل شويدى .
اذان كول دپنځووختولمونځواودجمعى دلمانځه دپاره سنت مؤكد دى دنورولمونځودپاره اذان نشته لكه داخترلمونځ يا دجنازى لمو نځ ياداسى نور، صفت د اذان چه الله اكبرترآخره پورى ويل دى مشهور دى، ترجيع په اذان كښى نشته (چه يوه كلمه په لوړآواز ووايى اوبله كلمه په كښته آواز و وايى)، امام شافعى (رح) وايى چه په اذان كښى ترجيع شته يعنى په هراذان كښى به دشهادت دوى كلمى اول دوه ځلى په كښته آواز بيادوه ځلى په لوړآواز وايى، د سهاراذان دبل وخت له اذان سره لږ توپيرلرى چه دحى على الفلاح نه وروستـه دوه ځلـى الصلوة خيرمن النوم ويل كـيږى .
اذان كونكۍ به مخ پرقبله دريږى كله چه لفظ دحى على الصلوة دوه ځلى وايى نودوه ځلى به خپل مخ وښى خواته ورسره ګرځوى همدارنګه كله چه لفظ دحى على الفلاح دوه ځلى وايى دوه ځلى به خپل مخ وكيڼ خواته ورسره ګرځوى، دمخ ګرځولو سره دى نور وجوديا پښى نه ګرځوى، همدارنګه په ناسته اوپه بى اودسى سره اذان كول مكروه دى، بى اودسه اذان كول روادى مګر مكروه دى ثواب ئې نشته، جنوب سړى دى اذان نه كوى. اقامت هم داذان پشان دى مګراذان دى په قراره (آرامى) سره وايى او اقامت دى په چابكى سره وايى، همدارنګه به په اقامت كښى د حى على الفلاح نه وروسته دوه ځلى قدقامت الصلوة وايى . اذان او اقامت دى دقضائى لمونځودپاره هم وكړى، كه دچاڅخه لمونځونه قضاء شويوه داول لمانځه دپاره دى اذان او اقامت وكړى بيا اختيارلرى چه دپاته قضائى لمونځودپاره اذان اواقامت دواړه كوى كه يوازى اقـامت كـوى .
كله چه دلمانځه وخت داخل شواذان دى نارى شى يعنى دلمانځه دوخت دداخليدونه مخ كښى دى اذان نه نارى كيږى ځكه چه خلګ خطاوزى، كه اذان دوخت له داخليدونه مخ كښى نارى شى كله چه وخت داخل شوبيابه اذان كوى، همدادليل دى چه امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى چه آنحضرت (ص) وحضرت بلال (رض) ته وويل چه دوخت له داخليدونه مخ كښى اذان مه كوه، مګر امام ابى يوسف (رح) اوامام شافعى (رح) وايى چه په آخرنيمايى د شپى كښى دى دسهاراذان نارى شى .