For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
د ويـرى لـمـونـځ
كله چه ددښمن ويره ډيره شى نوسرلښكردى خپل لښكردوى ډلى كړى يوه ډله ددښمن دمخ دپاره اوپه بله ډله سره دى دويرى د لمانځه جماعت جوړكړى يوركعت دى له دووسجدوسره اداكړى چه امام له دوهمى سجدى نه سرراپورته كړى نودغه ډله دى ددښمن ومخ ته ولاړه شى، څرنګه چه دغه ډله لااوس هم په لمانځه كښى ده نوخبرى خورك اوداسى نورعملونه دى نه كوى، ددښمن دمخ ډله دى په همدغه امام پسى جمع شى بيادى امام يوبل ركعت له دووسجدوسره اداكړى له التحيات وروسته دى امام سلام وګرځوى ځكه چه دامام لمونځ پوره شو، مګرورپسى ولاړلښكردى سلام نه ګرځوى ځكه چه ددوى يوبل ركعت لمونځ پاته دى او دوى لااوس هم په لمانځه كښى دى، دغه ډله دى بيرته ددښمن مخى ته ولاړه شى اوهغه مخكنۍ ډله دى راشى يوركعت دى له دوو سجدوسره اداكړى خوقرائت دى نه وايى خاموش به ولاړوى ځكه چه په حكم سره په امام پسى ولاړدى، التحيات دى ترآخره پورى ووايى اوسلام دى وګرځوى، د دوى لمونځ هم پوره شو ددښمن مخى ته دى ولاړشى، هغه وروستۍ ډله دى راشى يوبل ركعت دى له دووسجدوسره اداكړى خوپه ركعت كښى به قرائت وايى ځكه چه دوى مسبوقين دى يعنى دلمانځه اول ورنه تيرشوى دى ددوى اړيكى له امام سره نشته، له دوهمى سجدى وروسته دى التحيات ترآخره پورى ووايى اوسلام دى وګرځوى ددوى لمونځ هم پوره شو دغه ترتيب دلمانځه هغه وخت صحيح دى چه امام مسافروى .
كه امام مقيم وو په اوله ډله سره دى هم دوه ركعته اداكړى اوپه دوهمه ډله سره دى هم دوه ركعته ادا كړى، قوم په اقامت اوسفر كښى دامام تابع دى، كه دماښام دلمانځه وخت ووامام دى له اولى ډلى سره دوه ركعته اداكړى اوله دوهمى ډلى سره دى يو ركعت اداكړى ځكه چه دماښام لمونځ مسافرندى اونه نيم كيدلاى شى، دلمانځه په حالت كښى به غزا(جنګ) نه كوى كه ئې جنګ وكړنولمونځونه ئې باطل شوه، كه ددښمن ويره زياده شوه نوهر څوك دى پرسپرليوسپورځانګړى لمونځ وكړى، كه قادر نه وو چه د قبلى ولورى ته سجده وكړى نوهرى لورى ته چه ئې خوښه وى هغه لورى ته دى سجده وكړى په دغه قول سره دالله (ج) چه دالبقره دسورت په (١٣٩) آيت مبارك كښى فرمايى﴿فان خفتم فرجالااو ركبانا﴾ يعنى كه تاسوله دښمن ياكوم بل شى نه ويريدلاست نولمو نځ كوى په پلى (پياده) تګ ياپر سورلى باندى سپاره .
لمونځ چه دومره مهم عبادت دى چه پريښودل ئې دغزا او سختى ناروغۍ په حالت كښى دهغه پاك ذات له امرنه سرغړونه ده چه له هيڅ نه ئې پيداكړو او هغه نعمتونه ئې راته راكړل چه بشرئې تصور نشى كولاى اوبيرته مودده پاك ذات ته مخه ده، نوڅنګه به روغ رمټ مسلمان دامن په حالت كښى لمونځ پريږدى .

لمونځ ښكاره معراج دزړه دى هم رحمت درباندى اورى
پــه حــضوردچــا ولاړيـى څــه كـوى څــوك درتـه ګــورى