For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
ادبي ملغلري
شعر شاه محمود آری ..
ځګېروی ډاکټر فيض الل ..
وړیا ښکلا ساپی
رشوت ثاقب
سمې لارې ساپی
زمامرګ ولي د .. زرولي خان (خو ..
زرګرې سترګې نورشاه نوراني
دمینی رنګ سمیع الدین اف ..
په مو نږه لو .. حفيظ مليار
زخمی زړه سمیع الدین اف ..
په افغانستان کي کامیابه اداره اوسوله یوازي د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کښي نغښتې ده
   ۷ / ۶ / ١٣٨٧ كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ فراه کې ځان وژونکی ووژل شو      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تاجکستان:د شانگهای تړون سرمشریزه پیل شوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ گرجستان ته په مرستو بار امريکايۍ بيړۍ ورسېده      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ بامیان: په بودیانو او یونانیانو پوري تړلي آثار وموندل شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ تر څو شیبو به افغان لوبډله له چین څخه کابل ته را ورسيږي      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ غزنی:چاودني د ملی اردو ريس ارکان وواژه      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ حامد کرزی دوشنبې ته ورسید، ننګرهار ته لس ملیونه ډالر ډالۍ شول      ۷ / ۶ / ١٣٨٧ میدان وردګو کې د صحي چارو کارکونکو ته بري لیکونه وویشل شول     
دکتابتون لومړی مخ اسلامي او مذهبي کتابونه پښتو قدوري
اعـتـكـاف
اعتكاف درى قسمه دى واجب، سنت مؤكدكفايى اومستحب، واجب هغه دى چه چائې نذرمنلى وى كه نذرمعلق وى اوكه غير معلق وى يعنى داسى ئې ويلى وى چه زه اعتكاف كوم يائې داسى ويلى وى چه كه زمادا كار وشو زه دومره ورځى اعتكاف كوم، كه څوك يوساعت نذرى اعتكاف دنذرى وخت نه مخكى فاسدكړى بيرته به له سره اعتكاف راګرځوى .
سنت مؤكدكفايى دروژى دمياشتى د آخرولسو ورځو اعتكاف دى چه ډيرثوابونه لرى رسول كريم (ص) چه مدينى ته تشريف يووړ بيا ئې دژوند ترآخره پورى اعتكاف نه دى پرى ايښى، د هرمحل يا كلى ياښارپرخلګوسنت دى، كه يوه يادوو يازيادوكسانودمحل يا كلى ياښاردروژى په آخرو لسو ورځوكښى اعتكاف ادا كړ د ټولو خلګوغاړىخلاصى شوى، كه هيڅ چااعتكاف ونكړنودټولوغاړى بندى دى، معتكف دى د روژى دمياشتى دشلم په ورځ دمازديګر دلمرلويدوترمخه داعتكاف په نيت د اخترترورځى پورى په مسجدكښى كښينى خو د ورځوتعين دى نه كوى ځكه اخترمعلوم ندى چه كله به وى خوداختردمياشتى ترمعلوميدو پورى به په مسجدكښى وى، اعتكاف به په داسى مسجد كښى وى چه پنځه وخته لمونځ پكښى كيږى جامع مسجد شرط ندى او دعيدګاپه مسجدكښى اعتكاف روانه دى، ښځى دى په خپل كوركښى اعتكاف وكړى، معتكف ته دښځى سره يوځايوالى حرام دى او ښځه به نه مچوى اونه به لاس وروړى كه معتكف په مچه اخستلو يالاس ور وړلوسره انزال شو اعتكاف ئى فاسدشو بيرته به ئې قضاء راوړى، امام ابوحنيفه (رح) وايى معتكف دى بيله حاجت انسانى لكه اودس، غسل يا دجمعى لمونځ له مسجدنه نه وزى كه ووزى اعتكاف ئې فاسد شو، ياران (رح) وايى هغه وخت اعتكاف فاسدكيږى چه معتكف دورځى ډيره برخه له مسجدنه دباندى تيره كړى، معتكف دى په نژدى مجسدجامع كښى دجمعى لمونځ اداكړى ليرى دى نه ځى، داسى وخت به مسجدجامع ته روانيږى چه د مسجدجامع دوه ركعته تحية المسجد، څلورركعته سنت، دوى خطبى بياشپږ ركعته سنت ادا كړى كه له دغه نه ډيروخت په مسجدجامع كښى تيركړى كه څه هم اعتكاف ئې نه فاسديږى ليكن ښه داده چه ډيرځنډ ونه كړى د معتكف خورك، چښنګ اوخوب به داعتكاف په ځاى يعنى په مسجدكښى وى، د اعتكاف په حالت كښى بيله ضرورت نه دنيائي كاركول مكروه تحريمى دى، كه ضرورت وى لكه دكوردغذائي موادوپيرودل (رانيول) يا خرڅول چه بل څوك نه وى روادى خو د رانيولواوخرڅولوشى به مسجد ته نه راوړى فقط بيع او شراء به وى، معتكف به بيله ښوخبرولكه ذكر، تسبيح، نصيحت او دچا دحال پوښتنه نورى خبرى نه كوى، همدا راز د معتكف پټه خوله پاته كيدل مكروه دى چه نه دچاسره څه وايى اونه چاته ځواب وركوى كه د غيبت، بهتان او ټوكونه پټه خوله وى نولوى عبادت دى . كه چا د نذرپه ډول پرځان باندى دڅوورځو اعتكاف واجب كړخوشپى ئې ورسره ذكرنكړى نودذكرشوو ورځوسره سم دهغوشپو اعتكاف ور باندى واجب دى اودغه ورځى اوشپى به يوپه بل پسى وى . هغه اعتكاف چه د روژى دمياشتى له آخرولسو ورځونه علاوه كه په روژه كښى وى يابيله روژى وى مستحب دى .