For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
داخـتـرونـولـمـونـځ
ددواړواخترولمونځونه واجب دى دكمكى اخترپه ورځ و عيدګاه ته دتګ نه مخكى څه شئ خوړل مستحب دى، دلمانځه دپاره دى غسل وكړى ځان دى خوشبويه كړى ښى جامى دى واغوندى كه ئې دفطرصدقه (سرسايه) وركړى نه وى هغه دى هم له ځان سره واخلى اودعيدګاه په لوردى روان شى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه دعيدګاه پرلاردى تكبيرنه وايى مګرياران (رح) وايى چه دعيدګاه پرلوردى تكبيروايى، داختردلمانځه نه مخكى دى نفل نه كوى كله چه په راختلودلمرپه قدر د دوو نيزودلمانځه وخت رواشو اودلمانځه دوخت ترختميدوترمخه چه دلمرزوال دى امام دى دوه ركعته واجب په جماعت دخلګواداكړى، دكمكى اختردلمانځه نيت داسى دى (نيت مى دى دزړه داخلاصه لمونځ كوم دوه ركعته واجب دكمكى اخترسره دشپږتكبيروپه دغه حاضروخت دڅاښت اقتدامى ده پدغه امام پسى مخ مى دى پرلورى دكعبى شريفى) دلوى اختردلمانځه په نيت كښى دكمكى اخترپه عوض كښى (لوى) اخترويل كيږى نورنيت ئې فرق نلرى، لومړى ركعت دى په تكبيرتحريمه سره شروع كړى سبحانك اللهم دى ووايى بيادى لاسونه ترغوږو پورى لوړكړى بل تكبيردى ووايى او لاسونه دى ځوړند ونيسى بيادى دوهم تكبيرووايى لاسونه دى ترغوږو پورى لوړكړى لاسونه دى ځوړندونيسى بيادى دريم تكبير ووايى لاسونه دى ترغوږوپورى لوړكړى اوترنامه لاندى دى ونيسى سورت فاتحه اويوبل سورت دى په لوړآوازووايى دنورولمونځوپشان دى ركوع او سجده وكړى، كله چه دوهم ركعت ته راجګ شى اول به سورت فاتحه اويوبل سورت په لوړآوازووايى بيابه داول ركعت پشان درى تكبيرونه ووايى لاسونه به ځوړند ونيسى په څلورم تكبيرسره به دنورولمونځوپشان ركوع، سجده اوناسته وكړى پسله سلام نه به امام دوى سنت خطبى ووايى دخطبى په لړكښى به خلګ دفطرپه صدقه اودهغه په احكاموخبركړى اودعابه وكړى، دغه ترتيب له عبداله بن مسعود، حذيقه، دابوموسى اشعرى اونوروصحابه كرام رضى الله عنهماڅخه رانقل شويدى، نوراحناف ئې هم معتبر ګڼى
كه له چانه داختردلمانځه جماعت پاته شو قضاء ئې نشته ترك د واجب ئې وكړګنهګاردى . كه داختر مياشت نه معلوميده په اوريځ كښى پټه وه وروسته له زوال نه دووكسانودقاضى ياحاكم په حضور كښى دمياشتى دليدلوشاهدى وركړه نوپه سباورځ دى د اخترلمونځ اداكړل شى، كه په كوم عذرسره په دوهمه ورځ دلما نځه مخنيوى وشى نوپه دريمه ورځ دى لمونځ نه كوى .
مستحب دى چه دلوى اختردلمانځه دپاره غسل وكړى خوشبويى ولګوى اودلمانځه ترفراغت پورى خورك وځنډوى وعيدګاه ته دى روان شى پرلارى دى تكبيرونه په لوړآوازوايى په عيدګاه كښى دى امام دوه ركعته واجب لمونځ دكمكى اخترپشان په جماعت دخلګواداكړى، دلمانځه نه وروسته دى امام يوپه بل پسى دوى خطبى ووايى اوپه خطبه كښى دى خلګوته دقربانۍ احكام او د تشريق تكبيرونه بيان كړى، كه دكوم عذرپه سبب داختردلمانځه مخنيوى وشى نوسباورځ دى لمونځ وكړى، په دريمه ورځ داختر لمونځ روانه دى، دامام حنيفه (رح) په مذهب دتشريق تكبيرونه دعرفات د ورځى دسهاردلمانځه وروسته شروع اوداختردلومړۍ ورځى دمازديګروروسته ختميږى چه ټوله اته (٨) لمونځونه كيږى ، دامام ابويوسف (رح) اوامام محمد(رح) په مذهب تكبيرونه د آخری ورځی دمازديګردلمانځه وروسته ختميږى چه ټوله درويشت (٢٣) لمونځونه كيږى، همدارنګه دامام اعظم ابوحنيفه (رح) په مذهب دتشريق تكبيرونه دكلوپراوسيدونكو، پرمسافر، پرښځه پرهغه چاچه لمونځونه ئې په جماعت نه وى واجب نه دى، په مذهب ديارانو(رح) د تشريق تكبيرونه پر نراوښځه، پرمقيم او مسافر، دښاريادكلوپراوسيدونكوكه ئې لمونځ په جماعت وى يا په ځانګړه توګه وى پر ټولوواجب دى، ټولوشرحواوفتاواوو د يارانوپرمذهب فتوى كړيده، دتشريق تكبيرونه پسله فرض لمانځه نه دادى ٭الله اكبر الله اكبر لااله الاالله والله اكبر الله اكبرولله الحمد٭ داختردلمانځه دپاره اذان اواقامة نشته .