For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
دلمانځه نه مخكى شرطونه
پرلمونځ كونكى باندى فرض دى چه خپل بدن اوجامى له بى او دسۍ اونجاست نه پاك كړى لكه مخ كښى چه ئې بيان وشو. داغه رنګه ورباندى فرض دى چه خپل عورت هم پټ كړى، د نارينه عورت تر نامه لاندى ترزنګنو پورى دى پخپله نو عورت نه دى اوزنګنونه عورت دى، ښځه ټوله عورت ده مګر دښځى مخ او ورغوى اوپښى عورت نه دى، دمينځى عورت هم دنارينه پشان دى نس اوشائې هم عورت دى نوربدن ئې عورت نه دی . كه له چاسره نجاست موجود وو داسى شى ئې پيدانكړچه دغه نجاست په ليرى كړى لكه اوبه يانورمائعات نوله دغه نجاست سره دى لمونځ وكړى بيادى ددغه لمونځ قضاء هم نه راوړى همدارنګه كه چاجامه نه درلوده چه عورت په پټ كړى نولمونځ دى په ناسته وكړى خوركوع اوسجده دى په اشاره وكړى چه عورت غليظه ئې حتى الامكان پټ وى، كه وغواړى چه په ولاړه سره لمونځ وكړى روادى ولى كه ئې عورت لوڅ وى قيامه خوئې پرځاى شوه، مګرلمونځ ئې په اشاره سره افضل دى، ځكه چه پټول دعورت هم دلمانځه حق دى اوهم دخلګوحق دى اوقيامه يوازى دلمانځه حق دى .
دلمانځه په شروع كښى دى اول دلمانځه نيت كوى دنيت او تكبيرتحريمه (اول الله اكبر) په مابين كښى دى په عمل سره جدا والى نه كوى لكه خورك كول، واسكټ اغوستل، ليك لوستل او داسى نور.
نيت قصددزړه دى كه دچا دزړه قصدووچه لمونځ كوى خوپه خوله ئې څه ونه ويل نيت ئې صحيح دى ليكن دخولى الفاظ دزړه د قصد اوارادی ترجمانى كوى غوره ده چه دواړه سره ملګرى كړى داهم بايد پياد وساتوكه څوك په خوله نيت ووايى خودزړه قصدئې نه وى نونيت ئې صحيح نه دى، همدارنګه كه دچاپه زړه كښى اراده صحيح وى خوپه خوله چه څه وايى په هغه كښى سهوه شى اوپه همدغه نيت لمونځ وكړى لمونځ ئې صحيح دى ځكه چه قصد دزړه معتبردى نه هغه څه چه په ژبه ويل كيږى، دغه بيان دامام مجددالف ثانى (رح) په مكتوبات امام ربانى كښى ليكل شويدى .
څرنګه چه لمونځ ټول په عربى ژبه ويل كيږى ښه به وى چه نيت ئې هم په عربى داسى ووايى ﴿نويت ان اصلى لله تعالى ركعتين فى هذا لوقت الفجر اقتديت بهذ الامام متوجها الى جهة الكعبة الشريفة﴾ كه چاته په عربى نيت كول مشكل وى په پښتودى نيت داسى ووايى (نيت مى وكړچه لمونځ وكړم خاص خداى لره دوه ركعته فرض پدغه وخت دسهاراقتدامى وكړه پدغه امام پسى مخ مى دى پرلورى د كعبى شريفى) .
كه لمونځ په جماعت نه ووځانګړی وودعربى نيت دى داسى و وايى﴿نويت ان اصلى لله تعالى ركعتين الفرض فى هذالوقت الفجرمتوجهاالى جهة الكعبة الشريفة﴾ په پښتودى داسى ووايى (نيت مى وكړ چه لمونځ وكړم خاص خداى لره دوه ركعته فـرض پدغه وخت دسهارمـخ مى دى پرلـورى دكعبى شريفى )، لكه څنګه چه په نيت كښى وويل شوه چه مخ مى دى پرلورى د كعبى شريفى هم دغسى به مخ پرقبله دريږى، كه څوك ددښمن ياځناورانوڅخه ويريدى نوكوم طرف چه ئې په نظردامن وى و هغه طرف ته دى لمونځ وكړى، كه لمونځ كونكى ته طرف دقبلى نه معلوميدى اوبل څوك هم نه ووچه پوښتنه دقبلى ورنه وكړى نووهرى خواته چه ئې ګمان غالب شو وهغه طرف ته دى لمونځ وكړى، كله چه دلمانځه نه فارغ شو بيائې طرف دقبلى وپيژندى نودوهم ځل به دهغه وخت لمونځ نه كوى هغه اول لمونځ ئې صحيح دى، ځكه چه زحمت په اندازه دقدرت دى دلمونځ كونكى قدرت همدافكركول وه، كه لمونځ كونكۍ له لمانځه څه نه وو خلاص شوى اوطرف دقبلى ئې وپيژندى وهغه خواته دى مخامخ شى اوپاته لمونځ دى وكړى، بعضى وايى كه لمونځ كونكى ته طرف دقبلى نه معلوميدى لمونځ دى وځنډوى ترڅوچه په يقين ياغالب ګمان طرف دقبلى ورمعلوميږى، بعضى وايى چه وهر طرف ته مخامخ شى لمونځ دى وكړى .