For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
دتـلاوت سجـده
په قرآن مجيدكښى څلورلس آيتونه دى چه دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په مذهب دهغوى په تلاوت سره پرقارى اواوريدونكى سجده واجب كيږى، دآيتونوپه شميركښى اختلاف دى بعضى علماوايى پنځه لس آيتونه دى اوبعضى وايى چه يوولس آيتونه دى چه دفقه په لويوكتابوكښى ئې تفصيل شته دتلاوت سجده په آخركښى د سورت اعراف، په سورت رعد، سورت النخل، سورت بنى اسرائيل، سورت مريم، اوله سجده دسورت حج، سورت فرقان، سورت نمل، سورت الم تنزيل، سورت ص، سورت حم السجده ، سورت نجم، سورت والانشقاق اوسورت والعلق، په دغوځايوكښى پرتلاوت كونكى او اوريدونكى سجده دتلاوت واجب ده كه ئې قصد د قرآن داوريدوكړيوى كه ئې نه وى كړى ځكه چه رسول (ص) فرمايى ﴿السجدة على من سمعهاوعلى من تلاها﴾ يعنى سجده د تلاوت شته پراوريدونكى اوپرتلاوت كونكى، كه امام آيت دسجدى ووايه سجده به كوى اومقتدئ به هم سجده كوى كه امام په خفيه لمانځه كښى آيت دسجدې ووايه سجده به كوى مقتديانو كه څه هم آيت نه دى اوريدلى خودامام په متابعت به سجده ورسره كوى، شخين (رح) وايى مقتدئ چه په لمانځه كښى دقرآن دتلاوت نه منع دى كه ئې آيت دسجدې ووايه سجده نه پرامام واجب ده اونه پرمقتدى، مګرامام محمد (رح) وايى چه له لمانځه نه وروسته به ټوله سجده كوى ځكه چه سبب دسجدى پيدا شو امام اعظم اوامام ابى يوسف (رح) وايى مقتدئ چه په لمانځه كښى لـه قـرائت نـه منع دى نـو دا سبب دسجـدې سـبب نه دى .
اهل سنت اواهل جماعت چه حنيفى مذهب دى دخپل مذهب درى واړه امامان (رح) ائمه ثلاثه بولى، امام ابى يوسف اوامام محمد (رح) ياران بولى، امام اعظم ابوحنيفه اوامام ابى يوسف (رح) شيخين بولى يعنى سپين ږرى، امام اعظم ابوحنيفه اوامام محمد(رح) طرفين بولى يعنى يوسپين ږرى بل ځوان .
شيخين (رح) وايى كه لمونځ كونكوله داسى چانه آيت دتلاوت د سجدې واوريدى چه په لمانځه كښى شريك نه وو دوى دى په لمانځه كښى دتلاوت سجده نه كوى چه له لمانځه نه فارغ شول سجده دى وكړى، كه ئې په لمانځه كښى سجده وكړه كافى نه ده اولمونځ هم نه په فاسديږى ځكه چه سبب د سجدى چه اوريدل د آيت دى پيداشواوسجده پرلازمه شوه، په لمانځه كښى ځكه روا نده چه آيت د سجدې په لمانځه كښى نه دى ويل شوى، لمونځ ځكه نه په فاسديږى چه سجده دلمانځه جنسى عمل دى فتوى هم پردغه مذهب ده، مګرامام محمد (رح) وايى كه لمونځ كونكو په لمانځه كښى ددغه آيت د اوريدوپه سبب سجده وكړه لمونځ ئې فاسدشو.
كه چاله لمانځه نه مخكى آيت دسجدې ووايه سجده ئې ونكړه مجلس ئې بدل نكړ په لمانځه كښى داخل شواوپه لمانځه كښى ئې بياهمهغه آيت ووايه اوسجده ئې وكړه نودغه يوه سجده د دواړو تلاوتودپاره رواده، كه چابيله لمانځه نه تلاوت دسجدې وكړ اوسجده ئې هم وكړه كله چه په لمونځ كښى داخل شوبيائې هم هغه آيت دسجدې ووايه نوپه لمانځه كښى به بله سجده كوى چاچه په يوه مجلس كښى يوآيت دسجدې څوځلى تكراركړيوه سجده ورباندى واجب ده، كه ئې څوآيتونه د سجدې وويل نو د هر آيت دپاره به سجده كوى، كه ئې په يوه مجلس كښى يوآيت د سجدې په څو مختلفوځايوكښى ووايه نوپه هغه شميربه دتلاوت سجدې كوى .
كله چه څوك نيت دتلاوت دسجدې وكړى الله اكبردى ووايى لاسونه دى نه پورته كوى سمدستى دى سجده وكړى په سجده كښى دى درى ځلى سبحان ربى الاعلى ووايى اوسردى راپورته كړى نه ناسته شته نه دوهمه سجده شته اونه تشهد شته، كه چا آيت دسجدې ووايه له هغه ځاى نه ولاړى اوبيرته هلته راغى بيائې هغه آيت تكرارووايه نودوى سجدې به كوى، همدارنګه كه تلاوت كونكى آيت د سجدې ووايه اوريدونكى واوريدى له هغه ځاى نه ولاړى اوبيرته هلته راغى بياتلاوتكونكى هغه آيت تكرار ووايه اواوريدونكى واوريدى نواوريدونكۍ به دوى سجدې كوى دقرآن تلاوت كه په لمانځه كښى وى ياغيرله لمانځه نه دآيتوويل په ترتيب سره واجب دى، پريښودل دتلاوت دسجدې مكروه عمل دى ځكه چه پريښودل دتلاوت دسجدې مشابهت دهغه چاسره دى چه له سجدى نه منكر وى په حقيقت سره منكردسجدى كافردى نومشابهت ئې مكروه دى، كه قارى دخلګو په موجوديت سره د قرآن شريف تلاوت كوي اوآيت ته دسجدى راورسيدى په خفيه سره دى ووايى چه دغه شفقت پراوريدونكودى .
په روح البيان كښى ذكرشويدى كه چاڅه مشكل درلودى دقرآن شريف څلورلس دسجدى آيتونه دى په ترتيب سره ووايى خو د هر آيت ترمخه دى مخكنى آيت ورسره ملګرى كړى چه څورلس آيتونه او څلورلس سجدې خلاصى شوی نودالله (ج) څخه دى د مشكل دحل په باب غوښتنه وكړى انشاء الله مشكل به ئې حل شى .